سید منتظرشاه (هاشمی)
هو، هغه د ړنګې حویلۍ په هغه ځای کې پر څوکۍ ناست و چې له هغې څخه وړاندې داسې یوه ښکلې منظره بریښیده چې هر مازیګر به لمر د ښار د دوړو په ورا کې د هماغه هسک غره تر بوڅ کنډو لاندې الله ج ته په سجده پریواته.
خدای پوهیږي چې کومې ارواويې یې سترګو ته لاندې باندې کیدې، پام يې هماغه خواته و چې کله کله به تندو بادونو هم، همدا لار نیوله او له ځانه سره به يې د پاڼریژ له زوره رژیدلې پاڼې له همدې کنډوه ها خوا اړولې. نن یې قلم همداسې د کاغذ پر مخ ایښی و، هلته یې داسې په ځیر سره کتل چې ګواکې د پاڼې، کنډوالې او یا زوره ورو بادونو تصویرونه کاږي.
نه مې غوښتل چې په چورت کې یې اغزي وشیندم، خو په شاتګ راته هم ستره پښیماني بریښیده، ورو یې د میز تر خوا ور نږدې کیدم، په ګردجن چمن کې زما د پښو څپهار او ښکالو یې د هسک کنډو سره لاره بیله کړه، زما خواته یې مخ راوګرځاو. موسکی شو، له موسکا یې داسې جوتیده چې زما په غوښتنه پوهیدلی وي.
زیاته یې کړه؛ لکه باد، په هره لوټه مې پښه ولګیده، د هرې تیږې په تیرو کې مې نوک او ورې پريښودې، د هرې اغزنې څانګې سره مې د لګیدو پر مهال د سینې درد احساس کړ او پر هر ګړنګ مې تندی وواهه، د بدن د اندامونو کوشیرونه مې وختل خو د نړیدلو ژوبلو کلیو سره مې د هر مات اندام د مینی کوشیرونه لا پیاوړي شول.
هو، له سهاره تر سهاره او له ماښامه تر ماښامه په کنډرو کلیو کې د هغو شهیدو ارواګانو پسې ګرځم چې له کنډرو دیوالونو یې یوه تته او کمزورې انګازه راځي، آیا داسې څوک شته چې دې جملې ته د پای ټکی کښیږدی چې؛ افغانان هر څوک زغملی شي، هر چا ته هرڅه کولای شي خو خپل ځان ته، نه څه کولای شي، نه خپل ځان زغملی او نه په خپلو کې د کوشیریدو په وړتیاوو فکر کولای شي.
سید منتظرشاه (هاشمی)