لکه څنګه چې مدني ټولنې د خلکو او ولس تر منځ د پله حيثيت لري او يوازنۍ دنده يي د مشروع نظام د لا پياوړتيا او خلکو او ولس تر منځ واټن کمول دي په هيڅ ډول سياسي يا فردي خوځښتونو پورې منحصرېدای نه شي.
مدني ټولنې په ټوله نړۍ کې په خپلو کړو وړو کې پوره ازادي لري خو آزادي يي په ټوله دنيا کې فردي يا سياسي نه ده له همدې امله د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مدني ټولنې د ګټې وټې يا سياسي امتياز د تر لاسه کولو ادرسونه نه دي او هر څه چې کوي بايد د ولس ګټې،ارزښتونه او باورونه په پام کې ونيسي.
زيار مدني ټولنه په لوګر کې د یو څو تنو (ابن الوقت) انسانانو غږ د ټول لوګر غږ نه بولي، موږ په هیڅ ډول د هغه چا ننګه نه کوو، هغه چې له افغانیت سره ستونزه لري، د تجزيي نارې وهي، د هیواد په يو ولايت کې د نظام پر وړاندې ولاړ وې،نورو ته امتياز ورکوي، د دولت په نوم قومي او ژبني تعصبونه کوي، د کرکې اور ته لمن وهي او په نورو ولایتونو کې هم د ورته اور بلول غواړي په کلکو ټکو غندي.
په لوګر ولایت کې د مدني ټولنې په توګه موږ د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور په ملاتړ جوړې شوې غونډې تنظیموونکو ته وايو، چې آيا د لوګر ستونزې ختمې شوې، چې د افغانیت مخالف انسان په کې نمانځئ؟ دا ښکاره خبره ده، چې د یو څو پیسو لپاره یې دا کار کړی، خو په هیڅ ډول د لوګري ولس او لوګر د مدني فعالینو استازولي نه شي کولای او نه هم د لوګر پتمن ولس د جنګي مجرمينو او جنايتکارانو ننګه کوي.
زیار مدني ټولنه د عطامحمد نور د ستاینې پرځای له دولته غواړې،چې دا ډول چارواکي د هیواد په هر ګوټ کې چې وي محکمې ته را کش کړي او پوښتنه ترې وکړي چې دومره شته او برم يي له کومه کړ.
ددې لپاره چې د مدني ټولنو په نوم جواز په جيب خلک د مدني ټولنې په مانا او کړو وړو پوه شي لاندې څو ټکي د مدني ټولنو د کار په ساحه کې سرې کرښې او اساسي اصول دي:
په پای کې زیار مدني ټولنه په لوګر کې ورته غونډې يوازې د ولسونو تر منځ د تفرقي ستر لامل بولي او د ولس او دولت تر منځ د پله حيثیت ته په کتو سره د مدني ټولنو په نوم روانه سوداګري چې په هر نوم وي کلکه غندي او د لوګر له عدلي او قضايي ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د مدني ټولنو په نوم ورکول شوي جوازونه بايد له سره وګوري او هغه چې د مدني ټولنو په نوم،حزبي، سمتي، ژبني،سياسي او يا د امتياز اخيستو لپاره د مدني ټولنو په نوم کار کوي د افغانستان له شته قوانينو سره سمه سزا ورکړي.
زیار مدني ټولنه په ټول کې انسانيت او په خاص کې افغانيت ته پوره درناوی لري، اړينه بولي چې په لوګر کې شته بې پرې مدني ټولنې خپلو مسولیتو ته په کتو سره د ورته کړنو او شراچونې پر ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه د هیواد په قوانينو کې د عامه نظم خرابونکو ته سخته سزا ټاکل شوې او د افرادو په نوم کیدونکې هڅې د همدې قوانينو پر بنسټ جرم دی.
پای
د زيار مدني ټولنې دارالانشا