الحاج امین الدین « سعیدی – سعید افغانی »
مفسرین او محدثین د ليلة القدر دشبی دځنې علائمو په باره کی په تفصیل سره لیکلی دی چی دهغه جملی څخه دحضرت جابر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه ه هغه حدیث کی چی روايت شوی دی دقدر دقدر دشبی ځنې نښاني داسی بيان کړی دي.
« د قدر شپه معتدله وي نه به يخه وي او نه به ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي داسې چې ته وايي د پنځلسم سپوږمۍ ځليږي ، په دغه شپه به شيطان د باندې نشي وتلای نو په اسمان کې به د ستورو رڼاوې کوم چې شيطان ورباندې ويشتل کيږي نه معلومږي او بله نښه يې داده چې کله د قدر د شپې په سبا لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګی نه لري ) .