د PK هند لړزونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
دهندي سينما نوموتي او دډېرو مينه والو لرونکي مسلمان لوبغاړي عامرخان چې د باليوډ سينما ځلانده ستورو په قطار کې لومړی ځای لري په هغه هېواد کې ټولوته داپه ثبات ورسوله چې په ځمکه او اسمان

يواځې يو خدای جل جلاله بادشاهي کوي او تنها هماغه خدای جل جلاله دی چې يوڅه ورڅخه غوښتل کېږي ،عبادت او سجده ورته کېږي.د عامر خان په ۲۰۱۴کې جوړ شوی    PK نومی فلم چې تازه په هندي او دنوري نړۍ په بېلابېلو سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شو دهندترڅنګ په شمالي امريکا،متحده عربي امارات،استراليآ،پاکستان،ماليزيا او نورو هېودونوکې له لوی استقبال سره مخ شو،pk په لومړيو دوه اونيوکې  ۳۰۰کروړه هندۍ کلدارې وګټلې چې دهندوستان دسينما په تاريځ کې يې د ډېرو پيسو ګټلو فلم مقام يې خپل کړ.
دفلم مرکزي لوبغاړي په خپله عامرخان ( pk) او انوشکا شرما ( جاګو) دي .
دفلم کيسه داسې شروع کېږي چې يو فضاييٍ شخص راکوزېږي او دځمکې په هکله تحقيقات او څېړنې کوي خو په ځمکه له عجيبه مذاهبو ،حالاتو،انسانانو او مجازي خدايانوسره مخ کېږي.
خو pk له استقبال او لاسته راوړنو سره سره لوی غبرګونونه هم را وپارول ،پرضد يې لاريونونه اوپه ځينو سينماګانو حملې هم وشوې، هندوان يې پر خپلو خدايانو شکي کړي دي او ښودل کېږي چې دهغوی خدايان (بګوانان) چې دوی ورته عبادت کوی ټول درغ دي او تنها دهغوی مشران يې دپيسو راټولو لپاره استعمالوي.
هندوان خپل ځانونه د خپلو خدايانو اولادونه بولي اوهرکله چې په ستونزوکې را ګېر شي او ځان ښکېل وويني بيا ددوی په لاس له خټو او نورو موادو څخه د جوړو شويو لويو او وړو نمونو(خدايانو) څخه مرسته غواړي او هغوی دخپلو مشکلاتو د حل کولو يواځينۍ وسيلې بولي ،حال داچې په حقيقت کې دهرڅه هغه که ځمکه او اسمان دی اوکه په ځمکه   کې ژوند کوي  پيداکوونکی او خالق يواځې يو الله جل جلاله دی چې په سترګو نه ليدل کېږی، مګر هرڅوک يې له قدرتونو او صفاتو پېژني، خو د هندوانو خدايآن (بګوانان) بيا دهغوی په لاسونو جوړېږي  او بېلابېل ډولونه او نومونه لري،حتی تر دې چې په بازارونوکې د توکو په ډول پلورل اوپېرل کېږي ،په همدې pk فلم کې يوځای کې عامر خان په مشکل کې د لتاړ کېدو په صورت کې له خلکو دمرستو غوښتنه کوي خو ځواب داسې ترلاسه کوي: زه خو څه بګوان نه يم چې ستا مشکل حل کړم ،دفلم دغه لوبغاړی بالاخره ځي او په هټۍ کې يو بګوان په ۱۵ هندي روپيو پېري او بيا ورڅخه دخپل مشکل د حل کولو غوښتنه کوي خو هغه دتراب صيب په وينا چې: (هغه خو مچ قدرې له ځانه هم شړلی نشي).
دفلم دکيسې ليکونکی راج کمار هيراني په  کيسه کې داڅرګندوي چې دټولو مخلوقاتو خالق او پيداکوونکی يوآځې يو الله جل جلاله دی خو هغوی ځانونه د بېلابېلو خدايانو بنده ګان بولي هماغه وي چې دفلم لوبغاړی د مندر اويا عبادتځای له مشر سره بحث او مناقشه کوي او ورته وايي چې  موږ خو ددې خدايانو بچيانو يو، د مندر مشر ورته وايي چې هو بې له شکه ،بيا عامرخان ورته وايي چې تاسوټول لباسونه وباسۍ چې څوک د کوم خدای اولاد دی اوپه چا يې ټاپه شته چې له هغه مشر څخه لاره ورکه شي.
نوعامرخان داثابته کړي چې داهرڅه دروغ دي او هسې خلکوته چل او ول ورکول دي.
زه وېره لرم چې عامرخان اود pk  فلم ليکونکي راج کمار ته به په دې فلم لويې ستونزې هم جوړې شي خو که هرڅه پيښ شي دوی په pk   کې د عبادت وړ او يګانه خدای په هغوی وپېژاند.
عامر خان د هندي سينما تر ټولو ډېر مينه وال لرونکی لوبغاړی دی او په کال ۱۹۶۵ميلادي د مارچ مياشتې په ۱۴مه نېته دهندوستان په  ممبيي ښار کې د طاهر حسين په مسلمانه کور کې زېږېدلی دی چې تر دې دمه يې په ۴۷فلمونوکې رول لوبولی دی او  pk فلم يې د هندي سينماپه تاريخ کې ټاپ فلم ونومول شو.