حقيقت ولې تر پښو لاندې کېږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محبوب
 لاڅو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي  ــــ و حشته ستاپه زړه کې څه پاتې دي
لاهم په هېواد کې داسې کسان شته چې سوله غواړي،اتفاق غواړي او په خپلوکې دافغانانوترمنځ ورورولۍ ته لاره حواروي  او لاهم په دې وېجاړ او ډېر دښمن لرونکي هېواد کې

داسې څوک شته چې جنګ نه خوښوي ،وينه توېده يې بده راځي،دماشوم له لاسه د کتاب اخستل نشي زغملی او لاهم  د ظالم لخوا په مظلوم د ظلم او بربريت کولو په وخت کې له سترګو اوښکې تويونکي خلک شته دي.
داهم دهېرولو نده چې افغانستان دهغو هېوادونو له کتاره ده چې بې وزلي،فقر او بې سوادي پکې اوج ته رسېدلې ده همېش يې دخلکو په ژوند لوبې شوي دي ،هېچا د ارام خوب ته ندي پرېښي،ژوند يې د څوتنو يا څو کړيو لخوا ورباندې قرض بلل کېږي او خاوره يې تل د نورو لخوا تسخير او تر ولکې لاندې راغلې بلل کېږي،همسايه ګان يې له لمنو څخه ستارې او پاولي بېلوي او په خپلو لمنو يې ټومبي او ورسره پيوند کوي يي،که وخت ورکړل شي نو له جغرافياوي موقعيت څخه يې هم وباسي اوو حتی د نوم د ورکولو هڅې يې کوي خو بيا هم  ددې هرڅه ترڅنګ داسې څو ککرۍ هم شته چې ددې هرڅه مخه يې د تل پشان نيولې اوبيا هم ورته لاس په نامه ولاړ دي.
تېره ورځ په خوست ولايت کې د ۱۵۰۰ په شاوخواکې قومي مشران،مخور سپين ږيری،ملکان،دولتي او غير دولتي اشخاص د دې ولايت د ولايت مقام په مشرۍ د مجاهدينو د ورځې دلمانغونډې په پلمه سره راټول شوي وو او دافغانستان خلک يې پخپلوکې ورورۍ او دوستي کولو ته را وبلل،هغوی ته يې نور دټوپک ايښودلو او پر ځای يې د قلم او کتاب را اخستلو بلنه ورکړه.
خوست مېشتو ولسونو او په غونډه کې را ټولو شوو خلکو په خپل هېواد کې د شوي سپېڅلي جهاد څخه ستاينه وکړه ،دجهاد په دوره کې شهيدان شوي وروڼه او خويندې يې سپېڅلي شهيدان اودحق دلارې قربانيان وبلل هغوی وويل چې افغانستان يوه شهيد پروره او مجاهدپروره هېواد دی چې تل د خدای تعالی امر او قوانينوته متعهد ولسونه لري او په خپل ځان دقيامت تر ورځې پورې جهاد فرض ګڼي.
په ياده غونډه کې را ټولو شويو خوستوالو په خوست ولايت کې د تېرې يوې مياشتې اړو دوړ او يوه مياشت وړاندې په دې ولايت کې د يوه کوچني قيامت جوړولو،دمدني حرکت او سوله ييز لاريون په نامه د وسلوال پاڅون،له قانون اومقرراتوڅخه ښکاره ياغيتوب او سرغړونې،دملت په سر سودا کولو،دبي ګناه خلکو دوينې تويولو او نورو هغو کړاوونو څخه يې هم يادونه وکړه چې په دې ولايت کې دولسي جرګې ددوه غړيو امنيه قوماندانۍ او ولايتي شورا ځينو غړيو لخوا ترسره شول.
ګډونکوونکو په کلکه له مرکزي دولت څخه داغوښتنه وکړه چې هرڅومره ژر کېږي داپېښه دې جدي وپلټل شي او عاملينوته دې يې د ملت پر وړاندې جزا ورکړل شي،هغوی وويل چې دولت بايد معلومه کړي چې دغه قيامتونه په خوست کې د څوتنو لخوا دڅه لپاره په لاره برپا شول،ايا خپل هدف ته ورسيدل اوکنه که ورسيدل نو بايد خوستوالوته يې د عاملينو لخوا حساب او وضاحت ورکړل شي چې هغه هدف کوم وو چې د لسګونو بی ګناه خلکو وينه يې پکې تويه کړه ،دخوست ټول بازار په زبردستۍ سره وتړل شو،دمعارف دروازې د زده کوونکو پر مخ بندې شوې اوس بايد دا وویل شي چې که يې هدف لاسته راوړی وی نو ددې قربانيانو اوهغو خلکو چې په ډېره لويه پيمانه مالي او ځانی زيانونه ور اوښتي دي ګټه يې پکې څه شوه اوکه چېرې يې خپل هدف په لاس نه وي راوړي نو دا دومره لوي غمونه خلکوته دڅه شي لپاره ورکړل شول،دملت په سر ولې سوداګانې وشوې،دخلکو ارام ژوند ولې نا ارامه شوه په خوست ولايت کې پنځه کلن اختر ولې يو دم په وير دڅو مشخصو خلکو لخوا بدل شو؟
غونډه والو مرکزي دولت په اشارې سره وويل چې دا په خووست کې شور جوړونه نه بلکې مرکزي دولت ته د خطر يو زیګنال ورکول دی چې که دغه زورواکي وغواړي نو په ارګ کې دننه هم دغه شان کارونه کولی شي، دوی په خپلو خبروکې دولت  ته ګواښ وکړ چې که چېرې ددې پېښې پلټنه ونکړي،عاملين يې چې په ښکاره ګرځي د قانون منګولوته ونه سپاري او ديوه يوه شي پوښتنه ورڅخه ونشي دوی ټول به دا ومني چې ګډ يا ائتلافي دولت په رښتيا هم يو کمزوری،بې کفايته ،دملت په سترګوکې د خاورو شيندونکي او په کارونوکې پاتې راغلی حکومت دی اودوی به خپلې اړيکې د تل لپاره ورسره قطع کړي او له دغو زور واکو څخه به خپله پوښتنه په هر ډول چې وي وبه يې کړي.
هغوی وويل چې په افغانستان کې جهاد چا وکړ،انګرېز او شوروي ته ماتې چا ورکړه، شهيدان ،معلولين ،کونډې ،يتيمان او بې سرپرسته کورنۍ چا پرې ښودې او اوس دملت په سر سوداګانې څوک کوي ،ايا موږ دخپل هېواد دازادي لپاره په همدې خاطر قربانۍ ورکړي چې اوس موژوند راته يوچالخوا ډالۍ وګڼو؟