په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن .مالمو

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه ، دامريکا اوکيوبا دجمهوررئيسانو له دې معقولي اوپرځاي پرېکړې نه چې ددواړو هيوادونوترمنځ پسله څو لسيزو نه ديپلوماتيک اوسياسي راوابط برقرارېږي  ملاتړ کوی  .


زموږ دټولنې له نظره ، په اختلاف کي ژوند نور ي دښنمی رازېږوي اودهيوادونوترمنځ دښمنی دولسوترمنځ دنفرت لامل گرځې ،چې په يوه نه بله بڼه پدې حالت کي دبشردحقوقودنړيوالی اعلاميې پرخلاف حرکت ورته ويلاي سو .  
ښه داده چې  نه دبشر حقوق پايماله  اونه هم دعاموخلکوترمنځ دښمنی دسياسيونوداختلاف پربنياد غښتلې سي.
راسئ يودبل سره دنړيوال دودله مخې دگډې همکاری اوگډ نړيوال ټولنيزژوند اوکار امکانات ولرو .
زموږ ټولنه دامريکا اودکيوبادجمهوررئېسانودې نوښتگر حرکت اويوبل ته لاسورکونې ته  چي ترنيمې پيړۍ زياتي مودې سياسي دښمنی ته یې دپاي ټکی کښېښوددقدرپه سترگه گوري .
هيله موداده چي نه يوازي ديپلوماتيک اړيکي شتون ولري بلکې په سياسي ،اقتصادي ،علمی او فرهنگی  برخوکي يودبل سره بې طرفانه اوددواړوهيوادنو دولسونوپه گټه دنوی همکاري  پروسه پيل سي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگي په استازيتوب  حبيب الله غمخور