د عبدالملک پرهیز لیکنه
عبدالعزیز عزیز «پرهیز» د شاعر او لیکوال ارواښاد عبدالقدوس پرهيز زوی او د اتحاد مشرقي د جریدې د بنسټ اېښودونکي او مسئوول مدیر شمس الدین
افغان «قلعټکي » لمسی دی. نوموړی په ۱۳۱۷ کال د تلې په میاشت کې د ننګرهار ولایت د کوز کنړ په ولسوالۍ کې چې د ښېوې د ولسوالۍ په نامه هم یادېږي زېږېدلی دی. نوموړي واده کړی پنځه زامن او دوه لوڼې لري.
لومړنۍ زده کړې يې د کوزکنړ د سیدجمال الدین افغان د لومړنېو زده کړو په ښوونځي کې ترسره کړي منځي او بکلوریا او لوړې زده کړې يې د کابل په ابن سینا او د کابل د ښوونکي د روزنې په عالي موسسه کې بشپړې کړي او له زده کړو وروسته يې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښوونکې سپېڅلې دنده ترسره کړې او نژدې ۱۶ کاله يې د هيواد د بچيانو په ښوونه او روزنې کې تېرې کړي دي . د ښوونکي د دندې ترڅنګ نوموړی د هيواد د پرمختیا ، سمسورتیا او غوړېدو سره د پراخې مینې پربنسټ د هیواد د پرګنو په تېره بیا د ځوان نسل د ويښولو او بېدارولو په کار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او هڅه يې کړې له تیارو ، جهل ، بیسوادۍ او بې عدالتۍ پرخلاف مبارزه کې ځوان نسل او د هيواد پراخې پرګنۍ بیداره او سره یو موټی کړي او د نوي زمانې او وخت پر اړتیاو يې خبر او پوه کړي. شعر یوه له هغه وسیلو ده چې پرهیز د خپل فطري استعداد پربنسټ د خپلو افکارو د منعکسولو او خپرولو دپاره د یوې ګټورې وسیلې په توګه کارولې.
عزیز پرهیز په ځلمیتوب کې شعر او شاعرۍ ته مخه کړه ، ده له کوچنیوالي له شعر او شاعرۍ سره مینه لرله ، ددې مينې یو دلیل دا هم ؤ چې دده پلار هم شاعر ؤ او په کور کې يې تل شعري کتابونه او شعرونه پیداکېدل چې لوستي يې وای ، ده وروسته د هیواد د نورو شاعرانو سره هم اړیکي ټينګې کړې او د هغوی له شعري پانګې سره هم اشنا شو، دې کار دده د شعري قریحې او استعداد په پیاوړتیا کې نوره هم مرسته وکړه ، دده د ځوانۍ د وخت یو شمیر شعرونه مينې او عاشقې ته ځانګړي شوي چې دا د ځوانۍ د دورې دپاره یوه طبعي خبره ده. خو دده په شعرونو کې ټولنیزې ناخوالې او د خلکو دردونو، رنځونو او بدمرغیو ته ګوتنیونه ځانګړي ، څرګند او لوی ځای لري. دده شعر یو هدف مند شعر دی او دده د شعر لومړی هدف انسان دی ، دی انسان په انساني او د انسانیت او معنویت په لوړو ارزښتونو کې ویني او دغه لوړو ارزښتونو ته د انسان رسېدل تر هغه ممکن نه دي تر څو ټولنه انساني نه شي. تر هغه چې انساني ټولنه پرتوپیرونو او سترو نا انډولیو او بې عدالتیو ولاړه وي ، انساني دريځ او انساني سعادت ته د انسان رسیدل ستونزمن کار دی. نو ځکه دی د ټولو هغه ټولنیزو ، اقتصادي او سیاسي خنډونو تر وړاندې د مخالفت غږ راپورته کوي چې د انسان د شخصیت د ودې او نیکمرغۍ مخه نیسي. دې د انسان لوړ مقام او نیکمرغي له ستم او اسارت څخه په یوې خلاصې ټولنه کې ویني ، او له دې هر څه نه مقصد د انسان خوښي او سعادت دي چې د هغه د شعر اصلي مضمون او منځ پانګه جوړوي او دا هر څه يې په ډېر ښکلي او هنري انداز کې انځور او ترسیم کړې. دده د شعر اصلي مخاطبین د ټولنې تر ټولو بې وزلي او تر ستم لاندې خلک دي. د خلکو او وطن سره د مينې جذبه دده په ټولو شعرونو کې څرګنده ده، ده که له یوې خوا ټولنیزو نابرابریو ، وروسته پاتي والي، جهل او بې سوادۍ ته د انتقاد ګوته نیولې نو له بلې خوا يې له بدبختیو څخه د خلاصون لاره هم ښودلې. صراحت ، جزیاتو ته پاملرنه او فني تحلیل او ارزونه دده شعري ځانکړنه ده . دی د شلمې پېړۍ د روڼ اندي غورځنګ له فعاله ګډون والو او مخکښانو څخه دی. وطن او وطن سره مینه دده په شعر کې لوړ دریځ لري ، دی نه یوازې د وطن خلک ستايي بلکې د وطن غرونه ، سیندونه ، درې او ورشو ګانې، پسرلي او مني ستايي او ښې او بدې ورځې ، نیکمرغۍ او بدمرغۍ يې یادوي .
نو ویلی شو چې دې د پرګنواو وطن شاعر دی او دده شعر د ربړېدلو او کړېدلو خلکو او د غمځپلي وطن غږ او چیغه ده.
پرهیز د ۱۹۹۲کال له غمیزې وروسته کله چې هیواد د تورو او پردي پالو وحشي ځواکونو د کمشمکش او چور او چپا
ول په ډګر واوښت او د هیواد مادي او معنوي شتمني يې لوټ او تالان کړې لکه د نورو زرګونو هیوادوالو د هیواد پرېښودو ته اړ شو ، ده له ډېر کړاونو او ستوزو وروسته وکولی شو د هالند هیواد ته مهاجر شي چې تر اوسه همدلته اوسیږي ، د مهاجرت دورې دده پر ژوند او اند ژوره اغېزه وښندله په دغه اجباري سفر کې نوموړی له اروپايي ژوند او فرهنګ سره اشنا شو، ده هالندي ژبه زده کړه چې د نوي ټولنې د پېژاندو دپاره د کلي (کنجي) حیثیت لري. که څه هم ورځنی ژوند په سختۍ سره تېريږي خو د اروپايي فرهنګ او ادب سره اشنايي دده په ذهن کې د بدلون زمینه برابره کړه ، نوې ټولنې او نوي فرهنګ له يوې خوا او له هیواد څخه لرېتوب او غربت له بلې خوا د عزیز په شعر کې نوی باب پرانیست ، ده په مهاجرت کې د وطن په یاد او د وطن په مینه زیات شعرونه لیکلي او ویلي او د وطن د فراق درد يې د شعر په پردو کې بیان کړی. دا وروستۍ مجموعه چې د ستومانه تکل په نامه یادېږي د عزیز پرهیز د همدغه شعرونو ټولګه ده.
دده شعرونه پخوا هم د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او جرايدو کې ځپاره شوي خو د ټولګې په توګه دده د وروستیو شعرونو ټولګه نژدې يو کال دمخه له چاپه را ووتله ، دده نورې شعري ټولګې هم چاپ ته چمتو دي چې په نژدې راتلونکي کې به له چاپه را ووځي او د درنو لوستونکو خدمت ته به وړاندې شي.
د پرهیز هيله : چې دده له شعرونو څرګنده ده داده چې هیواد يې د نړۍ د پرمختللو او غوړېدلو هیوادونو په قطار کې ولاړ وي ، خلک يې نیکمرغه او بسیا وي.
دوستان او ملګري عزیز پرهیز د یو متواضع، صمیمي، بې کبره ، د یارانو یار، مېلمه پال ، نرم او زړه سواند انسان په توګه پېژني.
دلته د ستومانه تکل شعري ټولګه ستاسې درنو لوستونکو حضور ته وړاندې کېږي. دغه ټولګه په ښکلي بڼه په ۲۰۸ مخونو کې چاپ ته رسېدلې، د کتاب په پیل کې د «د وخت د حالاتو د انځورګر» په نامه د شاعر سریزه او همدارنګه د محترم سلطان عزیزعزام او محترم دوست محمد دوست لنډې تبصرې ترسترګو کېږي. په دغه ټولګه کې ټول ټال نژدې ۱۶۱ شعرونه چاب ته رسېدلي دي.