ليکوال : اسدالله غيرت
ډير خلک د زړه په سکون , اطمينان او ډاډګيرنه پسې د کالونو راهيسې په بيلا بيلو لارو مزلونه کوي او د زړه سکون لپاره د ميلينونو پيسو د مصرف تر څنګ د ډول ډول زريغو څخه استفاده پورته کوي
. خو تر اوسه په دې نه دې بريالي شوي چې زره هومره هم د زړه سکون او اطمينان حاصل کړي.
هغه څوک چې د خدای ج د مينې او اطاغت څخه بغير د زړه سکون لپاره نورې لارې اختياروي په حقيقت کې حماقت کوي
. او په خپله ورکه پسې په ناسمو لارو قدمونه وهي .
زه هم د نورو خلکو په څير په کالونو کالونو د زړه سکون پسې په کلو او کوڅو وګرځيدم
. د ډيرو ډاکټرانو نه مې درمل وخوړل د ډيرو زياراتونو ديدار مې وکړ او د لسګونو ملايانو تعويزونه مې په غاړې ته واچول
. خو ددې دومره هڅو سره بيا هم په دې بريالی نه شوم چې د زړه د نوک هومره سکون او اطمينان بيامومم
بلاخره مې خدای ج ته رجوع وکړه د هغه او د هغه د ښکلي پيعمبر ص کامل اطاعت ته مې ملا وتړله
د خپل ښکلي خدای ج ښکلی نوم مې په خوله جاري کړ
. ددې کار د عملي کولو وروسته مې د زړه سکون او اطمينان حاصل کړ
او په دې وپوهيدم چې د زړه سکون او ډاډګيرنه يوازې د خدای ج په اطاعت او کامله ديندارۍ کې نغښتې ده نه , په دنياوي کارونو کې
پای