زندان که سماوار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
 وروسته له هغې مې دخپلو لیکنولړۍ ودروله چې په پردیو  پورې تړليواویا د فکري اسارت لاندې دووافغان لیکوالو چې دافغانستان  دننیو او پرونیوترخوواقعیتونو اودخپلوبادارانود ټګۍ برګۍ  او جنایتونو داوریدلو زغم

نلري زماپه پته  د ښکنځلواودسپکوسپورو ډکې لیکنې وکړې۰ ددې لیکنوپه وړاندې مې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود  داځکه چې له یوه خوایې هویت نه وڅرګند له بله پلوه دټیټ فرهنګ لرونکي وواودهغوی سره بحث  ددري ژبې د دې خبرې سره بشپړسمون خوړ چې«بالای سرخریاسین خواندن » ۰ دافغاني ټولنې داتریخ واقعیت ډیروپه خبره پوه کسانو ته جوت دۍ  چې زموږ د غوڅ اکثریت افغانانو ډیرې پریکړې اوکړنې اختیاري اوپه خپله خوښه نه بلکې اجباري دي۰ دکورنیودټینګاراو فشارنه نیولې بیا په ټولنه کې شته منفي دودونه او رواجونه ، دواکمنیووګړني ضدپالیسۍ هغه څه دي چې افغان یې اړایستلی دۍ چې اجبارآ داسې پریکړه وکړي اویا هغه څه ته غاړه کیږدي چې هغه ورته دمنلو وړنه وي۰ تردې چې زموږځوانان اکثرآ مجبوردي دپلرونودارادې له مخې کورنۍ جوړې کړي اویا دتحصیل رشته انتخاب کړي ۰  پدې وروستیو څلورو لسیزو کې  دپورتنیولاملونوسربېره بې امنۍ اوجنګ جګړو چې ریښه یې دزبرځواکونو اودهغو دسیمه ئیزو متحدینوپه افغاني ضدسیاستونوکې پرته ده افغانان اړایستل چې داسې کړنوته مخه کړي چې  دهغو تصوریې هم نه کاوه چې یودهغو څخه  دکډوالۍ ربړونکې  پدیده  ده۰ ددې قلم خاوند چې دلومړنیو زده کړو دلومړنیوزده کړووروسته پریکړه وکړه چې دوسلوال پوځ په لیکوکې هیواداوخپلوخلکو ته دچوپړ جوګه شي شرایطواړایست چې سیاست ته مخه کړي ۰  په  دولت اوټولنه کې  دبیعدالتۍ  او اوناخوالوپه وړاندې خپل باطني احساسات اوآندونه دلیکنوله لارې دنوروسره شریک کړي۰ لدې امله ددې قلم لیکنې دهماغه پیله اکثرآ انتقادي ، اجباري اوپدې وروستیوکې دهغولیکوالو دلیکنوپه وړاندې غبرګون دۍ کوم چې دخپلو سازماني ، قومي اوژبنیو تړاوونواویا دفکري اسارت له مخې یې کرکې ، بې باورۍ ، توکمیزواو ژبنیودښمنیو اوبې اتفاقیوته لمن وهلې، یایې په لوی لاس حقایق تحریف کړي دي۰ دالیکنه هم یوه د هغواجباري لیکنوڅخه یوه ده چې کله مې  دجنورۍ په یودیرشمه  په ځینو ویب پاڼو کې دوه مطلبونه چې يو یې دکندهار په زندان کې په څلورومیرمنو ډله ېیزجنسي تیری اوبله په پروان کې دپولیسوله لوري دیوې پنځه کسیزې کورنۍ وژنه ده ولوستله ومې نشوای کړی بې تفاوته پاتې شم او غبرګون ونه ښیم ۰ دا دوه پیښې په هیواد کې دنه منونکي فساد اوخشونت سربېره  دملي يووالي په نامه د  بلواکه اوشړېدلي حکومت انځور کاږي چې  په یوه ولایت کې یې دیارلس تنه  بی وسلې  ځوانان ښځینه زندان ته ننوزي اوپه زنداني ښځوجنسي تیری کوي او په بل ولایت کې یې بیا دپولیسو یوه ډله دهغې کورنۍ ټغر ورټولوي اوشتون ته یې دتل لپاره  دپای ټکی ایږدي  چې ددې ډلې  دیوه پولیس  غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی وکوم چې غوښتل یې دنوموړې کورنۍ دیوازینۍ پیغلې سره واده وکړي۰ دادواړه  زړه بوګنونکې پیښې په هیوادکې دځنګل دقانون واکمني ، بیساره فساد، و فحشا ، خشونت ، دملي امنیتي ځواکونو ملي ضدڅیره  اودحکومت بې کفایتي نندارې ته ایږدي ۰ البته  دا لومړۍ پیښې نه دي بلکې دې ته ورته بیشمیره پیښې دهیوادپه ګوټ ګوټ کې  شوې دي اوکه همداآش وي او همدا کاسه، افغان ولس به دداډول کرغیړنوپيښوشاهدان اوقربانیان پاتې وي۰ عجیبه داده  چې دکندهار دپیښې نه دډله ئیزورسنیوله خپرونونه داسې بریښي چې دماشومانویا تنکیوځوانانو په روزنیزاصلاحي مرکزکې ترروزنې لاندې ماشومان زندان ته ننوتي دي اودسترو میړوپه شان یې په ښځینه بندیانو جنسي تیری کړی دۍ۰ پدې اړوند داپوښتنه پیداکیږي چې آیا دازندان دۍ یاکوم سماوار چې هرڅوک بیله کومې ستونزې او  مقرراتو پرته کولی شي هلته ورننوزي؟  که دازندان دۍ آیا هغه دامنیتي ځواکونو لخوا نه ساتل کیږي اوهغوته ننوتونکي  او وتونکي کسان نه څارل کیږي یا داچې دسماوار اویادفحشا دځانګړوځایونوپه څیر هرلیوال کولی شي هلته تګ اوراتګ وکړي ، هلته یوه پیاله چای وڅښي ، ډوډۍ وخوري، دځان پلورونکوښځوسره معاشرت وکړي اوپدې ډول خپله ستړیا  ، تنده ، لوږه  اویا خپل جنسي خواهشات رفع کړي۰  پدې هکله په رسنیو کې د دولتي مسؤلینو او چارواکو دضداونقیض څرګندونو څخه داسې بریښي چې هغوی نه غواړي پدې هکله  ولس ته حقایق ووایي۰ اصلي لامل یې دادۍ چې د انګلوساکسوني اشغالګرو له لوري دافغانستان اشغال  په ټګۍ برګۍ او درواغوپیل شوی اوتردې مهاله یې دا دټګۍ برګۍ ، درواغو اوغولونې لړۍ  جاري ساتلې ده۰ منطقآ  چې داشغال زیږنده واکمني هم دخپلو حامیانو په شان په هیوادکې دپیښواو قضایاوو اوپه هغوکې د کندهار اوپروان دوروستیوپیښو په هکله رښتیا نه وایي اوحقایق پټوي۰ که هغوی پدې اړه رښتیا ووایي دنني واکمن فاسد بلواکه حکومت بې کفایتي ، کمزوري ،په دولتي ارګانونو او ادارو کې شته فساداو دامنیتي ځواکونوناغیړي او ملي ضد څیره بربنډیږي۰ ددې کرغیړنوپیښولړۍ  دوام افغان روڼ اندواو ملي قوتونو ته پیغام لري چې دپردیوپرمټ ننۍ واکمني ددې جوګه نده چې دهیواد دچارولارښوونه وکړي اوپه هیوادکې قانونیت اوعدالت پلی کړي بلکې دوخت په تیریدو سره حالات لاپسې خړپړاوکړکیچن کیږي ۰ روڼ اندو اوملي قوتونوته پکارده چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي  چې څه ډول شونې ده چې دې ګواښمن بحراني حالت، اشغال اودپردی پالوبې کفایته واکمنوواکمنۍ ته دپای ټکې کیښودل شي اوپدې لاره کې عملي ګامونه اوچت شي۰
پای