ولسمشره دا سرلــوړی اواتل ولــس مه شــرمــوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدامین بسمل

له هرڅه لمړی خوتا ته دالیکم، چې ای کاذبه اودبل په لاس تراشل شوې رهبراومفکره نه خو ولسمشر یې او نه خو دې الله تعالی ج دا سرلوړی ولس تا ته اړباسي چې ستا په خوا د هیلو سترګې درواړوي.

تااوستا بدنام همغاړي غبرګ عبدالله خوپه دایوکال کې دومره ځانونه ولړل، چې دواشنګټن ښاروالي به مو هم ونشي مینځلی.

په سیاسي،اداري، اقتصادي، فرهنګي اوهراړخیزوټولنیزو برخوکې خو لاله هغه اوله شرمېدلي واست.

تاسودواړو نه یوازې زموږد مظلوم خو اتل ولس په حیثیت اوتاریخولــۍ لوبې وکړې بلکه هغه اساسي قانون چې د راغلو نابللو لخوا درباندې تپل شوی وهغه موهم ترپښو لاندې اود بېټل جان کیري ګیتارته مو په خورا بې شرمانه ډول نڅا وکړه.

اوس نوکه ستاسو له سیاسي،اداري، اقتصادي، فرهنګي اوهراخیزوټولنیزوناکامیو مخ پوځي ډګرته ور واړوو هلته موهم خدای تعای ج پښې وښویولې.

۵۰۰ وسلوالو ته مو ۷۰۰۰ اجیرې اوګوډاګۍ ملېشې هغه ستاسوپه اصطلاح ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت نشي ټېنګېدای تاسۍ خو دا د ملي له کلیمې صدقه شﺉ.

زه نه پوهیږم ولې له شرمه نه مرﺉ خوحقیقت دادی، چې شرم نه لرﺉ که شرم اوحیا مولرلای د افغان درانه ولس عزت او ناموث به مو ساتلی وای.

لکه څنګه چې تاریخي کندز د دښمن بموریو کنډواله کنډواله کړهمداسې دې ستاسو نرښځیانو ارګ هم سوړې سوړې اولوټې لوټې شي.

تاسې خو پوزې نه لرﺉ خو دا دخپلو بادارانو پتلونونه مو هم وېستل شول تاسې او خدای دامو مرګ نه دی، چې د دومرو داړه ورو او زورورو له ملاتړسره سره موبېخ ووت.

ستاسوپه حال تاثف کوم چې په داسې لوېدلی او شرمېدلي حال کې د استعفأهمت هم نه لرﺉ او بادارانو مو حتی د استعفأ حق درڅخه اخیستی، که په هوا کېږﺉ له پښو مو راکشوي او که په سوړو ننوزﺉ له غوږو مو راکشوي بیا هم ستاسو په حال تاثف کوم ورک شﺉ سپېرو.

 

درنولوستونکو!

 

راځئ بې طرفانه قضاوت وکړو.

که همدغه د کابو یوې نیمې لسیزې کاغذي پړانګان په رښتیا دخپل واک وای نو دهیواد سبا ته به یې پام اړولای وای.

دوی به له هرڅه دمخه دملي حاکمیت اوخپلواکۍ غم خوړلای وای، له یوې خوابه یې افغان ولس دهیواد په لوړو ګټو او ارمانونو کې شریک کړی وای او له بلې خوا به یې له طالبانو سره داسې مثمراومحــرم سازشونه کړي وای، چې بهرنی دښمن پرې هیڅ پوه شوی نه وای خو له بده مرغه، چې حامد کرزي او له هغه څخه راوروسته تپل شوو یووهم دا فکر ونه کړبس یوازې د خپلوځانونو په سینګار، د غصب او وطن پلورنې په بازارکې همداسې مصروف پاته شول ترڅو طالبانوسړه تبه پرې نازله کړه.

په دې لیکنه کې طالبانو ته کوم خاص څه نه لیکم هغوی ته زماهغه پخوانۍ مشورې بس دي کومې مې، چې په تېرو لیکنو کې په تکرار ورته لیکلې وې یوازې دومره تکرارول یې غواړم چې خپل سرشناســه اومخورکسان دمغرضوګاونډیانو دتاثیرله ساحې محفوظواو بې غرضوهیوادونوته ورسوي ترڅودپوځي بریاوو ترڅنګ سیاسي برتري هم ورپه برخه شي.

راګرځم دخپلې لیکنې سرلیک ته(ولسمشره دا سرلوړی اواتل ولس مه شرموه)

دپورتني سرلیک په اړوند په شدیدو ټکو ارګ محکوموم، چې پخپله شرمېدلې اعلامیه یې دکندز داتل او سرلوړي ولس سخت سپکاوی کړی دی.

د ارګ ددې بې مسؤلیته اعلامې په اړوندښاغلي عبدالستارسعادت یوه لنډه خو مهمه لیکنه په لاندې ډول کړې ده.

بایدزیاته کړم، چې د آزادي رادیو دآزادي په څپو پروګرام کې ما اوښاغلي عبداستارسعادت له امریکا سره د ستراتژیک تړون په اړوند دنظر اختلاف درلود ما له هغې لمړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې ددې بدمرغه تړون مخالفت وکړخوښاغلي عبدالستار سعادت او یوشمېر نورو دا محکوم تړون دافغانستان په ګټه باله اوس خو دادی دسعادت صاحب نظر تغیر خوړلی رب دې دا نورو ته هم هدایت وکړي په هرصورت په لاندې ډول به تاسو ته دښاغلي سعادت لیکنه وړاندې کړم:

غیر مسؤلانه اعلامیه / عبدالستار سعادت

د ارګ له خوا اعلامیه خپره شوه چې ګویا طالبانو د خلکو په نوامیسو تجاوز کړی. که څه ناموس ډېرې ماناوې لري؛ خو، د ارګ اعلامیې هغه ګونګوسې تائید کړې چې ګویا طالبانو د جنګي جنایاتو په لړ کې جنسي تجاوز کړی.‌

اول خو د ارګ له ستوني د داسې خبرو راوتل چې موخه یې د طالبانو سپکول او منزوي کول دي (چې دې کار لپاره نورې مناسبې لارې شته دي)؛ خپل حیثیت ته سخته صدمه رسوي. که داسې شوي وي؛ نو ولسمشره ته باید له شرمه مړ شې! ته څنګه جمهور رئیس یې چې د خلکو له ناموس نه دفاع نه شې کولای؟! د ارګ دېوالونه دې په تاسې چپه شي.

بله مهمه خبره دا ده چې د کندز ولس،‌د نورو افغانانو په څېر غیرتي او با شهامته ولس دی.‌د داسې آوازو خپرول، د ټولو کندزیانو عزت او حیثیت ته سپکاوی دی.

که دولت یا بل هر نهاد مشخص اسناد لري چې داسې تجاوز ثابتوي، هغه دې په داسې شکل واضح کړي‌چې د هغې کورنۍ عزت ته په کې صدمه ونه رسېږي. خو؛ په داسې شکل چې قضیه مشخصه نه وي، عامه مطرح کېږي، د خلکو غرور او حیثیت تر سوال لاندې وړل دي.‌

هېڅوک دا حق نه لري‌چې د یوه غیرتي ولس د عزت سره داسې لوبه وکړي.

دا اعلامیه او د بښنې سازمان رپوټ ( چې کندز کې هېڅ کارکوونکی نه لري) غیر مسؤلانه خپاره شوي او د کندز ولس ته یې سخت سپکاوی کړی دی. ا

ارګ او د بښنې سازمان باید خپله دا خبره ثابته کړي او یا د کندز د خلکو نه بښنه وغواړي.

 

دپورتنۍ لیکنې له کبله له سعادت صاحب څخه مننه کوم او دارګ خېلو دا بې شرمانه اعلامیه، چې دځورېدلوکندزیانوحیثیت ته یې خورا زیان رسولی محکوموم، غبرګ سري او ټیټ سري باید داتلو کندزیانو دحیثیت دبیا اعادي مسؤلیت ومني اودا سرلوړی اواتل ولس دې نور نه شرموي.

زه باوري یم، چې رښتیني او افغان طالبان دچا په ناموث تېری نه کوي.

له طالبانو څخه هم هیله کوم چې ددا ډول پېښو عاملین هرڅوک او په هرځای کې چې وي سخته سزأ ورکړي.

 

دیوخپلواک، سرلوړي، هوسا اوبسیا افغانستان په هیله