رفيع الله روشن
دډېر چټک تګ او ستړيا له اثره مې په خوله کې دومره لاړې نه راټولېدې چې تېرې يې کړم او ستونی مې پرې لوند شي،په وېرېدلې او الوتې څهره يې څنګ ته دمجرم په ډول ودرېدم ،ساه مې لنډه او ژر ژر اخسته،ټوخي واخستم خو ځان مې قابو کړ.
ژبه مې له خولې بېرون را ووېسته ترڅومې دشونډو وچو نيول شويو پتريوڅخه دوينې د راوتلو مخه نيولې وي خو په شونډو وچې شوې خولې مې ژبه را تُرشه کړه ،ترشوالي مرسته راسره وکړه په خوله کې مې د لاړو څرک ولګيد،لاهم ولاړ وم خو ژر مې فکر شو چې بېرته به تلل هم غواړي ،تياره هم رانږدې کېدونکې ده،غاړه مې تازه کړه په وچ زور مې ورته وويل:
وروره! نن بيا تاته اړ شوی يم ،پوره ۲۶دقيقې مې په پښو مزل درپسې کړی اوته بايد نن له ماسره ولاړ شې کنه زه به د ا چانس هم له لاسه ورکړم ،خير دی که زمالپاره نه ځې نو دهغو کوچنيو بچيانو لپاره مې دا زحمت وګاله.
رډې رډې يې قهرجنې سترګې را واړولې ،ووايه څه درته کولی شم؟
له دروغجنې او ګډې وډې خندا سره مې ورته وويل هغه روغتون کې راته د ساتونکي وظيفه پيداشوې او هغه خلک تاپيژني ماويل چې زمانت مې وکړې.
سترګې يې زماپه لور وې خو ګوتو يې دکمپيوتر له کيبورډ نه ټکا وېستل پيل کړل او را زياته يې کړه: بل څوک پيداکړه زه مصروف يم.
رفيع الله روشن