اتله انګیزه او تلپاتې حماسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسم الله اکبري هالینډ
دخپلي زوکړې دکالیزي په سهارمې سترګې دکمپیوټرپه ښیښه دیوي ځوانیمرګې پیغلي شهیدي انګیزه شینواري په توردرنه پښتني لوپټه کې اخیستل شوي انځورولګیدي په اروایی دنیا مې هسي سیلۍ راوالوته

چې دغمجن دزړه سمندرته مې   داوښکوباران دټپي اوویرجن احساس دتالنده بریښناسره په اوریدوپیل وکړپه همدې شیبه کې زما داستوګنې دکوټې دروازه ناببره پرانیستل شوه نازولي لورګانې مې په خندا ډکه خوشالی ،سوغاتونه اودګلانوګیډی په لاس دمبارکۍ اودرنښت په موخه زما مخې ته ودریدي اوزما دتړمو،تړمواوښکوپه لیدلویی په حیرنتیاوپوښتل؟
پلارجانه ! دزوکړې په ورځ ژړا اوکه خندا؟.
دکمپیوټرپه دړه مې دشهیدې انګیزي عکس ته د دوی پاملرنه راجلب کړه په نازکواوحساسو عواطفو په شیبه کې یی دویراوغم اورونه بل شول اوخپلې ځوانیمرګې خورته یی دخورولې اوخواخوږی اوښکي نذرانه کړې.
ای دلوی اوسترن نګرهاراودتل ښیرازه بهاردنارنج دګلونوشهیدي سپیني کفترې انګیزې!
 ستا دخویندوپه لاسونوکې ګیډی،ګیدی ګلونه دې په ویاړلي اوسپیڅلي مزارږدودلوی ننګرهاردلښکرلښکرشهیدانوپه څنګ کې ارامه ویده شه دوطن دمور په پړوني کې اتلانوته کټ،کټ وخانده اودپښتني شینواري ملالي په نامه ورته وړانګنې اوځلاندې شمعي ولګوه هوهغه شمعي چې تل به ستا په اتل مزاربلې وی.
په ناپایه نیمګړوارزوګانوکې ستي،ستي اتلې شینواري خورکۍ!.
شهادت دې مبارک شه. دشمشاد اوسپین غر هسکې څوکي ستاویاړلي مزارته د درنښت سرونه ټیټ کړي اویاد دې تل تانداوله برمه ډک اوسه..
ځمکې دخدای رو مې دروړی                      چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه.
بسم الله اکبري هالینډ
۱۷/۰۲/۲۰۱۶