«دشېطان خندا»؟؟؟!!! او«دانسانيت جنازه»؟؟؟!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدصفر خواريکښدنوي لمريزکال دمبارکۍ په ځاي دردمن ولس ته مې، هيله ده چې ويې منئ!
«هم له عربوهم عجموراغلل
دوزخ خالي دی شېطانان دلته دي» (۱)
۱۳۹۳زوړ ل کال خپل ځای ۱۳۹۴ ل کال ته دانسانيت په جنازه پسې دشېطانانو دکټ کټ خندا په څپوکې پرېښود.


هسې خوهم له جګړه ځپلي افغانستان نه ددوولسيزوراهيسې دانسانيت اومحبت جنازې وتلي دي ،په ټول هېواد اوپه تېره بيا پلازمينه کابل کې «دبشردحقونو» د« مدافعينو»!!! امريکا اوناټوپه زور واک ته رسول شويوتنظيمي لنډغرواود دوۍ اړوندوکوڅه ډبوپه شتون کې دولس ناموس ،عزت ،سراومال خوندي نه دی.
خودشهيدې فرخندې دويرژلې پېښې کوڅه ډبوعاملينو دانسانيت پرمخ متيازې وکړې .داهغه کرغېړن عمل وچې دافغانستان تاريخ به يې په خپله سينه کې په ليکلواوخوندي کولوشرمېږي.
هغوۍ چې نه له اسلام اګاهي لري اونه دانسانيت نښه،ګواکې داسلام نه ددفاع په نامه؟؟!!! يوه بې ګناه پېغله ديوکوډګرملااوديولنډغرکوڅه ډب په خوله په ډبرو،خښتوولي،ترپښولاندې يې غورځوي په اوسپنيزو ميلواود لرګيوپه سوټويې وهي په غبرګوپښوپرې دانګونه وهي،موټرپرې تېروي اوبيا يې نيمه بربنډوي اواوروراچوي اوسوزوي يې.
اه لويه خدايه !څومره صبر لرې ؟؟؟
داکوڅه ډب لېوان اوقاتلان ددغه کرغېړن عمل په بهير کې هم ستاسپېڅلی نوم يادوي.
شېطان اوس زموږدمجاهدې واکمنې غدۍ کړنوته هک پک پاتې دی ،دې تورزړ په خپلوکړنوپه شېطان هم پښه ورواړوله ، نوځکه ادم ته له سجدې نه کولوپښېمانه دی:
«موده وشوه چې شېطان ورپسې ګرځي
ادم راولئ سجده به ورته وکړم» (۲)
زموږدهېوادبهرني دوښمنان خپلوکرغېړنوموخو ته درسيدوله پاره دخپلو لاسپوڅو افراطي ډلګيوداړوندولنډغرو په وسيله داسلام په نامه دخلکوپه ژوندلوبې کوي،په بشپړ وحشت اودهشت سره په خلکوکې ډاراچوي اوانساني کرامت ترپښولاندې کوي اوسرکارپه چورچپاول اخته دی اودغونډۍ له سره ننداره کوي.
«داچې نن څه داسلام په نامه کېږي
دشېطان هم هډوسرپرې نه خلاصېږی
چې دکفرټاپه لاس کې دملاشوه
شېطان وکړه استعفاکورکې اوسېږي»(۲)
حکومت ته څه په کاردي چې کړي يې وای؟ اوبايدويې کړي:
۱- دشهېدې فرخندې دمعصومانه شهادت دکرغېړنې اوويرژلي پيښې له خبريدوسره سملاسي بايددکورنيوچارو وزيرښاغلی نورالحق علومي دکابل ښاردپوليسوقومندان ،دجنايي رئيس اودپوليسوداړوندې حوضې امر ورغوښتي وی،اوله هغونه يې پوښتنې اوګرويګنې کړي وی.له دوۍ نه يې په خپله دنده کې دناغېړۍ له امله کم ترکمه يوه يوه پوځي رتبه اخيستې وی .اودپوليسوهغه افسران اوسرتېري چې دپېښې په سيمه کې موجودول اوځينويې په خپله هم ان دکوڅه ډبولنډغروپه څېر کرغېړن عمل کې ونډه اخيستي اوسرکاري کوناټي په اخيستل شويوويديوګانوکې په ډاګه ښکاري، دويډيويې انځورونوله مخي تشخيص ،له دندې ګوښه اودسختې جزا له پاره دقانون منګولوته وسپارل شي.
 ۲- همداراز دامنيت دلويي رياست رئيس ښاغلی نبيل ورته اجراات کړي وی.
 ۳- دارګ دواړوسيالوواکمنوپه ګډه دامنيت دشورافوق العاده بېړنۍ غونډه جوړه کړي وی اوځانګړي محمکمې ته يې دپېښې دسملاسي څېړنې امرکړی وی اوعاملين يې(کوډګرملا اوهغه چا چې په وياړسره دشهېدې فرخندې وژل خپل کاربللی ) له يوې اوونۍ نه په کمه موده کې دپېښې په محل کې دمحکمې په حکم په داروځړوي.
 ۴-داطلاعاتواوفرهنګ دوزارت مرستياله سيمين غزل حسن زاده داسلام له سپېڅلي دين نه بې خبره ،له انساني فرهنګ بې برخې دسرکاري  لوړپوړې دندې لرونکې، چې له يورسمي دولتي ديپلوماتيک مقام نه يې دقانون اوانسانيت خلاف څرګندونې دخپل مخکتاب له لارې خپرې کړي، له دندې ګوښه کړل شي.داداطلاعاتواوفرهنګ دوزارت له پاره دشرم خبره ده چې دغه رازبې فرهنګه په کې دنده ولري.که دولسمشراشرف غني له پنځوس سلنې وي ونډې وي اوکه داجرائيه رئيس عدلله عبدلله له پنځوس سلنې خودشرم لوښی دی، بايدورکه يې کړي.
دمعصومې شهيدې فرخندې روح دې ښادوي!
مه وژنئ مو رمه وژنئ!
مه وژنئ خورمه وژنئ!
مينې چېرته مړې نه کړئ!
هيڅ انسان نورمه وژنئ!
يادونه۱،۲،۳په مخکتاب کې زما له پخوانيوخپروشويوشعرونوڅخه
پای