زهیر بلخی
په هرات کې یوه بېوزلي سړي ژوند کاوه، په ژمي کې به د سړو له کبله رېږدېده. هرکله به یې چې په کالو پټ کوم غلام ولید، مخ به یې اسمان ته نیوه او ویل یې: « خدایه د دې مریو د خاوند څخه غلام ساتنه ولې
نه زده کوې؟» هغه سړی دروېش و، پوهېده چې د خدای پر وړاندې د داسې کليمو ویل ګستاخي او د حقیقت د لارې سالکانو لپاره مناسب کار نه دی. یوازې د دې لپاره چې د تنګ لاسۍ په وخت یوه تېرېدونکې خوشحالي ولري، دا ډول خبرې به یې کولې. په هر حال له هېڅ بنده سره داسې ګستاخي نه ښايي.
سره له دې چې خدای خپلو ټولو بنده ګانو ته یو شانته د خوړو او اغوستو وسایل نه دي ورکړي، خو هغه تن چې کالي واغوندي او هغه ځان چې پرې ژوند وکړي هغه شته کړی، او هغه دی چې موږ ته یې ژوند رابښلی. هغه به تل د غلامانو په لیدو سره همدا ګیلې مانې او نیوکې کولې، تر دې چې د غمازانو د بد نیتۍ له کبله پاچا په خواجه عمید بد ګمانه شو او هغه یې زندان ته ننيوست. د دې لپاره چې د هغه پټ شته او خزانه وښي د هغه مریان یې هم، بندي او تر وهلو ټکولو لاندې ونیول. پاچا مریانو ته وویل که، خزانه ور ونه ښي لاسونه او ژبې به ترې پرې کړي. یوه میاشت تېره شوه مریانو تر وهلو ټکولو لاندې ساګانې ورکولې، خو له خپل خواجه سره د وفا په خاطر یې شونډې نه بېرته کولې، او هېڅ راز یې و نه وايو.
یوه شپه یوې پرښتې هغه ګستاخ دروېش ته په خوب کې وویل:« اې دروېشه ته هم د خواجه عمید له غلامانو بنده ګي زده کړه!»
په دې پوه شه هر څه چې وکرې همغه به رېبې، که دې ښېګڼه وکرله ښېګڼه به رېبې او که دې د بدۍ زړي وکرل بدي او شر به لاس ته درشي.
که دېو صفته یې د جفا په توره به دې غوڅ کړي، او که د پرښتو خوی درکې وو نو بیا هېڅ توره تا نشی غوڅولی. په موږ کې د ټولو بدیو شتون زموږ د بدو او خاورینو میلانونو له کبله موندل کېږي او که مو خپل الهي او افلاکي روح په ځان کې راویښ کړ، بیا به تل ښاد او بریالی ژوند ولرو.
دا کرغېړنه جاهلانه جبر خوښونه پرېږده، چې په الهي تقدیر پوه شې او په دې توګه به د جبر حقیقت درته څرګند شي. جبر خوښونه لټي او هوس پالنه له ځان سره راولي، خو الهي ارادې او جبر ته ځان سپارنه ستا ځان ته وده ورکوي.
ای هغه کسه چې ځان درته ښکلی او د ستاینې وړ ښکاري! دا ځان خوښوونه پرېږده او د معشوق توب له صفته لاس په سر مین شه ! خدای رښتینی معشوق دی، ته د هغه وړ نه یې. کېدای شي ته به ووايې چې زما دا خبرې د حسد له مخې دي، په دې پوه شه! چې زه هېڅکله حسد نه لرم، ځکه چې ستا دا ښکلا او ځای د لوټې پر مخ یوه کښلي انځور ته ورته او نشت کېدونکې ده. د عشق صفت او بصیرت زده کړه چې لکه د کاڼې انځور تل پاتی وي. د هغه له انځوره پرته بل هر نقش نشت کېدونکی دی.
تر هغو چې خپلې اصلاح ته پام و نه کړې او د نورو د اصلاح په فکر کې یې، لکه شپېلې خپل منځ تشوې. کله دې چې زړه د هغه حقیقي او ابدي حقیقت سره وښښلي، هله به نورو ته د ښېګڼو ویلی شې. دا زړه به بیا له حقیقته تش نه وي.
زموږ د داستان دروېش رښتینی مین نه و او په بې ادبۍ سره یې د خدای نوم یاداوه، زه د داسې دروېشانو په هکله هېڅ ډول حسد نه کوم. د خدای حقیقي مینان د کرامت او پېرزوینې د پردو تر شا پټ دي او هره سا د هغه نوم اخلي او نارې وهي. مینه یوازې له خدای سره ښايي، ځکه هغه ازلي او تلپاتی دی. تر څو پورې به د دې دنیا فاني چارو پورې زړه تړې؟ په وار وار دې د دنیا کارونه ازمویلي او هېڅ خیر دې نه دی تر لاسه کړی، اوس مین شه، چې په خپلو سترګو د خیر معنی ووینې.
د ښادۍ او روغتیا په وخت کې واړه خلک ستا یاران دي، خو د بېوسۍ او تنګسیا په زمانه کې له خدای پرته بل یار نه مومې! د محمود او ایاز داستان در په یاد کړه او د بنده ګۍ کُڅو هېڅکله مه هېره وه.