سورګیدړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

بسم الله اکبري

 

دیوې غرني سیمي په ګڼ میشته کلي کې دبیلایلوکسبونولرونکي خلک اوسیدل چې دهغو په ډله کې دیورنګمال کورهم وچې له څلوروخواووپري دیوالونه چاپیره ووپه دغه کلي هره شپه دغره له ځنګله څخه

ګیدړانواوسرلنډیوچپاوراووړدکلیوالوچرګواوچرګانوکورټ ارام نه درلود اودګیدړودښکارلوبه ښه ګرمه روانه وه یوه شپه یوه ګیدړدرنګمال دکوردننه ته له دیواله دښکارپه موخه ورټوپ کړچې ناببره دسره رنګ په یوه غټ دیګ کې ولویده په کې ډوپ شواودیوي شیبې له رغړیدووروسته ګیدړله دیګه دباندې ټوپ کړلکۍ،غوږونه ،ککری ،پښې اوټول بدن یې داسې سورپړیکیده چې آن سترګې یې هم لکه سورآنارښکاریدي کله چې ګیدړدغره ځنګله ته ورسید ګیدړان یې لیدوته هک پک پاتې شول خوټولوګیدړودهغه په سره رنګ ډیرخوشاله شول اوسپارښتنه یې وکړه چې ستا په سره رنګ چې ساری دې په ټول ځنګله کې نشته زموږدپاچایې پړاواوچانس په برخه شوی دی هسې ویل کیږي چې ګیدړپه چل ول اومکارۍ کې ځانګړي پوهه اومهارت لري نویې وپتییله چې په ځنګله کې دټولوژویوزمریو،ببر،پړانګانواونوروځنګل میشته ځناورویوه لویه غونډه راوبولي څوسورګیدړدځنګله پاچایې ته ونوموي ګیدړانودځنګله ګوټ،ګوټ ته خبرتیا اوډنډوره ورسوله بې له ډیله دځنګله زمریان اونورګڼ شمیرژوي ټاکلي ځای ته ځانونه ورورسول دسره ژوي په لیدوټول هک،پک اوحیران شول اودهغه په پاچا کیدو کې هیچا مخالفت څرګند نه کړاوهغه یې دځنګله پاچا وټاکه .

نوي پاچادمزوچړچودور پیل شوزمریواوپړانګانودخپل ښکار غوښې دهغه خوراک ته رسولې اوپاچاپه لږه موده کې پخپل ځان کې دسترې ځواکمنۍ اومستۍ احساس وکړدځنګله ټول ژوي په دې نه پوهیدل چې پاچایې له اره ګیدړدی ځکه ګیدړي عیبونه یې په سره رنګ کې پوښل شوي اوورک شوي ویوه ورځ پاچا خپلو ګیدړوته وویل چې غواړم لکه زمری وغړمیږم اودخپلې مستی بړاس په چیغه کې وباسم. ګدړوورته زاری وکړي چې داکارونه کړي ځکه دزمري په څیر نه شي غړمبیدلی په ګیدړی بوغاره به دې ټول وپیژني نوهله به درته پته ولګیږي.

دځنګله دنوروژويو اوپه تیره بیا دزمریانودغوسې اوغچ اخیستنې سره به مخامخ شي خونوي پاچا مستي نه شوه زغملای اوډیرژر یې له خپله پلازه ګیدړي بوغارې په ډیرزوراوشوق پیل کړي کله چې دځنګله زمریودهغه اواز واورید پوه شول چې دهغه په سروویښتانوتیرایستل شوي داخومکارګیدړدی له هرې خوادزمریواوپړانګانوغوټې اویرغلونه پیل شول سورګیدړیې داسې ټوټې،ټوټې کړچې سره ویښتان په هواکې بادبادشول اودګیدړدروغجنه اوله ټګی بره ګی ډکه پاچایې پای ته ورسیده.

هو!کوږبارترمنزله نه رسي.

بسم الله اکبري

۳۰/۹/۲۰۱۵هالینډ