سرلوڅ مرادزی
امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف له سفر وروسته چې څو اوونۍ مخکې ترسره شو، اوس دې ورځو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل
شریف د یو رسمي پنځه ورځني سفر لپاره امریکا ته تللی دی. د رسنیو د مالوماتو له مخې شریف په دې سفر کې د امریکا د دفاع وزیر شټون کارټر سره په داسې حال کې لېده کاته کړي چې د هغه هېواد لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ هم په غونډه کې ګډون درلود.
دا سفر په کندوز کې د طالبانو له ماتې او ننګرهار کې د داعش له ځپل کېدو وروسته او په ټوله کې په افغانستان او سیمه کې د تروریزم په وړاندې، راټوکېدونکو ګواښونو ته د مقابلې د لارو چارو د ارزونې او نویو تاکتیکونو ته، په پام کې ترسره کیږي.
همدارنګه راحیل شریف په دې سفر کې، د امریکايي پوځي چارواکو او د هغه هېواد د استخباراتو (CIA) مشر جان برنان سره له خبرو وروسته، د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره هم ولیدل او ښکاره ده چې د مرستیال ولسمشر جوبایډن سره به هم وویني.
د یوه هېواد د پوځي چارواکي کتنه که د بل هېواد له پوځي چارواکو سره وشي، طبیعي ګڼل کېدای شي، خو په لوړه کچه د ملکي چارواکو او د اسخباراتو سره داسې ځانګړې کتنې، هغه هم د پاکستاني پوځي چارواکي چې هېواد يي په سیمه کې د تروریزم په پیاوړتیا او خپرولو کې مسول ګڼل ګیږي، د سیمې هېوادو لپاره زیات حساسیت راپارولي شي!
په سفر کې د امریکايی پوځي، استخباراتي او ملکي چارواکو سره خبرې څرګندوي چې پاکستان کې راحیل شریف نه یوازې د پوځ لوی درستیز دی، بلکې هغه لکه یو دیکتاتور د هېواد پر ټولو چارو واکمن دی او د هېواد په ټولو چارو کې، لومړۍ خبرې باید له ده سره وشي. که څه هم د خبرو اترو د منځپانګې په اړه اړین وضاحت نه لیدل کیږي، خو رسنیو ته امریکايي دولتي چارواکو له پلان سره سم، د هغو یو تت انځور ورڅڅولی دی.
سیمه کې، په سختو ورځو او بدلېدونکو شرایطو کې لویدیځ تل په پاکستان کې یوازې د هغه هېواد په پوځ ډډه کړې او پوځ هم ټولې هغه پیسې چې د داسې ورځو لپاره يي له امریکا او لویدیځه ترلاسه کړې، لویدیځ ته په ریښتیني چوپړ کې لګولي دي!
افغانان، ټولو هغو لېدنو کتنو ته د شک په سترګه ګوري چې پاکستاني چارواکي يي افغانستان سره د اړیکو په اړه، له نورو دولتونو په تېره بیا امریکا سره، د افغان دولتي استازو له ګډون پرته، ترسره کوي.
په یوه خبر کې چې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند پیټرکوک له خولې خبریالانو ته ویل کیږي، داسې لولو«شټون کارټر او راحیل شریف د افغانستان په اړه وغږېدل او همدا راز یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې پر مسئلې خبرې وکړې.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډکرښه چې د کرښې دواړه غاړه پراته افغانان يي په رسمیت نه پېژنې او پوله يي نه بولي، د پولې نوم ورکول او بیا کله چې په داسې خبرو کې د افغانستان استازی نه وي، د پاکستان د پوځي چارواکي سره چې د کرښې پر سر د منازعې طرف دی، افغان لوری ته دا شک پیداکوي چې هلته به د پټو دروازو شاته په دې اړوند کومې خبرې شوې وي او داسې خبرو ته افغانستان ولې لاسرسی نلري، په داسې حال کې چې امریکا يي ستراتیژیک ملګری او دې هېواد سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لري؟
اوس پوښتنه دا ده، ایا افغانستان مستعمره دی، چې په استازیتوب يي امریکا او پاکستان خبرې کوي او د افغانستان استازی شتون نلري؟
بلخوا څنګه چې افغانستان تروریزم سره په لومړۍ لیکه کې جنګیږي او دا تروریزم هم دپاکستان له لوري افغانستان ته صادریږي، افغان دولت په دې جګړه کې د ستراتیژیک دوست څخه د هوايي ځواک په پیاوړتیا کې پرله پسې غوښتنې کوي، خو داسې غوښتنو ته د مثبت ځواب پرځای پاکستاني پوځ ته توجه کیږي او ترهګرو سره د مبارزې په نوم زیات امکانات د هغه پوځ په لاس کې ورکول کیږي، ایا دلته هم افغانان د خپل هېواد په زیان، د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو شک ونکړي؟
همدارنګه په دې لېدو کتو کې یوازې د حقانې ډلې ته ګوته نیول کیږي« پیټرکوک بیا حقاني شبکې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داسې ترروېستي ډله، هم افغانستان ته ګواښ پیدا کوي او هم پاکستان ته، ازادي راډیو»
دلته د داعش او طالبانو نومونه، نه اخیستل کیږي او له هغو څخه دواړه خواوې ښویه تیریږي. په داسې حال کې چې طالبان او نن ــ سبا داعش هم په ننګرهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې چې کله کله يي امریکایان کچه ۲۵ ولایتونو ته لوړوي، افغان دولت سره په توده جګړه بوخت دي!
پوښتنه دا ده چې ولې داعش او طالبان، افغانستان ته تر ټولو زیات خطر نه ګڼل کیږي او هلته یوازې د حقاني ډلې نوم اخیستل کیږي او هغه هم د دوی په اند، په دې لامل چې خطر يي ډېر پاکستان ته متوجه دي؟
حقاني ډله د دواړو هېوادو، افغانستان او پاکستان یو شان دښمن معرفی کول، په داسې حال کې چې دا ډله ورانۍ او ټولوژنې په افغانستان کې ترسره کوي، د افغانانو او نړیوالو په سترګو کې له خاورې پاشلو پرته، بل څه نه شي ګڼل کېدای!
که څه هم پاکستاني رسنۍبیا وايي چې راحیل شریف د دې سفر پر مهال غواړي چې تروریزم سره په جګړه کې، امریکا له پاکستان سره مرستې وکړي، خو په افغانستان کې د تروریستي ډلو د جګړې د سختوالي او د سیمې عمومي وضعیت ته په کتو سره، ښايي دا سفر ترسره شوی وي.
پاکستان چې په سیمه کې د امریکا او انګریز پخواني ستراتيژیک دوست دی او دا هېوادونه له پاکستان پرته په سیمه کې بل داسې نږدې دوست هېواد نلري، باید دې کتنو کې د سیمې د عمومي وضعیت د ارزونې او د هغو په اړه د پاکستاني استخباراتو او پوځ دندې ځانګړې او په ګوته شوې وي.
دې ټولو سره سره، که دا سفر یوازې د دواړو هېوادو د خپلمنځي اړیکو په برید کې هم وګڼل شي، لکه څنګه چې پاکستاني رسنۍ يی انځوروي، هغه پیسې او وسلې چې پاکستان يي له امریکا څخه، ترورزیم سره د جګړې په نوم ترلاسه کوي، د پخوا پشان تروریزم د پیاوړتیا او غښتلتیا په لار کې لګیږي او پایله يي یوه ده!
تروریزم ته د یوه خیالي دوښمن پتوګه د امریکا او د یوه ریښتني دوست پتوګه د پاکستان اړتیا ده او دا هغه شریک ټکی دی چې دواړه هېوادونه له پخوا ډېر سره نږدې کوي او یو له بله يي سره تړي!
د ۲۰۱۵ کال د نومبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی