رفيع الله روشن
زه لا په مرکز کابل کې خبر نه وم چې له کومې راډيوڅخه يې اورېدلي و دکابل په استقلال لېسه کې چې دفرانسويانو فرهنګي مرکز هم پکې دی د يوه کنفرانس پر مهال ځانمرګی بريد شوی .
په خپله خو د مبايل په خلاصولو هم نه پوهېږي خو په کور کې يې له کوم يوه څخه مرسته غوښتې وه ،دغه ده چې مبايل ته مې زنګ راغی ،په صنف کې وم استاد هم سخت دريځه و، پوهېدم چې اجازه نه راکوي نو ومې نه غوښتل چې دخولې خوند مې خراب کړم ،ناچاره مې د رد تڼۍ زور کړه او فون مې جېب ته کړ،لا مې مبايل له ګوتو پرې ايښی نه و چې بيا يې راته ګوتې و تخنولې، زنګ پرې راغی ،ددې لپاره چې تشويش ورته پيدا نشي ،په مخکې څوکۍ کې د ناست هلک شاته مې سر ټيټ کړ اوپه خپ او غلي اواز مې ځواب ورکړ:
سلام زه په صنف کې يم، وروسته درته زنګ وهم،له هغې خوا مې نا ارامه اواز تر غوږه شو چې ويې ويل :
وۍ لکه چې خاورې مې په سر شوې، د نورخفګان او چيغو د مخنيوي لپاره مې فون بند کړ ،استاد ته مې خوله چينګه کړه چې بيرون د وتلو اجازه راکړي،هغه لومړی څه سپکې سپورې راته ډالۍ کړې او بيا يې د وتلو اجازه راکړه.
تر څو وتلم بيا زنګ راغی ژر مې اوکې کړ اوپه قهر مې وويل سل ځله مې درته ويلی چې په دې وخت کې صنف کې يم نو بيا ولې زنګونه راته وهۍ ستاسو له لاسه به دا موبايل مات کړم!
اوږده خو ستړې ساه يې واخسته ، په بند بند اواز يې شکر ووېست او زياته يې کړه:
ميراته راډيو يې کړې، يوه ورځ هم داسې خبر نه ورنه اورېدل کېږي چې زړه دې ورباندې ښه شي،اوس يې راډيوکې وويل چې کومه لېسه کې ځانمرګی بريد شوی ،ته هم ټوله ورځ کله په يوه اوکله بله جلسه او غونډوکې يې تشويش مې شو نږدې و چې ساه مې ووځي،خبرې يې وغزولې:
زويه نور غونډوته مه ورځه ښه!! خدای مکړه سبا به دې يو خبر جوړول په مرګ تمام شي.