که چیرته دافغانستان حکومت واک زما په لاس کې وایې!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: عبدالمالک همرنګ

لوړپوړو چارواکو مامورینو معاشونه مې ټیټ رتبه مامورینو ته ورکول.او ټیټ رتبه مامورینو معاشونه مې لوړ رتبه مامورینو ته ورکول..

تاسو به وایې چې دا ولې!

پدې چې نن ،سبا په افغانستان کې کوم کارونه دافغان ولس دسوکاله ژوند لپاره تر سره کیږي،هغه ټیټ رتبه مامورین ترسره کوي او لوړ رتبه مامورین بیا خوبونه او خپل چکرونه ترسره کوي.

کله به امریکا کې چکر وهې کله به دوبي کې چکر وهې،همداسې نورو هیوادونوکې ........

دادې به ګټې څه وي!

۱ـ: په لومړې سر کې به په ټول افغانستان کې امنیت وي.

۲ـ: کار به اهل کار ته سپارل شوي وي.

۳ـ: ادارې فساد به په ټول توان له منځه لاړ وي.

۴ـ: لوړ پوړي چارواکې به دچکرو او خوبونو نه په امان کې وي.

۵ـ: هره ورځ به په پارلمان کې غوبل او په بوتلونو ویشتل نه وي.

۶ـ: نشایې توکې به څوک نه شېکارولي.

۷ـ: په روغتیا برخه کې به کومه ستونزه نه وي.

۸ـ: دپوهنې برخه به ډیره پیاوړې وي.

۹ـ: بیارغونه کې به په ټول افغانستان کې کار شوي وي.

۱۰ـ: دسولی کمیسون لوي ریاست به لغوه شوي وي.

۱۱ـ: استخباراتې کارونه به ډیر په درز کې روان وي.

۱۲ـ: ملي یوالي حکومت به برابرنه وو موجود.

۱۳ـ: دجینکو په نوم به هلکانو فیسبوک اکونټونو زیاتوالي مخنیوي شوي وې.

۱۴ـ: ټولو مدنۍ ټولنو او ګوندونوبه خپل رسالت ترسره کړي وي.

۱۵ـ: ټوله راکړه ورکړه به په ټول افغانستان کې په افغانیو ترسره کیږي.

۱۶ـ:اسلامياو شرغی قانون به په ټولو یو شان پلی وي.

۱۷ـ: هرچاته به خپل صلاخیت او مسولیت مالوم وي.

۱۸ـ:لوړپوړې او زورواکې به ځمکو عصب نه کوي.

۱۹ـ:والیان او وزیران به خوبونه نه کوي خپلو کارونو ته به متوجې وي.

۲۰ـ: ملي بودیجه به شخصی جیبونو ته نه ځې.

۲۱ـ:هرې ولایتی شورا وکیلانو به مسولیت اداکړي وي اداره په اداره به نه ګرځې پیسو په خاطر.

۲۲ـ: ټولو بې کاره ځوانانو ته به دکار زمینه برابره وي.

۲۳ـ: بریښنا به ټولو بنډو اوبازارونو کې وي.

۲۴ـ: هر قوم تر منځ به تعصب بند وي.

۲۵ـ: یوه او بل سپارشونه او ځان ښودنه به نه وي.

۲۶ـ: یو خپلواک افغانستان به ولرو.

۲۷ـ: بس ده نور تاسو ولیکئ ستړی شوم،که خیر وي افغانستان په جوړیدو ده، که څنکه!