اسدالله پیام – ډنمارک
د۲۰۱۵کال دسیپتامبرڅلور ویشتمه
ډاکترنجیب الله دچادی اوهغه ته ریښتونی درناوی په څه کښي نغښتي دی؟
زموږ دلرغونی او معاصرټاټوبي دولتي او ملی واکمنان او مشران که دخپل ولس
اوپرګنوله مینځه راوتلی اویادتاریځ په یوه څپرکي کښي یی واکمنی تپل شويده،دهمدې خاورې او همدې ولس دلرغونی او معاصر تاریخ انځورګران دی چه ښیګڼې اوبدګڼې یی هم ټول ولس ته په میراث پرې ایښي دی.دواکمنانو او مشرانو پر کړو وړو قضاوت،هغه مهال دکورنئ،توکم،ټبر، قوم،ډلې او ګوند له واک او صلاحیت څخه راوځي په کومه ګړئ چه یا په دیموکراتیک اویاهم دودیزه توګه دټول هیوادد برخلیک دټاکلوبهیر یا ورسپارل شوی اویاهم پرې واکمن شوی وي. دبیلګې په توګه دمعاصر تاریخ واکمنان رااخلو چه داحمدشاه بابادټولواکمني ددوران ښېګڼې اونیمګړتیاوی نه دزمان خان له کورنئ، نه د سدوزیو له توکم،نه ددرانیانوله ټبراونه هم دپښتنو له قوم سره تړاو لري بلکه دافغان ولس دویاړلی تاریخ ګډ میراث دی.دامیردوست محمد،امیر محمد یعقوب او امیرعبدالرحمن دسلطنت اوامارت ددوران دوطنپلورنې ننګینې بېلګې نه دمحمدزاییانو،نه ددرانیانواو نه هم دپښتنولپاره بلکه دټولو افغانانودګډ تاریخ یو تورداغ بلل کیږي.دغازی امان الله خان دخپلواکي غوښتنې او دملت – دولت جوړونې دناتمامه څپرکي ټولې ویاړنې دده دکورنئ،ټبراو قوم ملکیت او میراث نه بلکه ټول هیواد اوولس ته ور پاتي شوی ویاړجن میراث دی.یا هم دحبیب الله سقاو دنه میاشتنئ تپل شوي ننګیني واکمنی مسولیت نه دهغه کورنئ،نه دکلکان کلي،نه دپروان ولایت او نه هم دتاجکو قوم ته متوجه دی بلکه له بده مرغه زموږ ټولو افغانانو دګډ وطن دتاریخ یوه توره لکه او دننګ ګډ پېټی دی چه ترې تیښتیدلای نه شو
دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند اووطن ګوند مشران هم کله چه ددولتی واکمنی مشرتوب تر لاسه کړله دې عام حکم څخه مستثنی کیدلای نه شي.دوی که د«خلقیانو»یا«پرچمیانو» او یا هم ددې دواړوډلو ګوندی لارښونه کوله تر هغه دمه دخپل ګوند جوړښتونو ،مرام اواصولو ته ژمن اودهغوی یوه برخه بلل کیده چه یواځې او یواځې دهمدې ګوند له داخلي ژوند او هډانې سره یی تړاو درلود.خوهمدغه مشران اوحتی دهمدې ګوند عادی غړی کله چه دولتی هډاني ته یا دمشر اویا هم کارمند په توګه ور ننوتل نور نو دنافذو قوانینو په محدوده کی دهیواد هر اوسیدونکی اوددولتی هډاني اړوند جوړښت او نهاد ته ژمن او دخپلو کړووړو ځواب ویونکی او حساب ورکونکي دي.دوی څومره ګوندی سابقه او یا ګوندي منښت لري،دګوند په کوم مقام او یافرکسیون پورې تړلي دی،له خپل هغه یا دغه مشر سره څومره همغږي،هملورې او یا مخالف دی ددولتی اوملی ژمنتیا دپلي کیدو دڅرنګوالې لپاره نه دبراءت او نه هم دمحکومیت فکتور،عامل ،دلیل او وسیله بلل کیږي.دارواښاد نورمحمد ترکی ددولتی مشرتابه په موده کی دخلک دموکراتیک ګوند دغړو ټول شمیرد۲۵زره کسو په شااوخوا کی ووخوددولتی واکمنی تر اداری لاندې دهیوادوالواټکل شوی شمیر۱۵ملیونوکسواوددولتی کارمندانوشمیرکابو۶۰۰۰۰۰کسو ته رسیده چه دهمدې ګوند غړي حتی په فیصدی کی نه شوای راتللای،دحفیظ الله امین ددرئ میاشتنی واکمنی په مهال دګوندیانوټولټال شمېرد۳۰۰۰۰کسو په شاوخواکی وو ددولتی واکمنی تر ولکی لاندې سیموکی د۱۳ملیونو په حدودوکی هیوادوال اوسیدل چه بیا هم ګوندیان په فیصدي کي نه راتلل،دشوروی اتحاد دپوځي تیري اوهممهاله دببرک کارمل ددولتی واکمنی په وروستیو میاشتو کی دګوندیانو شمیرکابو۱۰۰۰۰۰کسه،ددولتی کارمندانو شمیر۷۰۰۰۰۰او ددولتی حاکمیت تر بشپړې یانیمګړي ولکې لاندی داوسیدونکوهیوادوالو شمیرکابو ۱۰۰۰۰۰۰۰کسوته رسیده چه ګوندیانودهمدې ارقامو یواځې یوه سلنه جوړوله
همدارنګه دجمهوررییس نجیب الله ددولتی واکمنی په وروستني کال کی دوطن ګوند دغړوصاف شوی شمیر۱۵۸۰۰۰ګسه،ددولتی کارمندانوشمیرکابو یوملیون اوددولتی واکمنی ترولکې لاندی داوسیدونکوافغانانوټولټال شمیرکابو۱۸ملیونو ته رسیده،آن دوسله وال پوځ په لیکوکي چه شمیریی ۶۰۰۰۰۰کسوته نژدې شوی وو دوطن ګونددغړو شمیر یواځې ۹۳۰۰۰ کسه وو
له پورتنیو مقدماتي څرګندونو نه زما موخه داده چه څولاندینیو بنسټیزو ټکو ته دخپلو هیوادوالو پاملرنه راواړوم
ـ دولتی واکمنان(امیر،ټولواک او جمهوررییس)دواکمني په ټول بهیرکی د شخصی،کورنیزې، توکمیزې،قومی اوګوندي خپلواکی او تړاوحق له لاسه ورکوی او دخپل وخت دنافذه قوانینواو دورچاپیروبهرني شرایطو اولاملونو په محدوده کی دخپلې واکمني دقلمرو په دننه کی دټولواوسیدونکو دعاموګټو،دقلمرو وخپلواکی او دځمکنی بشپړتیا و تاءمین اوخوندیتوب ته ژمن دي.دښه مشرتابه ښېګڼې او لاسته راوړی ویاړ دټول ولس یا ملت شتمنی ده چه دولس اویا ملت په استازیتوب یی تاریخ ددوی په نامه ثبتوی.که دسرغړونو،تیروتنواویاهم خیانت مرتکب کیږي تر خپل هربل منفردچارواکي او شریک دمخه شخصآدپړې ځواب وایی چه پایله یی یا بالفعل،یاهم غیابی او یا هم بالقوه دولس،ملت او یا تاریخ په محاسبه ، محاکمه اوقضاوت کښي راڅرګندیږی.لکه څنګه چه ددوی ویاړدکورنئ،توکم،قوم اویاګوند له ملکیت او انحصارڅخه وتلی دی،پړه،محکومیت اوسرټيټی یی هم پرهمدغو جوړښتونو نشي تپل کیدلای
ـ دټولواکانو یا ولسواکانودکړووړو،بریاوواویاهم ناغیړیو په هکله بالفعل اویا هم تاریخي قضاوت ددوی دپخوانیودندو او مقامونو دڅرنګوالې پربنسټ نه بلکه دواکمني دمودې په اوږدوکی دمسلطوشرایطو او قوانینودملی او عمومی ارزونې بر بنسټ ځکه تر سره کیږی چه ترواکمنی پخوا ددوی دمسولیت اوصلاحیت کچه اوڅرنګوالی بنسټیز توپیر لری
ـ هرسیاسی،ملی او یادولتی مشرهغه وخت پرتلپاتې او منل شوی شخصیت اوړی چه په خپله دذاتی اویاکسبی «طبیعي اتوریتې»خاوند وی او له «مصنوعی اتوریتې»(دولتی یاګوندی،دیني اویا ټبریز مقام،قهریه وسایل،قوانین،بهرنی ملاتړ،شتمني او اژیتاسیون)څخه یواځې او یواځې دملت او عامه ګټو لپاره دکارولوځواکمنی اووړتیا ولری او هم د«مصنوعي اتوریتې»له خلاقانه کارونې څخه سمې پایلې تر لاسه کړي.ګوندی تړاو،خټه او نسب،شتمنئ،پلتن او بهرنئ ډډې هیڅ رهبرته تلپاتی او ټول لمنی شخصیت نه ورکړی اونه یی ورکولای شي
ـ ملي،ټول لمنې اوپرخپله وړتیاځلیدلی مشران زموږ دګډتاریخ ستورې،تلپاتې معنوی شتمني اوسرتاسري ویاړ دي اوڅومره چه زموږدولس دپوهې کچه لوړیږي دوی به په راتلونکی کی نور هم وځلیږی،خوپرهمدې هکله له ځینو غولوونکو ارزونو څخه باید په کلکه ډډه وشی او هغه داچه زمونږدغه مشران دویشلووړندی اوکه یی موږ وویشودهغوی ګټلي شخصیت دخپل توکم،سیمې،ژبې،مذهبي سکټ او ګوند تنګې اوکوچنئ کچې ته راټیټوو،زموږ دغه مشران نه نعوذبالله خدایان وو اونه هم پیغمبران،نوددوی شاته پټیدل اودخپل هوس دارضا لپاره له دوی نه بتان جوړول هم له ملت هم له همدې مشرانواو هم له خپل ځان سره جفا بلل کیږی.او ترټولو مهم ټکي دادی چه همدااوس اوس نه خپل هیوادوال اونه هم نړیوال موږته پردې براءت راکوی چه زموږ دخوښې دغه یاهغه مشرپرخپل وخت کی یو څه کړیدی بلکه موږ په خپل وخت کی په خپله (هم ملی اوهم فردی) دعملی ګامونو اوچتولو داسې مکلفیتونه لرو چه داوسني او راتلونکی نسل ګټې پکښي نغښتې وي
دافغانستان پخوانی جمهوررییس ډاکترنجیب الله دافغانستان دمعاصر تاریخ یو له هغو وتلو دولتی اوملی مشرانو څخه دی چه دپاس ذکر شویو ارزښتونو او نورمونوپه رڼاکی داحمدزیتوب،غلجیتوب،پکتیاوالی اوپښتونولی له اتنیکی او سمتی پولو اودخ.د.ګ اووطن ګوند له ایدیالوژیکو او سازمانی کرښو څخه اووښتی او دافغان اوافغانستان په ویاړلي تاریخ کښي یی هغه لوړ ملي باوراو مقام ګټلي اوخپل کړیدی چه زموږمحدود ویاړلی ملی مشران تردااوسه وررسیدلی دی
سره له دې چه د«مصنوعی اتوریتې» ټول شامل فکتورونه دنجیب الله دسیاسي مخالفینو په ولکه کښي لویدلی دی(وسله،پلټن،دولتي هډانه،مالي شوونتیاوی،داژیتاسیون وسیلې،مدنی او سیاسي جوړښتونه او دبهرنیانو خواخوږی او ملاټړ)او تر وسه وسه دده دمعنویت دترور اویا مسخ کولو په موخه لا هم کارول کیږی خو ددوولسیزو دترخو واقعیتونو ترآغیزلاندی دملت اجتماعی وجدان دراویښتوب هغې کچې ته را لوړشوی دی چه دپرونیوډیرکي مخالفینو په شمول ده ته نه یواځې دتیر شوی تاریخ دویاړلي مشر بلکه دخپل راتلونکي ژوند دمشال(مشعل) په سترګه ګوري.زه نه دخوشبینی او خوشباوری له مخې او نه هم دتعبد اوتقدس پر مېچ،بشپړډاډ اوباورلرم چه دملت دپوهې او ټولنیزشعوردبشپوړشوی بلوغ اوپخوالې سره بلود به نجیب الله دټول هېواد اوزموږ دراڅېرمه سیمی په یوه ځلانده ستورې او یوه ویاړلی سمبول بدل شي
نو ځکه په زغرده او جراءت ویلی شو چه جمهور رییس نجیب الله دپخو او مستندو فاکتونو پراستناد نه په کوم ځانګړي ګوند،نه په کوم ځانکړی ټبر او قوم او نه هم په کومې ځانګړې ژبې پورې منحصرولای شو بلکه دټولو افغانانو او دافغانستان دګډ ویاړلي تاریخ ګډ او ویاړلی مشردی چه هم دده سیاسی او نظریاتی مخالفین اوهم یی پلویان نباید دا څرګند حقیقت له پامه وغورځوي
خو
نجیب الله ته ريښتونی درناوی په څه کی نغښتي دی؟
موږ ټول افغانان له هرتوکم،مذهب،جنس،سیاسي،آندیز اویاژبې سره چه تړاو لرو دخپلو ملي اتلانو او مشرانومثبتو کارنامو اومعنوی میراث ته نه یواځې ددرناوی ژمنتیا لرو بلکه دامکلفیت هم لرو چه دهغومعنوی میراث وساتو،غناورکړواوراتلونکونسلونو ته یی سینه په سینه خوپه امانت داری ورسوو.دخپلواکي دبیرته ګټلو وروسته غازی امان الله خان دنورو مثبتوبدلونونو ترڅنګ دملی اتلانواوتلپاتو مشرانو دستاینې او درناوی یو پوخ او ټول لمنی بنسټ کښېښود چه سممهاله دملت جوړونې دبهیر له پیل او پخوالې سره مرسته وکړي.خووروسته دحبیب الله سقاو او دیحیی دکورنئ دواکمنانو له خواپردې خورا اړین اوګټورابتکارله کرکې اووېرې ډک مرګونی ګذاروشواو غوښتل يي چه دافغانستان تاریخ دخپلې کورني په محوراوخوښه وڅرخوی.ډاکتر نجیب الله ددولتي مشرتابه په مهال بیرته دامانی نهضت دمثبت میراث دراژوندې کولو او تعمیم ته خاصه پاملرنه واوښته او د هغوی له مینځه دې ټکي ته چه دملي مشرانو اواتلانو تثبیت اودرناوی ته اکادمیک اوبې پرې نورمونه دقوانینو په وجود کی رامینځ ته شي دستاینې وړعملی توجه وشوه.له بده مرغه جهادیانو او طالبانو پر دغه زرین ملی اصل دجهالت اودښمني له مورچله شرموونکې ډزې وکړې .خو دویر اودرد خبره داده چه پدې تیرو ۱۴ کالوکی چه دافغانی چارواکو ترڅنګ متمدنو بهرني دولتونو دهیواد دقوانینو او نویو نورمونو اوجوړښتونو په رامینځته کولو کی بنسټیز آغیزدرلوود پدې هکله نه یواځې داچه مثبت اقدامات ونه شوو بلکه د«شهیدانو»،«اتلانو»،«جهاد»او«مقاومت» ترنامه لاندې یوه کرکجنه،مبتذله او غیر ملي ډرامه روانه ده چه داهم زموږ اوسني او پروني نسل اوهم دملت -دولت جوړونې لوی بهیر ته ستر سپکاوی او هم په لوی لاس دتاریخ مسخ کول دي.زه پدې هکله هم دافغانی سیاستوالو،هم دافغانستان دعلومو داکادمی اوهم دجلالتمآب ولسمشر پاملرنه دې خورا مهم ملی اصل ته رااړوم اووړاندیز کوم چه دامان الله او نجیب الله دمثبتو نوښتونو پر بنسټ دی دتلپاتی،بې پري او قانوني اساساتو په رامینځته کولوکی کوټلي او پاخه ګامونه اوچت کړي.همدارنګه دډاکتر نجیب الله ټولو مینه والو ته وړاندیز کوم چه دلنډغرو او لنډپارو دوروستیو کالو او سږکال له شرموونکو،بېفرهنګه او کوڅه ډبونمایشونواو انډخریو څخه زده کړه وکړي اودوطن دملی شهید دتلین مراسم دی دولس دټولو پرګنو په ګډون په مهذبه،متمدنه اوداسې مناسبه توګه تر سره کړي چه دهر وطنپالونکي افغان لپاره سر مشق او دنجیب الله لپاره دريښتوني درناوی ښکارندوی وي
بیرته اصلي مطلب ته راګرځم
زه پدې هم ویاړم اوهم اعتراف کوم چه نجیب الله دملی مشرتابه معنوی مقام ته نه کوم چا،نه کوم ګوند،نه کوم ټبراونه هم کوم بهرنی ځواک رااوچت کړی اوخېژولی دی بلکه دیوه لوی سیاسی زعیم دټولو عملي اونظري ممیزاتو او مشخصاتو په درلودلو،ده په خپله دامقام هغه هم په خورا لوړه بیه ترلاسه کړیدی.داموږ نه وو چه نجیب الله مودملت پرګنو ته وروپیژاند بلکه دانجیب الله وو چه زموږ مخ یی راسپین کړاوولس ته یی په نوې بڼه اونوی تکل وروپيژاندلواو اوس ملت دهغه دتندې دماتولولپاره موږ ته مخ رااړولی دی اودهغې بیغشې مینې له مخې چه له هغه سره یی په تدریج پیداکړې اواوس تلپاتې شویده،پرحقه دهغه دسیاسی لارویانو او پلویانوڅخه ددې تمه او انتظار لری چه دنجیب الله په څير ددوی برخلیک او ستونځو ته ریښتونې لاری چارې ومومی اوله دغه ګړوبی نه چه جګړه،بېوزلي،تورتمی اوناهیلئ نومیږی اوددین او جهاد ټیکه دارانو ورغورځولي دی،دوی راوباسي.خو افسوس او بیا هم افسوس موږ هماغه چه ځانونه دنجیب الله ټیکه داران،لارویان اوسیاسی میراثخواره بولو او په ریښتیاګو دستروکادری ظرفیتونوشوونتیاوې راپکښې وې،۲۴کاله کیږی چه شل شل په کوچنیو لښتیو اوویالوکي چه اوبه هم نلری په درواغو په لامبو اخته یو،په ځانګړیوبې اوکسیجنه ټمبوسکوکی سپاره یوچه دټمبوسکو له خاوندانو پرته بل هیچاته نه دننوتلواجازه او نه هم دځاییدلو امکانات شته او یا هم دهیواد نه بهر اودننه دخیر په غونډیو پدې تمه ناست یوچه که چیرې درحمت باران راواوریده او یوځل بیا سرې غالئ راته ویړې شوي ترڅو دمشرتابه دتخت پر لورې پرې قدمونه رنجه کړواویا مو دشورای نظاریانو په څیردنجیب الله دسپکولو او مسخ کولو په موخه دهغه په وینو لړنې کمیسونه اونقابونه ځانوته وراغوستی په دغه یا هغه «پسکوچه یی»دوکان کی په تاوان سوداګري کوو.دازما د خیال انځور ندی دا هغه تریخ اوډیر تریخ واقعیت دی چه دهوا مرغان هم لاپرې خبر دی،آیا دادنجیب الله درناوی دی؟آیا په همداسې یوه حالت کی به اولس په موږ باور وکړي؟آیا په همدغه بزې بزیتوب کی به څوک هم له موږه سترګه یا ویره اویا هم راباندی محاسبه وکړی؟زما دډیرو ترخواوناویل شویو واقعیتونو دویلو او لوڅولو نیت وو اولاهم دی خوسره له دې چه ډیرفرصتونه موقصدآ ضایع کړیدی دیوه وروستنی امید په توګه ،هغه هم په دې تمه او حدس چه اوس به بالاخره راویښ شوی اوشوکه شوی یواو هم ددې لپاره چه دراټولیدو او پخلاینې اړین اصل ته خنډ او بهانه نشم یوځل بیاهم لا له زغمه کار اخلم اوددې ویرځپلي ولس په نامه او دسولې ،ترقی او دوطنی لوړوګټو داوږدې لارې دواقعی سمبول ډاکترنجیب الله ته دریښتونی درناوی دبیلګې په تو ګه دوطن ګوند اوډاکتر نجیب الله ټولو متشکلو او غیر متشکلو،ځوانو ،پخو اوزړو،او دهیواد دننه او بهر لارویانو ته په مینه او درناوی مراجعه کوم
اویو ځل بیایی دې ته رابولم چه
دوروستني ځل لپاره ما دسږکال دمارچ اواپریل په میاشت کښي دیو شمیر ګوندونو او سازمانونو له مشرتابه هییت او همدارنګه له ځینو ناپېیلو کادرونو سره په ټول لازم تفصیل مخامخ،دوه اړخیزي اوڅواړخیزې خبرې اترې ترسره کړې.دکابل په دې خبرو اترو کی موږ په ګډه دې پایلې ته رسیدلي ووچه دوطن ګوند له هډانې نه دجلاشویواو یا جوړوشویو موجوده راجستر شویو اوناراجسترشویو ګوندونو شتون،ځواک، وړتیا او پايښت همدا اوس اوس تر سوال اوګواښ لاندی دی اوباید پردموکراتیکو نویومعیارونودهمدې ګوند له ناپییلو غړو سره یوځای ویوه واحد ،لوی،سرتاسری او آغیزمن ګوند ته بیړنی ګذاروشي،نوځکه یی دلته تفصیل مناسب او اړین نه بولم.خو په هماغه وخت کی دخبرو اترو له پایلې نه دغه آند ته رسیدلی وم چه دځینو ګوندونو مشران له توافق او تعهد سره سره له همداسې یوه ګوند نه په ویره کی دی اودعادت اوکسب شوی فرهنګ له مخې به دلوبې اوتېښتې په تیوري او سناریو اتکا ءوکړی،ما خپله دغه اندیښنه داپریل د۱۷مې مشورتي ګډې غونډې له دایریدویوه یا دوه ورځې مخکی له ځینو دوستانو سره شریکه هم کړه،خو ددې لپاره چه دهغومنګی زموږ پرسر مات اوچاته دبهانې لاره هواره نشي دغه آند اواندیښنه موډاګیزه نه کړه.
له بده مرغه دڅو وروستیو میاشتوپېښو او پراختیاوو وښوده چه زما انګیرنه اواندیښنه پرځای وه اوله همدې پراختیاووځخه دغه تریخ حقیقت نور هم جوت او روښانه شوچه که موږ همدا اوس اوس وواحد اوسرتاسری ګوند ته بیړنی او غیر مشروط ګذار ونه کړو سبا به حتی دپښیمانی موکه هم له لاسه وتلې وي.جهادی او اخواني تنظیمونه ددوو سیاسی جوړښتونو(جهادی شورا،دفاعی شورا)په وجود کی وکولای شوای چه سره هملورې اونژدې شي ،که تر شایی جګړه ایزې پټې موخې پرتې نه وی کیدای شی چه دسیاست په راتلونکی ډګر کی ځانونه ددوو لویوګوندونو په توګه تثبیت کړی.د۱۳۶۸او ۱۳۷۱کلونو دکودتا دوه سیاسی هډانې(دصالح محمدزیرې ترسیاسي مشرتوب لاندې دشهنوازکودتا او دببرک کارمل تر سیاسي مشرتوب لاندی دشمالي ټلوالې کودتا)په یوه ګوند(دافغانستان دخلکودترقي ملی ګوند)کی سره چکئ شوې اوددې شوونتیا شته چه د همدې کودتاګانوپوځي برخه(دشهنواز او علومی ګوندونه)هم له ځان سره ونښلوي.خو دوطن ګوند له هډانې څخه جوړشوی (سره اوبې روستړه اومختړه)ګوندونه، سازمانونه اوډلې له بده مرغه لاهم دژمې له اوږده خوبه او دمني دچرچرکانوله کڼوونکو سندرو نه ندی راوتلی اود«ګام های بزرګ سنجیده»په ګرداب کی لالهانده ګرځي
د نورو غوږونه موورکاڼه کړه چه دنجیب الله دآرمان منادیان موږ یو،د«ملي وفاق»،«ملي پخلاینې»،«ملي اجماع»،«کنارآمدن»او«ملي مشارکت»دزرینوآړونود پلي کیدلوپهلوانان یواځې او یواځې موږ یوخو په عمل کی دومره بې وسه شوی یوچه په میراث راپاتې شوی لویه هډانه مو په لوی لاس دړې وړې کړه او اوس یی دراټولولووس اوځواک نلرو هغه لويې لويې خبرې چه ملت یی هره ګړئ رانه غواړي خوباید پرځای پرېږدو،ملت داحق لري چه ګریوان ته مو لاس راواچوی او له موږ ټولو نه تپوس وکړی چه ستاسوکوم کړه وړه نجیب الله ته ورته دی؟
آیا ملت او دولت او زموږدهیواد دوستان او دښمنان داحق نلري چه که دیوه لوی آغیزمن سیاسی ځواک په توګه په سیاسي ډګرکی بالفعل ولاړ نه یو پرهغه ځواکونوچه تیار په میدان کی حاضر دی اتکاء یا محاسبه وکړي؟
زه بې له ظاهرفریبي خپل ځان زموږ دګډې بې وسیواو ناخوالو په مسولیت کی شریک بولم او پردې باور یم چه موږ ټول فرصتونه له لاسه ورکړیدي اويواځې یو وروستی چانس لروچه که په بیړه،درایت،خودګذري ،پخلاینې او همدیګر پذیري ترې استفاده ونه کړو هغه موهم په بیړه له واکه ووځي نو ځکه په وطنی او ګوندی مینه اومسولیت وړاندیزکوم چه
ـ عملآ دا زمینه برابره شویده او پرنسیب هم حکم کوی چه بې له کوم قید او شرط څخه دوطن ګوند غړو،پلویانو او مدعیانو ته چه د۱۳۶۹ کال راپدې خوا راسره اصولآ شریک وواواوس دوطن ګوند واحدې کنګرې(مجمع)ته دتلو توافق اوتیاری لری دمشارکت مساوی حق اومکلفیت ومنل شي
ـ اوږدو تجربو وښوده چه دیون زاړه فورمولونه او میکانیزمونه(له پورته څخه کښته یووالی،دسلنو پربنسټ یووالی او یا دګوندونواو سازمانونو دمشرتابه ترمینځ نیابتي جوړجاړی)دګوند دراتلونکي ثبات او پایښت لپاره ددایمي بحران په چینې بدلیږی نو ځکه باید په ټولو تشکیلاتی چارو کی پردموکراتیکواساساتواو دیوه غړی اویوې رایی په اصل اتکاء وشی
ـ دوطن ګوند واحده کنګره(عمومي مجمع)په څومیاشتوکی،دکوموواحدو جوړښتونو پر بنسټ،پرکومو معیارونو،دکومو مالی شوونتیاووپه درلودلواودکومو اړینواسنادو په شتون کی جوړه شي او.....؟په کابل کی یوه بیړنئ،ټول لمنې،پریکنده او دګوندي «پخلاینې اووفاق»پلي کونکي ګډه غونډه دې ټولومطرحوپوښتنو ته دحل او سمبالښت ایدیال ځوابونه موندلای شي.ددې غونډې درابللو نوښت که دوطن ګوند ولویې هډانې ته منسوب هرګوند،سازمان اویا هم شخصیت په لاس کی واخلي یا یی وکړی نور ټول يي باید بې قید اوشرط څخه صادقانه او هراړخیز ملاتړوکړی
ـ زموږ لویه او مرکزی ستونځه دفکری خطوطو او یا دسازمانی خط کشیو اوکورکیو نه شتون ندی بلکه زموږلویه ستونځه داده چه زموږ ستر کادری ظرفیتونه او کیفیتونه دبې باوري او ځان ځاني په وجه څارونکي او غیرفعال پاتي دی،زما تاکیدي وړاندیز دادی چه دې ستونځې ته موږ ټول له سره جدی پاملرنه وکړو
ـ شهید ډاکتر نجیب الله زموږ دټول ملت ګډویاړاو معنوی ستره شتمني ده موږ دوطن ګوند غړي باید ددې هڅه ونه کړو چه هغه وخپلې کچې ته راکښته کړو،یایی دانحصارټیکه داران شو اویایی هم دافتراق په وسیله واړوو
موږ په ګډه ددنګو غرونو دهوارولوتوان لرو خو په ځان ځاني کي بیخي ورکیږو
چه سره یو موټي شو دتول ملت تر ټولوځواکمن اوډاډمن ځواک یو
باید یوځای او پربشپړه زړورتیا دسیاست پرډګر کي ځان مطرح کړو،هم به دوست او هم به دښمن ناګزیرآ پرموږحساب وکړی
همدغه نجیب الله ته دریښتوني درناوي لمړنئ اوعملي بیلګه ده
نجیب الله زموږ دملت اتل دی اودورځې په تیریدو به لوییږی