محمـد امین بســمل
که دا منئ، دا طالبان وو، چې جنګي جنایتکاران یې له کابل څخه تر کولاب او استانبول پورې وځغلول.
که دا منئ، دا طالبان وو، چې د واحد افغانستان بیرغ یې د آمو په غاړه ورپاوه.
که داهم منئ، همدا طالبان وو، چې په ایران یې سړه تبه راوسته.
که دا منئ، چې د طالبانو واکمني په تاریخ کې ساری نه درلود.
اوبلاخره که داهم منئ، چې یوازې اویوازې امریکا وکړای شول، چې د اسامه بن لادین په پلمه دنړیوالو په سترګوکې خاورې ورواچوي، زموږ ګران هیواد اشغال اود سیمې د اوږد مهاله تسلط لپاره د ځواکمنو طالبانو واکمني له ماتې سره مخامخ کړي نو بیا خو لاس په لاس لګیږي.
مانا حریف له حریف سره بایدحساب وکړي نه دحریف له سیوري یا تالي څټي سره.
مراد مې طالبان دي، چې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي نه له کوم بل چا سره.
طالبانو ته دا هم وایم، چې که ستاسو دیوې نیمې لسیزې مقاومت واقعأ رښتینی اوستاسو د لوړو ایماني او وطني جزباتو او ارمانونولپاره وي نوبیا په کومو سترګو د کابل له غلامې ادارې سره د خبرو اراده لرئ؟
که ستاسو مقاومت د۴۸ بهرنیو هیوادونو مالي او پوځي زور درمات نه کړ، نو د کابل د اجیرو او پوډري ملېشو اردو خو په حساب کې هم مه درولئ.
پاکستان ته هم داحق مه ورکوئ، چې ستاسومقاومت اوسرښندنې د کابل په لاسپوڅو یا کوم بل چا وپلوري.
دا منم، چې ستاسو لاس د پاکستان تر پښه لاندې دی او له سختو ستونځو سره یې مخامخ کړي یاست.
ستاسولوړپوړي کسان وخت ناوخت ترور کیږي څوک یې دکابل په اسخباراتو ورتپي، څوک یې په پاکستاني استخباراتو اوځیني کسان یې بیا ستاسو دخپل منځي ستونځو محصول بولي.
داهم څرګنده خبره ده، چې پاکستان ستاسوله بې وسي څخه هراړخیزه ګټه پورته کوي اوحتی ستاسود بریاوو په حساسو مرحلوکې یې په مراتبو مزاحمتونه هم درته کړي دي لکه د ملا برجان قتل.
نولکه پخوامې، چې پخپلو لیکنوکې اشاره کړې وه آن څه باندې شپږ۶ کاله مخکې مې په واضحوټکو د آزادي رادیو له لارې ستاسوترغوږو داخبر در رسولې وه، چې خپل سرشناسه کسان له پاکستان څخه وباسئ اود سیمې بې غرضو ملکونو ته یې دسیاسي پناه اخیستلو لپاره ولېږئ، ترڅوله یوې خوا د سرله خطرڅخه وژغورل شي او له بلې خوا ستاسو دمقاومت او بري لپاره سیاسي او تبلغاتي برتري ترلاسه کړي لکه د قطر دفتر.
له بده مرغه، چې تاسو زما له غږ اوزما له لیکنو څخه هیڅ ګټه پورته نه کړه، نوروملکونوته سیاسي پناه وړل درته ستونځمن ښکاره شول خو د خپلوسرونو خیال مو هیڅ ونه ساته ځکه خو اوس دکابل اداره له پاکستان سره جوړه تاسو ته دم په دم نېښ درکوي او ورځ تربلې مو بې وسه اوبې کسه کوي.
همدا پنجابیان اود کابل غبرګ سري اوټیټ سري دي چې دسولې دخبرو په پلمه وخت ګټي خوپه حقیقت کې یې د سولې له خبروڅخه د بیزو پرهار جوړ کړی دی.
لنډه دا، چې که تاسو د رښتینې سولې پلویان یاست نو یوازې او یوازې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړئ البته له موقع څخه په ګټه لمړی سمیز زورورلکه روس اوچین درخپل کړئ په ایران باور نه دی په کار حتی له ایران څخه هندوستان لا درته په ګټه دی.
دمګړۍ خوتاسو په خورالوړسیاسي اوپوځي موقف کې قرار لرئ هغه دا، چې د روس او چین د صبرکاسه لبرېزه شوې او د داعش دمخنوي لپاره ستاسوهره غوښتنه منلای شي نوهمدامو وخت دی بیابه ارمان وکړئ هله ژر تر ژره سیمئیزملاتړ درخپل اوامریکا په مرګ ونیسئ، چې تبې ته راضي شي، که نه نو په ولله که خوپه ژوند کې هم بیا داسې ګټوره موقع په لاس درشي.
مخکینۍ لیکنه په لاندني لینک کې لوستلی شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20930
دګران افغانستان دخپلواکي اوسرلوړي په هیله