محمدآصف خواتی
لومړی برخه
پدې وروستیو کې دسردار محمدداود دشخصیت اوکارنامو په هکله دلیکنو یوه لړۍ پیل شوې ده چې په هغوکې دپام وړمعلومات اونا ویل شوې خبرې ترسترګوکیږي۰ البته ځینې لیکنې دهغو دلیکوالو له ذهني
اوعاطفي احساساتو، قومي ، ژبني، عقیدتي اوسیاسي تړاوونوڅخه اغیزمنې دي چې داتشه تریوې کچې طبیعي اومنطقي بریښي ۰خوپه یوشمیرلیکنوکې دا تشه خوراستره اودمنلو وړنه ده۰ محمدداودد سلطنتي کورنۍ دنوروغړوپه پرتله په ټولنه کې د درناوي څخه برخمن و او دافغان سیاستوالوپه کتارکې د وتلوسیاستوالوڅخه ګڼل کیږي۰خود نوموړي داسې انځورایستنه چې ټولې کړنې او فعالیتونه یې د هیواداوخلکوپه ګټه وې او دده دواکمنۍ پرمهال د محمدهاشم میوندوال په څیرپوه شخصیت دخاینانه وژنې په شان پیښوپړه پرنورودولتي مسؤلینو واچول شي تاریخ ته دمنلووړنه دي داځکه چې «په تاریخ لیکنه کې دترورغوښتنې اودلارښود، شخصي اویا سیاسي ملګري دعزت او حرمت ساتل ځای نلري اوداملاحظات یوازې په ادبي آثاروکې جوازلري۰» هغه څه چې زه یې وهڅولم پدې اړه ولیکم د آغلې شاه ګله بارکزۍ یوه واقعبینانه اومنصفانه لیکنه ده چې محمدداودداسې راپیژني:« پاک زړه، پرهیزګاره، فعال ، دهیوادپرپرمختګ مین خو دیکتاتور شهزاده و چې دهیواد دپرمختګ لپاره یې یوازې خپل عقل اوپوهه کافي ګڼل۰ دسردارمحمدداودنه خوښیدل چې دنورو د نظریاتو داوریدلوڅخه لږیاډیرزده کړه وکړي اودخپلونظریودبشپړولواوغني کولوله پاره کارورڅخه واخلي۰ » زما دا لیکنه د زموږدهیوادهغه زماني پړاوته ځانګړې شوې ده چې د افغانستان دروانې غمیزې راتګ ته یې زمینه برابره کړه ۰ دازماني پړاودصدارت نه دمحمدداود دګوښه کیدو اوبیا تروژل کیدو پورې دۍ۰ دصدارت څخه دمحمدداوددګوښه کیدو سره جوخت چې سلطنت اوحکومت سره بیل شول او مشروطه پاچاهۍ اعلان شوه په هیوادکې داسې یوسیاسي اوښتون وچې کیدای شي هغه ته خاموش انقلاب وویل شي چې هغه ته ددموکراسۍ لسیزه اوداساسي قانون لسیزه ویل کیږي۰ که هغه مهال محمدظاهرشاه ، دسلطنتي کورنۍ ځواکمنو غړو، حکومتونو ، پارلمان او سیاسي ډلود دې اوښتون ودې اوپرمختګ لپاره مسؤلانه هڅې کړې وای بیله شکه به دټولنې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو اوفرهنګې برخوکې داسې بنسټیز بدلونونه راغلي وای چې افغاني وروسته پاتې ټولنه به یې دپرمختګ لوړو پړاوونوته رسیدلی وای۰ ددې لیکنې موخه دکوم لیکوال اویاکومې ځانګړې ډلې په وړاندې دریدنه اویا تائید اوملاتړنه دۍ بلکې دمشروطه پاچاهۍ داعلان څخه دمحمدداوددجمهوري نظام تر ړنګیدو پورې بهیرونو اوپه هغوکې دداودخان د رول اوځای انتقادي ارزونه ده۰ البته داادعابه عاقلانه نه وي چې داارزونه په بشپړډول منصفانه ، واقعبینانه اودتیروتنوڅخه تشه وګڼل شي۰ داځکه چې ټولنیزې سیاسي پدیدې خوراپیچلې دي اودهغو هراړخیزه ارزونه اوپه واقعیتونوبشپړه پوهیدنه خورا ستونزمنه اوحتی ناشونې بریښي۰ دالیکنه په څوبرخوویشل شوې چې لومړی برخه یې خاموش انقلاب نومیږي۰
خاموش انقلاب
دټولنیزانقلاب په هکله ویل کیږي چې هغه په ټولنه کې یو بنسټیز سیاسي، اقتصادي، ټولنیز اوفرهنګي بدلون دۍ چې دذهني اوعینی شرایطوپه رامنځته راتګ سره صورت مومي۰ هیره نشي چې په یوه ځانګړې ټولنه کې دیادوشوو بدلونونوراتګ یا پلې کول په لنډه زمانه کې ناشوني دي ۰ سیاسي اوښتونه میاشتې یا کلونه ، اقتصادي بدلونونه لسیزې ، ټولنیزبدلونونه بیا تر دې ډیر وخت غواړي اوفرهنګي بدلونونه چې دولسونواوپرګنو دروح اوروان سره تړاولري دپیړیو کاردۍ ۰ په هره بشري ټولنه کې واکمنۍ ځي اوراځي اودهغو سره جوخت په ټولنه کې بدلونونه هم راځي چې څرګند پرمختلونکی لوری لري۰ ځینوسیاستوالو اوواکمنو دواکمنیودې اوښتونو ته انقلاب ویلی دۍ ۰ خودواکمنیوپه قهري اویا سوله ئیزواوښتونوکې مهمه داده چې نوې واکمنۍ ترکومې کچې هراړخیزو بدلونونوته ژمنې دي اوپدې لاره کې یې کوم عملي ګامونه پورته کړي دي۰ زموږ دهیوادپه سیاسي ادبیاتوکې دلومړي ځل لپاره دټولنیز انقلاب خبره د۱۹۷۳ کال دجولای داولسمې پوځي کودتا وروسته دهغې دمشر محمدداودله خوا استعمال شوه اوهغه یې دسرطان دانقلاب په نامه یاده کړه۰ خوددې قلم په اند په کال ۱۹۶۳ کې کله چې ټولواک محمدظاهردصدراعظم محمدداود استعفی ومنله اودکتور محمدیوسف چې د سلطنتی کورنۍ غړی نه و دکابینې په جوړولو وګوماره او همداراز یې نوموړي ته دداسې اساسي قانون دجوړولو سپارښتنه وکړه چې سلطنت اوحکومت سره جلا اوحکومتونه دپارلمان له لارې وټاکل شي داپه افغانستان کې دیوه انقلاب پیلامه وه۰ نوي حکومت ډیر ژر دنوي اساسي قانون مسوده جوړه ، بیا د لویې جرګې ګډونوالو د۱۹۶۴ کال د سپتمبرپه نولسمه هغه تصویب او پاچا د اکتوبرپه لومړۍ نیټه توشیح کړه۰ دنوي اساسي قانون پربنسټ د افغانستان سیاسي نظام په مشروطه پاچاهۍ واوښت اوهیوادد پارلماني دموکراسۍ په لورخوځښت پیل کړ۰ دافغانستان نوی اساسي قانون په سیمه اواسلامي نړۍ کې یو مترقي قانون واوپه څرګندډول په هغو کې دسلطنت اوحکومت بیلوالی، دقضایه قوې خپلواکي ، دخلکو دارادې( ولسي جرګې) پربنسټ دحکومت منځته راتګ اوپه هغه کې د ولسواکۍ اصول لکه دځواکونو تفکیک، سیاسي اومدني آزادۍ اوسیاسي مشارکت تضمین شوي وو۰ د افغانستان په سیاسي نظام کې داډول بنسټیز بدلون په واقعیت کې یوسیاسي انقلاب و۰ داسې انقلاب چې دولولواوتبلیغاتوپرته په خاموشۍ سره پیل شو۰ داځکه یو انقلاب و چې مخکې لدې په هیوادکې استبدادواکمن و، په یوازینۍ حکومتي رسنیوکې د دموکراسۍ کلمه نه استعمالیده اولیکل یې منع و خودنوي سیاسي بهیرپه پیل سره ولس ولیدل چې نه یوازې کولی شی ددموکراسۍ په اړه خبرې وکړي بلکه دوی ته نورې آزادۍ لکه دګوندونواوټولنودجوړولو، د آزادورسنیودخپرولو،دغونډو، مظاهرو او لاریونونو دترسره کولواجازه ورکړل شوې ده اومهمه دا چې دلومړی ځل لپاره دسلطنتي کورنۍ څخه دحکومت دمشرتابه انحصارته دپای تکي کیښودل شو۰ددې نوي بهیرپه پیلیدوسره مختلف فکري ، ایدیالوژیکی اوسیاسي خوځښتونه اونظریات ،آزادې رسنۍ اودموکراتیک بنسټونه راڅرګند شول چې مخکې لدې يې پدې پراخه کچه څرک نه لګیده۰ دهغه مهال دافکري بهیرونه اونظریې عمدتآ په دریو کتګوریو (سوسیالستي ایدیولوژي، سیاسي اسلامګرایي، پارلماني دموکراسي) ویشل کیدای شي۰
په هیوادکې دمختلفوعقایدو، ایدیولوژیو، سیاسي سازمانونو، آزادورسنیو اومدني بنسټونو راڅرګندیدل ، غونډو اومظاهرو ته اجازه ورکول، پارلمان ته دآزادوټاکنوترسره کیدل چې ددموکراسۍ څرګندې بیلګې دي، له پاسه دسلطنتي کورنۍ له لوري ولس ته ډالۍ شول ۰خو ژونداوپيښووښودله چې پاچا هوډ نه درلودچې داساسي قانون سره سم هغه وده اوپرمختګ وکړي۰ سربیره پردې دسلطنتي کورنۍ نوروځواکمنوغړو هم ددموکراسۍ دودې اوپرمختګ په لاره کې خنډونه جوړول ،حکومتونواوحتی ولسي جرګې ته یې ستونزې جوړولې۰ دسلطنتي کورنۍ داډول دریځ ددې لامل شوچې پیل شوی خاموش انقلاب وده ونکړي او وروسته یې پخپله خاموش کړي اوپایله یې ددموکراسۍ بدنامي او ناکامي اودسلطنت ړنګیدل شي۰ ددموکراسۍ په ناکامیدوکې دنورو لاملونوپرته دسلطنتي کورني منفي رول اودپوځي کودتا له لارې بیا په ځوانه - نیمګړې دموکراسۍ بریداودجمهوریت په نامه د دیکتاتورۍ ټینګول ښيي چې سلطنتي کورنۍ ددموکراسۍ داکټونوپه کولوسره ددموکراسۍ سره ترکومې کچې پردۍ وه۰ دسلطنتي کورنۍ دغړو داډول دریځونه اوکړنې ددې واقعیت څرګندوی دي چې په سلطنتي کورنۍ کې دوو سیالوډلو غوښتل د دموکراسۍ نه دیوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړي۰ پاچا اوپه سلطنتی کورنۍ کې دده پلویانو غوښتل چې محمدداوددواک دیوه مدعی په توګه له ډګره وباسي اوبیاددې جوګه نشي چې دوی اوددوی واکمنۍ ته سرخوږی پیدا اوستونزې ورته جوړې کړي ۰ پربله خوا محمدداود داهوډ درلود چې دمشروطه پاچاهۍ دټینګښت له برکته دیوازیني سیاسي ګوند دمشرپه توګه بیا واک ته ورسیږي۰کله چې دنوي اساسي قانون له مخې نوموړي ته په سیاسي ډګرکې دبیا راڅرګندیدوچانس په بشپړډول له منځه ولاړ دنظام سره یې د دښمنۍ لاره غوره کړه ۰ دنوي سیاسي بهیردبدنامولواوحکومتونوته دستونزو دجوړولو له پاره یې ملا وټړله۰ پاچا بیا داساسي قانون متمم قوانین اوپه هغوکې دسیاسي ګوندونو او غونډو جوړولو قوانین توشیح نکړل کوم چې دولسواکۍ دودې اوپرمختګ، دقانون دواکمنۍ دټینګښت اودحکومتونوددریځ د پیاوړي کولو لپاره حیاتي ارزښت درلود ۰ دسلطنتي کورنۍ داډول دریځ اوکړنې ددې لامل وګرزیدې چې ددموکراسۍ دلسیزې حکومتونه دپاچا ترسیورې اواغیزلاندې خپل شتون اواقتدار ته دوام ورکړي ، یوپه بل پسې ړنګ اودهیوادټولنیزو- اقتصادي بیساره ستونزو دحل جوګه نشي اوپدې توګه دخلکو د کړاوونوپه ډک ژوند کې کوم مثبت بدلون رانشي ، دموکراسي بدنامه شي اوبالاخره محمدداود دپوځي کودتا له لارې ددموکراسۍ لسیزې ته دپای ټکی کیږدي سلطنتي مؤسسه ړنګه اودجمهوریت په نامه خپل ډیکتاتوري نظام ټینګ کړي۰ داتریخ واقعیت ددې څرګندوی دۍ چې سلطنتي کورنۍ ددوی له لارې ولس ته ورکړل شوې دموکراسۍ ته چې په افغانستان کې دټولنیز انقلاب پیلامه وه اودروڼ اندو دپراخ ملاتړنه برخمنه وه پخپله خاموشه کړي اوټولنې ته بیساره ستونزې اوناخوالې ډالۍ کړي۰
نوربیا۰۰۰