ځلاند د یوې معیاري رسنۍ په هوډ د افغانستان د پرلیکه رسنیو په کورنۍ کې نوې زیاتونه ده. ځلاند د ټولو افغاني پر لیکه رسنۍ کار ته په درناوي، هڅه کوي چې له نورو رسنیو سره د مثبتې سیالۍ له لارې معیاري رسنیز چوپړ ووهي
.
ځلاند په نوې ژبه، په نوي دود او له نوي عزم سره هوډ لري چې د افغانستان فرهنګي او رسنیز کهول ته نوې خبرې وړاندې کړای شي. په همدې پار، له ټولو لیکوالو او د نظرخاوندانو په درنښت هیله لري چې د ځلاند په ځلونه کې خپل لاسنیوی ونه سپموي. ځلاند هوډ لري، چې تر نورو پورې د لیکوالو او قلموالو د لیکنو او نظرونو په رسونه کې د یوه باوري پُل رول ولوبوي.
زموږ هیله دا ده، چې په معیاري ډول د هېواد او سیمې اړوند خبرونه او نظرونه...شننې او ارزونې خپرې او خورې کړو. زموږ شعار «خبر، شننه، ارزونه» دی. ځلاند پر دې باور دی، چې یو باوري خبر، یوه کره شننه رامنځ ته کولی شي.
موږ د هېواد د پېښو په باب د کره شننو له لارې د یوې ښې راتلونکې پر لور واټن لنډوو!
په مینه او مننه
ځلاند ټکی کام
وېبپاڼه: http://zalaand.com
ټویټر: https://twitter.com/zalaand1
ایمیل: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.