ولسي جرګه د ګډ حکومت پروړاندې لوی چلنج

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محبوب
ورځ تربلې د ائتلافي حکومت پر وړاندې سترې ننګونې او چلنجونه را پيداکېږي او ډېرې شومې څهرې او يو شمېر وارنکاري اومخرب بانډونه دی چې د ملي نه بلکې خپلو شخصي ګټو لپآره يې

پروژوي سېستمونه خپل کړی دی او په دې تپوتلاش کې دي چې د دولت ريښې وباسي اوپرځای یی خپلې شومې څهرې مطرح کړی دا او دېته ورته نور ډېر اخصاص او کړی  شته چې له فرست څخه په ګټې اخستنې سره اوبه خړوي او کبان نيسي،دغه څهرې هڅه کوي چې په يونه يوډول دځينو دولتي چارواکيو او ادارو پر وړاندې ګواښونه وکړي او دهغوی کارونه تر سوال لاندې راولي اوپه دې صورت کې خپل ځان يوه کاذب شهرت ته ورسوي اوبيا تر هغه ځايه ځان ورسوي کوم چې دوي یی په خاطر هلې ځلې کوي،او په همدغو پوستونو شته خلک وشرموي او په يوه ډول يې د کارونو په مخ کې خنډ واقع شي  او دغه شان شومې او بزدلانه کړنې د يوه حکومت د ړنګېدو سبب هم کېدلی شی نوکه د نننيودوه مشرانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ شريک حکومت کې هم دځينو بهرنيو پلوه کړنيو لاسونه ورلنډ نشي او لکه د اوس پشان مداخلوته دوام وکړي لرې نده چې دا دولت هم په بل مخ واړوي.
دغه کړۍ ډيری برخه يې د هېواد دپارلمان ناکاره او چټل غړي دي چې تل هڅه کوي چې دهېواد روان سياسي حالات په يوه طريقه له مشکلاتوسره مخ کړي او خپلو اهدافوته ځان ورسوي هڅه کوی چې د اشرف غني ترڅنګ د اجرائيه رئيس په چاروکې هم مداخله وکړي ترڅو دځان لپاره ځای پيداکړي ،په همدې ډول د ولسي جرګې له نوم،مسؤونيت او نامه څخه په ناوړه استفادې سره غواړي چې دبل چا غاړه ماته او خپله هسکه کړي دوی تل کوشش کوي چې خپلې شخصي ګټې تضمين کړي،په دولت کې په وزيرانو باندې هر اړخيز فشار واردوي ترڅو ددوی په خوښه او ددوی د خوښی وړ اشخاص و ګوماري ترڅو سبا ددوی شخصي ګټې و معاملې تر سوال لاندې رانه ولي،نودهمدې لپاره يې کله چې وزيرانوته دباور رايه ورکوله هريو يې په پيسو اخستی و او بیا يې رايه ورکړې وه دهمدې لپاره چې راتلونکې کې يې ډول ته سم ونڅېږي.
له خبره دا چې په امنيتی اداروکې يې هم ريښې غځولي دي او په هغوی یی هم خپله باچاهي منلي ده په ملي امنيت کې ددغه شان اشخاصو له خوښي پرته څوک نشي مقرريدلی،ددوی له خوښې پرته څوک نيولی نشي دوی امر اوکی اوامنیتی اداری اجرائات کوي،که چېرې څوک مجرم ثابت شي نو بيا ددوی لخوا امنیتی اداروته امر کږي او بيا تر هدف لاندې شخص نيول کېږي او زندان ته استول کيږی اوکه چېرې امنيتی اداری ددوی له خوښې او ارادې پرته کوم څوک يا مجرم ونيسی نوبیا دهغوی پروړاندې نورې دسيسي او پروپاګندونه جوړوي او هغه اداري هم په فساد او ورانکارۍ تورنوي،په لويه څارنوالۍ کې يې هم ځآلې کړي دي چې هېڅ څارنوال ورڅخه غوږ نه شي خوزولی او که څه کوی نو ددغه شان خلکو په خوښه به ديوچا قضيه څېړل کيږی او بندیږی به.
دهېواد اوسنی سيآسی حالت بیخی له کنټرول څخه وتی دی او داهرڅه دهمدغو بی بندوباره خلکو لخوا دی،دا هغه خلک دی چې په ۹۰ يمه لسيزه کې يې شخصي زندانونه لرل،شخصي پاټکونه يې لرل او دولتي سلاح ګانی او مهات يې په شخصي کارونو لګول او لرې نده که چېرې اوسنۍ سياسي حالت همداسی دوام وکړی نو یوه ورځ به بیا واوري چې په فلانی ځای کی پاټکيانو له موټرو څخه دومره نفر ښکته کړل او ويې لوټل اوس خو دغه کارونه د داعش تر بیرغ او نامه لاندې ځينې خلک او لنډغر کوي خو دابه واوری چې اوسنی وکيلان او ددولت چارواکي به پاټکونه جوړ کړي اوبيآ به يوځل څو کلونو ته پرشا وروګرځو.
خو هرڅو ژر چې کېږي بايد ګډ حکومت يې مخه ونيسی او ددغه شان خلکو په مهار کولوکې له هر ډول امکاناتو څخه سمپوونه ونکړي کنه بيا به يې ارمان وکړي خو اوبه به له ورخه تېرې وي نه به يې اداره کولی شي اونه به ورباندې پوه شي.