د هیوادوالو د ناوړه حالت او جبري ایستلو په اړوند په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو اعتراضي اعلامیه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حقوقي او انساني ارزښتونو خلاف د افغان کډوالو جبري ایستل

۲۰۱۵ کال اکتوبر

کډوالي په نړیواله کچه یو منل شوی انساني او حقوقي اصل دی. همدا اوس د نړۍ ۲۳۰ میلیونه وګړی له خپل ټاټوبي نه بهر اوسيږي.

دا اصل په اوس وخت کې د هیوادونو ترمنځ په خپل منځي حقوقو کې ځانګړی ځای لري او د نړۍ د وګړو د حقوقو دیو نه انکارېدونکي اصل په توګه ثبت شوی ، دغه اصل د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلاميې په (۱۳ او ۱۴) برخو کې څرګند او بیان شوی دی او له دغه اعلاميي څخه رامنځ ته شویو اسنادو د هغې موارد مشخص کړي دي چې تر ټولو مهم يې د کډوالو په اړوند د ژنیو کنوانسیون (۱۹۵۱) او د هغې الحاقیه (۱۹۶۷) دي چې د نړۍ اکثریت هیوادونو منلي او بې له شرطه د هغې په پلي کولو ژمن دي. په دغه کنوانسیون کې پناه غوښتونکي، کډوال او بې ځایه شوي تعریف او تسجیل شوي او د هغې تر وړاندې د دولتونو مکلفیت ځانګړی شوی.

افغانان ، چې د وطن خونړۍ تراژدي يې د بهرنیو لاسونو پایله ده ، په څلورو وروستیو لسیزو کې د پرله پسې کلونو دپاره د نړۍ د کډوالو تر ټولو لویه شمیره جوړوي او له پنځه میلیونه زیات افغانان له هیواده بهر اوسیدو ته اړ شوي.

په تاسف سره په وروستیو کلونو په تېره بیا تیر او سږکال له افغانستان څخه په ډله ایز ډول هغه هم د ټولنې فعاله برخه (ځوانان) وتي او لا د وتلو په حال کې دي . د کال تر پایه اوروپا ته د ګډووالو شمیر به یونیم میلیونه تنو ته ورسیږي چې په سلو کې تر لس زیات يې افغانان دي. په ایران ، پاکستان او تر اروپا او استرالیا پوري د افغانانو ناوړه حالت د افغانستان د تراژدۍ یوه برخه ده. ( په وروستیو پنځلس کلونو کې تر ديرش زره کسان په سمندر کې ډوب شوي او یوازې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۵۰۰ کسانو د سمندر په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې یوه برخه يې افغانان دي).

بدمرغه افغان چې هیواد يې د نړۍ د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه زغمي او په خپل هیواد کې له بیشمیره بدمرغیو سره لاس او ګریوان دي له دښتو ، غرونو او سمندرونو څخه تر تېریدو وروسته له نویو ناخوالو او کړاونوسره مخامخ کېږي، او د غم نوی دسترخوان يې مخې ته اېښودل کېږي، هغه کسان چې اروپا ته رسېږي له راز راز رواني ځورونو سره مخامخ کېږي.

یونان چې د کډوالو د دوزخ نوم يې خپل کړی دی ، د نړۍ د ډارونکو تبعید ځایونو دریځ يې خپل کړی، چيرې چې ۴۰۰۰ افغانان د ناباورۍ له برخه لیک سره مخامخ دي او د بې وطنۍ درد له راز راز سپکاويو، او تحقیرونو سره زغمي. ( تر اوسه زموږ څو تنه هیوادوالو ځان وژنه کړې او په عامه ځایونو کې يې ځانونو ته اور ورته کړی دی.)

 

په نورو اروپايي هيوادونو کې افغان کډوال ډېر ناوړه حالت لري. د پناه غوښتنې په اکثره مرکزونو کې ناوړه حالات ،د برخه لیک اوږد مهاله ناڅرګند توب زموږ د هیوادوالو د اروايي ناروغیو سبب شوي او د اروایي زورونې تر ټولو بده بڼه يې د ایستلو ګواښ دی چې د ادموکلس د تورې په څير د افغانانو پر سر نیول شوی.

زموږ هیوادوال د هغه دولتونو له خوا په زور ایستل کېږي چې د بشر د نړیوالې اعلاميي او د ژنیو پر کنوانسیون ځانونه ژمن بولي چې ددوی دا کارپه ډاګه د یاد شوې اعلاميي له پنځمې مادې سره په ټکر کې دی، ددغه هیوادونو پولیس په زوره د افغانانو ایستل، په ځانګړو پڼغاړو کې د بندي کولو ، ولچک او زولنه کولو له لارې پلي کوي، او ان ماشومان او سخت ناروغان هم باسي، کورنۍ سره ویشي ، اولادونو له خپلو ميندو او پلرونو بیلوي او د وکیل د نیولو له حقه يې بې برخې کوي چې د اروپا د قوانینو خلاف کار دی او ( د کنوانسیون له اصول سره چې شکنجه، ځورونه او انساني ضد عملونه منع کوي ، سمون نه لري)

د )IOM( د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې څو زره افغانان ایستل شوي دي او په دې وروستیو وختونو کې په المان ، سویدن او یو شمېر نوروهیوادونو کې د شپې له پلوه په زوره د کډوالو ایستل زیات شوي دي . د شرم خبره داده چې د افغانانو د حقونو په له منځه تللو کې بیا هم د تبر لاستی زموږ خپل دی. د کډوالو وزارت او ددغه وزارت پخوانی وزیر اروپا ته د څو غیر ضروري سفرونو په ترڅ کې او د سفريي د «حلالولو» په خاطر ددغه هیوادونو له اړونده مقامونو سره ، د افغان کډوالو د حقونو د مدافع اتحادیو د نظر له پام کې نیولو پرته د ۹ هیوادونو او له هغې څخه د یو شمیر اروپايي هیوادونو سره تړونونه لیک لاسلیک کړی چې له مخې يې ددغه هیوادونو پولیس کولی شي زموږ هیواد وال و باسي.

په اروپا کې د افغانانو د حقوق پوهانو انجمن ددغه جدي خطر چې افغانانو ته متوجه دی د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د شته حالت په پام کې نیولو سره ( چې ان د کډوالو اوسني وزیر هم منلې ده او د مشرانو د جرګې د پریکړې (د روان کال د اکتوبر ۲۷ نېټې) پر بنسټ چې د کډوالو د په زور ایستلو د بهیر د بندولو غوښتنه يې کړې) د حل عملي ، عادلانه او حقوقي لاره چې د بین المللي منل شویو اوحقوقي اصولواو د اروپايي او افغانستان د نافذو قوانینو سره په سمون کې ده په لاندې ډول وړانديز کوي:

د بشر د حقوقو د نړۍ والې اعلاميي د ۱۳ مادې د دوم بند سره په سمون کې:

-         د کډوالۍ او په خپله خوښه د ستنیدو حق تضمین شوی دی، ددې له امله باید: د افغانستان دولت او اروپايي دولتونه د افغانانو دغه منل شوی حق په رسمیت وپېژني او ضمانت يې وکړي څو زموږ هیوادوال په بشپړې آزادۍ سره له دواړه حقونو ګټه واخلي.

په تاسف سره هم په افغانستان او هم په اروپا کې د افغانانو حقوق د سیاست قرباني شوي او سیاست پر حقوقو لومړی توب لري او د دولتونو ګټې د حقوقو پر بنیادي اصولو برتیا لري او اروپايي دولتونه چې د بشر د حقوقو په نامه يې د آسمان غوږونه کاڼه کړي دي ، په ډېره ناوړه بڼه د په زوره ایستلو په اړوند د ژنیو د کنوانسیون د ۳۳ مادې حکم تر پښو لاندې کوي او په زړه پورې دا چې د کډوالو دغه غم لیک د کډوالۍ ضد او بهرنیو خلاف ټولنو دپاره په یو ډول دکانداري اوښتې ده.

په اوسني وخت کې ددغه ستونزې څلور طرحې مطرح دي:

لومړی

  • هغه هیوادونه چې افغانان په کې اوسېږي او له هغه ډلې څخه د اروپا کډوال منونکي هیوادونه
  • د ملګرو ملتونو سازمان او په تېره بیا د کډوالو په برخه کې د هغه سازمان لوړه کمیشنري
  • د افغانستان دولت

کډواله افغانان او د هغوی د حقوقو مدافع سازمانونه ( د هغو له ډلې نه په اروپا کې د افغانانو د حقوقو پوهانو انجمن)

د افغانستان د اساسي قانون د احکامو سره سم دولت مکلفیت لری څو د افغانستان د اتباعو له حقوقو څخه د هیواد دننه او بهر دفاع وکړي او اوس موږ :

د افغانستان له ولسمشر څخه غواړو څو لږ ترلږه د ځان د پرستیژ او د مستحق او کمزوري افغان دعزت او ځورونکي کړاو په خاطر :

  • ډېر ژر د کډوالو وزارت ته ټينګه لارښوونه وکړي څو: پورته یاد شوی له شرمه ډک تړون ډير ژر و ځنډوي څوپه دې ډول د افغانانو د ایستلو دپاره د اروپايي پولیسو پلمه شنډه شي.
  • د بهرنیو چارو وزارت ( او د هغې اروپايي سفارتونو ته) او د کډوالو د چارو وزارت ته لارښوونه وکړي څو له افغانانو څخه د ملاتړ ټينګ دريځ غوره کړي.
  • څومره ژر کېدی شي په یونان کې افغاني سفارت او قونسلګري پرانستل شي څو د افغانانو په ګټه چټکې کړنې ترسره کړي.

دویم: هڅه وشي څو د ملګرو ملتونو د سازمان او د هغې د لوړې کمېشنرۍ پام له افغانانو څخه د ساتنې کار ته واړول شي. هر پناه غوښتونکې ته د (Rufeege mandat)   ورکړی شي او باید د بین المللی حقوقو د معیارونو پر بنسټ دې د ( UNHCR ) تر ساتنې لاندې ونیول شي.

دریم:

اروپا کډوال منونکي هیوادونه :

د افغانانو تر وړاندې ددغه هیوادونو مسوولیت له دری منل شویو نړیوالو اصلونو څخه رامنځ ته کېږي:

  • حقوقي اصل : د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه او له هغې څخه رامنځ ته شوي اسناد، د ژنیو کنوانسیون او د هغې الحاقیه او د ځورونې د منع، تعقیب او د غیر انساني چلند کنوانسیون او همدارنګه ددغه هیوادونو د کډوالۍ قوانینو داسې موارد مطرح کړي دي چې د هغې پر بنسټ د افغانانو د په زور ایستلو اجازه نه ورکوي.
  • بشري ملحوظات: د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیی او د هغی د پنځمې مادې پر بنسټ ، د افغانانو ایستل د ټولو انساني ملحوظاتو خلاف ګڼل کېږي او له هغې سر غړونه یو بشري ضد عمل ګڼل کېږي. د حضرت سعدي کلام چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې په دري ژبه لیکل شوي ( بني ادم اعضای یک دیګرند و.... تر پایه) باید د بشردوستانو د عمل ملاک وي.
  • د اخلاقي مسوولیت اصل ( Moral obligation): څرګنده ده چې نړیواله ټولنه او همدغه اروپايي هیوادونه چې موږ پرې بحث کوو د افغانستان د خونړۍ تراژدۍ او د هغې د دوام او ان د اوسني حالت د رامنځ ته کېدو په اړوند چې د ځوانانو ( چې ډېری يې د زده کړو لرونکي دي ) د بې کوره کېدو سبب شوي مسوولیت لري او نن باید دغه بین المللی منل شوی اصل رغایت کړي.

موږ ټول پوهېږو چې د افغانانو دغه پراخه اړمنده، مستحقه او کمزورې کتله په قوم، مذهب، سیمې، ګوند او ایدیولوژي پورې اړه نه لري. ددې له امله د انسان او افغان د اصل پر بنسټ او د انساني او افغاني وجیبې د ترسره کولو په خاطر او د وجدان د حکم پر بنسټ باید زموږ غوڅ ملاتړ له ځانه سره ولري. ددې کبله:

 

په اروپا کې د افغانانو انجمن په درنښت سره په اروپا کې د میشت افغانانو، ټولنیزو بنسټونو، اتحادیو او مدافع وکیلانو، د خپرونو د مسوولینو او په فیسبوک کې د ټولنیزو شبکو د فعالینو څخه غوښتنه کوي څو د افغانانو د په زوره ایستلو پر خلاف د حق، حقیقت او د هیوادوالو د حقوقو څخه ددفاع دپاره پراخ او ستر کمپاین په لاره واچوو څو نړیوالو او د ستونزې شاملو اړخونو ته چې پورته ترې یادونه وشوه ، وښایو چې افغانان د مظلومه افغانو له حقوقو څخه ددفاع په برخه ګډ کار ته سازمان ورکولی شي او خپل حق غوښتلی او اخیستلی شي.

په درنښت

په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو د انجمن اجرئیوي انجمن

www.hoqooq.eu