د ګډ حکومت دسقوط احتمال يقينی دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محبوب
په کلي کې خوبه موکله ديوه يآ څو کورونوپه هکله اورېدلي وي چې هرڅوک يې صفت کوي ،ښه پرې وایی او ټول هڅه کوی چې ځانانونه هماغه شان عيار کړي،پوهېږي ولې هغه خلک په کلي کې ښه نوم لري اوهرڅوک يې د تقليد کولو هڅه کوي؟


داځکه چې هغې کورنيو نظامونه اوسېستم په سمه توګه ايښودل شوی وي،په هغو کورنيوکې مشران او مديران اهل خلک وي ،هغوی نه پرېږدي چې په داخلي نظام کې يې له کوره بېرون خلک ګوتې ووهي اوهرڅوک يې دکورني نظام په ګډوډ کولوکې برخه واخلي.
نن دافغانستان دملي حکومت ګډه اداره هغه کورته ورته ده چې پنځوس ملکان او مشران لري،هغه کورته ورته ده چې دروازه نلري،هغه دېګ ته ورته ده چې سرپوخ نلري،دلارې هغه جوار ته ورته ده چې هرڅوک يې داړې بېرته کوي،هغې مسئلې ته ورته ده چې هرڅوک پکې خپل نظر ورکوي او هغو خوړو ته ورته ده چې هېڅوک ورنه خوند نه اخلي.
له نن څخه يو کال او يوه مياشت مخکې د پخواني ولسمشر کرزي راج و هغه به غورزي کول چې دهېواد جوړونې لپاره يې ډېر څه وکړل خوپه دې خلکو معلوم نه شول،مګر په هغه وخت کې چې د اوسني ولسمشر غني او اجرائيه ريس د ټاکنو کمپايڼونه په درز کې روان ول نو دهغه په اداره يې نيوکې کولې او ترټولو بې کفايته او وروسته پاتې اداره يې بلله،له فساده ډکه،له بې کفايته چارواکو ډکه،له مخالفته ډکه،له سولې تشه او هر رنګ بېکاره نومونه يې پرې کېښودل،خوخپله دوی له خلکوسره د هر راز مرستی او دولت جوړونې ژمنې کولی هر يوه خپله بريا وار دمخه تضمينوله،هريوه د ې خلکوته له غره غوښه او له سیند نه شوروا جوړوله ،ويل به يي چې د ورځو په شمار به افغانستان له ډیرو ملکونو سره د سيآلی جوګه کړی،خو ايله په يوه کال کې ددوی د ګډ حکومت کابینه يو کم بشپړه شوه هغه هم په رد او منلو سره اشرف غني به ويل چې ترټولو دمخه به په هېواد کې دشته فساد مخه ونيسي،ترټولو یو خاینین ( دکابلبانک سهم داران) به د قانون منګولوته وسپاری او محاکمه به یی کړی.
عبدالله عبدالله به ویل چې وطن به شړشم کړی،هرخوابه چراغان وی،برقونه او برېښنایی بندونه به جوړ کړی دابه وکړی اوهغه به وکړی مګر اوس چې دواړو په ګډه حکومت جوړ کړی دی اوس له دواړو لاره ورکه ده چې څه وکړی،خپلې ژمنی ورنه هېری دی خدای خبر په دوی باندی څه وشول.
اوس چې ددوی کابینه څه ناڅه پرځای شوه خو لاهم دولت نیمګړی دی داځکه چې ټول واليان اوس هم سرپرستان دی،او سرپرست هیڅکله په سم زړه کار نکوي هغوی وایی چې هسی یی هم څو ورځې پاتې دی نو يواځې دخپل لوی جېب لپاره کار کوي او ترڅو چې بل والي ټاکل کېږي نو دا جېب خو هم ډکول غواړي،ځکه دوی په زړه خوړلی چې بیابه په دې څوکۍ هېڅ پاتې نشي اوهرو مرو ده چې له څوکۍ څخه به لاس په سر کېږي،داسمه ده چې ددوی له جملې څخه به د کار سړی هم وی مګر له بده مرګه هغوی بیا څوک کار ته نه پرېږدي اوله يوې اوبلې خوا يي په ډول ډول پلمو پښې وهي او ورځې يې ور لنډه وي
خو داچې د دغو دکار خلکو پښې او لاسونه څوک لنډوي داهم باید روښانه شي دا په ملی اوګډ حکومت کې د اوسني پآرلمان ځينی غړي دی چې نه غواړي په والاياتوکې واليان کارونه وکړي او ددوی غیر قانونی کارونه تر سوال لاندې رانه ولی نو ځکه نه غواړی چې هغوی تر دې زيات نور په خپلو څوکیو پاتې شي.
اوس هم په ملي حکومت کې په رشتوتونو او بډو اخستوسره مقررول کېږي اوس هم د يوه پوست په تر لاسه کولو د داوطلب پوستکی وېستل کېږي،اوس هم وزير او ريس ته اخطار ورکول کېږی اوس هم دملت رايې ته احترام نه کېږی،اوس هم کار اهل دکار ته نه سپارل کېږی،اوس هم روابط په زوابطو وړاندې والی لري او اوس هم پخوانۍ ټوپکسالاري روانه ده او لا یې زور اخستی دی.
لکه څنګه چې دواړو مشرانو ويلی وو چې دولت به په خپلو پښو دروي او سهامي شرکتونه به پکې نه جوړوي اخر همدا شوه چې خپله يې ورڅخه سهامي شرکت جوړ کړی دی او هرڅوک راځی او برخه پکې اخلي خو کاش چې په دې سره خو دا ملک جوړېدای شوای،دوی خو داسی دا ملک غلبېل غلبېل کړ چې ولسمشر کرزی هغه خلک هم دعا کوي چې کنځلې يې ورپسې کولې او دا دعاکوي چې خدایه له دې دې بدترې نه وي.
د غنی او عبدالله په مشری اداره او تر کنټرول لاندې دولت کې خلک خپل سري کارونه کوي،جنايات کېږي،جرمونه کېږي اوس هم دخلکو لوڼې په زور اوزبردستۍ له کوره وېستل کېږی او له يوه داسی چاسره يې نکاح کېږي چې د نجلۍ خوښه نه وي، ددوی په دولت کې اوس هم د غريبو اوبې وزلو خلکو زامن په زور له کوره او دوکانه اوباسل کېږي،لوطاطت ورسره کېږي اوبيا وهل ډبول ورکول کیږي،ددوی په دولت کې اوس هم له مېرمنو د هغوی دبدن غړي قطع کيږي او بې رحمانه ډول باندې وژل کېږي.
د غنی او عبدالله تر مشری لاندې حکومت کې نن د والي،ولسوال،دپارلمان وکيل،دبانک رئيس اوبل چا صلاحيتونه ندی معلوم که معلوم هم دی نوڅوک پرې غوږ نه ګروي اخر دا دولت ولې دومره له پښو وغورځېده خو هماغه متل دی چې وایی په ډېرو قصابانوکې غوا مرداريږي او لرې نده چې دا دولت به ژر سقوط وکړي.