د ملاصبور تر شا پټ لاسونه او غرضونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

په دې وروستیو کې په آی اس آی کې تولید شوي ملا ( ملا صبور ) د افغانستان د خپلواکۍ، ترقۍ او پرمختیا د سالار غازي امان شاه پر خلاف د پخواني انګرزي استخباراتو ( لارنس او ګوډ ملا) د تبلبیغاتو کړغېړنه وسله د آی اس آی

 

د تبلیغاتي ماشین څخه را وایستله او یو ځل بیا يې زموږ د هیواد د وياړلي او محبوب شاه پر خلاف و کاروله. پوښتنه داده چې شاه امان الله د کومو انګېرنو او دلایلو له مخې د انګریزي کرغېړن استعماري دسیسې قرباني شو ؟ او نن دغه تاریخ ځپلې وسله بیا د څه دپاره را ویستل شوې او د کومو مخو دپاره کارول کېږي؟

د شاه امان الله پر خلاف د انګریز دسیسو دلایل بیخي څرګند او روښانه دي. افغانستان په نړۍ او سیمه کې لومړی هیواد ؤ چې د برتانوي استعمار پر خلاف يې د مبارزې بېرغ اوچت کړ ، افغانستان لومړنی هیواد ؤ چې د شاه امان الله تر مشرۍ لاندې يې د استعمار کړۍ د اسیا په زړه کې ماته کړه. د افغانستان خپلواکي په سیمه او نړۍ کې د استعمار ضد غورځنګونه راوپارول چې په پرله پسې ډول يې د استعمار مستقیم واک پای ته ورسوه.

افغانستان د اسیا په زړه کې لومړنی هیواد ؤ چې د پرمختیا او بدلون دپاره يې اوچت او انقلابي ګامونه اوچت کړل، استعمار چې سیاسي مستقیم واک يې د لاسه ورکړی ؤ په ټولو وسایلو هڅه کوله افغانستان او سیمه له اقتصادي خپلواکۍ او پرمختیا څخه لرې وساتي ، هغوی غوښتل او غواړي افغانستان په جهالت او وروسته پاتې والي کې وساتي. خو شاه امان چې د استعمار سیاسي واک يې پای ته رسولی ؤ د افغانستان د اقتصادي آزادۍ د پاره چې د سیاسي آزادۍ د پایښت او ټينګښت اساسي شرط دی ،چټک او ټینګ ګامونه واخیستل. هغه پوهېده چې بې له اقتصادي آزادۍ سیاسي آزادي پايښت او مانا نه لري . د هیواد صنعتي کول ، د زراعت مودرنول، د لارو جوړول او د ښارونو د مودرنه سیستم رامنځ ته کول ، د معارف پرمختیا ته بې سارې پاملرنه دا ټول هغه څه ول چې افغانستان يې په خبلو پښو درولو او افغانستان په نړۍ کې د یو پرمختللي هیواد په توګه وړ او مناسب ځای تر لاسه کاوه. د افغانستان اقتصادي پرمختیا د سیمې هیوادونه ته هم د استعمار له منګول د خلاصون لاره آواروله. دا هغه څه ول چې استعمار نه غوښتل ، نو ځکه استعمار خپل تکړه جاسوسان د لارنس او ګوډملا په څېره کې افغانستان ته واستول او د جګړې تور او کرغېړن تبلیغات يې په لاره واچول .

خو شاه د جګړۍ لاره خپله نه کړه او اجازه يې ور نه کړه څو د افغانستان کورنۍ او بهرني رنګارنګ دښمنان زموږ هیواد د جنګ او بدمرغۍ اور ته ګوزار کړي نو د جګړې د مخنیوي په خاطر يې له واک لاس واخیست، دا وطن او خلکو ته د صداقت تر ټولو لوړ معیار دی.

که څه هم د امان له واک ډېر کلونه تېرېږي خو د امان الله خان هر کار او هر ګام زموږ د وطن په تاریخ کې د تل دپاره د ویاړ په توګه ثبت شو، د دارالامان مآڼۍ تل د افغانانو د ویاړ سمبول ؤ او وي ، نن وینو چې دغه ویاړلې ماڼې د پاکستاني جهادي اجنټانو په توپونو او راکيټونو سورۍ سورۍ ده خو ماڼۍ خپل غظمت او ستر تیا د افغانانو په زړونو کې ساتلې . د ماڼۍ هر ټپ د جهل او بېګانه پالنې او د پردي پاله داړه مارنو پر تورو کارنامو شاهد ورکوي او د هغې هر ټپ د جهالت پر خلاف د وطنپالو د مېړانې او قربانۍ نښې دي. دا د علم او د جهالت ترمنځ د بېلتون لیکه ده.

خو ولې نن بیا آی اس آی د شاه امان الله پر خلاف توره را ایستلې ده؟ ټولو ته څرګنده ده چې شاه د آزادۍ، پرمختیا ، ترقۍ او د افغانانو د نیکمرغۍ سمبول دی. هر کله چې په افغانستان کې د پرمختیا او ترقۍ دپاره کوچني ګامونه اخیستل کېږي، د افغانستان د ترقۍ او پرمختیا ددښمنانو قهر او غضب را پاروي، په دې وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا د پاره د سیمي له هیوادونو سره یو لړ بنسټيز تړونونه لاسلیک شول، د ترکمنستان سره د ګازو، د اورګاډي د پټلۍ ، د بريښنا د انتقالولو د مزو ، د بريشنا د بندونو او د کانونو د ایستلو تړونونه او داسې نورې بنسټيزې پروژې دي چې د افغانستان د دښمنانو پر ځان يې اور بل کړی. ددغه پروژو عملي کېدل افغانستان د ناورین له مرحلې نه د پرمختیا او سوکالۍ پړاو ته رسوي، نو ځکه د افغانستان دښمنان غواړي په ټول قوت سره ددغه بدلونونو د عملي کېدو په لاره خنډ شي.

زموږ روښانفکران باید پوه شي چې دا د ترقۍ او په شاتګ ، د علم او جهالت، د قانونیت او بربریت تر منځ مبارزه ده ، دا د افغانستان د خپلواکې او د هغې داسارت ترمنځ مبارزه ده ، دا د ټولو هغه ځواکونو چې د هیواد غوړېدل او پرمختیا غواړي او د وطن د دښمنانو ترمنځ مبارزه ده. باید په یاد ولرو چې دښمنانو دیني او مذهبي عقیدې او قومي او ژبني اختلافونه د پیاوړې وسلې په توګه د هيواد د بربادۍ دپاره کارولۍ او کاروي، خو نورو باید دا جاسوسان ژر رسوا او تورې کرغېړنې څيرې يې روا کړی شي.