عبدالملک پرهیز
باید هوښیار اوسو د کندز ولایت د مرموز او دراماتیک سقوط تر شا د جګړه ماره او فرصت لټونکو ځواکونو لویه دسیسه پټه ده. پردي پاله جاسوسان په ډېر مهارت د یوې کودتا د په لاره اچولو په هڅه کې دي . باید پېښې په آرامه او سړه سینه په ژوره توګه
مطالعه او لازمې پايلې تر لاسه شي او فرصت لټوونکو او اړودوړ جوړونکو ته وخت ور نه کړی شي څو خپل تور او شوم پلانونه عملي او تر سره کړي. جګړه ماران په ټول قوت سره هڅه کوي حالات له کنتروله وباسي . د کندز پېښه تصادفي پېښه نه ده ، دا یوه داسې پېښه ده چې په ډېرې پاملرنې او استخباراتي مهارت سره ترتیب او د بهرنیو او کورنیو وطن ضد کړیو ګډه پروژه ده چې د پلي کېدو په حال کې ده. جګړه مار او توطیه ګران په ټول قوت سره د یو تعرضي تبلیغاتي او پروپاګندي پروګرام سره د عملیاتو ډګر ته راوتلي دي. دوي په احساساتي ویناو سره د ټولو قوانینو خلاف د دولت د نسکورولو غوښتنه مطرح کوي.
په دې لنډه لیکنه کې به هڅه وشي څو د جاري پېښو ، خبرونو او ویناګانو په رڼا کې د دسیسې ماهیت او څرنګوالی ته کتنه وشي. په سر کې لازمه ده څو ددې پېښې او دې ته ورته پېښو علت او عواملو هم لنډ تر نظره تېر شي.
ددې پېښې لړۍ مخکې کلونو ته رسېږي . د طالبانو په نسکورېدو سره د ورکړل شویو هیلو خلاف واک جنګ سالارانو، جنګي جنایتکارانو، لار وهونکو، پاټک سالارانو او په سر کې یوې ټاکلي ډلې او تنظیم ته ورکړ شو ، د واک دغه غیر عادلانه خیرات د ټاکلو مخو له مخې ترسره شو چې پایلې يې اوسه را څرګندېږي. د نوي مافیايي واکمنۍ په پایله کې د غضب، چور او چپاول، زور او زیاتي او د خلکو پر کورني انګړ د برید او تېري یو نوی او پراخ دور پیل کېږي چې په پایله کې بیسواده او ناداره کسان په ډېر لږ وخت کې د میلیاردونو او ملیونونو پانګې خاوندان شول او د نوی مافیايي قشرپه بڼه پر ټول هیواد يې خپل تور څادر خپور کړ. د مافیايي ډلو د زور زیاتي ، د مصونیت د نشتوالي ، فقر او بي کارۍ له امله خلک ورځ تر بلې مایوسه او ناهيلې شول او له دولت څخه يې واټن واخیست . خو بیا هم خلکو د اساسي قانون په چوکاټ کې هڅه وکړه څو د ټولټاکنو له لارې په هیواد کې بدلون رامنځ ته او د قانون واکمنۍ ته لاره آواره کړي . خو مافیايي ډاکوان او لنډرو په هيڅ وجه د واک د خوشې کولو دپاره چمتو نه ول او نه دي او د هر بدلون تر وړاندې ودرېدل او ولاړ دي ، په تېره بیا په وروستیو ټول ټاکنو کې په بدماشۍ او ګواښ سره د بدلون او تغییر د لارې خنډ شول او په پایله کې يې واک تر پخوا لازیات په خپل لاس کې متمرکز او راټول کړ . د خلکو د بدلون غوښتنې هيلې د بشپړې ناهيلۍ سره مخامخ شوی. خو دغه مافیایی ډلې پر دې هم قناعت و نه کړاو خپلو دسیسو او بریدونو ته يې په پرله پسې ډول دوام ورکړ. د کابینې نه جوړېدل ، د فساد او بې امنۍ زیاتېدل ددې سبب شو څو خلک په بشپړه توګه مایوسه شي ، په تېر یو کال کې د واک غاصیبینو د زور او قدرت ښودنې څو بېلګې نندارې ته وړاندې کړه. کابینه تر اوسه بشپړه نه شوه ، د کابل د ښار په زړه کې یوه معصومه انجلي په وحشیانه ډول و سېځل شوه ، د اساسي قانون خلاف د ملي هویت د بدلولو هڅه تر اوسه جاري ده ، د شهید په نامه ورځ کې د کابل ښاریانو ته د وحشت او دهشت کرغېړنه ننداره وړاندې شوه ، د بغلان د ډنډغوري د ولسوالۍ پر پېښه غوغا په لاره واچول شوه او داسې نورې لويې او وړې پېښې چې د یادولو اړتیا يې نشته ، ترسره شول. دوی په پرله پسې ډول د حالاتو د ګډوډولو دپاره په هلو ځلو بوخت دي او هره ورځ ناورین او بدبختۍ رامنځ ته کوي. د کندز پېښه د همدې لړۍ تازه او خطرناکه پېښه ده چې ټول نظام يې ولړزاوه.
دا چې د کندز دسیسه څنګه جوړه او عملي شوه ، د دسیسه کارانو له تبلغاتو پوهېدل کېدی شي . لازم ده څو د دسیسې د ټيم ټول تبلیغات په پاملرنې سره واورېدل او و څېړل شي. دلته ددوی ځنې تبلیغاتي نارو سورو ته اشاره کېږي:
د کندز په سقوط سره ، پروپاګند چیان د کندز والي د خیانت په تور محکوموي او دهغه د نیولو او اعدامولو غوښتنه کوي.
پداسې حال کې چې د پېښې د څرنګوالي په هکله هيڅ ډول څېړنې نه دي شوي د دسیسې ډلې د کندز والي بې له اسنادو، شواهدو یوازې په دې خاطر چې بهر ته تللی د کندز پر تسلیمولو تورنوي. په داسې حال کې چې د امنیت د ساتلو ارګانونه او مسوولین په کندز کې ول د والي په شتون او نه شتون کې هغوی دنده لرله څو د کندز امنیت وساتي، هغوي دي چې په دغه برخه کې لومړی درجه مسوولیت لري. خو د هغوی نوم څوک نه اخلي او نه وايي چې د پېښې په وخت کې دوی څه کول او چېرته ول؟ د والي د چټک تورنول هدف دادی چې اصلي مجرمین د خلکو له سترګو پټ کړي. او د بلې خوا د دولت پر مشرتابه د تور لګول دپاره زمینه برابره کړي دا ځکه چې والي د ولسمشر له خوا د مافیايي ډلو د هيلو خلاف ټاکل شوی ؤ. ددې کار نه دوي هدف دادی :
مخکې له دې چې اصلي مجرمین مشخص شي دوی د خلکو ذهن ته یو څوک د مجرم په توګه ور وپېژني څو اصلي مجرمین پټ وساتي او د څېړنو مخه ونیسي . که د همدوی ویناو ته ځير شئ ، د همدوی په وینا والي تر پایه یو بې صلاحیته او بې کفایته سړی ؤ او څو ځلي ددوی له خوا له ولایته شړل شوی ؤ نو پوښتنه داده چې بې صلاحیته او بې کفایته شخص څنګه کولی شي ولایت تسلیم کړي؟ له دې څرګندېږي چې د ولایت اصلي واکداران او صلاحیت لرونکي نور کسان ول ، هغوی چې د والي په نشتوالي کې هم په کندز کې ول او هر څه چې پېښ شول د هغوی په شتون او د والي په غیابت کې پېښ شول. نو ځکه اړینه ده څو له بې بنسټه قضاوت او تبلیغ مخکې مسلکي او دقیقي څېړنې ترسره شي څومجرمین د حقایقو او شواهدو په رڼا کې ثبیت او وپېژاندل شي او څرګنده شي کندز څنګه سقوط وکړ؟ دسیسه کاران چمتو نه دي څېړنو ته وخت ورکړي او غواړي د فرخندې په څېر د هیاهوی په جوړولو سره بې ګناه کسان په ړندو سترګو په اور و سېځي. پر والي د تور لګولو نه هدف یوازی والي نه دی بلکی اصلی هدف د دولت مشرتوب دی چې په دویم یا دریم ګام کې ترګوزارلاندې به ونیول شي.
حقایق ښيي چې د توطیي کړۍ له هره پلوه د دسیسې د ترسره کولو دپاره چمتو وه، دوي د کندز د پېښې په رامنځ ته کولو سره په یو پراخ تبلیغاتي یرغل پیل وکړ ، دوی د پاڅونونو او ګډوډیو د رامنځ ته کولو دپاره د چمتو کېدو غوښتنه رامنځ ته کړه.
ددوی تبلیغات مشخص لوری او ټاکلي ادرسونه په نظر کې لري.
د حالاتو بې ثباته کول اود ګډوډۍ رامنځ ته کول ، د دولتي او امنیتي ارګانونو کمزوري کول او بې اعتباره کول ، د جهادي او مافیايي وسله واله وال لنډغرانو بیا په وسلو سمبالول، په هیواد کې د واک د مختلفو مرکزونو رامنځ ته کول او د ملي یووالي له منځه وړل ، د قومي اختلافاتو او جګړو د رامنځ ته کولو او داسې نور دي.
دوی په ټول قدرت سره ولسمشر د کندز د پېښې مسوول او د پڼځم ستن په نامه یادوي، بې له دې چې د حکومت بلې نیمايي ته اشاره وکړي.
د دسیسې وخت هم په دقت سره غوره شوی، د کندز تر پېښې دمخه د بغلان په تړاو پراخ تبلیغات ترسره کېږي، څو ذهنیتونه د یوې بلې جدي پېښې د منلو دپاره چمتو شي ، دوی دولت تورنوي چې د بغلان د ډنډ ولسوالۍ يې د يو منظم پلان له مخې طالبانو ته سپارلی او د د ې تبلیغاتو پر بنسټ اوس بیا دولت تورنوي چې ګنې د کندز ولایت يې طالبانو ته و سپاره.
دوی د کندز د والي سفر خیانت بولي خو د یوشمیرنورو کسانو لکه د بلخ د والي او اجراییه رییس او ځنې نورو لوړپوړي چارواکو د سفر په اړوند څه نه وايي چې ولې په دې حساسه حالاتو کې له هیواد څخه بهر دي. ددوی د منطق پربنسټ باید دا حکم هم وشي چې دغه لوړپوړي کسان هم چې اوس په بهر کې دي په دغه خیانت کې شریک دي او لاس لري ځکه دوی هم باید له هیواده و نه وځي. نو ویل کېدی شي چې دوی ځکه په دې وخت کې بهر ته تللي څو د دسیسې سره خپل تړاو پټ وساتي او ځانونه بې خبره او له مسوولیته لرې و ښايي او په یو مناسب وخت کې پر ټاکلو هدفونو له مناسبه دریځه د ګوزار دپاره ځانونه چمتو کړي.
دسیسه کاران پوهېږي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو په شتون کې تر ډېره د کندز د ساتلو وس نه لري، د خارجي ځواکونو په مرسته ددې ځواکونو ماتول کوم ستونزمن کار نه دی. خو ددې دسیسې په پایله کې دوی په پام کې لري یو شمېر هدفونه تر لاسه کړي.
د دسیسې په پایله کې دوی څو هدفونه غواړي تر لاسه کړي.
- د کودتا دپاره د لارې آورول خو که دا کار د خارجي پوځونو په شتون کې ممکن نه وي نو ځنې مهمې دولتي څوکۍ لکه د دفاع وزارت، امنیت ، د امنیت د شورا او ځنې نورو مهمو پوځي او غيرپوځي څوکۍ او امتیازونو تر لاسه کول . همدا اوس د مهمو څوکیو دپاره د اشخاصو لستونه جوړ او د مقررۍ تاکید روان دی.
- د طالب او طالب پلوه په نامه د مخالفینو ځپل او له منځه وړل.
- د خطر په پلمه د جنګسالارانو لنډغرو بیا وسله وال کول.
د مسایلو قومي کول او په شمال کې د قومي تصفيې دپاره د لارې آورول. په داسې حال کې چې د هیواد په بېلابیلوو شرق ، جنوب ، لویځ برخو کې هم د طالبانو بریدونه او خونړي جنګونه روان دي خو د دسیسې ډله په دې هکله پته خوله ده ،
د واحد او مرکزي دولت له منځه وړل او پر ځاي يې د جنګسالارانو تر قیادت لاندي د خپلسره او غیره مسووله قیادتونو رامنځ ته کول .
په پای کې د افغانانو د واحد کور ، افغانستان له منځه وړل.