دفاتحــی خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                             بسم الله الرحمن الرحیم     

 

ستا په نامه زما ربه .

د وروستی بیرحما نه غیراسلامي او غیر انساني ځانمرګي برید له کبله چی د ننګرهار په ښارکی د شینوارو د قومی مشر حاجي ملک عثمان شینواري او دولسی جرګی غړۍ،

داکترعصمت الله او د ننګرهار ولایتي شورا غړۍ عبیدالله شینواري په کور کی تر سره شوه ، چی د دی برید له کبله حاجی شیرولی خان شینواری، قاری صاحب کمین شینواری ،حاجی قیوم شینواری، قاری محمدالله شینواری او اته نور د کور نی غړي هم په شهادت ورسیدل او دیارلس تنه نور تپیان شول.

د دی غمجنی غیر اسلامی او غیرانسانی پیښی یادونه په المان کی د مرحوم جنرال عبدالمنان شینواري زوی محمد داود عظیمی شینوري او د حاجي شیرولی خان شینواري زوی جلیل شینواري او د حاجی قیوم شینواري ورور وفی الله شینواری لخوا په فاتحی اود قران عظیم الشان په ختم سره لمانځل کیږی.

په دی درانده محفل کی په خپل ګډون سره به د اسلام او هیواد دلاری پاکو شهیدانو ارواح ښاده او مونږ به مو هم منندوی یو .

 

د فاتحی ځای: د امام ابو حنیفه جوماتEdisonstraße 10, 60388 Frankfurt am Main
د فاتحی وخت: شنبه 30.Jan. 2016، د 14:00 تر16:00بجو پورې

د اړیکی شمیره015221993735 :