ګرانو وطنوالو خویندو او وروڼو
د سپرغۍ ویبپاڼه ټولو هیوادوالو ته د لوی اختر په ویاړ د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او تاسې هر یو ته د تل پاتې سولې او آرامۍ په فضا کې د خوښو او خوشحالیو ډک اختر غواړي.
د سپرغۍ ویبپاڼه هیله څرګندوي چې زموږ هیوادوال خپل اخترونه د تل دپاره له ظلم ، ستم، استبداد، فساد ، قانون ماتونې، نا امنۍ، او بیکارۍ او بې روزګارۍ نه په یوه خلاصه ، پرمختللې، بسیا، غوړېدلې او نیکمرغه ټولنه کې ولمانځي.
د سپرغۍ ویبپاڼه د همداسې یوې سمسورې او بسیا ټولنې په لور د ټولو افغانانو د ګډو، آګاهانه او وطنپالونکو هڅو د بریالي کېدو هیله کوي.
درنو هیوادوالو د خپلو کورنیو او بچیانو د ځلانده راتلونکي په خاطر ، د جګړه مارو، چپاولګرو ، مفسده ، تورو ځواکونو پر خلاف په پرانیستو سترګو او پوهې سره یو موټی شۍ ، له اوسنیو ناخوالو څخه ستاسې ژغورون یوازې ستاسې په هوښیاره یووالي او سیاسي هوښیارتیا کې نغښتی.
په خپل یووالي سره د ټولو تورو ، تیاره فکره او شیطاني کړیو تر وړاندې پیاوړی سنګر شۍ او د فساد، بې قانونۍ، چور او چپاول، تروریسم او بنسټپالنۍ جرړې د تل دپاره د یو قانونمند او دموکراتیک دولت په بنسټ ايښودلو سره ، وباسئ..
اختر مو نیکمرغه او بختور