نصیراحمد (څپاند)
په افغانستان کې د «اسلامي نړیوال پوهنتون» د جوړېدو ژمنه د ۲۰۱۳ میلادي کال د اسلامي هیوادونو په ګډ کنفرانس کې وشوه، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې د دې پوهنتون د جوړېدو فرمان ورکړ. ياد پوهنتون د نړيوال اسلامي
انکشافي بانک په خرڅ جوړېږي، چې اسلامي او ساينسي زده کړې به په کې کېږي او په جوړېدو به يې ۷۰ مليون امریکایی ډالرلګښت وشي.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د بیلابیلو دلیلونو پر اساس اود لوړوزده کړو د وزارت رهبری فیصله کړی چی د ننګرهار پر ځای په مرکز کابل کې دغه اسلامي پوهنتون جوړېږي. او دلیل یی دا وه چی دا په ټولو هیوادونو کی په پایتخت کی جوړشوی دلته هم باید په کابل کی جوړشی.
په ختیځ کی ټول میشت و لسونو د لوړوزده کړو د وزارت د دغه نا قانونه پرېکړه پرخلاف ټولو ختیځوالواو با فرهنګ او علم پرور ځوانانو مدنی ټولنو لیکوالانو اوسیاسی شخصیتونو د جدی غبرګون ښکاره کړواو ټولی ممکنه لارو خپله برحق او مشروع مبارزه که د قلم له لاری وه او که د رسنیواو فیس بوک او انترنت له لاری پیل کړه. او پرجوش احساسات او جذبات یی څرګند کړل.
دلته غواړم پدی هکله د ښاغلی حضرت عمر ذاخیلوال دوخت دمالی وزیر څرګندونی هیواد والو ته واضح کړم: ډاکټر صیب عمر ذاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼه کې د اسلامي نړیوال پوهنتون په اړه لیکلي:
(دننګرهار څخه د اسلامی پوهنتون د انتقال په اړوند د لوړو زده کړو وزارت دتصمیم په مقابل کی د ننګرهاری ځوانو فعالانو غبرګون پر ځای او د ستاینی وړ دی. غواړم چه ځوانانو ته ډاډ ورکړم چه نوموړی پوهنتون به د ننګرهار څخه هیڅ بل خوا نه ځی. پدی اړوند د لوړو زده کړو دوزارت تصمیم اشتباه او د غلط فهمۍ لکبله و. نوموړی وزارت د بهرنیو چارو د وزارت د ځینو مکاتیبو په اساس تصمیم نیولی و چه معلومات ئی اشتباه و. پدی اړوند می نن د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست ښاغلی بابری سره خبری وکړی او ډاډ می تری واخیست چه د کابینی د فیصلی مطابق به اسلامی پوهنتون په خپل پخوانی ځای جلال آباد کی جوړیږی. نوموړی پدی جریان کی نه و چه اسلامی پوهنتون څه د پاسه دری کاله مخکی زما له خوا په سوډان کی د اسلامی بانک په کلنۍ غونډه کی د نوموړی بانک رئیس ته پشنهاد او دهغوی له خوا د اویا میلونه ډالرو بلاعوظه مرستو په تعهد منظور شو. اسلامی بانک بیا داتعهد دقاهری د اسلام کانفرانس د سرانو په مجلس کی اعلان کړ. اسلامی بانک نظر دا و چه اسلامی پوهنتون دی په کندهار یا ننګرهار کی جوړ شی. ما دا خبره د ولسمشر کرزی سره شریکه کړه. هغوی وویل چه په کندهار کی هندوستان یو پوهنتون جوړوی بهتره ده چه دا بل پوهنتون په ننګرهار کی جوړ شی مګر د کابینی فیصله واخله. راتلونکی دوشنبه می د کابینی په اجندا کی شامل، فیصله می واخیسته او بیا می اسلامی بانک ته رسمآ خبرتیا ورکړه.)
ګرانو هیواد والو ددی ستونز ه د هواری لپاره مشترکه مبارزه ډیره په منظمه توګه پیل شوه او بلاخره دقدرمن استاذ سباوون ځوانانو مدنی ټولنو لیکوالانو اوسیاسی شخصیتونو دهڅو په نتیجه کی اوخصوصآ په ولسی جرګه کی دننګرهار دخلکو استازی اغلی فرشته انوری چی زمونږ سره یی څنګ به څنګ ډیره په جرات او میړانی سره ودریدله او په نیمه شپه کی کابل ته ولاړه اود لوړوزده کړو د وزارت رهبری سره یی مفصلی خبری وکړی او هغوی ته یی اسناد ارایه کړل اغلی فرشته انوری ووایی تر هغه مي ورسره جنجال وکړ تر څو خپله پريکره يي بيرته واخسته او ننگرهارته يي دننگرهاريانو حق ومنه، او د مذاکراتو څخه وروسته لوړوزده کړو د وزارت رهبری د یو رسمی مکتوب په ذریعه خپله ناقانونه پریکړه بیرته واخیستله او ووییل چی سوی تفاهم شوی دی. مونږ د مبارزه اوقدرمنی فرشته انوري دننګرهار دخلکو استازی په ولسی جرګه کی د دی سر لوړی او جسورانه -مبارزه قدر کوو او دی غیرتی اوپپښتنی چی واقعآ دغه لوی او انقلابی مبارزه کی خپل حقانیت –افغانیت او اسلامیت خلکو او وطن سره مینه او د خدمت جذبه ثابته کړه. او دمیوند د ملالی په پل یی پل کیښودلو او د ځوانانو لپاره یی د دیموکراتیکو لارو نه د حقه حقوقو او مشروع غوښتنو یو نوی اغاز او باب پرانیستلواو دای هم ثابته کړه چی مونږ ختیځ وال کولای شو خپلی ټولی ملی منافعی اوغوښتنی دیموکراتیکو او سولیزه لارو نه لاسته راوړو.
ګرانو لوستونکو دلته غواړم ځوان مدنی فعال سید عیسی سادات لیکنه تاسی سره شریکه کړم:
((ننګرهار میشتو مدني فعالانو کله چي د استاد سباوون او نورو مدني فعالو په کډون مو سره مشوره وکړه چي اول به په فیس بوک کي د ننګرهار د اسلامي پوهنتون په اړه د لوړو زدکړو وزارت د رهبري شورا په غیر عادلانه او غیر قانوني پریکړي په غبرګون همدلته مبارزه پیلوو نو هماغه وو چي د دوستانو په مرسته په فیس بوک کي مبارزه پیل شوه لمړي وکیله فرشته انوري وه چي مونږ سره په تماس کي شوه او وویل چي په فیس بوک له یادي موضوع خبره شوم او ډیر یی ودردولم هغي وویل چي زه تاسی سره ولاړه او د اخیري مرحلي به درسره مبارزه کی پاتي شم هماغه وو چي د کب په یوولسمه نیټه دننګرهار د ښاروالی په میلمستون کی زمونږ مشورتي غونډي ته هم راغله او کلک ملاتړ یی بیا هم وښود وویل زه به د لاریون او بل هر ډول حرکت په لمړي کتار کي دریږم او له تاسی سره به یم په وار په وار به یی دا خبره کوله چي زه دا ځل ځان نه نوماندوم او یوازنی هدف می د ختیځ د خلکو حق غوښتل دي پرون تر ناوخته پوري یی ساعت په ساعت احوال اخیسته او ډاډ به یی راکاوه چي زه درسره یم مبارزي روانه وساتي او د شپی ۱۱ بجي یی مسیج وکړ چي کابل ته همدا اوس حرکت کوم او سبا درته مکتوب رارسوم مونږ ورباندي ټینګار وکړ چي لاره خطري ده او اوس باید لاړه نشي خو هغه وویل له سره تیره یم او عمر او لمر په نامه زامن مي بیا له یاده ونه باسي پر هغوي پام کوي مونږ بیا هم ډیر ټینګار کاوه خو هغي خپله خبره پوره کړه او په توره شپه له جلا ل اباده کابل ته لاړه او هغه دی مکتوب یی هم له وزیره راواخیسته فرشتي انوري که څوک هر څه وایی پروا یی نلرم خو ستا دا لوی احسان او هلی ځلي به هیڅکه مونږ هیری نکړو ته زمونږ ملاله یی مونږ پر تا وویاړو او په هر ډګر کي دي سرلوړی او بریالۍ غواړو
ژوند ژوند محترمي او اغلي وکیلي صیب ))
قدرمنو هیواد والو او لوستونکو په پای کی ستاسو او د ختیځوالونه دا غوښتنی لرم.
- ددی ستراسلامی نړیوال پوهنتون د پروژه دعملی کولو لپاره باید لاس تر زنی کیښنونو او د یوه منظمه کمیته باید د پوهنتونو د استاذان- ځوانانو مدنی ټولنو لیکوالانو اوسیاسی شخصیتونو جوړه کړو ترڅو د دولتی چارواکو او مرکزی اداری سره ددغه ملی او لوی پروژه د پیل لپاره لاس پکارشی. او تر هغی باید خپلی هڅی او مبارزی وکړی تر څو دا ستراسلامی نړیوال پوهنتون جوړشی.
- او په هغه ساحه چی ستراسلامی نړیوال پوهنتون جوړیږی د هغی ساحه د ولسونو او مشرانو سره دامنیت او ساتنی په هکله خبری وشی او په دی برخه کی د هغوی همکاری او حمایت راجلب کړو.
- په ننګرهار کی د دولتی ادارو او په راس کی د ولایت رهبری سره د مذاکراتو او کتنو لاری فشار وارد شی تر څو هغوی هم ددی ستراسلامی نړیوال پوهنتون د پروژه دعملی کولو لپاره لاس پکارشی.
- په ختیځ کی ټول میشت و لسونو ختیځوالواو با فرهنګ او علم پرور ځوانانو مدنی ټولنو لیکوالانو اوسیاسی شخصیتونو او سیاسی ګوندونه لا متحد او یوشی تر څو په راتلونکی یی د دیموکراتیکو لارو نه د حقه حقوقو او مشروع غوښتنی ترلاسه کړی.
- په راتلونکو ټول ټاکنو کی هغو استازو ته خپل قیمتی وټ (رایی) ورکړی چی د لوړو زده کړو خاوندان وی اوددوی د حقه حقوقو او مشروع غوښتنی دفاع او د ستونزو هواری استعداد - توان او جراعت ولری.
- په ختیځ کی ټول میشت و لسونو ختیځوالواو با فرهنګ او علم پرور ځوانانو مدنی ټولنو لیکوالانو اوسیاسی شخصیتونو او سیاسی ګوندونه ملی تجارانوا و دولایتی چارواکو نه هیله کیږی چی زمونږ ټولی تعلیمی اداری – د لوړو زدوکړو اداری هم د کفیت او هم دکمیت له پلوحمایه کړی تر څو بیا دوښمنان ونه وایی چی ختیځوالو دهشتګرددی بلکه ووایی چی ختیځ د علم - ادب او پوهه زانګوده.
د سر لوړی سولیز خپلواک او سمسوره افغانستان په هیله
نصیراحمد (څپاند)