Initiative afghanisches Handwerk e.V. د افغانستان د لاسي صنایعو ابتکاري ةولنه
د تأسیس کال: ۱۹۹۴ مWeb.: http://www.iah-ev.de/ E- Mail:دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. رئیسه: پوهندوی شیما غفوری
کابل – افغانستان، ۳ حمل ۱۳۹۴
د تیرې پنجشنبې په ورځ (د مارچ د میاشتې په ۱۹ مه نېټه) د شاه دو شمشیره ع د زیارت او جومات غم لړلې پېښه د ګران هیواد د تاریخ په زرین تندي د شرم داغ شوه. داسې نکل او بدنامه عمل زموږ په ټول تیر تاریخ کې نه دی شوی او نه دی اوریدل شوی.
په دې ورځ بې علمه، نیم علمه او د غرض څښتنانو د هیواد پر یوې سپیڅلې دینداره لور د پاک قرآن د سوځولو بهتان ولګاوه چې د هغې د وحشیانه، غیر انسانی، غیر افغانی او غیر اسلامی وهنې، ټکونې، سپکونې، وژنې او مړي سوځونې سبب شو. دا ډول تاریخي شرمیدلی عمل د انسانی، اسلامی او افغانی ارزښتونو، دودونو او احکامو سره سمون نه مومی. موږ په داسې حال کې چې فرخندې ته د هغې د شهادت د لوړ مقام مبارکي وایو، د هغې له مور او پلار، خویندو او وروڼو او نورو ټولو خپلو خپلوانو سره خپله غمشریکی څرګندوو او ورته د لوی خدای له درباره د زړونو تسلی غواړو.
د فرخندې د بربري او وحشیانه وژلو او د هیواد د مدنیت د زانګو، کابل ښار، په سم منځ کې د ډیر مخلوق، او پولیسو او امنیتي ارګانونو په وړاندې د داسې وحشی عمل پېښېدل یوازې د فرخندې د خپلو خپلوانو غمیزه نه ده، بلکې دا د ټول کابل ښار او د ټول افغان ملت له پاره ستره او بې مثاله غمیزه او د ننګ او شرم تور داغ دی چې موږ هم له خپلو هيوادوالو سره په دې غم او شرم کې شریک یو.
که د شاه دو شمیره غمیزه زموږ ښار او هیواد ته دشرم سبب شوه، د بلې خوا زموږ مبارزو خویندو د خپلو میړنیو وروڼو د ملاتړ تر چتر لاندې تاریخي حماسه وزیږوله چې زموږ د هیواد په تاریخ کې بې ساری ده. د هیواد مبارزو، فداکارو او زړه ورو میرمنو د فرخندې تابوت پخپلو اوږو یووړ او پخپلو لاسونو یې قبر ته کوز او خاورې پرې واچولې. د فرخندې په تابوت د نارینه لاس هم ونه لګید. دې میرمنو پخپل دې کار سره ډیر هغه پخواني باورونه چې د مزخرفو افکارو زیږنده دی او ښځه یې یوازې عاجزه او ضعیفه بلله، مات کړل. دوی په عمل کې خپله توانمندي په ثبوت ورسوله.
موږ د خپلو غیرتمنو خویندو او زړورو مبارزینو دې جرئت، ابتکار او کار ته د قدر په سترګه ګورو او باور لرو چې د وطن زړورې، پاکې، روڼ اندې او مبارزې ښځې به د فرخندې د قاتلانو د محکمې تر سرته رسیدو پورې خپلو هڅو او هاند ته په منظمه، دوامداره او نه ستړې کېدونکې توګه دوام ورکړي، د ارازیلو او اوباشانو له تهدید به ونه بیریږی او هیڅ ډول دسیسې، توطیې او شیطانتونه به یې د حق په لار کې د اوچتو ګامونو د پورته کولو خنډ نه شي او په کامل یقین سره به د هیواد مدنیت غوښتونکي سرتیري او زړور زلمیان هم پدې لار کې خپلې خویندې او میندې یوازې پرې نږدي.
د افغانستان د لاسي صنایعو ابتکاری ټولنه هم د هیواد د مدنی ټولنې د یوه جز په حیث د دې میرمنو د هرې یوې د کار، مبارزو او هڅو د تقدیر او ستایلو تر څنګ د هغوی د حق او عدالت غوښتنې، د انسان د مصئونیت د ساتنې او په هیواد کې د قانونیت د ټینګولو په لاره کې له حقو مبارزو څخه خپل ملاتړ اعلانوی او د لوی خدای ج له درباره د حق او عدالت د لارې رښتینو مبارزینو ته د سترو بریاوو غوښتنه کوی.
(و من الله توفیق)
نورمحمد غفوري
په هیواد کی د افغانستان د لاسي صنایعو ابتکاري ټولنې د فعالینو په استازیتوب