محمدامین بســمل
نن سبا له یولړغږیزو، لویدیځو او ورپورې تړلیو رسنیو څخه د نغارو غړمبهار راپورته شوی او أن چې سپین بادام (اوباما) هم په کابل کې دخپل تپل شوي ګوډاګي حکومت دسولې له هڅو څخه رضایت ښودلی دی، وا وا.
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا × څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسې شیون هسې.
نو آیا تاسو ته د تعجب وړ نه ښکاري، چې د۲۰۰۱ز کال د اکتوبر دتورې اوومې نېټې دظالمانه بموريو په واسطه له افغان خاوري څخه دسولې الوزونه او په لوی لاس دجګړې غځونه، دسیمې اوګاونډیانو وېرونه او د اسلامي نړۍ په سینه کې دلمبو، نفاق اوماینونو کارونه اوپه عیني وخت کې په خوراسپین سترګي سره په سوله دخوښي څرګندونه ؟
بیا هم هغه متل دی وايي:
ما خو د تورسپي برګه لکۍ نه وه لیدلې په هرصورت راځم خپلې ترخې لیکنې ته خو هیله کوم، چې د چا خاطر پرې دروند نشي.
لکه دمی په میاشت کې مې چې په یوه لیکنه کې راوړي وو، چې طالبانو ته بهترینه موقع برابره شوې ده او ترڅنګ مې ورسره زیات کړي وو، چې طالبان باید دسیاسي اوپوځي وړتیا او بریا ترڅنګ دسیمې دهیوادونوملاتړ هم ترلاسه کړي.
وایم بې شک همداسې یې وکړل ولسوالې یې په ولسوالي پسې ونیوه سیاسي مانورې یې له قطره آن تر ناروي پورې وغځولې، دګاونډیانو په تېره بیا د روس، چین او ایران پام یې هم دځان خوا ته ورواړاو بیا هم وایم بې شک.
کله چې طالبان دپوځي غښتلتیااوبریا لوړومناروته په پورته کېدو شول نو دافغانستان تاریخي دښمنانو دداعش په نوم خپلې تورمخې ملېشې د طالبانو مقابلې ته ور ورسولې ژوندۍ بېلګې یې زموږ په ګران ننګرهارکې ولیدل شوې.
ددښمن دا دسیسه دطالبانو دپوځي پرمختګ په وړاندي دبرقي جټکي په څېر تمامه شوه ددې فزیکي فشار ترڅنګ یې په طالبانو رواني حملې هم وکړې اودیوې بلې رسوااستخباراتي دسیسې په ترځ کې یې دطالبانو په نوم یوڅوبې واکه غوږونه د(مري) په غونډه کې دکابل له غبرګ سري او ټیټ سري غلام حکومت سره کښېنول.
نتېجه یې دا شوه، چې مسؤلو طالب چارواکو په یاده غونډه کې د یو څو تش په نامه طالبانو ګډون بې اهیمیته او بې صلاحیته وباله او ټول واک یې دقطردسیاسي دفتر په کسانو پورې تړلی وباله.
اوس چې ددوهمې ناستې نغاراه په غربېدو راغله او په روحي ویبپاڼه کې په لاندې ډول هم داسې لیکل شوي دي:
له افغان دولت سره د مذاکره کوونکي طالب پلاوي په ترکیب کې به بدلون راشي
د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي يوه تن غړي محمد ناطقي خبريالانو ته ويلي، چې د طالبانو سره د خبرو اترو په دوهم دورکې د طالبانو په پلاوي کې نورو کسانو ته هم ځای ورکړل شوی دی، خو افغان پلاوي کې بدلون نشته.
د طالبانو په پلاوي کې د دغو کسانو نومونه ياد شوي دي :
ملا «عبدالجلیل» د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، ملا «عبدالرزاق» د کورنيو چارو پخوانی وزير، ملا «عیسی» د اوبو او برېښنا وزير، «عباس آخوند» د روغتيا وزير، ملا «حسن رحمانی» د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کندهار پخوانی والي، او ملا «فرهاد» چې مشهور ندی د طالبانو استازيتوب کوي.
د ناطقي په وينا د خبرو اترو په دوهم پړاو کې به د اوربند او په واک کې طالبانو ته د برخه ورکولو په اړه خبرې وشي.
لومړۍ غونډه په پاکستان کې وشوه او دوهمه به د روانې مياشتې په ۸ نېټه تر سره شي خو تر اوسه يې ځای نه دی په ډاګه شوی.
درنو لوستونکو!
اول خو به و ګورو، چې داپورتني کسان دقطر دسیاسي دفترهوکړه له ځان سره لري او که بیا کوم چا قمچینه ورته پورته کړې ده؟
دوهم دا، چې دمحمدناطقي په وينا د خبرو اترو په دوهم پړاوکې به د اوربند اوپه واک کې طالبانو ته د برخه ورکولو په اړه خبرې وشي.
دا نوبېخي دخندا وړخبره ده، چې طالبان به دغبرګ عبدالله(ګل مرجان) په ډول په یوه غلامه اداره ځان ورننباسي.
آیا په دا یوه نیمه لسیزه کې له ۴۸ملکونوسره جګړه اودافغان ولس د وینو ویالې تیاتري لوبې وې اوبس؟
اودریم دا، چې محمدناطقي ته د چا اویا د کومو زورورو لخوا د پورتنیو طالبانو نومونه ورکړل شوي دي؟
راځئ، چې له نومونو ویاړونوته مخ واړوو هغه داچې زموږ ګران افغانستان یو تاریخي ویاړلی هیواد دی ددې ګران هیواد ویاړونه له اسمانه ځمکې نه دي راکښته شوي بلکې د خپل باتور اونومیالي ولس په سرښندنه یې نصیب شوي دي.
افغان ولس نه یوازې هر یرغلګر مات او په ګانډو کړی، بلکې دوه قطبه نړۍ یې هم له ښکرورو سره وڅرخوله.
خو دا تاریخي ویاړ زموږغلیمانوپه موږ ونه لوراوه او د یو څو جهادي لېوانو له خودخواهي څخه په مرسته یې موږ ته د نویمې لسیزې داسې کورنۍ شخړې راوړې چې په ترځ کې یې دشرمېدلی اوماتې خوړلي یرغلګرناکامي پټه کړه.
دا ځل بیاهم عینأ همهغه سناریو تکراريږي او زموږ دهیواد غلیمان غواړي دافغان وسلوال مقاومت نږدې پنځلس کلن تاریخي ویاړونه په سیند لاهو کړي.
ځکه خوزموږداتاریخي دښمنان غواړي هغه پیاوړي، غیرتي، دیو دین اویوې لاري ملګري طالبان په څولارو ووېشي اوهر یو جلا جلا کړنګ ته ور ټېل وهي.
زه دیو افغان اوهیواد مین شاعر په صفت طالبانو ته په لاندې ډول مشورې ورکوم:
ــ طالبان دې دخپل سیاسي موقف دبرتري په منظورله پاکستان څخه بهرڅوسرشناسه کسان ځای په ځای کړي دا که په غربي نړۍ کې وي که په شرقي مهمه نه ده خو باید ځان دپاکستان له ناز او فشارڅخه وباسي.
داچې چین زموږ ګاونډی دی او تل به راسره پاته وي دا نور خوبه هسې هم له خپل چور اوتالان څخه وروسته تښتي نوبهتره به وي چې طالبان په چین کې هم سیاسي دفتر پرانیزي ترڅو دمغرضو ګاونډیانو اوآن امریکا سترګه ورڅخه وسوځي.
کله، چې څوکاله مخکې په کندوز ولایت کې دتېلوپه ټانکرظالمانه بموري وشوه اوپه نتېجه کې یې زموږبې ګناه ملکي وګړي قتل عام شول لاپه هغه وخت کې ماد آزادي رادیوله لارې طالبانوته په واضع ډول اشاره ورکړې وه، چې پنځه شپږ خپل مهم کسان په چین کې ځای په ځای کړي تر څو امریکا په هوش راسي او دافغان( پښتون) ولس عام وژنه بس یا پکې تخفیف راولي خو یو طالب هم له ځایه ونه ښورېد.
که په هغه وخت کې طالبانو زما خبره منلې وای اوپه رښتیاسره یې له پاکستان څخه خپل یو څومشهورکسان چین ته رسولی وای نن به نه په دوی باندې پاکستاني استخباراتو اوپوځ زور راوړلای شوای او نه به دکابل له غلامې او تپل شوې ادارې سره پاکستاني استخباراتو مبهم اوضرري اسناد لاسلیکولای شوای.
اوس هم سري وخت دی دطالبانو له لاسه هیڅ کوم مهم څه نه دي وتلي همدا اوس دې زما خبره د خپل دین او ګران افغانستان دنجات لپاره ومني او د پاکستان له فشاره دې ځان بلې خواته وباسي.
ــ دقطردفتر له مسؤلینو څخه په کلکه هیله کوم، چې دکابل له سرټيټې ادارې سره خبرو ته حاضر نشي ځکه چې اول خو دارګ نیشه یان دخپل واک نه دي اودوهم داچې تاسې به هسې خپل ځانونه کم او دافغان ولس دخندا وړ وګرځوئ مقصد مې دا دی، چې تاسوبیاهم په بهترینه موقع کې قرار لرئ که یوڅه نورنړیوال ملاتړ درخپل او لږ څه نور پوځي پرمختګ وکړئ بری به مو په برخه وي انشالله.
که نړیوال اوګاونډیان سوله غواړي نو لاس په لاس لګیږي مانا دا، چې دطالبانو سولیزاوبې مثاله نظام خو امریکا په عجیبو اوغریبو پلمو وپرځاوه او دایوه نیمه لسیزه یې په افغان ولس دافغان ولس دښمنان وتپل اوس نو له تپل شویو سره خبرې نه بلکې طالبان باید یوازې له امریکاسره مخامخ خبروته حاضرشي دا ۱۴څوارلس کاله ما له هرې راډيو څخه همدا خبره کړې او کوم یې ځکه، چې لاس په لاس لګیږي.
ــ دقطر دفتر چارواکو! تاسو ته به له پاکستان څخه ډول ډول غوړمالان درشي خو پام چې نه یې په وعدو باور وکړئ او نه په پاکستان کې دچا ناستې پاستې ومنئ ولو که له امریکا سره مخامخ خبرې هم وي باید له پاکستانه بهر وي.
دکابل غبرګ سرو او ټيټ سرو ته یوازې دومره لیکم، چې خیبرڅه چې آن ماهي فر هم پنجابیانو ته وروبخښئ تاسې به ارام ته پرې نه ږدي نوتاسې ته به بهتره داوي، چې د تېښتې لارخپله اود ګران افغانستان واک افغانانوته پرېږدئ.
تاسې تپل شوي غلامان + یو څو بې صلاحیته طالبان= جعلي سوله هیڅ کله هم افغان ولس ته ارام نشي راوړلای.
تاسوتپل شویو ته دهدایت، افغان ولس او ګران افغانستان ته دآزادي دعاوې کوم
دلاندني لینک په کښېباسلو سره زمامخکینۍ لیکنه هم لوستلای شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20953
طالبــــــه پام وارخطا نشې + دوطن مور به درته تل ازارکوینه