لیکوال : عطا محمد میاخېل
کله چې سمسور خپله د ليسانس دوره د هېواد په یوه پوهنتون کې پای ته ورسوله، نو له ځان سره یې دا پرېکړه وکړه ، چې باید د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړي
له ورځو یوه ورځ د لوړو زده کړو وزارت ته لاړ له هغه ځایه یې یوه فورمه تر لاسه کړه ؛ په فورمه کې د محصل د بشپړې پېژندګلوي تر څنګ ځینې نورې پوښتنې هم مطرح شوې وې ، سمسور د فورمې ټولې پوښتنې ځواب کړې ، مخکې تر دې چې فورمه مسوول کس ته وسپاري نو له هغه څخه یې وپوښتل : څه وخت یې پوښتنه وکړم ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل : موږ بیا زنګ درته وهو .
ورځې او شپې همداسې تېرېدې ، یوه ورځ سمسور بازار ته د خوراکي توک د اخیستو له پاره لاړ ټول توکي یې لا په بشپړ ډول نه و رانیولي ، چې په ګرځنده ټیلیفون یې زنګ راغی ، ټیلیفون ته یې د هلو په ویلو سره ځواب ورکړ ، له هغې خوا ورنه وپوښتل شول ، چې ته سمسور یې ؟ ده د هو په ویلو سره د هغه کس پوښتنه ځواب کړه او ورته وې ویل : ته څوک یې ؟ ما ونه پېژندلې ؟ هغه زیاته کړه : د لوړو زده کړو له وزارت څخه تا سره غږېږم . سبا نهه بجې باید د لوړو زده کړو وزارت ته ځان را ورسوې ، چې ازموینه درنه اخیستل کېږي ، سمسور له ډېر خوښۍ ورته وویل ښه ده ښه ده په سترګو درځم ، د ټلیفون لیکه پرې شوه ، سمسور له مهال وېش سره سم نهه بجې د لوړو زده کړو وزارت ته ورغی ، د آزموینې شاواخوا ټولې پوښتنې یې ځواب او د ازموینې پاڼې یې مسوول کس ته وسپارلې . بېرته کورته خوشاله را ستون شو ، د آزموینې له اخیستلو لا څو ورځې نه وې تېرې ، چېسمسور د لوړو زده کړو وزارت ته د خپلې ازموینې د پایلې د لیدلو له پاره لاړ ګوري ، چې په ازموینه کې بریالی شوی ؛ خوښي یې یو پر دوه شوه ، د بهرنیو بورسونو اړوندې څانګې ته ورغی اومسوول کس ته یې وویل : زه خو په آزموینه کې بریالی شوم یم اوس څنګه وکړم؟، نوموړي په ځواب کې ورته وویل : سبا به له خپلو څو قطعو عکسونو سره دلته راشه ، چې موږ یو مکتوب درکړو هغه به د بهرنیو چارو وزارت ته یوسې ، چې پاسپورټ درته جوړ کړي ، سمسور سبا له خپلو څو قطعې عکسونو سره یو ځل بیا یاد وزارت ته لاړ ، هغوی یو مکتوب ورکړ او ورته وې ویل : چې دا د بهرنیو چارو وزارت یوسه ، هغه همداسې وکړل ، لنډه یې دا چې پاسپورټ ویزه او په الوتکه کې د تګ ټکټ یې هم تر لاسه کړل ، څو ورځې وروسته یې د هندوستان هېواد ته سفر وکړ او هلته یې د هغه هېواد له پوهنتونونو څخه په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې ، د زده کړو په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو خو ټولو ستونزو ته یې خپله سینه سپر کړه او د یاد هېواد له هغه پوهنتون څخه یې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ ، له ډېرې خوښۍ په جامو کې نا ځایېده ، خپل موبایل ټیلیفون یې له جیب څخه را وویست ، خپل پلار ته یې زنګ وواهه او ورته وې ویل : پلار جانه ! زده کړې پای ته ورسېدې د ماستړۍ سند مې هم تر لاسه کړ او سبا له خیره کورته درځم زموږ الوتکه د افغانستان په وخت یوه بجه د ډهلي له هوایي ډګر څخه الوتنه کوي او په۳ بجو به د کابل په نړیوال هوایي ډګر را کوزه شي ، پلار یې هم ډېر خوشاله وو ، سبا له درې بجو مخکې پلار یې په هوایي ډګر کې د خپل زوی د راتګ شېبې شمېرلې ، زوی یې را ورسېده ، له یوه خوږ روغبړ وروسته ، پلار یې یو ټکسي موټر په کرایه ونیوه ، کورته لا نه و رسېدلي ، چې پلار یې په موټر چلوونکي غږ وکړ : استاده !موټرپه دغه ځای کې ودروه ، زوی یې ترې وپوښتل پلاره څه کوې ؟ پلار یې په ځواب کې ورته وویل: دوستان او ملګري به دې سبا ستړي مه شي ته راځي باید له دې هټۍ څخه لږ کیک او کلچې واخلو ، زوی یې وویل پلاره ! زه به یې واخلم ، پلار یې وویل : نه زویه ، زه یې اخلم ، پلار یې چې سم له موټره کوز شو ، چې له هغې خوا د پولسیو یو رینجر موټر په ډېرې تېزی سره راغی او د ده پلار یې وواهه ، ده چیغه کړه پلاره ! وه پلاره ! پلار یې په وینو کې لت پت پروت وو ، نور یې د ده د پوښتنې ځواب نه شو ورکولی او له ده سره یې د تل له پاره مخه ښه کړې وه .