لیکنه : خوشحال آصفي
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ملا اختر منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار اړونده د د کچکلاک په سیمه د طالبانو خپلمنځي شخړې پر مهال په ډزو سره ټپي او وروسته یې ساه ورکړه، ویل کیږي چې ملا اختر منصور د طالبانو دیوه بل مشر
ملا عبدالله لیدنې ته ورغلی و، چې د لیدنې پر مهال ددوی ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه. سرچینه وایي، ملا اختر منصور تر ټپي کیدو وروسته روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې او دا چې د هغه مړینه د طالبانو روحیه کمزورې نه کړي، نو طالبانو دا خبره پټه ساتلې ده.
ملا اختر محمد منصور څلور میاشتې مخکې تر هغه وروسته چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، د مړینې خبر تایید شو، د دغې ډلې د نوي مشر په توګه وټاکل شو. خو د هغه تر ټاکنې وروسته د طالبانو تر منځ اختلافات هم رامنځ ته شول او دغه ډله سره وویشل شوه.
که څه هم طالبانو تر ډیره هڅه کړې چې د ملا منصور د مړينې خبر پټ وساتي څو ددوي په ليکو کې ګډوډي رامنځته نه شي چې په همدې موخه يي په سمدستي توګه ملا هيبت الله د دغې ډلې سرپرست ټاکلی خو بيا به هم د ملا منصور مړينه د یادې ډلې لپاره لوی ګوزار وي چې په دې سره به يي هم جنګي وړتيا او هم سياسي شتون ته ضربه ورسيږي.
پر ښکيلو لوريو يي اغيز
• د ملا منصور په مړينه به د افغان ملي امنيتي ځواکونو جنګي مورال لا هم لوړ او د وسله والو طالبانو هغه ښکته شي
• لکه څرنګه چې وسله وال مخالفين په ژمي کې د تجهيز او د راتلونکي کال لپاره جګړه ایز چمتووالی نيسي نو د ملا منصور وژنه به د طالبانو په جګړه ایز چمتو والي هم منفي اغيز ولري او وبه نشي کولی چې د راتلونکي کال لپاره جګړه ایز چمتووالی ونيسي.
• دا چې ملا منصور د ملا عبدالله سره د ليدنې په غونډه کې ټپي او بيا وژل شوی نو مړينه به يي د وسله والو طالبانو پر ليکو کې بې تفاقي او پر خپلو مشرانو بې باوري رامنځته کړي.
• دا چې ملا منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار اړونده د د کچکلاک په سیمه کې تر بريد لاندې راغی نو نړيوالو او افغان دولت ته يي بل ثبوت هم په لاس ورکړ چې د وسله والو طالبانو رهبري په پاکستان کې ده او له هماغه ځايه دلته د افغان جګړې د ډګر ګرم ساتلو لپاره رهنمايي کوي.
• له دې ورهاخوا چې د ملا منصور مړينه به د وسله والو طالبانو په ليکو کې بې تفاقي او په خپل مشرانو بې باوري رامنځته کړي؛ په عام ولس کې به هم وسله وال طالبان خپل باور له لاسه ورکړي، ولس به پوه شي چې طالب هم د بل په لارښوونه او د بل د ګټو لپاره جنګيږي او آن دا چې خپل رهبران هم د خپلو ګټو لپاره وژني.
د افغان جګړې نوې پروژه
که چيري د طالبانو په ليکو کې بې تفاقي زور واخلي او لیکې يي وپاشل شي نو طبيعي ده چې د افغان جګړې د لويو استخباراتو هغه پروژه چې طالب پر مخ وړله؛ ختمه به شي او بديل به يي پیدا شي.
دلته يوه مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې به روانه استخباراتي جګړه پايته ونه رسيږي بلکه نوی رنګ به واخلي او نوي پروژه به پر مخ ولاړه شي. دا پروژه به د داعش تر نوم او تر تور بيرغ لاندې دوام وکړي. هغه طالب چارواکي چې د جنګ غوښتونکي دي؛ له داعش سره به يو ځای شي. ځينې هغه به په کور کيني او ځينې هغه چې سولې ته زړه ښه کوي د لويو استخباراتي کړيو له لوري ترور او ووژل شي. اصلاً ملا اختر محمد منصور هم د پاکستان د ای اېس ای او د پوځ له لوري د وسله والو طالبانو رهبر ټاکل شوی و ځکه د وسله والو په ليکو کې پاکستان ته تر ټولو هغو زيات وفاداره همدا شخص و. اوس چې پاکستان د افغان دولت، چين او نړيوالو له فشار لاندې او د سیاسي انزوا په درشل کې دی نو غواړي د روانې جګړې اوسنۍ پروژه بدله او په ځای يي داعش پياوړی کړي. په دې ترتيب به د طالبانو لوی مشران ترور، یو شمير يی له افغان دولت سره د مذاکرو ميز ته تيار او بله برخه به يي له داعش سره یو ځای کړي. پاکستان به په دې ترتيب افغان دولت خوشحاله او له نړيوالو هم امتياز ترلاسه کړي او بل لور ته به د جګړي ميدان د داعش پر مټ ګرم وساتي او په جګړه کې به هم خپلې ګټې خوندي کړي.
لیکنه : خوشحال آصفي