د افغان کډوالو په اړوند د حقوقو پوهانو د انجمن اعلاميې په اړوند د سپرغۍ د ویبپاڼې اعلامیه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په اروپا کې دحقوق پوهانو انجمن ته ډاډ ورکول کېږي  چې سپرغۍ ویبپاڼې اداره ستاسې د مهمې او ارزښتاکې اعلامیې څخه  بشپړ ملاتړ کوي . موږ په دې عقیده یو چې کډوالي او پناه غوښتنه د منل شویو بین المللي قوانینو

پربنسټ د ټولو خلکو قانوني حق دی . افغانان چې  د څلويښت کلن جګړه ایز ناورین او پر هیواد د جګړه مارو بانډونو د واکمنۍ، بې امنۍ، د مصوونیت د نشتوالي ،د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو د منځه تللو  له امله د خپل هیواد او ټاټوبي پرېښودو ته  اړ کړای شوي دي، دا حق لري چې د نړیوالو منل شویو قوانینو په اډانه کې له دغه انساني او بشري حق څخه  په بشپړه توګه برخمن شي . افغانستان ته په زور د افغانانو بیرته ستنول په ډاګه د بین المللي منل شویو قوانینو څرګند تر پښو لاندې کول دي . ځکه هیواد تر بل هر وخت د بې امنۍ، فساد، بي کارۍ او جګړو له امله ځورېږي . تر اوسه زموږ په هیواد کې یو ریښتنی پراخ بنسټه ، قانوني او دموکراتیکه او خلکو ته مسووله اداره او دولت نه دی رامنځ ته شوی. دولت د یو شمیر  په فساد ککړو ،جګړه مارو، جهادي مافیای او تندلارو  عناصر  په ولکه کې دی چې هره شیبه د خلکو ژوند، مال ته ګواښ او خطر پېښوي.  نو ځکه په جرئت سره ویلی شو دغه په اصطلاح  مافیايي حاکمیت نشي کولای د وګړو امنیت او ډاډمن ژوند تاُمین او تضمین کړي. د همدغه حالاتو پربنسټ هره ورځ افغانان د خپل هیواد پرې ښودو  او کډوالۍ ته اړ کیږي . نو ځکه د سپرغۍ ویبپاڼه د خپلو پراخو قلمي او غیر قلمي همکارانو په استازيتوب غوښتنه کوي څو د افغانانو د کډوالۍ ستونزه دې د شته نړیوالو او د اروپايي قوانینو  په اډانه کې په عادلانه ډول او د افغانستان د موجوده حالاتو ته پام کې نیولو سره حل شي. موږ په دې عقیده یو چې د افغان کډوالو د ستونزې تر ټولو ښه حل لاره داده څو   نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سولې بهیر چټک او  د افغانستان دولتي اداره د جنګسالارانو او مافیايي ډلو له ولکې څخه خلاصه  او په هیواد کې د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا د پاره لازم حالات برابرکړي.