عزیزالله (حـقپال)
«یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، د کرزي د حکومت چارواکو او د دولت غړیو نن د افغانستان د ساتنې او ثبات په نوم د یوې شورا د جوړېدو اعلان وکړ».
په ټولو دموکراتیکو دولتونو کی چی حکومت د سالیمو انتخاباتو په نتجه کی د اکثریت د خوشی له مخی منځ ته راځی نو د بریالی تیم په مقابل کی ناکام تیم د سالیم سیاسی اپوزسیون په شکل خپل کار ته دوام ورکوی.
حکومت د تاکنو د بریالی تیم لخوا جوړیږی او بریالی تیم د خپل حکومت له لاری دهغو پلانونو عملی کولو باندی مکلفیت لری چی د تاکنو وخت کی وعده شوی وی .او د داسی قوانینو په جوړولو لاس پوری کوی کوم چی خلکو ته شه خدمت وکړي او خپل اولس ته د ژوند په چارو کي لازیمی اسانتیاوی را منځ ته کړی.
سیاسی اپوزسیون د حکومت غړیتوب نلری او د حکومت په تشکیل کی حتی یو وزارت هم په خپل واکی نلری ، سیاسی اپوزسیون د حکومت کړنی تر خپل کنترول لاندی لری د حکومت هر هغه عمل چی د اساسی قانون خلاف وی او یا هر عمل یی د خلکو د ګټو سره ټکر کی وی په مقابل کی د اعتراض غږ جګوی او د حکومت د ناسالیمو کړنو مخنوی کوی . پدی توګه د انتخاباتو بریالی تیم د حکومت په نوم او بایلونکی تیم د اپزسیون ترنوم لاندی د خلکو په چوپړ کی خپل فعالیت کوی .
اوس نو هغه شوری چی د سولی او ثبات تر نوم لاندی جوړه شوی سیاسی سالیم اپزسیون بللی شو ؟
د شوری رهبران هریو استاد سیاف ، بسم الله محمدی ، یونس قانونی ، محمد اسمعیل خان، د پارالمات برحال ریس ابراهمی او داودزی ټول د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی د همګرایی د تیم فغال غړی وه .د همګرایی تیم نتنها خپل باخت تر نن پوری ندی منلی بلکی د حکومت (اجراییه ریاست ) په راس کی د تیم مشر عبدالله عبدالله او د اجاییه ریاست ټول کار کونکی د همګرایی دتیم غړی تشکیلوي ، نو ځکه دا شوری چی د همګرایی دتیم له مخکشو جوړشوی د حکومت اپزسیون کیدایی نشی . دوی ټولی هغه څهری دی چی تنها خپل دولتی چوکی یی په ځبل تیم کی له لاسه ورکړی نو دوی د حکومت استفراق شوی چهری دی نه اپزسیون ، جالبه یی داده چی ابراهمی د دولت
د تقنینیه قوی د ریس په ټوګه د هیح اصولو او قواعدو له مخی اپزسیون کی راتلایی نشی .
سالیم اپزسیون د اولس د پاکو او خلکو ته د خدمتګارانو او د حکومت له چوکاته وتلی افرادو او ګوندونو لخوا جوړیږی تر څو خلک د دوی په کړنو باور ولری .ولی دا تیم د هیواد د بدنامو متخلینو ، دولتی او شخصی ملکیتونو د غاصبینواو د مخدره موادو د قاچاقبرانو حتی د کابل او افغانستان کی د بیګناه انسانانو قاتلینو څخه جوړ شوي .
بسم الله محمدی چی د میلنونو د اختلاس دوسیی لری د داودخان د روغتون د طبی وسایلو او درملو له اختلاس نیولی د ورارت داخلی د پچو دوسیه او د 6000 میله بیکیفیته پاکستانی وسلي د امریکایی په نوم د اخستلو دوسیی او د وزارت دفاع د څو میلیونی قراردادونو د غبن دوسی لری . یونس قانونی د معارف وزارت د درسی کتابونو په چاپولو کی میلیونونه اختلاس د ابراهمی د اربکیو د معاشونو اختلاس د اسمعیل د جنراتورونو د اختلاس د سیاف د څمکو د غصب دوسیی او په سلهاو نوری بد نامی دوسیی لدوی څخه دا حق اخلی چی بیا دملت په نمایندګی کومه شوری جوړه کړی ، دوی قانونأ هیڅ صلاحیت او حق نلری او اخلاقأ هم د اپزسیون جوړولو حق نلری . دوی ته پکار ده چی د خپلو دوسیو د حل لپاره د مدافع وکیلانو کمیټه جوړه کړی تر څو د دوی هغه مرداري چی د خپل واک په وخت کی کړې پاکی کړي .
ټولنه سالیم اپوزسیون ته چی د صادقو افرادو او خدمتګار ګوندونو لخوا منځ ته راخی ضرورت لری ترڅو د حکومت د ناسالیمو او غیر قانونی کړنو په وړاندی د ملت غږ راجګ کړی.او اپزسیون د یو نیک هدف لپاره ایجاد شوی وی.
که چیرې د سیاف دخبرو دا برخه په دقت سره وګورو « سیاف وویل چې د ملي یووالي د حکومت له موافقې سره سم باید د صدارت د چوکۍ د رامنځته کولو لپاره په اساسي قانون کې د بدلون او د ولسي جرګې د انتخاباتو په خاطر لویه جرګه جوړه شي.
ده وویل، انتخابات په خپل وخت ونه شول او مشورتي لویه جرګه هم را ونه بلل شوه، نو په داسي حال کې پکار ده چې عنعنوي لویه جرګه جوړه شي.»دلته دوی دملت غم نلري بلکه دوی تنها د همګرایی دتیم غوشتنی تکراروی چی د دوی تړاو ورسره ثابیتیوی او ددی غوشتنو د لاسته راوړلو لپاره سیاسی اپوزسیون جوړوی. نو ځکه دا کوم سیاسی اپزسیون نه بلکه د خپل تیم لپاره تر بل نوم لاندی او د خپلو دوسیو د پټولو لپاره د یوی شوری په توګه مخنوی دی او بس .
دافغانستان خلکو ټول هغوی پیژادلی چی د خلکو د خدمت لپاره نه بلکه د شخصی ګټو لپاره تیم دی نو ځکه یی په ټول ټاکنو کی هم د دوی ارزښت شه تمثیل اوله واکه یی ورټل .او نن یی هم پیژنی چی د شخصی سرمایو ټولونکی افراقاچاقبران او ځمکو غاصبین د ملی سرمایی لټونکی افراد واشخاص دملت د شه خدمت کولو جوګه نشی کیدایی او اعتبار یی بایللی دی .دوی ته پکار ده چی د خپل اعتبار د بیرته احیا په خاطر د دولت او موجود حکومت سره ملاتړی وکړی او د حکومت د پلانونو په تحقق کی همکار واوسی .