محبوب
هر هغه هېواد چې به هر اړخيز ډول يې دولت له ولس سره همغږی اوسی اود ولس له هر اړخيزو ستونزو څخه ځان خبروي ،هېځکله هم دناکامۍ په لور نشي تللای او تل يې نوم په برياليو هېوادونو کې ليکلی وي.
موږ هم هېواد لرو خو بريالی هېواد نه بلکې يو ناکام او تر نورو وروسته پاتې هېواد دی داځکه چې دلته ډېر خوڅه چې دوه تنه هم په يوه اواز ندي،يو دبل خبره نه اوري دلته هرڅوک د بل په کار کې مداخله کوي،يو کس که هرڅومره په هېڅ نه پوهېږي خو بيا هم له يوه بل پوه او په کار پوه شخص څخه ځان په هر اړخيز ډول موفق او کارپوه حسابوي.
نن زموږ په ولسمشرئ ماڼۍ کې د څو تنو کوچنيو وکيلانو لخوا لاسوهنه کېږي،په وزارتخانوکې دوی لاسوهنه کوي، قراردادونه دوی مني او له منځه يې وي، د ولس په منځ کې دوی غوغا خپروي او دولس په منځ کې دوی ځانمرګي بريدونه کوي او دبې ګناه خلکو وينه هسی د اوبو پشان بهوي،هېڅکله خپلو کارونو ته ژمن نه پاتې کيږي او دنده يې ددوه تنو ترمنځ د واټن رامنځته کول دي.
په افغانستان کې يوه تر ټولو به لويه ستونزه داده چې هرڅوک په هرځای کې چې وغواړي کولی شي سپکه یا درنه وسله ګرځولی شي،پرته له دې چې يو قانوني اجازه ليک ولري له ځانسره اصلحه ګرځوي او هرڅوک چې وغواړي ورسره شخړه کوي اوپه نه خبره په دې سر ووهلي،چې دغه کارونه ډیر د خوښيو او ښاديو په محفلونوکې تر سره کېږي ،که وګورۍ نو ډیر کوچني هلکان به وي او په بډه به ورسره تمانچه وی چې د سيل او ساز په وخت کې ډزې ورباندې کوي ،ډېر وخت يې سلاح د ډزرو کولو په وخت کې بنده راشي نوبيآ له ډېرې غوصې نه پوهېږي څه وکړي خو چې بيا يې ګېټ يا لټ ووهي مرمۍ تېره کړي او چې هرې خوا ترې مرمۍ لاړه نو بخت د هغه چا چې بچ شي او کمبختي دهغه چا چې ولګېږي، اوياهم داسې چې ډیر وخت له دغه شان خلکوسره چې يو څوک ډیره کوچنۍ خبره هم وکړي نو په فکر يې سمه نه راځی بيآ ورنه دژبې خبرې غلطې شي نوبيا د ټوپک په ژبه خبرې کوي او له دې ورته لويې لويې دښمنۍ پيدا شي چې بيا يې سر تر زندانونو ورسېږي خو کاش دوی په زندان هغو ليکل شویو جملوته فکر وکړي چې پرې ليکلي يې وي ( د ساعت غيرتي د ټول عمر بې غيرته) رښتيا هم همداسی وی په يوه ساعت کې له فکر څخه نه بلکې له احساساتو څخه کار واخلي يو څوک ترې ووېشتل شي بيا ورباندې ټول عمر زندان تېروي.
پوښتنه داده چې ولي دې خلکوته دا موقع په لاس ورځي چې دوی سلاح وګرځوي،داټول ددولت په بې کفايتۍ دلالت کوي که چېرې دوی بې کفايته نه وای نو ددغه شان خلکو مخه به يې نيولې وای، دلته به د طالبانو له حکومته يوڅه یادونه وکړم کله چې طالبان په قدرت کې ول چا له ځانسره په جېب کې د بادرنګ خوړلو لپاره هم چاقو نه شو ګرځولی ،تفنګچه،او ټوپک خولا دېره لرې خبره وه،هلته چا په الوتونکي هم د چره يز ډز نشو کولای خو بد بختانه اوس خلک په انسان مخامخ د راکېټ ډز کوي د طالبانو په وخت کې به دشپې په لويو لارو مسافر وړونکي او بار بري موټرونه ګرځېدل اوسفرونه به يې کوول چا کې به دومره جرئت نه و چې مخې ته يې ولاړ وای خو له بده مرغه چې اوس يوڅوک د خپل کور په مخ کې موټر خو لاڅه چې پلی نشي ګرځېدلای.
نن بايد دولت ددې هرڅه مخه ونيسی کنه بيا به يې هېڅوک مخه ونشي نیولای دابايد ورته روښانه کړي چې هرڅوک په خپل کار کار ولري د بل په چاروکې مداخلې ونکړي داځکه چې هرڅوک خپل کار لره پيدا دي اوکه همداسی دوام وکړي نو نه به دولت اونه به ملت پاتې شي او يو دبل په منځ کې به دا فاصلې دومره ډیری شي چې د وصل لاره به يې هېڅ پاتې نشي.