نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
افغان ولس د سولې تږی دی، نږدې ۴۰ کلونه عملا افغان ولس په جګړه کې سوځي، او په بېلابېلو وختونو کې ډیر ضرر هم په جګړه کې ولس لیدلی دی، له روسانو سره سخته لس کلنه جګړه، بیا دهغوی څخه پاتې شوې د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره په کلونو جګړه، له هغه وروسته د مجاهدینو خپلمنځي جګړې چې کابل ښار کې يې لا د جنګې جرمونو نښې نښانې پاتې دي، او بیا وروسته د طالبانو او منحرف شوو مجاهدینو تر منځ
سختې جګړې او دادی نږدې ۱۵ کلونه د امریکا او ناټو سره د افغان ولس جګړه، هغه څه دي چې افغان ولس د جګړو قرباني ورکوي.
اوس مهال افغان ولس له دولت او شکېلو وسلوالو اړخونو څخه د سولې اړوند مایوسه ښکاري او ورځ تر بلې يې مایوسې زیاتيږي، دغه مایوسي هغه وخت زیاته شوه چې افغان حکومت د سولې لومړیتوب پرځای جنګ او جګړه خپل لومړیتوب وټاکی.
افغان ولس له ذهني فشار سره مخ دي، ذهني ارامتیا نشته، او یواځي د جنګ، جګړې ، زور او یوبل په زور له منځه وړلو خبرې اوري، همدا لامل دي چې په تیر ۲۰۱۵ ز کال کې نږدې ۱۶۰۰۰۰ افغان ځوان استعدادونو د سولې څخه د ناهیلې له امله له هیواده اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته تېښته کړي.
که د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه سوله ونه شي ممکن د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه د ۹ نورو کلونو له پاره هم اوږده شي. او له ۲۰۱۶ ز کال وروسته به سوله اسانه نه وي، کورنۍ، منطقوي او نړیوال شرایط به د افغانستان د جګړې او سولې اړوند تغیر کوي، او بیا به هغه وخت ټوله سېمه ورسره جنجال کي پاتې وي لکه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې موږ ددغسي شرایطو شاهدان وو.
اوس مهال چې طالبان لا هم ځواکمن نظامي ځواک دي په افغانستان کې د نورو وسلوالو ډلو د افراطیت مخه نیولای شي، تر دي مهاله هم په شمال کې چې کوم د منځنۍ اسیا او چین هیواد جنګیالي دي لا هم طالب د خپل مشر په صفت پېژني او طالب هم د افغانستان اړوند حیاتي رول لوبولای شي، که په لوی لاس د طالب ځواک کمزوری کیږي ، د هغوی د وېشلو هڅې کيږي او پرځای يې داعش او نوري هغه جنګیالي ډلې چې محدودیت او معلومه جغرافیه نه مني دهغوی څخه د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړ کیږي دابه بیا ډیره جنجالي او داسي ستونزه وي چې جګړه به اوږديږي، سوله به نفي کيږي او د لومړي بن په څیر تیروتنه به وي چې جبران به يې اسانه نه وي، هڅي هم موږ وایو چې سیاسي تیروتنه نه جبران کیږي، په کار ده چې اوسنيو نازکو او حساسو سیاسي حالاتو ته په کتلو سره ، افغان حکومت، مخالف وسلوالي ډلې، ګاونډي هیوادونه او نړیوال په ټول توان سره د افغانستان د رښتونې سولې له پاره هڅې وکړي.
د افغان سولې مخکې خنډونه او سولې ته د رسیدو اړوند ځينې ټکې په لاندی ډول ستاسي قدرمنو سره شریکوم:
۱ – ابهامات لیري کړل شي او د سولې اړوند هره تګلاره افغان ولس او نړیوالو ته روښانه کړل شي، نور بهاني ونه شي، د ترهګرو او بېلابېلو نومونو په کارولو سره جګړې ته دوام ورنه کول شي.
۲ - چې د جنګ تګلارې پرځای د سولې تګلاره عملا خپله کړلای شي، او رښتوني سولې کولو له پاره روښانه تګلاره اعلان شي، طالبان به ځينې مجبوریتونه لري چې د جګړې د توقف او سولې روښانه تګلاري اعلان نه شي کولای، مګر افغان دولت په دي برخه کې مجبوریتونه نه لري لکه په نورو برخو کې چې روښانه موقف نیولای شي د جنګ پرځای د رښتوني سولې د تګلارې اعلان هم کولای شي خو چې عملي اړخ هم ولري.
۳ – چې افغان دولت دننه د سولې اړوند مختلف دریځونه او لیدلورې همږغي شي، تر دي مهاله د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او حتی ولسمشر، اجرایوي مشر او مرستیالانو ترمنځ داخلي همږغي نه لیدل کیږي.
۴ – لا هم افغان حکومت د بیړنیو حالاتو احساس نه کوي، داسي عمل او داسي ارام د سولې په برخه کې په ارام مخکې روان دی لکه دوی چې د سولې له پاره زیات وخت او کلونه لري، کټ مټ لکه د سولې عالي شورا چې کلونه مخکې جوړه شوه، حکومت فکرکوي لکه چې لس نورکلونه هم د سولې له پاره لري، ولي اوسمهال حالت بیړنې دي او د سولې په برخه کې کرار عمل یوه لویه تیروتنه ده، دواړه لوري (افغان حکومت او طالبان) سولې ته د رسیدو له پاره ډیر وخت نه لري، او که په دي معین او محدود وخت کې سوله رانه شي حالت نور هم بحرانې کیدونکي دي، افغان حکومت او نړیوالو له پاره طالب یواځي تهدید نه دی، د ثبات او حراست ډله، د کرزي ډله اوس دادی د احدي صاحب اپوزیسون، دا ډول پر دولت فشارونه زیاتوي او حالت نور هم بیړني کوي.
۵ – افغان حکومت داسي عمل کوي لکه چې ټول افغان ولس ددوی تر شا او د مخالفو وسلوالو پر ضد ولاړ وي، حال داچې داسي نه ده حکومت باید پوه شي چې نږدې ۷۰٪ خاوره له مخالفو وسلوالو سره ده او ځينې داسي برخې دي چې نه د وسلوالو مخالفو ډلو او نه هم حکومت تر کنټرول لاندي ده، یواځي ۲۰٪ خاوره به د دولت په واک کي وي، همدې فارمولي ته په کتلو سره باید د سولې اړوند عمل وکړي.
۶ – د سولې اړوند د حکومت له خوا یواځي تبلیغات په کار اچول شوې ، کومه ملموثه اراده او رښتونی هوډ نه دی لیدل شوی، ډیر وخت پاکستان ملامت کول او طالب ته ترهګر ویل، د خلکو غوښتنې نه اوریدل شوې او نه ځواب شوې، د سولې له پاره د تبلیغاتو پر ځای عمل ته اړتیا ده.
۷ – د ولسمشر غني شعار داو چې سولې ته لومړیتوب ورکوي او سوله راولي همدا لامل وو چې په سختو شرایطو کې ځینو افغانانو هغه ته رایه ورکړه، ولي بیا هم په عمل کې د سولې له پاره چې انسجام وشي او په ولسي کچه حکومت د سولې ملاتړ خپل کړي څه نه دي شوې، لا هم یواځي شعار دی
۸ – د منځنۍ اسیا او نړیوالو سره د افغان حکومت اړیکو جوړولو او پرمختګ ته په کتلو سوله نوره هم ستونزمنه کوي، د منځنۍ اسیا او چین هیواد جنګیالي په افغانستان کې يې ځپل ستونزه نه شي حل کولای، او داهم ستونزه نه شي حل کولای چې هغوی ژوندي ونیول شي او لاس تړلي يې د منځنۍ اسیا او چین هیوادونو ته تسلیم کړي، د جنګ پرځای داسي تګلاره چې هغوی په خپله خوښه یا خو خپلو هیوادونو ته او یا هم کوم بل ځای کې ورته د هستوګنې زمینه برابره کړل شي، که هغه ځپل کیږي دا جنګ زیاتوي او ځينې افغان مخالفې وسلوالي ډلې به هم د هغوی د ساتنې له پاره پر جګړه تمرکز کوي.
۹ – افغان دولت له منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو څخه مالي او نظامې مرستې غواړي تر څو د هغوی جنګیالی دلته په افغانستان کې وځپي، ددي پر ځای ښه داده چې د یادوهیوادونو استازو او وسلوالو جنګیالیو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي. تر څو د سولې اړوند پرمختګ وشي.
۱۰ – ګډ حکومت له لویه سره د امریکا او ناټو پر ملګرتیا ډیرټینګار کوي، د بهرنیو پوځیانو پر شتون او زیاتوالي ټینګار کوي، شپني عملیاتو او د امریکايې اډو شتون په لوی لاس مخالفو وسلوالو ډلو ته د جنګ قوي اراده ورکوي، او د حکومت له ولس څخه بېلوالی او د افغان حکومت استقلالیت په لوی لاس له لاسه ورکول هغه څه دي چې د جنګ د زیاتوالي لامل کيږي او په دي ډول نه خو افغان حکومت جګړه ګټلای شي او نه هم د خپلې بقا تضمین کولای شي، ښه داده چې هر هغه عمل چې افغان ولس ورسره رضایت نه لري او د سولې پرمختګ له خنډ سره مخ کوي له هغه څخه ډډه وشي.
۱۱ – د افغان دولت مشرانو سره احساس دی چې نړیواله ټولنه پیسي ورکوی، نظامي ملاتړ يې کوي ا و هڅه کوي چې د نړیوالې ټولني حضور په نظامي برخه کې هم زیات شي، دغه هڅې د سولې خنډ کیږي، نړیواله ټولنه باید له دولت څخه فاصله وساتي تر څو موږ بلې جګړې ته سوق نه شو.
۱۲ - ناوړه تبلیغات د شکېلولورو له خوا ودرول شي، د منفي تبلیغاتو پر ځای سولې ته در سیدو او مثبت تلبیغاتو باندي باور وکړل شي. د جنګ پرځای د خلکو ذهنیت سولې ته اماده کړلای شو، دا ډول رسنۍ هم په دي اړه مثبت لورته ګام واخلي.
۱۳ - د سولې د هڅو تعریف شکېل لوري افغان ولس او نړیوالو ته وړاندي کړي، افغان حکومت داسي سوله غواړي چې ددوی شرایط پکې ومنل شي او تر اوسه هم کوم تعریف چې دوی لري هغه د سولې نه بلکې د تسلیمیدو خبره د سولې له نامه څخه کوي، بل خوا بیا طالبان هم د سولې اړوند ځينې وختونه خپل مخکنې شرایط لري او دخپلو شرایطو مطابق د سولې خبرو ته چمتووالی ښيې.
۱۴ – نړلوالو ځينې تیروتني وکړي او لاهم په تیروتنه کې بوخت دي :
الف: نړیوالو ډیر مغرورانه عمل وکړ او یواځي داخبره يې کوله چې طالب هرځای وي باید ختم شي، هغه ته نه په خپل کور کې، نه په خپل ښار او نه هم په سېمه کې مصؤنیت ورکول شو، له یوې مخې تر فشار لارندی ونیول شول او د وژلو خبره يې کیدله.
ب : اوس مهال نړیوال وایې چې له طالب سره دي خبرې وشي هغه ترهګره ډله نه ده ددي له پاره په کار ده چې constructive Dialogue ته زمینه برابره شي، دانه چې طالبان دي په رسمیت وپېژندل شي، ولي د خبرو دروازه خو باید خلاصه وي، د طالبانو د مشرانو نومونه له تورلسټ څخه لیري او د قطر دفتر په رسمیت وپېژندل شي.
ج: نړیوالو ټولنه باید د لومړي بن تیروتنه تکرار نه کړي چې یواځي د خپلو ملګرو (افغان حکومت) ملاتړ په ټینګه کوي او طالب ته وایې چې زه دریمګړی یم، که طالب نړیوالې ټولنې ته احترام لري په کار ده چې نړیوال هم متقابل احترام ولري، او که نړیوال چې په سر کې يې امریکا ده د افغان حکومت ملاتړ کوي ، د هغوی مالي او نظامي مرسته او تجهیز کوي اوبیا د دریمګړي دعوه لري، نو ممکن کله به داسي ارمان وکړي لکه چې په لومړي بن کې اوس دا تیروتنه ځينې يې مني چې ولي طالبان په یومخیز ډول په کانفرانس کې د ګډون کولو څخه نفي شول.
۱۵ – د سولې عملي قدمونو له پاره نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې افغان دولت سره :
الف: په ټولو برخو کې خپلې مرستې مشروطې اعلان کړي
ب : خپل پوځي او سیاسي ملاتړ مشروط او محدود کړي که د ۲۰۱۶ ز کال تر پایه او یا ۲۰۱۷ کال پوري افغان حکومت سولې ته نه رسیږي مرستي به بندی کړي
که نړیواله ټولنه پر افغان حکومت فشار رانه وړي او په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې مشروط او محدودي نه کړي، خپل فشار په عملي ډول ونه ښيې سوله به ستونزمنه وي.
۱۶ – نړیواله ټولنه چې په سر کې يې امریکا ده د سولې اړوند پر افغان حکومت وړ فشار نه دی راوستی، او تر دی مهاله يې له خپل سیاسي او ډیپلوماټیک فشار څخه کار نه دی اخستی، سرچپه عمل کوي د افغان حکومت خبره مني او د افغان حکومت پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ په کور دننه، سيمه او نړیواله کچه کوي.
۱۷ – په سېمییز ډول سره هم باید شکېلو لورو ( افغان حکومت او مخالفو وسلوالو ډلو) فشار راوستل شي. چین، امریکا او ناټو باید له خپل سیاسي فشار څخه کار واخلي.
۱۸ – پاکستان لا د جګړې دواړو لورو سره لوبه کوي، نړیوالو څخه د سولې په نوم پیسې ترلاسه کوي، له جنګې او خرابو امنیتي شرایطو څخه استفاده کوي او چې څومره دغه ډول حالت اوږديږي دوی يې د ځان په ګټه ګڼې، او خپل اهمیت يې په نړیواله کچه تازه ساتلی دی، که په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي وي نو پاکستان به له هر چا کریډیټ او امتیاز اخلي.
افغان حکومت سره هر ځل د سولې پروسي اړوند بهاني او د زیات وخت غوښتنه کوي.
پر طالبانو بیا پاکستان ځينې داسي فشارونه واردوي چې سولي ته د رسیدو لاره نه شي ګڼل کیدای، مثلا بشري مرستې بندول، د بستر زخمیانو له روغتون څخه په نااعلاج حالت کې ایستل، چې لا هم حساسیتونه زیاتوي او سولې ته ژمنتیا خنډنۍ کوي.
پاکستان نړیوالو ته وایې چې پرته له دوي څخه سوله په افغانستان کې نه شي راتلای، په کار ده چې پاکستان ته هم محدود وخت له شرایطو سره وټاکل شي، او غیرمحدود امتیاز ور نه کول شي.
۱۹– په نړیوالو کانفرانسونو کې چې کوم توافقات او هوکړه کيږي دهغوی د عملي کولو له پاره نړیوال تضیمن یا د شکېلو لورو له خوا ژمنه او تضمین یوې بااعتباره ادرې ته ورکول.
۲۰ – کورنی فشار چې پر افغان دولت او مخالفو وسلوالو ډلو راوستل شي، داکار نا پيلې سیاسي محورونه، ناپيلي مدني ټولنې چې خپل ږغ پورته کړي او بلاخره افغان ولس په ډلییز ډول سره خپله اراده څرګنده کړي. په دي برخه کې نړیوال مرستندوی ثابت کیدلای شي خو چې د کوم لوري پلوي پکې ونه شي.
مثلا د ۹ تنه وژل شوو هزاره وروڼو له پاره د یولک کسانو لاریون تنظیم کیدای شي، تبلیغات ورته کیږي او پروګرام ورکول کيږي، همداسي ولي به ممکن نه وي چې پر شکيلو لورو د فشار له پاره دغه ډول ولسي فشار منسجم نه شي.
۲۱ – د سولې برخه کې نړیوالې ټولنې مالي مرستې یواځي تر افغان حکومت او افغان چارواکواو افغان حکومت پلوه کسانو پورې تړل شوې، او دغه مرستې یواځي یو خاص ادرس سره کیږي چې دا خپله د سولې پر هراړخیزه پروسه باندي منفي تاثیرات لری.
یادداشت هاي مهم پیرامون روند صلح
نظرمحمد مطمئن
نویسنده وتحلیلګر مسایل سیاسي افغانستان
ملت افغانستان تشنه صلح اند؛ نزدیک از 40 سال به اینسو در آتش جنگ و درگیری ها می سوزند و در بسیاری موارد آسیب های جنگ بیشتر متوجه ملت بوده است؛ جنگ ده ساله با روس ها و به تعقیب آن سال ها جنگ با حکومت داکتر نجیب الله و سپس جنگ های ذات البینی مجاهدین که شهر کابل هنوز نشانه هایی از جنایات جنگی شان را نمودار است، و به دنبال آن ادامه جنگ ها بین طالبان و مجاهدین منحرف شده و اینک از 15 سال به اینسو با امریکا و ناتو جنگ ملت افغان، همه چیزی است که ملت افغان بهای آن را می پردازند.
در حال حاضر ملت افغان از شکل گیری روند صلح بین دولت و مخالفان مسلح درگیر جنگ مایوس به نظر می رسند و با گذشت به میزان این مایوسیت افزوده می شود؛ بر میزان این مایوسیت زمانی افزوده شد که حکومت افغانستان در تناسب به اولویت صلح به اولویت جنگ تن در داد.
ملت افغان با فشار ذهنی مواجه است، آرامش اش را از دست داده و تنها نداهای ادامه جنگ و محو همدیگر با استفاده از قوه زور را می شنوند؛ از همین رو، که در سال در حدود 16000 جوان افغان مایوس به سبب وجود شدت ناامیدی از کشور فرار و رهسپار اروپا و کشورهای دیگر شدند.
اگر تا پایان سال ۲۰۱۶م. روند صلح به واقعیت نپیوندد، ممکن جنگ جاری کنونی افغانستان 9 سال دیگر نیز ادامه یابد و بعد از سال 2016 استقرار صلح ممکن نخواهد بود، شرایط داخلی، منطقه یی و بین المللی پیرامون صلح و جنگ در افغانستان در حال تغییر است و بازهم تمام منطقه در آشوب آن گیر خواهد ماند طوری که ما در سال های 1990 شاهد چنین شرایطی بودیم.
در حال حاضر، طالبان بازهم به عنوان قدرت نظامی در افغانستان مطرح بوده و در این کشور می تواند مانع افراطیت سایر گروه های مسلح گردد، تا کنون جنگجویان مربوط به کشورهای آسیای میانه و چین در شمال افغانستان هنوز هم طالب را به عنوان رهبر شناخته و طالب نیز در رابطه به افغانستان می تواند نقش حیاتی را ایفا نماید. اگر تلاشی صورت می گیرد که عمدا از قدرت طالب کاسته شود، یا به منظور ایجاد انشعاب در بین آنها تلاش صورت می گیردو گروه های مسلحی مانند داعش و دیگران از سوی حکومت افغانستان و جهانیان حمایت می شوند که در آینده مشکلی را خلق خواهد کرد که جنگ ادامه یابد و صلح منتفی گردد و مثل کنفرانس بن اول اشتباهی جبران ناپذیری خواهد بود؛ افزون براین طوری که گفته می شود که اشتباه سیاسی جبران ناپذیر است، لازم است که با درنظرداشت حالات و شرایط حساس کنونی حکومت افغانستان، همسایه گان، مخالفین مسلح و جهانیان جهت استقرار صلح راستین بذل مساعی نمایند.
موانع در برابر صلح در افغانستان قرار زیر است که با شما آنها را شریک می سازم:
۱ – ابهاماتباید رفع شود و هر گونه سیاستی پیرامون صلح به ملت افغانستان و جهانیان روشن گردد، به بهانه ها پرداخته نشود، زیر نام های تروریزم از دوام جنگ اجتناب شود.
۲–در بدل توسل به راهکارهای زورگویی و جنگ به راهکارهای صلح عملی توسل جسته شود و به خاطر صلح راستین سیاست روشنی در پیش گرفته شود؛ طالبان البته دارای پاره یی از مجبوریت ها اند که نمی توانند پیرامون صلح و توقف راهکار روشنی اتخاذ نمایند، اما حکومت افغانستان در این مورد کدام مجبوریتی ندارد و می تواند موقف روشنی اتخاذ کرده و به جای جنگ هم می تواند موقف صریحی داشته باشد، اما همه اینها باید عملی باشد.
۳ – پیرامون صلح باید در داخل دولت افغانستان هماهنگی کاملی موجود باشد، تاکنون حتا در این مورد میان رییس جمهور، رییس اجراییه و معاونان شان هماهنگی وجود ندارد.
۴ – هنوز هم حکومت افغانستان حالت اضطراری کنونی را احساس نکرده و در این راستا با آرامش خاطر کامل گام می بردارند، گویی که به منظور استقرار صلح سال های بیشتری پیشرو دارند؛ همان تجربه شورای عالی صلح که چندین سال قبل صورت گرفت در حالت تکرار است، حکومت فکر می کند که ده سال دیگری نیز برای صلح پیشرو دارد؛ اما در حال حاضر شرایط اضطراری است، و نیاز به اقدام فوری در این راستاست و هر گونه تعطیل اشتباهی بزرگی خواهد بود، هر دو طرف (حکومت افغان وطالبان) به منظور دستیابی به صلح وقت بیشتر ندارند؛ اگر در این زمان معین و محدود صلح محقق نشود، شرایط بیش از پیش بحرانی می شود. طالب تهدید یگانه برای حکومت افغان و جهانیان نبوده، شورای حراست و گروه کرزی و اکنون اپوزیسون احدی صاحب همه بر دولت سبب فشار شده و حالات بیش از پیش اضطراری می سازد.
۵ – حکومت افغانستان به گونه عمل می کند گویا که همه ملت با ایشان بوده و در برابر مخالفان مسلح می جنگند، در حالی که چنین نبوده هم اکنون نزدیک به ۷۰٪قلمرو کشور زیر کنترول مخالفان مسلح قرار دارد و برخی ساحاتی وجود دارد که نه زیر تصرف دولت بوده و نه هم مخالفان مسلح، تنها ۲۰٪خاک کشور زیر اداره دولت قرار دارد، بادرنظرداشت این فورموله، باید پیرامون اقدام عملی نماید.
6 – در ارتباط صلح از سوي حكومت تنها به تبليغات اكتفا شده، اما اراده و عزم ملموسي در اين راستا به مشاهده نمي رسد. اكثر اوقات در اين راستا پاكستان را متهم كرده و طالب تروريست خطاب مي كند، خواسته هاي مردم در نظر گرفته نمي شود، به خاطر صلح به جاي تبليغات به كاري عملي نياز است.
۷ – شعار رييس جمهور اين بود كه به صلح اولويت قايل است و آنرا در عمل پياده مي كند؛ از همين رو بود كه در شرايط بسيار دشوار اكثر افغان ها به وي راي دادند، اما در عمل براي صلح هيچ كاري صورت نگرفت و بازهم در حد شعار باقي ماند.
۸ – با توجه به ايجاد روابط تنگاتنگ حكومت افغانستان با آسياي ميانه و جهانيان، اين پروسه بيش از پيش دشوار مي گردد، نابود سازي جنگجويان چيني و مربوط به كشورهاي اسياي ميانه را در افغانستان نمي توان راهكار حل مشكلات دانست و اين هم به حل مشكل كمكي نخواهد كرد كه آنها زنده بازداشت و دست بسته به كشورهاي آسياي ميانه و كشور چين سپرده شوند، به جاي جنگ بايد راهكارهايي رويدست گرفته شود كه آنها به رضايت خود يا به كشورهاي خود بروند و يا هم در جاي ديگري براي شان زمينه اقامت تدارك ديده شود؛ اگر عزم نابود سازي آنها رويدست اين مسله خود به ادامه جنگ كمك كرده و شماري از گروه هاي مخالف مسلح هم به خاطر حفاظت از آنها بر جنگ تمركز مي نمايند.
۹ – دولت افغانستان خواستار كمك نظامي و مالي از كشورهاي آسياي ميانه و برخي كشورهاي ديگر است، تا جنگجويان مخالف آنها را در افغانستان بكوبد، اما به جاي اين، اين بهتر خواهد بود كه در ميان نماينده گان كشورهاي يادشده و جنگجويان مسلح شان در افغانستان زمينه گفتگوهاي صلح مهيا گردد، تا در زمينه استقرار صلح كمك صورت گيرد.
۱۰ – حكومت بيش از هرچه به دوستي با امريكا و ناتو تاكيد دارد، به حضور و افزايش نيروهاي خارجي در كشور تاكيد دارد، عمليات هاي شبانه و وجود پايگاه هاي نظامي امريكايي خود نزد گروه هاي مخالف مسلح سبب تقويت اراده جنگي مي شود، همچنان استقلاليت حكومت افغانستان صدمه مي بيند و فاصله بين مردم و دولت زياد مي شود در اين صورت نه حكومت افغانستان مي تواند برنده جنگ باشد و نه هم مي تواند تضمين بقاي خود را ارايه نمايد. بهتر است از هر عملي كه مردم افغانستان از آن رضايت ندارند و پيشرفت در پروسه صلح را با كندي مواجه مي سازد، اجتناب صورت گيرد.
۱۱ – در نزد سران دولت افغانستان اين احساس موجود است كه جامعه جهاني به ايشان پول مي دهد، از ايشان كمك نظامي مي كند و تلاش مي شود تا حضور جامعه جهاني در بخش نظامي بيشتر گردد، اما اين تلاش ها مانع در راستاي تلاش هاي صلح مي گردد، جامعه جهاني بايد از دولت افغانستان فاصله بگيرند تا ما داخل ميدان جنگ ديگري نشويم.
۱۲ - تبليغات سوء بر عليه همديگر بايد از هر دوجناح پايان يابد، به جاي تبليغات منفي بايد باورمندي به تبليغات مثبت و اثرات مثبت آن وجود داشته باشد. به جاي جنگ بايد به مردم ذهنيت صلح داده شود، به همين گونه، رسانه ها نيز بايد به مثبت گرايي در اين راستا بپردازند.
۱۳ - تعريف تلاش هاي صلح از سوي جناح درگير به مردم افغانستان ارايه گرديد؛ حكومت افغانستان خواستار صلحي است كه شرايط آنها در آن محقق باشد و تا هنوز تعريفي را كه آنها بيان مي دارند، صلح نه بلكه گفتگوها به خاطر تسليم شدن جانب مقابل است؛ از سوي ديگر، طالبان هم پيرامون صلح تعريف ويژه خود را دارند و بر پايه آن مي خواهند به گفتگوهاي صلح آماده شوند.
۱۴ – جهانيان مرتكب برخي اشتباهات شدند و هنوز هم به تكرار آنها مي پردازند:
الف: جهانيان بسيار مغرورانه عمل كردند و تنها به اين اصرار داشتند كه طالب هرجايي كه باشد بايد نابود شود، به طالب نه در خانه خود، نه در شهر و نه در منطقه مصونيت داده نشد، سراسر زير فشار قرار گرفت و گفته مي شد كه بايد كشته شود.
ب : اكنون جهانيان مي گويند كه با طالب بايد گفتگو صورت گيرد و آنها تروريست نيستند و براين كار نياز است كه براي Constructive Dialogue زمینه سازي صورت گيرد، يعني اين نه كه طالبان به رسميت شناخته شوند، اما دروازه گفتگوها بايد گشوده باشد، نام هاي سران طالبان بايد از ليست سياه حذف شده و دفتر قطر به رسميت شناخته شود.
ج: جامعه جهاني بايد اشتباه كنفرانس بن اول را تكرار ننمايد؛ كه تنها به حمايت حكومت افغانستان مي پردازد و به طالب وانمود مي سازد كه شخص سوم است؛ اگر طالب به جامعه جهاني احترامي را قايل است، جامعه جهاني هم بايد به احترام متقابل قايل باشد اگر جهانيان كه در راس آن امريكا قرار دارد، به حمايت حكومت افغانستان مي پردازد، و از آن حمايت مالي و نظامي مي كند، و در عين حال ادعا طرف سوم را دارد، شايد بازهم همان اشتباه بن اول تكرار شود، اكنون بسياري از آنها اذعان دارند كه چرا طالبان در اين كنفرانس به صورت كلي نفي شدند.
۱۵ – به خاطر برداشتن قدم هاي عملي در راستاي صلح نياز است كه جامعه جهاني با دولت افغانستان:
الف: در تمام ساحات كمك هايش را مشروط ارايه كند.
ب : حمايت هاي سياسي و نظامي خود را مشروط و محدود سازد و برايش بگويد اگر حكومت افغانستان تا پايان سال 2016 و اوايل 2017 نتواند به استقرار صلح دست يابد، كمك هايش را به حالت تعليق خواهد آورد.
اگر جامعه جهاني سبب فشار بر حكومت افغان نگردد و در ساحات مختلف كمك و حمايت هايش را مشروط نسازد، و فشار عملي خود را در اين راستا به نمايش نگذارد، استقرار صلح ممكن نيست.
۱۶ – جامعه جهاني كه امريكا در راس آن قرار دارد تاكنون بر حكومت افغانستان باعث فشار نگرديده و تا هنوز از فشار سياسي و ديپلوماتيك خود استفاده نكرده است، ولي برعكس عمل مي كند، گفته هاي حكومت افغانستان را مي پذيرد و از آن در سطح ملي و منطقه يي و بين المللي حمايت سياسي و نظامي مي نمايد.
۱۷ – در سطح منطقه يي هم بر طرف هاي درگير فشار وارد گردد ( حكومت افغانستان و مخالفان مسلح) بايد زير فشار قرار گيرند. چين، امريكا و ناتو بايد از ميزان فشار سياسي شان در اين زمينه استفاده نمايند.
۱۸ – پاکستان هنوز هم با هر دو جناح درگير جنگ به بازي پرداخته، از جامعه جهاني زير نام پيشبرد روند صلح پول به دست مي آورد، از حالات و شرايط خراب جنگي و امنيتي استفاده كرده و از آن به نفع خود بهره برداري مي كند، تا هر اندازه يي كه اين حالت دوام مي يابد به نفع پاكستان است، اگر در افغانستان بي ثباتي و بدامني دوام داشته باشد، پاكستان مي تواند در اين راستا از كس و طرف كريديت دريافت نمايد.
با حكومت افغانستان، هر مرتبه پيرامون صلح، بهانه تراش كرده و خواستار وقت بيشتر مي گردد.
پاكستان بر طالبان در اين راستا به گونه فشار وارد مي كند كه به هيچ صورت نمي توان راه رسيدن به صلح باشد؛ مثلا كمك هاي بشري را بر آنها مي بنند، مجروحان شان از شفاخانه ها اخراج مي كند كه اين مسايل سبب افزايش حساسيت هاي بيشتر مي گردد.
پاکستان به جهانيان اعلام مي دارد كه بدون شركت آنها استقرار صلح در افغانستان غيرممكن است، نياز است كه به پاكستان هم زمان محدود با شرايط تعيين گردد و به آن امتياز غيرمحدود ارايه نشود.
۱۹– بايد در زمينه تطبيق توافقات كنفرانس هاي بين المللي تضمين هاي وجود داشته باشد.
۲۰ – بايد در سطح ملي هم حكومت افغانستان و هم طالبان زير فشار قرار گرفته شوند و اين كار به وسيله گروه هاي بي طرف سياسي، جوامع مدني بي طرف و بالاخره مردم افغانستان صورت گرفته مي تواند، در اين زمينه كمك كننده گان جهاني هم موثر است در صورتي كه بي طرفي را رعايت كنند.
مثلا به خاطر قتل ۹ تن از برداران هزاره جلسه اعتراض آميز صدهزار تن مي تواند تدارك ديده شود، تبليغات براي آن مي شود و برنامه برايش داده مي شود، چرا ممكن نيست كه به خاطر زير فشار دادن طرفين درگير چنين همايش به راه نيافتد.
۲۱ – در زمينه صلح كمك هاي مالي جهانيان تنها منحصر به حكومت افغانستان بوده و اين كمك ها تنها به ادرس خاصي صورت مي گيرد كه اين خود بر روند صلح تاثيرات منفي مي گذارد.
ملاحظات مهمة بشأن المصالحة الأفغانية
:22بتاريخيناير2016م
نظرمحمد مطمئن
الکاتب والمحلل - کابول
الشعب الأفغاني يعطش للصلح، ويكتوى الشعب الأفغاني ميدانياً منذ قرابة 40 عاماً في نار الحرب، وتكبد الشعب في مختلف الأوقات أكبر الأضرار، الحرب الضارية التي امتدت لعشر سنوات مع الروس ومن ثم التي دارت مع حكومة نجيب الله التي خلفتها القوات السوفتية ومن ثم التي تلتها من الحروب الأهلية التي دارت بين فصائل المجاهدين والتي خلفت مخلفات الحروب الأهلية في كابول وبعد ذلك الحروب بين طالبان والمجموعات المنحرفة من المجاهدين ومن ثم الحرب الدائرة منذ قرابة 15 عاما بين الأفغان والقوات الأمريكية الأطلسية هي الحروب التي ضحى الشعب ولا يزال يضحي بتضحيات ثمينة جراءها.
واليوم يبدو الشعب الأفغاني يائسا من الحكومة والأطراف المتصارعة حول الصلح ومجرياتها ويزداد يأسه بمرور كل يوم، وازداد هذا اليأس ونمى بعد أن فضلت الحكومة الحالية الحرب على الصلح والثبات والتفاوض واعتبرتها من أولوياتها.
ويواجه الشعب الأفغاني الضغط النفسي، ولا يوجد الاستقرار النفسي عنده، ويسمع فقط شعارات الحرب والقتال والقوة والقضاء على الخصوم، وهذا هوالسبب في فرار قرابة 160000أفراد وشباب ذوي الاستعدادات من هذا الوطن خلال العام 1015م إلى الدول الأروبية وبقية دول العالم بعد اليأس من مجريات الصلح والثبات.
ولو لا تتوصل الأطراف المتصارعة إلى الصلح إلى نهاية العام ۲۰۱۶م فمن المحتمل الراجح أن تمتد هذه الحرب إلى 9 سنوات قادمة ومن ثم لا يكون الصلح والثبات بعد ۲۰۱۶م أمراً سهلاًوهيناًفإن الأوضاع في الداخل والمنطقة والعالم حول الحرب والصلح في أفغانستان ستتبدل وستمتد الحرب إلى المنطقة برمتها مثل ما حدث وشهدنا في العقد الأخير من القرن الماضي.
واليوم عندما تعتبر طالبان –كما يشهد المسرح الأفغاني- قوة عسكرية قوية على الأرض ويمكن لها أن تتصدى لبقية المجموعات الراديكالية والمتشددة في أفغانستان، والمقاتلون الأجانب الذين يقاتلون في الشمال الأفغاني من دول آسيا الوسطى والصين لا يزالون يعتبرون زعيم حركةطالبان الملا (أختر محمد منصور) زعيماً لهم وطالبان يمكن لها أن تلعب دورها الحيوي حول بلادها، ولو تتواصل الجهود لتضعيف دور وقوة طالبان وتبذل جهود كبيرة لتقويض وحدتها وصفها وتهيأ الأجواء لداعش وبقية المجموعات المسلحة الأخرى التي لا تعترف بالمحدودية والجغرافيا المحدودة والمعلومة، بل وتدافع عنها الحكومة الأفغانية والعالم، مما يعتبر وضع زيت على نار الحرب وتمديدها، وسينفى الصلح وستكون تكرار خطأ مؤتمر بون الأول الذي يكون تعويضه صعباً كما يمكن القول إن الخطأ السياسي لا يعوض ويجب وبالنظر إلى الحالات السياسية الحساسة في الوقت الراهنأن تكثف الحكومة الأفغانية وخصومها من المجموعات المسلحة والجيران والعالم وبكل قواها تكثيف الجهود الحقيقية والصادقة للصلح في أفغانستان.
ويحسن بنا عرض العقبات أمام الصلح في أفغانستان والأمور المهمة للوصول إليه في النقاط والفقرات على النحو التالي:
1-إزالة الإبهامات وتوضيح خارطة طريق الصلح للشعب والعالم ، وأن لا يحتال، وأن لا تدوم الحرب باسم الإرهاب وما شابه ذلك من التعبيرات الموازية.
۲ – استبدال مسار الحرب والقتال عملياً بمسار الصلح، والإعلان عن المسار الصادق للتصالح ، وطالبان ربما تكون لها بعض الضروريات لتعلن عن وقف الحرب والمسار الواضح للصلح ولكن الحكومة الأفغانية ليست مضطرة لمثل هذه الأمور، كما أن لها أن تتخذ موقفا واضحا في المواقف الأخرى لذا يمكن لها أن تتخذ مسارا صادقا للصلح بدل الحرب شريطة أن يكون له جانب عملي.
۳ – توحيد المواقف في داخل الحكومة بين المسؤولين فيها ، ولا يلاحظ التنسيق الداخلي بين الرئيس الأفغاني ورئيس السلطة التنفيذية ونائبيهم حول الصلح ومجرياته.
۴ – لا تحس الحكومة الأفغانية حتى الآن الحالات الطارئة، وتمضي قدما وبهدوء في مجال الصلح بزعم أن أمامها وقت طويل وسنوات كثيرة للصلح، وبالتحديد فإن مجلس السلام الأفغاني تم تكوينه قبل سنوات والحكومة تزعم كأن أمامها عشر سنوات إضافية للصلح ولكن الحالات في الوقت الراهن حساسة والمضي قدما بهدوء في مجال الصلح خطأ كبير وطرفا السراع (الحكومة الأفغانية وطالبان) ليس أمامهما وقت طويل وصولاً للصلح ولو لا يرسى الصلح والثبات في هذه الفترة المعنية، فإن الحالات ماضية نحو التأزم أكثر، فطالبان ليست تهديدا للحكومة الأفغانية والعالم فقط ، فمجلس شورى الحماية والاستقرار، ومجموعة (كرزي) ومن ثم مجموعة (أنوارأحدي) التي تعتبر جبهة سياسية ثالثة تم تشكيلها في أفغانستان خلال الأيام القالية الماضية والتي تزيد من الضغوط على الحكومة والحالة ماضية نحو التعقيد والتأزم أكثر.
۵ – تعمل الحكومة الأفغانية وكأن جميع الشعب الأفغاني يقف وراءها وضد معارضيها، في حين الأمر ليس كذلك، ولتعلم الحكومة الأفغانية أن حوالي ۷۰٪ من الأراضي الأفغانية تحت سيطرة معارضيها المسلحين وهناك بعض المناطق التي لا تخضح لا لسيطرة الحكومة ولا لمعارضيها ومن هنا فتسيطر الحكومة الأفغانية على ۲۰٪ من الأراضي الأفغانية، وبالنظر إلى هذه الفورمولة على الحكومة أن تشمر عن سواعد الجد وبالجد للصلح وتعمل له.
۶– والحكومة وحدها هي التي تقوم بدعايات للصلح ولم تلاحظ إرادة ملموسة والعزم الصادق نحوه وإلقاء اللائمة في أغلب الأحيان على باكستان ووصف طالبان بالإرهابيين وعدم سماع المواطنين وعدم التلبية بها فالصلح بحاجة إلى العمل بدل الدعايات.
۷ – شعار الرئيس الافغاني الحالي كان أن الصلح من أولويات مهماته وسيأتي بالصلح وهذا هو السبب في أن أدلى الكثيرون من الأفغان بأصواتهم وفي حالات مستعصية لصالحه ولكن الواقع على الأرض لا يصدق كل ذلك، والصلح لازال حتى الآن شعارا وحبرا على الورق فقط.
۸ – تعزيز العلاقات بين دول آسيا الوسطى والحكومة الأفغانية يعزز الصلح الأفغاني، ولا يمكن دك مسلحي دول آسيا الوسطى والصين في أفغانستان حل مشكلتهم كما لا يمكن حل مشكلتهم في القبض عليهم واعتقالهم وتسليمهم إلى دولهم، ويفضل اختيار استراتيجية إعادتهم إلى بلادهم عن طواعية أو تهيئة أجواء لهم في دولة أخرى، وفي حين يدكون فإن ذلك يعزز الحرب في المنطقة ويعتبر وضع زيت على نارها كما أن بعض المجموعات المسلحة الأفغانية ستركز على حمايتهم.
۹ – تطلب الحكومة الأفغانية من دول آسيا الوسطى مساعدات عسكرية ومالية لدك مسلحيها والقضاء عليهم هنا، والأفضل في هذا الأمر تهيئة الأجواء للتفاوض بينهم وبين حكوماتهم التي ينتمون إليها لإحراز التقدم في مجال الصلح والتفاوض.
۱۰ – تؤكد الحكومة الافغانية على صداقة أمريكا والناتو، إضافة إلى تأكيدها على تواجد وزيادة القوات العسكرية الأجنبية في البلاد، كما تعزز مطالبة الحكومة الأفغانية بمواصلة العمليات الليلية والقواعد العسكرية الأمريكية في البلاد لمقاتلة معارضيها عزم المجموعات المسلحة ضدها ، كما أن ذلك توسع الهوة بين الحكومة والشعب وتسلب الحرية والسيادة الوطنية وذلك ما يعزز مبررات الحرب والقتال وبهذا الشكل لا يمكن للحكومة الأفغانية كسب الحرب كما أنها لا تستطيع أن توفر ضمانات بقائها، لذا يفضل الاحتراز عما لا يرضاه الشعب الأفغاني ولا يتماشى مع مصالحه ويعتبر عقبة في طريق الصلح في البلاد.
۱۱– يحسُّ مسؤولو الحكومة الأفغانية بأن تساعدهم الأسرة الدولية وتدعمهم عكسرياً ومالياً ويحاولون زيادة التواجد العسكري الأجنبي في أفغانستان ولكن تعتبر هذه المحاولات عقبة في طريق الصلح والمفاوضات، وعلى الأسرة الدولية أن تتحايد مع الحكومة حتى لا تدفع أفغانستان إلى حرب جديدة.
۱۲ - وقف تبادل الدعايات من قبل الأطراف المتصارعة، والتركيز على الدعايات الإيجابية بدل السلبية بهدف الوصول إلى الصلح ، وتهيئة أذهان العامة إلى الصلح بدل الحرب وأن تشمر وسائل الإعلام عن سواعد جدها نحو الجانب الإيجابي في هذاالمجال.
۱۳ - يجب تقديم تعريف جهود الصلح للأطراف المتصارعة، للشعب والعالم، فإن الحكومة الأفغانية تريد الصلح الذي يضمن مصالحها وتقبل شروطها، والتعريف الذي تقدمه الحكومة الحكومة فإنه ليس للصلح وإنما هو للاستسلام باسم الصلح، ومن جانب آخر فإن طالبان لها شروط سابقة للصلح في بعض الأحيان وتعرب عن استعدادها للصلح في ضوء شروطها.
۱۴– العالميون ارتكبوا بعض الأخطاء ولا يزالون يخطئون:
ـألف: العالميون ارتكبوا عمل غرور وكانوا يقولون إنه يجب أن يقضى على طالبان أينما كانوا ولا مجال للعيش لهم لا في منزلهم ولا في مدينتهم ولا في منطقتهموتعرضوا ولا يزالون يتعرضون لضغط في شتى المجالات .
ب : اليوم يقول العالميون بإجراء مفاوضات مع طالبان وهي ليست جماعة إرهابية ويجب لذلك
تهيئة أجواء( constructive Dialogue) ، ليس لأن يعترف بطالبان بل ويجب أن يفتح باب التفاوض معها، ويجب شطب أسما قادة الحركة من القائمة السوداء والاعتراف بمكتب قطر رسمياً.
ج: على الأسرة الدولية أن لا ترتكب خطأ مؤتمر بون الثاني الذي دعي إليه أنصار الحكومة الأفغانية وأصدقاؤهاوتدعم وتقول لطالبان إنها الطرف الثالث، إذا كانت طالبان تحترم الأسرة الدولية فيجب على الطرف المقابل أن يحترم كذلك، وإذا كانت الأسرة الدولية وعلى رأسها أمريكا تدعم الحكومة الأفغانية ماليا وعسكرياً ومن ثم تدعي أنها الطرف الوسيط الثالث فمن الممكن أن تندم يوماً ما مثل اعترافها بالفشل في مؤتمر بون الثاني ويؤكد الكثيرون لماذا لم تتم مشاركة طالبان في هذ المؤتمر.
۱۵– ويجب للأسرة الدولية وبهدف الخطوات الميدانية للصلح أن تعامل الحكومة الأفغانية بالآتي:
الف: أن تعلن عن مساعداتها مشروطة في شتى المجالات .
ب : تحدد دعمها السياسي والعسكري بشروط وبتهديدها بقطع المساعدات إذا لا تنجح الحكومة الأفغانية في تحقيق المصالحة إلى نهاية العام 2016 أو 2017م.
ج- إذا كانت الأسرة الدولية لاتضغط على الحكومة الأفغانية ولا تحدد مساعداتها في مختلف المجالات السياسية والعسكرية ولا ترهنها بشروط ولا تضغط عليها عملياً فإن الصلح سيكون صعباً ومعقَّداً.
۱۶– الأسرة الدولية وعلى رأسها الولايات المتحدة الأمريكية لم تضغط على الحكومة الأفغانية في مجال الصلح، ولم توظف ضغطها السياسي والدبلوماسي عليها ، بل وتعمل على العكس تقبل بمطالبات الحكومة بل وتدعمها ماليا وعسكرياً وسياسيا على المستويين الداخلي والخاراجي.
۱۷– يجب على المستوي الإقليمي أن يضغط على الأطراف الأفغانية المتصارعة(الحكومة الأفغانية والمجموعات المسلحة المعارضة) وعلى الصين والناتو والولايات المتحدة الأمريكية أن توظف ضغطها في هذا الجانب.
۱۸– باكستان تلعب مع طرفي الصراع، وتحصل على المساعدات المالية من العالم باسم الصلح وتستفيد من الأوضاع الحربية والأوضاع الأمنية السيئة وتعتبر تمديد هذه الحالة المتدهورة لصالحها، في حين أنها احتفظت بأهميتها على المستوي العالمي ، وتحصل على الامتيازات من كل الأطراف طالما التوتر موجود في أفغانستان والمنطقة. وتطلب مع الحكومة الأفغانية كل مرة في مجال المصالحة بمزيد من الوقت وتتحايل. وتضغط باكستان على طالبان لا تعتبر وسيلة للتفاوض، مثل قطعها المساعدات الإنسانية وطردها الجرحى من المستشفيات دون إعلان العلاج، وهي من الأمور التي تعبتر عقبلة في طريق الصلح وتزيد من الحساسيات. وتقول باكستان للعالم إنه لا يمكن الصلح في أفغانسان بدونها.
۱۹– الموافقات التي تتم في المؤتمرات الدولية بشأن الصلح يجب ضمان تنفيذها عالمياً أو منح الأطراف المتصارعة ضمانات إلى جهة ذات سلطة.
۲۰– الضغط الداخلي على الحكومة الأفغانية أو مجموعات معارضتها يجب أن تلعب فيه المجامع المدنية المحايدة دورها المحايد وتحث الشعب الأفغاني جماعياً على إرادته وفي هذا الإطار يمكن ثبات المانحين العالميين بشرط عدم الانحياد لأي طرف. وعلى سبيل المثال يتم تنظيم المسيرات الاحتجاجية بمشاركة عشرات الآلاف من المتظاهرين احتجاجا على قتل 9 أشخاص من عرقية الهزارة ويتم الدعايات وتوظيف وسائل الإعلام لهم فلماذا لا يتم توظيف هذا الأمر بانسجام وتنسيق للضعف على الأطراف المتصارعة.
۲۱– ربط مساعدات الأسرة الدولية حول الصلح بالحكومة الأفغاينة أو المسؤولين الحكوميين أو الداعمين للحكومة الأفغانية وتتم هذه المساعدات مع جهة معينة وكل ذلك له تأثيره السلبي على مجريات الصلح الشامل.
Key Reminders about Afghan Peace Process
Nazar Mohammad Motmaeen
Afghan writer and political Analyst based in Kabul
Translated by: S. J. Sadat - Herat
Afghans desperately need peace, since Afghanistan has been burning of its ongoing conflicts for the past 40 years. Afghans have really suffered many setbacks due to imposed wars.
The decade-long war against Russian invasion & the government forces of Dr. Najibullah regime, the civil war of Afghan Mujahedeen factions, which have left behind unspeakable war crimes in Kabul & elsewhere, the fight of Taliban against the warring & factionalist Mujahedeen groups and finally the ongoing war of US-NATO against the remnants of Taliban for the last 15 years have made Afghans to be the victims of all these brutalities on the ground.
Afghans seem to be increasingly exhausted from the ongoing ineffective peace efforts made by the Afghan government with the armed groups, since the Ghani administration has preferred war to be its first priority rather than peace.
Afghans are suffering from mental disorders; there is no peace & serenity. Only war, struggle & counter struggle prevail. That is the potential reason, wherein 160,000 mostly disappointed & frustrated young Afghans have already fled the countries, leaving to Europe & elsewhere in the world.
If peace does not prevail till end of 2016, the Afghan ongoing war will be in its 39th year & beyond that, it will be highly difficult to achieve peace & tranquility. The conditions & pre-requisites for peace & war in & outside Afghanistan will subsequently change & at that time, the whole region will encounter potential problems to win peace, almost a similar scenario back in 1990s.
With the Taliban now being the main opponent power in Afghanistan, this can help to undermine the activities of other armed groups. There are armed factions in northern Afghanistan, mainly from central Asia & China, who still recognize Taliban as their legitimate leadership. If Taliban are weakened, then other armed factions such as Khurasan Group and ISIS will easily replace them, which will be potentially dangerous & challenging for the Afghan government. This will jeopardize & derail the peace process &will repeat the misjudgments of Bonn I Protocol.
We believe that political faults can’t be rectified. Looking at the existing puzzling political circumstances, the Afghan government, the opposition armed groups, the neighboring countries & regional & international players are to sit together to put the Afghan peace process back at the right track.
I would like to share with you a few notes on the obstacles in the way of Afghan peace process & how a real truce can be brokered;
1- All considerable uncertainties must be clarified & the entire procedures for any peace initiative must be clearly stated to all Afghans & the international community. No more pretexts & excuses should be made. The ongoing war labeled as “war on terror, etc.” must be stopped immediately.
2- A clear-cut policy for peace must be defined & put in place, rather to develop a war strategy. Taliban might not be in a position to announce their position on how & when to stop the war & start making a peace, but the Afghan government is in a more stronger position to announce a clear position about a genuine peace & how to take drastic & practical measure to pave the way for such a peace settlement.
3- All differences & opposite opinions about the peace with Taliban within the Afghan government must be resolved. There are differences & misjudgments still remain at large, even between the Afghan president & his chief executive.
4- The Afghan government does not seem to be acting in accordance to an emergency state. It moves very slowly in the peace process as it might be thinking that it still has got plenty of more time ahead for any peace settlement. Look at the Afghan High Peace Council, which was formed a long time ago, but with no tangible achievements so far. The Afghan government thinks as it might be having another decade to make peace with the armed groups, but nowadays we have got a state of emergency & everything seems to be on a high alert. Any slow pace toward achieving a real peace will be a great mistake. Both sides, the Afghan government & the Taliban do not have enough time to make a peace and if any peace is not settled within a this certain time frame, then we will be driven to a more critical time, where any chance of peace will dwindle away. Taliban is no longer the only threat for the Afghan government, while the newly formed “stability & protection council”, the Karzai circle & just announced opposition group of Anwarulhaq Ahadi have seriously emerged to the potential rivals for Ghani administration.
5- The Afghan government acts as it is supported by the nation & the whole nation is against the Taliban. But in fact, it is not the reality. The Ghani administration should realize the fact that about 70% of Afghan soil is controlled & run by the Taliban, while there are still areas, which are not even controlled by the government, nor by the Taliban. The Afghan government only holds about 20% of the entire mainland. Any peace initiative should be based on this formula & reality.
6- The Afghan government has only launched a propaganda campaign for peace. Nothing has been achieved in reality on the ground. Pakistan has been blamed for terrorism, the Taliban were labeled as terrorists, and the demands of local Afghans were never met, nor were their questions answered. In order to achieve a real peace, actions will speak louder than words.
7- President Ghani’s slogan during his presidential campaign was to give a high priority to the peace settlement & that is why most Afghans, even during those hard times, voted in his favor. In fact, any practical & physical effort for peace initiative was not properly coordinated, nor the Afghan government was able to get the hearts & minds of the local population to win the peace. All this has still remained to be merely a written motto.
8- Strengthening ties & getting along with the central Asian countries & the international community will further derail the peace process. The warriors from central Asia & China fighting in Afghanistan will not be able to resolve their differences, nor will their arrest & extradition help any peace settlement. It would be better to adopt a policy & strategy, so that such foreign combatants may either voluntarily return to their own homelands, or a third location might be provided to house & accommodate them. If these warriors are oppressed & cracked down, then it will definitely prolong the war & some Afghan armed groups may choose to provide them safe heavens by sticking to war option.
9- The Afghan government is seeking & requesting financial & military aids from central Asian countries & other regions to crack down on fighters of these certain countries inside Afghanistan. Instead, it is better to launch peace talks by inviting the representatives of these countries along with these foreign fighters & pave the way for a peace settlement, so that a possible progress can be made.
10- The Afghan national unity government is seeking to build up good relationships with US & NATO from the first stages of its establishment. It wants troops surge in Afghanistan & authorizes US & NATO troops to conduct night raids against the Taliban. This will definitely encourage Taliban to intensify their militant campaign against foreign forces & will extend the conflict. All this will put the peace efforts at risk. So it would be much better for the Afghan government to seek the approval & satisfaction of the local population & does not do & fulfill anything, which might be against the national wishes.
11- The leaders of Afghan government have got the feeling that their government is financially & military supported by the international community, so they want further foreign troops surge in the country. It is clear that this will jeopardize the peace process & that is why it is better for the international community to avoid orchestrating dangerous scenarios, so that Afghans will be able to abort the possibility of another civil war.
12- Nasty & smear campaigns should be stopped immediately & fruitful & constructive peace negotiations must resume. The people should be invited & encouraged for peace & stability & the media & press should play key roles in promoting the same messages as well.
13- Peace process must be clearly explained & outlined to all Afghans, the warring factions & the international community. The Afghan government prefers a peace, which can meet their conditions. So far, any peace plan outlined by the Afghan government mostly talks about how the “Taliban” can surrender to the government & this all comes under the title of peace. The Taliban have also presented their own version of peace settlement with the Afghan government with certain preconditions to be met by Ghani administration.
14- The international community has made a number of faults & is still continuing to do so:
A: The international community acted very arrogantly, saying that Taliban must be eliminated anywhere they can be tracked & located. Taliban were not immune & safe neither at their homes, not anywhere else in the region, but instead they came under mounting pressure & were largely threatened to be killed.
B: The international community is now saying that Taliban must be invited to the negotiating table, since they are no longer terrorists & a constructive dialogue must be spearheaded. It is not because that Taliban are to be recognized, but the road must be paved for any peace dialogue with them. The names of the Taliban leaders must be removed from the blacklist & their office in Doha, Qatar must be recognized as their legitimate focal point.
C: The international community should not repeat the faults made during the Bonn I agreement, wherein it strongly supported its ally (Afghan government) & labeled itself to the third part for the Taliban. If the Taliban respects the international community, then the international community must also mutually respect the Taliban. If the international community, led by US, supports the Afghan government both financially & militarily & then calls itself to be the third party. The international community may sooner or later understand the fact that it made a mistake when Taliban were not invited to the Bonn meeting & they were all suddenly barred from attending it.
15- By taking physical steps toward a real peace, the international community must do the following as prerequisites to offer its assistance to the Afghan government:
A: All types of aids & assistances must be given on the condition that it helps peace, not war.
B: To restrict its military & political support & make it pre-conditional too. If the Afghan government does not make any breakthrough to make peace with the Taliban till the end of 2016 or by next year, then any type of aid & support must be suspended. If the international community does not put pressure on the Afghan government & does not restrict & limit its cooperation on different aspects, then making peace will be unlikely.
16- The international community, led by US, has not forced the Afghan government to reach a compromise with the Taliban & make peace, nor has it used any of its diplomatic & political channels to put pressure on the Afghan government. On the contrary, the international community has widely supported the Afghan government, both military & politically at local & regional levels.
17- The regional & international super powers, China, USA & NATO should also do their parts to exercise mounting pressure on the Afghan government & Taliban to strike a deal & make peace.
18- Pakistan is so far playing with all parties involved in the process. It receives funds from the international community under the name of peace. Pakistan largely benefits from the ongoing chaotic status of the region & the more chaos & anarchy is there, it will milk it further & will try to stand on its dignity with the international community. If Afghanistan & the whole region are plunged in to chaos & experience server turbulence, Pakistan will definitely try to seek concessions & credits from all. The Afghan government always makes excuses & requests more time when it comes to peace agreement. Pakistan also puts pressure on the Taliban, saying that they won’t be able to win the peace. These pressures include suspension of humanitarian assistances to Taliban, discharging the wounded Taliban fighters from Pakistani hospitals & deserting them un-treated. All this will definitely create more obstacles to make peace. Pakistan tells the international community that any peace deal would be unlikely unless Taliban are not part of that. So it is also important that the international community should also set a deadline & preconditions for Pakistan & should avoid offering & providing unlimited assistances, so that Pakistan can put pressure on the Taliban to come to the negotiating table.
19- All conclusions & agreements reached during the international conferences should be followed by practical measure by all concerned parties & groups & they have to guarantee that they will comply with the resolutions. A third party has to monitor & make sure that these agreements & resolutions will be met & complied with in due course.
20- The Afghan government & the all anti-government armed groups should undergo mounting pressure from inside the country too. This can be done by non-aligned political factions, civil societies & the Afghan people as a whole, but has to be impartially supported by the international community too. A clear example of that could be the brutal beadings of 9 Hazara citizens, which triggered a mass demonstration of nearly 100,000 people in the country. This was already orchestrated & pre-planned. The same will be possible & could be done to force all parties to make & settle peace.
21- The international assistances for the sake of peace in Afghanistan only go to the Afghan government & some certain figures within the Ghani inner circle. These assistances are addressed & shipped to one specific source within the Afghan government, while this could definitely have serious repercussions for the ongoing peace talks & could derail the peace process.
END