محمدآصف خواتي
پدې وروستیوکې امریکايي ژورنالست مایکل ګوډګل په افغانستان کې دامریکې- انګریز له لوري په کال ۲۰۰۱ کې دپیل شوې جګړې په هکله یو رپوټ کښلی اودی پدې باوردۍ چې داجګړه له پیله دګټلو نه وه ، د
سیاسي کړیوله خوا پیل شوه اوهغوی یې بایدپای ته ورسوي۰په نوموړي رپوټ کې د امریکایي پوځیانو مرګ اوژوبلې اودمیلیاردونوډالروبیځایه لګښت ته ګوته نیول شوې او په یوه برخه کې یې راغلي:« پنتاګون دافغان دفاعي ځواکونو دروزنې اوپرمختګ په اړه فکرکوي ، مګردافکر اوتمه یو سترحماقت دۍ۰ » په افغانانو باندې ددې تپل شوې جګړې اودافغانستان دراتلونکې په اړه د مایکل داډول واقعبینانه ارزونې وهڅولم پدې هکله لنډه تبصره وکړم۰ کله چې یو امریکایۍ د امریکایي پوځیانو دمرګ او ژوبلې او دبیساره لګښتونوخبره کوي نوموړی خپله وطنپالنه، دخپلو خلکوسره مینه اوملي ګټوته ژمنتیا نندارې ته ایږدي۰ دامریکایانوله خواملي ګټوته لومړیتوب ورکول امریکایي سیاستوال اود سپینې ماڼۍ واکداران هڅولي چې په ټوله نړۍ دبادارۍ روا اوناروا لارې چارې ولټوي اوعملي ګامونه اوچت کړي۰خودافغان روڼ اندوستره برخه دروانې خونړۍ جګړې ختمولوچاره چې سیاسي لاره ده نه پوځي ، هغه څه زمزمه کوي چې په نړۍ باندې دبادارۍ بې سیاله مدعي یې غواړي۰ داډله روڼ اندي دخپل هیوادواقعیتونه اوپه هغوکې دسولې دراوستلو چاره د لویدیځ په یوسر اوزرژبې میډیا کې لټوي۰ داډله روڼ اندي د امریکا اودهغه دناټویي متحدینو له لوري پرافغان ولس تپل شوې جګړه دترهګرۍ په وړاندې مبارزه اونړیواله مرسته ګڼي ۰ کله چې د۲۰۰۱ کال په اکتوبرکې امریکایي بی- ۵۲ جنګي الوتکودافغانستان کلي اوښارونه بمبارول یوه هالندي راڅخه وپوښتل چې ولې افغان روڼ اندي پخپل هیواد ددې څرګند یرغل په وړاندې مخالفت او غبرګون نه ښيي۰ ما ورته وویل چې زما دهیوادروڼ اندي نه داچې دیرغل اودهیوادداشغال په اړه منفي غبرګون نه ښيي بلکې هغه دزړه له کومې تائیدوي هم ۰ هو! افغان روڼ اندی چې څرګندتیري اودخپل هیواد نیواک ته نړیواله مرسته اودې ته ورته نورپه زړه پوري نومونه کوم چې دنیواکګرو دتبلیغاتي ماشین تولیدات دي ورکوي هغه ته دروڼ اندي ویل مناسب نه بریښي۰ خوداپه اصطلاح رون اندي تردې مهاله دناټویي اشغالګرو له لوري دافغانانوپه وړاندې روانې کرغیړنې جګړې، ټګۍ اوبرګۍ اودافغان ولس غلامولوته دترهګرۍ سره مبارزه اونړیواله مرسته وایي اوخلک هم هڅوي چې داشغالګرو لخوا پدې ولس تپل شوې مافیایي اوپردی پالې واکمنۍ ته داطاعت سرونه ټیټ کړي۰ مایکل پخپل رپوټ کې دامریکې اوناټو دپوځي ماموریت دپای ته رسیدو وروسته چې څه دپاسه څوارلس زره امریکايي او ناټويي پوځیان ظاهرآ دافغان ځواکونه دروزنې په نامه په افغانستان کې پاتې شي ستر حماقت شمیري۰ داځکه ستر حماقت دۍ چې پدې وروستیو څوارلسو کلونوکې ۱۵۰ زرو بهرنیولښکروچې په موډرن پوځي تخنیک اووسلو سمبال ووپه دې ونه توانیدل چې وسلوال مخالفین وځپي اوهیوادته سوله او ټیکاوراستون کړي۰ پردې اساس به څرنګه افغان امنیتي ځواکونه چې درنې وسلې او جنګي الوتکې نلري دا کارترسره کړي۰ داچې بهرنیو لښکرو ونشوای کړی مخالفین وځپي لامل یې داووچې وسلوال مخالفین د ولس له خواخوږۍ اوملاتړ نه برخمن دي، له ولس اوپه تیره کلیوالي چاپیریال څخه تغذیه اوځواک ترلاسه کوي۰ تاریخي تجربې اوژوندهم ښیي هغه ځواک چې ولسي خواخوږی اوملاتړ ولري هغه نه ماتیدونکی دۍ اوهرومروبری دهغه په برخه وي۰ لدې امله دافغان ځواکونوروزنه اوکه احیانآ هغه په موډن تخنیک اووسلو سمبال هم شي چې دهغه په سمبالولو کې شک اوتردیدپخپل قوت پاتې دۍ نشي کولی هیواد ته سوله اوټیکاو راوړي۰ همدې څرګندواقعیت ته په کتوسره چې افغان وسله وال ځواکونه ددې وس نلري چې دوسلوالو مخالفینو په وړاندې ودریږي دملي یووالي ددوه سلطنتي حکومت یوه سلطان پدې وروستیو کې ویلي چې« اوباما ددې امریکایي پوځیانودویستلو پرمهالویش فکروکړي»۰
دې سلطان ته په کاروه اوده چې داوباما څخه وغواړي چې دوسلوالو مخالفینوسره دجوړجاړي او سیاسي مذاکروپه هکله فکروکړي چې افغانستان ته تلپاتې سوله اوټیکاوراشي ۰ په افغانستان کې دامریکایي اوناټویي لښکروشتون دجګړې ددوام داصلي لامل په توګه په هیوادکې دجګړې تنور تود ساتلی دۍ چې دهغوی شتون به دا تنورهمداسې تودوساتي اودلسګونوزرونوروافغانانوککرۍ به پکې وسوزي۰ لدې امله ملي ګټوته ژمن روڼ اندوته ښایي چې له هغوهڅو اوتګلارو ملاتړوکړي کومې چې جګړې او زورزیاتي ته دپای ټکی کیږدي نه داچې دجګړې دوام ته انګیزه یاپلمه شي۰ امریکایي ژورنالست مایکل ګوډګل په افغانستان کې دشاه اوخوا څوارلسوزرو امریکايي اوناټویي پوځیانوپاتې کیدل چې ظاهرآ دافغان ځواکونوروزنه به پرمخ وړي سترحماقت ګڼي چې په رښتیا سره حماقت دۍ خوزما دوطن روڼ اندی دا سترحماقت دافغانستان لپاره یو تاریخي فرصت شمیري ۰ یاللعجب!
پای