نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
هغوی چې په بې ثباتي او نا امني کې یې ګټې دي د کومو لاملونو له کبله به سولې ته ترجیح ورکړي، په سوله کې چې ددوی له پاره ځانګړی امتیاز نشته، په سوله کې چې
دوی خپل واکونه له لاسه ورکوي، خو ديته فکر نه کوي چې همدا سوله به ددوی د اولادونو له پاره اړینه وي، همدا سوله به ددوی جایدادونه او شتمنۍ خوندي کوي.
د افغانستان قضیه یو مهم پړاو ته ننوځي، دلته د امریکا او روس زورازموینه پېل کيږي، امریکا په اورکراین کې لوبه وبایلله، هغه چې غوښتل يې روسان به د اوکراین سره په جګړه کې شکېل شي او یا داچې اوکراین به د روسي له نفوذ څخه په بشپړ ډول وایستل شي، داچې تورسمندرګې کې به د روسانو لاس لنډ کړي، یو هم ونه شو.
ښکاري چې امریکا به په سوریه کې هم لوبه روسانو ته وبايلي، نو د روسانو سره د جګړې له پاره امریکا ته افغانستان پاتې کيږي، او په افغانستان کې به د داعش له شتون څخه امریکا ګټه پورته کوي، چې وار له مخه لا انګیرني دادي چې د افغانستان خاوره کې داعش د امریکا په خوښه د پاکستان او افغانستان له لوري قوي کيږي.
پلان به داوو چې کندز او بدخشان د داعش په نوم ډلې ته وسپارل شي، طالبانو هوښیاري وکړه او مخکې له دي چې هلته د داعش له پاره سنګرونه قوي شي، هغوی شمال ته ډیر ننوتل د داعش مخه يې ونیوله او خپله يې د کندز او بدخشان د نیولو هڅې پېل کړي. چې د کندز ښار مرکز يې د لنډ وخت له پاره تر خپل کنټرول لاندي هم راوستی. او بدخشان کې يې مهمې ولسوالي ونیولي.
د امریکا خپل سري او د روسانو له خوا ورته تهدید
امریکا به په ټول توان هڅې وکړي چې په نړۍ باندی خپله مشري وساتي، خو روسان ورته تهدید جوړ شوې، د همدې مشرې ساتلو له پاره امریکا په اسلامي نړۍ کې دهغوی ترمنځ خپلمنځې جګړې پېل کړي، د اسلامي حکومت پر نوم نوي ډله راپيداشوې، او چین ته د تهدید له پاره د یغور د مسلمانانو مشران په بېلابېلو هیوادونو کې ساتل کیږي.
امریکا به په ټول قوت وغواړي چې د افغانستان په شمال کې نا امني زیاتې شي تر څو روسان وویروي، او تر ټولو ښه پلان د امریکا له نظره په شمال کې د داعش قوي کېدل و، دابه د بلخ د والي عطاء محمد نور په خوښه کېدل، یو ناڅاپه عطاء محمد نور د امریکا څخه مخ واړاو او له روسانو سره يې خپلې پخوانۍ اړيکې وپاللي، همدا و چې امریکا ونه شوای کولای په شمال کې د داعش ډله داسي راپيداکړی لکه چې د افغانستان په ختیځ کې همدا ډله اوس شتون او په ځینو ولسوالیو کې قوت لري.
روسانو هڅې شروع کړي چې د امریکا د تګلارې خلاف د اسلامي هیوادونو سره اړيکې سمې کړي، او که روسان په دې کار کې کامیاب شول، نو بیا به امریکا د نړۍ یوه لویه برخه چې اسلامي هیوادونه دي له لاسه ورکوي او روښانه ده چې روسان به قوي کيږي، په اوس وخت کې د اسلامي هیوادونوځينې څیړونکې په دی نظر دي چې امریکا د اسلامي هیوادونو د ټوټه کیدو پلان لري، له همدې امله اسلامي نړۍ مجبوره ده چې روسيې ته ترجیح ورکړي.
روسان چې وایې داعش د امریکا له خوا راپيداشوې او د امریکا د ګټو له پاره کار کوي، په ريښتونې ډول د داعش نه ویره لري، خو داخبره ډیره بې طرفه څیړونکې نه مني چې مرکزي داعش به د امریکا د ګټو له پاره کا رکوي.
اوس چې افغانستان به د امریکا او روسي تر منځ د جګړې یو ډګر وي، معلومه خبره ده چې ګډ حکومت به د امریکا د ګټو خوندي ساتلو او امریکا د بریا له پاره کار کوي، هغه پخواني کمونسټان چې اوس له غرب نه تغذیه کيږي هغوی به هم د امریکا د ګټو له پاره کار کوي، پخواني مجاهدین ځينې يې ممکن د روسانو په پټه او ښکاره مرسته وکړی تر څو امریکا په افغانستان کې هغه څه ترلاسه نه کړي کوم چې غواړي د ډیرې مودې له پاره د افغانستان له خاوري څخه منځنۍ آسیا او چین تهدید کړي.
وروستي راپورونه دادي چې د هیواد په شمالي ځینو ولایتونو کې نوي روسي او ایراني وسلې خلکو ته د ځان د دفاع ، طالب او داعش سره د مقابلې په نوم وېشل کیږي، حکومت هم د پلان د عملي کیدو یا کمزوري مدیریت له مخې د نامسؤلو کسانو له خوا د وسلو پر ویش سترګې پټې کړي دي.
که چیرته موږ خپلواکه افغان اداره درلودلای، په اوس وخت کې يې کولای شوای د امریکا او روس له رقابت څخه یې د افغانستان په ګټه استفاده کړي وای، دا ډول کولای يې شوای چې د پاکستان او هند له رقابت څخه استفاده وکړي، کولای يې شوای چې د ایران او پاکستان ترمنځ له جنجال څخه ګټه پورته کړی، او بلاخره کولای يې شوای چې د چین او جاپان ترمنځ له جنجال څخه سالمه استفاده وکړي.
یو بل ښه چانس داهم وو چې له اروپايې ټولنې سره افغانستان ښې اړيکې جوړي کړي وای، خو داچې په تیرو ۱۴ کلونو کې خپلواکه اداره موجوده نه وه، او حکومت د امریکا په خوښه مخکې روان و، نو افغانانو ته داچانس نه و چې د یادو رقیبو هیوادونو له رقابت څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.
د کرزي په ټیم کې درز
اوس چې پخواني مجاهدین د غنی په حکومت کې د امتیازاتو غوښتنه کوي، او همدا پخواني مجاهدین د پخواني ولسمشر کرزي په شاوخوا راتاویدل، غنی وتوانیدی چې د کرزي او پخوانیو مجاهدینو ترمنځ درز پيداکړی، ډیری پخواني مجاهدین چې له کرزي سره يې یوځای د حکومت پر ځینو تګلارو سختې نیوکې کولي د مجاهدینو د شورا یا ثبات شورا په نوم نږدې ده چې له غني سره هوکړې ته ورسیږي، او غني هغه وخت داکار شونی کړ چې د استاد سیاف په مشرې د مجاهدینو د شورا تر اعلان مخکې يې يو شمیر نور پخواني مجاهدین سره راټول او هغوی د جهادي ګوندونو د یووالي شورا اعلان وکړ، د استاد سیاف پلان يې له نسبي ناکامي سره مخ کړ.
که خبره د حکومت سره د مرستې او وفادارۍ وي، نو همدغه د مجاهدینو په نوم شورا خو تیر ۱۴ کلونه له کرزي سره یوځای و، کرزي څخه يې زښت زیات امتیازات ترلاسه کړه، اوس چې غني لږ امتیازات ورته ومنل د کرزي څنګ يې پريښود، په دغسي کسانو به نړیوال او په ځانګړې ډول امریکایان او بریتانویان څه ډول اعتماد او باور وکړی، زما په آند چې غني به یوځل بیا همدوی وغولوي، او تښې وعدي به ورسره وکړی، خو عملي به يې نه کړي.
که له طالب سره جګړه کوونکی مجاهد وي؟
که له طالب سره جګړه کوونکي ته مجاهدویل کیږي ، دادی عملا د کورنیو چارو وزیر او دفاع وزیر د جګړې قومانده په لاس کې لري، عبدالرشید دوستم په فاریاب کې له طالبانو سره په جګړه کې خپله عملا برخه واخستله، بیا خو همدغو پخوانیو کمونسټانو ته هم مجاهدین ویل کیږي، او یواځي هغه کسان مجاهدین نه ګڼل کیږي چې پخوا یې له کمونسټانو سره جهاد کړی.
که له روسانو سره جنګیدونکو ته مجاهدین ویل کیږي نو بیا خو د پخوانیو مجاهدینو ډیر ی مشرانو د طالبانو سره د جګړې پر مهال له روسانو، ایران او هند څخه مرستې ترلاسه کولي، تر کومه وخته به همدا مجاهدین همدوی ته کیږي.
او که د امریکا په مرسته له طالب سره جنګیدونکو ته مجاهدین چې اکثریت يې شمال ټلواله وه وویل شي بیا خو ملي ارد، ملي پولیس او ټول هغه کسان چې له طالب سره جګړه کوي، نو مستحق بیا ټول دي، نو یواځي څو تنه؟
امریکا به هیڅکله هم پر هغو پخوانیو مجاهدینو باور ونه کړي چې له روسيې سره د ښو اړیکو ریکارډ لري، او که بیا هم امریکا او غني دا باور وکړي، نو د مجاهدینو (استاد رباني) د حکومت پرمهال چې ۴ کاله يې پر کابل ښار کې حکومت وو، خو پر ټول کابل ښار يې واک نه درلود، له دوی نه به د امنیت او وسلوالو مخالفینو څخه د دفاع کوم ډول توقع وکولای شي، همدوی و چې طالبانو ته يې کابل پريښود او د جګړې توان يې نه درلود.
داچې د امریکا او ناټو د ۱۵۰۰۰۰ عسکرو، نږدې ۳۰۰۰۰۰ قراردادي بهرنې پوځیانو په شتون کې افغان جګړه یو طرفه نه شوه، اوس که همدا پخواني مجاهدین د ۵ زره څخه تر ۱۰ زره وسلوال برابر کړلای شي، آیا ممکن ده چې د جګړې لوری یو طرفه کړي؟ آیا ممکن به وي چې د بهرنیو پوځیانو او دولت مخالف وسلوال له منځه یوسي؟
مهمه خبره داده که اوسنۍ اردو، پولیس او امنیت له مخالفو وسلوالو سره د جګړې توان نه لري بیا د څه له پاره دوي ته معاش او امتیاز ورکول کیږی، باید رخصت کړل شي او پر ځای يې ملیشې تنظیم کړل شي
پخوانیو مجاهدینو د امنیت شورا په پریکړو کې ونډه غوښتې ده، خو له غني سره تر لومړۍ ناستې وروسته سمدستي د بریتانیا سفیره د استاد سیاف پوهنتون ته دهغه د لیدو له پاره ورغله، داچې ویل کیږي امینت شورا باندی بریتانیا نفوذ لري، همدا لامل به وو چې د بریتانیا سفیره به د استاد سیاف د خبرو سپیناوی ورڅخه پوښتلی وي، داچې بریتانیا او امریکا دواړه د مجاهد په نوم له هرچا څخه کرکه لري، فکر نه کیږي چې پخوانیو مجاهدینو ته به د زیات واک ورکول ورته د منلو وړ وي
ویل کیږي چې ولسمشر غني د مجاهدینو له شورا سره ژمنه کړي چې د سولې شورا مشرتوب به یونس قانوني ته ورکوي، دا ډول د بسم الله محمدي له پاره داچې امنیت شورا مرستیال شي او یا هم د شمال زون د نظامي چارو مشر شي، او تورن اسماعیل خان له پاره بیا د جنوب لویدیځ زون د ملکي او نظامي مشرتابه غوښتنه شوې، له دې سره د والیانو، امنیه قومندانانو او قول اردو د قومندانانو د ټاکلو واک به هم له دوی سره وي، که غني داخبره رښتیا منلي وي، نو بیا خو حکومت نور هم په ټوټو وېشل کيږي.
اشرف غني به مجبوره وي چې د مجاهدینو د شورا ځینې غوښتنې ومني خو تر ډیره به ورسره چل وکړي، پر دوی به اعلان وکړي چې د ګډ حکومت د سمون او ملاتړ له پاره کار کوي، بیا به خپلې کړي ژمني ورسره عملي نه کړي.
د جنګ پرځای د سولې له پاره امتیازات ورکول په کار دي
که همدا پخواني مجاهدین حکومت څخه امتیازات واخلي بیا به یې له کمونسټانو سره د امتیازاتو پر سر ناندرۍ وي، اوس خو په مهمو چوکیو اکثریت پخواني کمونسټان اوسنۍ لویدیځ پلوه کسان ناست دي.
غني چې کوم امتیاز پخواینو مجاهدینو ته د قلنګ په ډول ورکوي او باج به ورکوي، که همدې ته ورته امتیازات د سولې له پاره ومني، د سولې امکان شته.
سوله هغه وخت شوني ده چې رښتونولي او صداقت ښکېل لوري ولري، او هر لوری هڅه وکړي چې خپل دښمن همکار کړي، او له همکار کیدو وروسته د یو بل په دوست کولو فکر وکړي، که خبره د تسلیمیدو وي او هره خوا د جګړې د ګټلو دعوه کوي بیا سوله مشکل ښکاري.
داچې له څو لسیزو راهیسي افغانان په جګړو اخته دي، او د پردیو محتاج دي، عامل يې جګړه ده، که جګړه نه وای موږ به د امریکا، روس، هند، چین، ایران او پاکستان لاسپوڅې نه وای، موږ به د خپل هیواد د پرمختګ او ولس د ګټو له پاره کار کولای.
داچې امریکا د افغانستان د جګړې د ګټلو دعوه لري، نو بیا ولي ځوانان له هیواده په تېښته دي، ولي دلته ویره خپره ده، ولي هر ځوان له افغانستان څخه د وتلو هڅې کوي، امریکا ته په کار ده چې نوره خپله ماتې ومني، او د فاسدو او ناکامو رژيمونو ملاتړ پريږدي.
سولې ته رسیدو له پاره ځینې کارونه مهم دي چې وشي، داچې دواړو لوري هڅه وکړي تر څو د ځوانانو د وژنې ګراف ټیټ کړلای شي او د وژنو پر مهال له احتیاط څخه کار واخستل شي، داچې قومي، سیمئیز او ژبني تعصب ته لمن ونه وهل شي، داچې په جګړه کې د زیاتوالي پرځای د کموالی هڅې وشي، داچې په رسنیو کې د دښمنې د زیاتوالي په عوض د سولې له پاره د اذهانو د جوړیدو هڅې وشي، داچې د افغان ولس غوښتنې نړیوال او شکېل افغان جهتونه په نظر کې ونیسي، داچې بین الافغاني تفاهم باندي باور ولرو، او بالاخره د سولې له پاره دواړه لوري قرباني ورکړي، د بهرنیانو د وتلو له پاره زمینه برابره شي.
آیا پخواني مجاهدین یوه خوله دي؟
دجهاد له مهاله بیا تر نن ورځې د پخوانیو مجاهدینو خپلمنځې اختلافونو او تربګنیو ته په کتو سره ، او بیا د ولسې جرګې د مشرتوب له پاره د استاد سیاف او یونس قانوني د اختلاف له امله چې ازبک توکمه عبدالروف ابراهیمې د ولسې جرګې مشر شو، د مجاهدینو شورا به هم تر ډیره وخته یوه خوله پاتې نه شي، خپلمنځې اختلافات به يې د امتیازاتو پر سر پيداشي.
لومړي موقت حکومت کې خو ډیره زیاته ونډه د پخوانیو مجاهدینو وه، دوی ولي ونه توانیدل چې په ۲۰۰۴ ز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال خپلمنځې اختلافات لیري کړي او په یوه خوله کوم کاندید ولري، تر لسو زیاتو يې ځانونو ولسمشري چوکۍ ته نوماند کړي و، داچې کرزي انتخابات وګټل، هغه وخت کې همدې پخوانیو مجاهدینو ویل چې کرزی د امریکا لاسپوڅی دی، رایه مجاهدینو ته ورکړئ
د کرزي په دواړو دورو کې ځینو پخوانیو مجاهدینو يې په فساد، غلا او اختلاس کې لاس درلود، کله چې ولس پر چا بې باوره شي، بیا به څه ډول ممکن وي چې هغوی دی د حکومت په ښه والی کې مثبت رول ولوبوي.
اربکیان چې اکثریت يې د پخوانیو مجاهدینو زامن دي، د خپلو پلرونو کړنې چې د کورنۍ جګړې پرمهال يې ولس په تنګ کړي و، د ولس څخه يې هغه هیري کړي، دوی لا زیات ظلمونه او فساد کوي.
او که خبره د پخوانیو مجاهدینو وي، بیا نو ډاکټر اشرف غني هم ځان مجاهد بولي، او دوستم خو وایې چې حضرت مجددي صاحب د خالد بن ولید لقب راکړي، ډاکټر عبدالله عبدالله خو له هیچا ځان کم نه ګڼي، احمدضیاء مسعود بیا د احمدشاه مسعود ورور دی، انجنیر محمد خان خو د اسلامي حزب د استخباراتو مشر و، استاد محقق او سرور دانش د اهل تشیع جبهو مشران و، همدا ټول د حکومت لوړ پوړي غړي دي، بیا نو کومه اړتیا ده چې خلک ووايې چې مجاهدینو ته ونډه او امتیاز ورکړل شي. خبره یواځي د مجاهد او جهاد له نومه د امتیاز اخستلو ده، او هغه ډله چې له چوکيو بې برخې ده، د حکومت له امتیازاتو بې برخې ده، تر هغه به په ارام نه کيني تر څو دوی ته امتیازات نه وي منل شوي.
که خبره د اسلامي ګوندونو وی، اته ګوندونو څو میاشتي مخکې د غني د حکومت ملاتړ اعلان کړي، د محاذ ملي مشر پیر سید احمد ګیلاني، د نجات ملي مشر صبغت الله مجددي، کریم خلیلي، قطب الدین هلال، انجنیر وحیدالله سباوون، مولوي عبدالحکیم منیب، حاجی دین محمد، مولوي قلم الدین، انوري او ...
او که خبره د جهادي ګوندونو وي بیا خو اسلامي حزب چې حکمتیار يې مشر دی، اسلامي حزب چې مولوي محمد یونس خالص بابا يې مشر و، حرکت انقلاب اسلامي چې مولوی محمد نبي محمدي يې مشر و، او دا ډول جلال الدین حقاني هغه ډلې دي چې د جهاد ډیره ښه سابقه لري، ولي پر دوی ږغ نه کیږي چې د امنیت او سولې اړوند رول ولوبوي، معلومیږي چې خبره یواځي په حکومت کې د واک او امتیاز ترلاسه کول د مجاهد په نوم ده.
زما په آند پخوانیو مجاهدینو ته د ملیشوجوړولو امتیاز د جنګ د اوږدیدو په معنی ده، ددی پر ځای چې ملیشې جوړې شي که همدا د مجاهدینو په نوم شورا د سولې له پاره پر یوه هر اړخیزه طرحه کار وکړي، نتیجه به يې نسبتا ښه وي، او د سولې له پاره تر ټولو ښه داده چې پرداسي موقت حکومت هوکړه وشي چې حکومت، شمال ټلوالې، وسلوالو طالبانو او اسلامي حزب ته هم د منلو وړ وي.
څومره ستونزې او شخړې چې رواني دي د سولې د نشتون له امله دي، که سوله راشي سوله د ټولو ستونزو د حل مور ده، د سولې پر طرحه له موافقې وروسته نورې ستونزې په اساني سره حل کیدای شي.
پخواني کمونسټان ، پخوانی مجاهدین او امریکا پلوه افغانان جګړه نه شي ګټلای
پخوانی کمونسټ، پخوانی مجاهد، طالب او د ۱۴ کلنې ډیموکراسي سرلاري باید خپلې تېروتنې ومني، د دوی د تیروتنو له امله ده چې موږ نږې ۴ لسیزې په جګړه کې اخته یو، د جګړې ګټې همسایه هیوادونه او نړیوال قدرتونه وړي، خو قرباني يې موږ افغانان یو.
که باور داوي چې حکومت به وسلوالو مخالفین له پښو وغورځوي، داچې نن د ولایتونو ډیر امنیه قومندانان او د قول اردوګانو ډیری مشران پخواني کمونسټان دي، هغوی چې یوځل يې د مجاهدینو په لاس ماتې خوړلي، څه ډول تمه کیدای شي چې اوسنۍ جګړه به وګټي.
که خوشبینې وي چې پخواني مجاهدین د جګړې ډګر ګرم کړي او له مخالفو وسلوالو څخه به جګړه وګټي، هغوی چې دهمدي طالب څخه يې په ۱۹۹۶ ز کال کې ماتې خوړلي، او د جګړي توان يې د لاسه ورکړي و، د امريکا بمبارد او مرستې ته په تمه و، په تیرو ۱۴ کلونو کې يې د ناټو د عسکرو په شتون کې امنیت رانه وستلای شو، وسلوال مخالفین يې محوه نه شوای کړای، اوس به څه ډول وتوانیږي چې په ډیرو لږو امکاناتو د بهرنیو پوځیانو او افغان حکومت مخالف وسلوال محوه کړي؟
له پردیو د سولې تمه تیروتنه ده
که تمه داوي چې امریکا یا پاکستان دي موږ ته سوله راولي، نو دا سوله نه کیږي، تر څو خپله افغانان خپلو منځو کې سره جوړ نه شي، له پردیو د سولې تمه کول تیروتنه ده، بیا داسي پردي چې هیڅکله يې د افغانستان ښه ورځ نه غوښتې او نه به يې وغواړي، بلکې د همدي هیواد له وګړو څخه د خپلو شرمونکو ماتو د غچ اخستو په هڅو کې دي
تر څو چې موږ افغانان د ګاونډیو هیوادونو له نفوذ څخه ځان خلاص نه کړو، بسیا کیدای نه شو، تر څوچې دافکر ولرو چې نور به مو ساتي، او د غلامي سوچ راسره وي، موږ پرمختګ نه شو کولای، هر وخت چې پر خپل ځان د متکې کیدو باور ولرو، د ګاونډیو هیوادونو له نفوذ او د لویو ځواکمنو هیوادونو له غلامي د ځان خلاصیدو هوډ او پرسوله باوري شو، موږ خپل هدف ته رسیدای شو
د سولې له پاره باید مخامخ لیدنې وشي، احمدشاه مسعود همدا کار وکړ، خو متاسفانه له طالبانو سره پر کړو ژمنو ددوی ترمنځ بې باوري پيداشوه، اوس هم د ګډ حکومت مشران کولای شي قرباني ورکړي، او په نظامي او سیاسي برخه کې مخامخ لیدنې وکړي.
پاکستان لا هم ممکن حرص لري چې د ډیورنډ سربیره د ننګرهار، پکتیکا، زابل، هلمند ، کندهار او ځینو نورو سرحدې ولایتونو ځینې برخې لاندي کړي، که په هیواد کې جګړه اوږده شي، نو پاکستان به په خپل پلان کې خامخا کامیاب کيږي، او د افغانستان خاوره به لاندي کوي.
یوه مهمه یادونه داهم په کار ده چې سوله د جنګې ډلو ترمنځ کیږي، دلته لا هم د دولت په مشرتابه (ولسمشر) کې د جنګې ډلو مشران نه دي راغلي، د جنګې ډلو مشران په تیرو ۱۴ کلونو کې د سولې له خبرو څخه ګوښه ساتل شوې، زه باوري یم که د طالبانو او مارشال فهیم ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شوې وای، ممکن د سولې له پاره ښه پرمختګ شوی وای، اوس هم په کار ده چې د جنګې ډلو د مشرانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شي.