د عبدالملک پرهیز ژباړه
کله چې راځې ستا سې له جامو تاسې پېژني
او کله چې ځې ستا سې له خبرو ...
لئو تولستوییو ملګري کېسه کوله:
په سویدن کې د اوسېدو په لومړیو ورځو کې، یو ملګري هره ورځ په خپل موټر کې له هوټله څخه له ځانه سره اخیستلم او د کار ځای
ته يې وړلم. د سپتمبر میاشت وه ، هوا یو څه سړه او واورینه وه. موږ هر سهار وختي د کار ځای ته رسېدلو او همکار مې خپل موټر د کار د ځای د ننوتلو له دروازې څخه په یو لرې ځای کې درولو په هغه وخت کې د اسکانیا د کار خانې ۲۰۰۰ کارکوونکي په خپلو شخصي موټرو کې د کار ځای ته راتلل.
په لومړۍ ورځ مې څه ونه ویل ، همداسې په دویمه او دریمه ورځ.
په څلورمه ورځ مې خپل همکار ته وویل : آیا د موټر درولو ټاکلی ځای لرې؟
ولې خپل موټر له دروازې دومره لرې دروې؟
په داسې حال کې چې هلته نژدې هم ځای شته!
هغه په ځواب کې وویل: داددې دپاره چې موږ د وخته رسېږو او د پلي تلو وخت لرو. دا ځایونه باید هغه کسانو ته پرېږدو چې ناوخته رسېږي او داسې ځای ته اړتیا لري چې د ددننه وتلو دروازې ته نژدې وي څو په وخت خپل کار ته ورسېږي.
مګر ته داسې فکر نه کوې.
«فرهنګ د بشري ټولنې د پرمختیا اصلي عامل دی»
فرهنګ یانې :
د چا له اجازې پرته د هغوی عکس او فلم وانه خلو.
فرهنګ یانې:
د نورو د معاش او عاید اندازه په موږ پورې اړه نه لري
فرهنګ یانې:
که څوک موږ ته په خپل تیلفون کې یو عکس وښايي ، دهغې وړاندې او وروسته عکسونه ونه ګورو.
فرهنګ یانې:
کله چې په مجلس کې ناست یو په بيړه هغه دوه کلمې چې په کتاب کې مو لوستي د نورو تمخې ته را و نه باسو.
فرهنګ یانې:
ځان دومره د نظر او صلاحیت خاوند ونه ګڼو کله چې له نورو سره مخامخ شو د هغوی د ويښتانو د ډول، رنګ ، سینګار ،چاغۍ او ډنګرتوب په اړوند نظر ورکړو.
فرهنګ یانې:
د لورو پر لهجه ملنډې و نه وهو.
فرهنګ یانې:
کله چې د نورو له کوره بهر شو لو او ور مو پورې کړ د کوربه بد رد او غیبت پیل نه کړو.
فرهنګ یانې:
خپل دوستان د مخالف جنس په خاطر له لاسه ور نه کړو
فرهنګ یانې:
له موټر څخه ناولتیا بهر ګوزار نه کړو.
فرهنګ یانې:
د کور د دروازې له درزه د ګاونډیانو تګ راتګ ونه څارو.
فرهنګ یانې:
که چا موږ ته سوغات راکړ ژر يې بیه را ونه څپړو.
فرهنګ یانې:
د یوې دقیقې پلي تګ په خاطر موټر پر دوه ځایه و نه دروو.
فرهنګ یانې: او ژوند ته ښکلا وبښو او له خپلو ښيبو خوند واخلو.
د ترافیکي قوانینو تر پښو لاندې کول زموږ د چالاکۍ نښه نه ده.
د ځان او د راتلونکي نسل دپاره فرهنګ جوړونه وکړو