لیکوال : یوسف هېواددوست
دی هم وروسته له ډېرو کلونو له بهر نه خپل کور ـ کلي ته راغلی و .په ټولو کې د کلنګي اتڼ د کتونکو پام ځانته زیات رااړولی و .کلنګي دا دولس کاله له کور ـ کلي لرې او مساپر و ، چې پوښتنه به دې ترې وکړه :
دلته خوښ یې که لندن کې ؟ نو ژر به یې وویل : هر چا ته خپل وطن کشمیر دی .دی چې دلته راغی نو د خور دواده شپې او ورځې یې وې .کلنګي چې خپل وطن پرېښود ، نو پوره د پنځلس کالو و .په هغه وختو کې یوې روسیې الوتکې د دوي سیمه په بمونو والوزوله او په دغه برید کې د دوي کور ونړېد.پلار او دوه وروڼه یې ځای پر ځای شهیدان شول .خوارکۍ مور یې له خپلې لس کلنې لور سره د خپل ورور کره ولاړه او کلنګي له خپل کشر تره سورګل سره پاکستان ته مخه وکړه .څه موده هلته و چې کاکا یې ورته داسې څه لاره چاره برابره کړه چې له امله یې مخامخ لندن ته د سیاسي مهاجر په توګه لاړ .کلنګي ته سخته وه چې پرته له خپل اکا دومره لرې هغه هم لندن ته لاړ شي ، خو اکا یې ورته وویل :بچیه زه نه غواړم ته دلته په پاکستان کې د دې افغاني ښامارانو د خولې ښکار شي ، ځه لاړ شه ، دا ښه موقع ده ، ژوند دې جوړ کړه ، موږ خو له دې داړه مارانو سره بند راغلي یو . اوس چې کلنګي بېرته کلي ته راغلی ، نو د ده همزولي او یو نیم مشران وایي چې : کلنګي هغه پخوانی هلک نه دی .انګریزي یې ښه زده ده اوس خو پطلون هم اچوي ، او وایي زه لندن کې ژورنالیست یم او یوې ورځپاڼه کې کار کوم . بودۍ مور یې چې دې خوا شي که ها خوا، نو همدا د خپل ځوی بلا اخلي او له خوښۍ نارې وهي : شکر خدایه ، چې ځوی جان مې راته بېرته راغی .ورک کلنګي مې د خپلې خور جانې واده ته ځان راورسوو.ځوی جانه په راتګ دې کلی روښانه کړ. کوربان دې شمه ځویه ...مور دې خیرات شه .ها خوا د کور له انګړه د ښځو او نجونو په ګډو آوازونو کې داسندره اورېدل کېده چې : خپلو همزولو ته ژړیږي د واده شپه یې ده ، پټه په زړه کې خوشالیږي د واده شپه یې ده .دلته د کور مخې میداني کې د کلي د ځوانانو او خپلوانو په ډله کې کلنګي هم داسې په اتڼ لګیا دی چې ته به وایې دا د ټول عمر غمونه او دردونه یې اصلا نه دي لیدلي .هغه ځان تر ټولو نیکمرغه ګڼي .د اتڼ په هر لټ کې یې د خپل شهید پلار او معصومو وروڼو څېرې کتلې .کتل یې چې هغوي هم ورسره اتڼ کوي ،په یوه پښه اتڼ کوي او همدا نارې وهي چې :شابه کلنګي ، شابه ...اتڼ مه پرېږده ...په توده کې سړه مه راوله ،کلنګي اتن مه پرېږده ...شابه شابه .دغه انګازې کلنګي لاپسې مستوي .د کلي واړه ، ځنکیان او ځوانان او د بامونو پر سر پېغلوټې ګوته په غاښ همدا وایي : وی خدایه کلنګي څنګه ښه اتڼ کوي ...ته به وایې چې ټول عمر په همدې کلي کې و . د ، ورا له راوېستو سره سم ډزې وشوې .دکلي زیاترو ځوانانو او تربرونو سره وسلې وې ، هماغه وسلې چې له پلار نیکه ورته په میراث پاتې وي او په دودیزه توګه یې د خوښۍ په مراسمو لکه واده ، یا د هلک زېږېدل او داسې نورو وختونو کې پرې ډزې کولې .اوس هم د خوښۍ ډزې وشوې هرې خوا یوه پړه قا پورته شوه ،ته به وایې چې له سرو انګرېزو او یا روسیانو سره د جهاد کوم سنګر دی .دډزو په زیاتېدو سره کلنګي اتڼ بس کړ او په منډه منډه د میداني ختیځ خوا ته د جومات پر سوپه ورپورته شو او په لوړ آواز یې غږ وکړ : بس کړۍ دا ډزې ...دا ډزې غمونه راوړي ...د چا به کور وران کړئ، یا به کومه مور بوره کړئ ...دا زموږ خوښي په غم مه لړلئ .د ټوپکو په ډزا کې د هغه غږ دومره ورک شو چې چا هم وا نه ورېد .د هغه خبرې لا نه وې خلاصې چې شمشاد د خپلې ناوې د وړلو لپاره له یوې ډلې سپرو ، د کورنۍ غړو او اتڼچیانو سره راورسېد .د کلي وړو ـ زړو ، ځوانانو او خپلوانو ټولو شمشاد ته مبارکي ورکوله او د مبارک شه ، مبارک شه په ویلو سره یې هغه د کور انګړ ته ،هلته چې مور او خویندو یې د تمبلونو په وهلو او د نڅا او ګډا په ملتیا سره خپله ناوې راوېستله ، وروست .د هغوي تابیا وه چې خبله ناوې په ډولۍ کې یې کینوي .شېبه وروسته د هلک پلار غږ کړ :ژر شئ ژر شئ زموږ لاره لرې ده ...ناوې راباسئ ، چې له خیره حرکت کوو ...دا ځای کوره او پاس کلا ...لاره لرې ده .ما کلنګي څاره ، هغه خپله خور په تندي مچ کړه او په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یې پاکولې خپلې مور ته یې وویل : ادې جانې ! که پلار مې نشته ، دا دی زه خو یم ، زه به د ډوډۍ دستمال تر ملا وروتړم .زه به ورسره هان تر ها بل کلي ورسره لاړ شم .موږ ټولو ته دې مبارک وي چې خور خپل بخت پسې په خوشالي ځي .الله دې ورته مل شي .له دې سره جوخت دستمال یې راواخیست او د خپلې خور تر ملا یې راتاو کړ ، په همدغه وخت کې یې د خپلې خور غوږ کې پټ وویل : زرلښتې خورې ! مبارک دې شه ،دا نوی ژوند دې مبارک شه ،موږ درسره یو ، مور به مې نه هیروې .زرلښتې چې له شرمه تکه سره اوښتې وه د خپل مشر ورور لاسونه مچ کړل او دځوم مور خپله ناوې له لاسه ونیوله او په ډولې کې یې کېنوله .ترشا ښځو او پیغلو داسندره ښه په درب سره ویله چې : کجاوې ...او شالیلا ورو ، ورو ، او شالیلا ورو، ورو ...لږه شېبه وروسته د کلي په میداني کې د موټرو د حرکت ګردونه پورته شول .لومړی کتار د موټرو ،بیا د ډولۍ سره د سپرو جوپه او بیا ورپسې څه نور موټر .ولاړ کسان په ګردونو کې ورک او پټ شول ان داسې چې یو بل یې نه لیده ،د موټرو کتار د ډزو په درزا کې روان و او د زرلښتې او شمشاد ډولۍ یې ځان سره لېږدوله . زه هم یو موټر ته وروختلم خو هر چېرې مې سترګو کلنګي څاره .نه پوهیږم ولې زما سترګو کلنګي لټوو؟هغه نن په خپل حال کې نه و .ما د هغه په سترګو کې د غمونو یو ستر سېلاب لیدو .زموږ د کلي او د شمشاد دوي د کلي ترمینځ لاره دومره ډېره اوږده نه وه ، خو ډېره خرابه او ویجاړه وه ،نو ځکه خو موټرې اړې شوې چې په یوې بلې زړې لارې لاړ شي ،دا لاره هم ډېره ورانه وه ، د غره له ډډ سره غزېدلې وه او کله خو به د دوو غرونو ترمینځ ستونزمنه شوه .په لاره کې د تمبلونو او ډولونو په بدرګه زړه راښکونکې سندرې اورېدل کېدې ،زموږ مخکې دننه په یوې لارۍ کې ځوانانو اتڼونه کول خپلې وسلې به یې پورته پورته کولې او ښه د زړه له کومې یې ډزې کولې .هلته د شمشاد پر مخ او بریتونو ګردونه پرېوتي ول.د ناوې په نکرېزو سره لاسونه او سینګار شوی مخ له ګردونو او دوړو نه ښکاره کېده، تا به ویل چې دا نړۍ په خاورو او دوړو کې رانغښتې او د، ویر، کومه لړه یې جوړه کړې .هلته لرې د غره له څوکې لمر په لوېدو ښکارېده او پاس هسک یې له خپلو سرو وړانګو پوښلی و ، لکه چې په سرو وینو یې لړلی وي.ما د غرونو دا څوکې ، د غرونو ډډ ، او دا اوږدې درې لیدلې چې څومره ښایسته خو څومره ډېرې سپېرې دي .نه پوهیږم نن مې دا ټوله ورځ دغه لارې نه خوښېدې ږزړه مې تنګ و او د روسانو سره د مقابلې هغه سختې شېبې مې رایادېدلې چې زموږ مشرانو به راته ویل :جګ شئ ، دین په خطر کې دی ...کافر راغلي .زه په همدې چرتونو کې ډوب وم چې کلنګي مې په اوږه لاس کېښود او په نیولي غږ یې راته وویل : څو ورځې وروسته له خیره بېرته لندن ته ځم او یو دوه میاشتې وروسته بېرته راګرځم ، بیا نو بېرته نه ځم .مور خوارکۍ مې هم بوډۍ شوې او بله دا چې زه هم باید خپل ژوند جوړ کړم ، چېرته راته کومه نجلۍ لټوه .ما هم کلنګي ته هم څه وویل ، خو په خدای اوس مې بیخي نه دي په یاد .لږه شېبه چوپتیا شوه .بیا کلنګي راغږ کړ :پوهیږې ، کله چې بېرته راغلم بیا به له خیره زه او ته دواړه یو اخبار راوباسو ، خپل مسلک به څارو ...هغه لا دا خبره نه وه بشپړه کړې چې یو درزا شوه .ما ښه ولیدل چې له موږ نه مخکې دوه موټرې پر بل مخ راواوښتلې .وربسې نور پوه نه شوم ، ځکه زموږ موټر هم به یو شدید شمال او دارونکي غږ په هوا شو او په دا بل مخ راواوښت .ما خپل ټول حواس له لاسه ورکړل،خو په دغې بې حسۍ کې مې دښځو او ماشومانو او نورو د زړا او انګولا ،بغارې اورېدې .هېڅ پوه نه شوم چې څه پېښه ده ؟له څو دقیقو بې حسۍ نه وروسته لږ په ځان پوه شوم او په داسې حال کې چې له سر او صورت نه مې وینې روانې وې ، شا او خوا ته مې په سختۍ سره وکتل .هرې خوا ته تور دودونه ، پورته ول او پر ځمکه د ویجاړو شويو موټرو په شا او خوا کې د انسانانو غوښې او مړي او نیم ژوانده کسان پراته ول .درې څلور موټرو اوراخیستی و.جګ شوم ، په پښو ودرېدم ، متوجه شوم چې پرته له څو ټپونو نور جوړ یم ،شا او خوا مې هغه بړستنې ، توشکونه او کالي څېرې څېرې پراته ول چې کلنګي د خپلې خور لپاره اخیستي او زموږ په موټر کې یې بار کړي و.زموږ موټر دړې وړې شوی و . منډه مې کړه او لکه لیونو غوندې د ناوې په موټر پسې ورغلم ، ځکه هغه یې په نیمه لاره کې له ډولۍ راښکته او په موټر کې کښېنوله .خدایه ! کاشکې دې زه هم مړ کړای وای چې دا غمجنه او ویرجنه صحنه مې نه وای لیدلې .د ناوې او ځوم موټر په اور کې سوځېده ،او هلته لرې د سړک غاړې ته د ناوې ...د زرلښتې مړی په وینو لیت پېت پروت و .شمشاد مې و نه لید ، خو لږ وروسته مې د هغه بې سره جسد د هغه له کالیو وپېژند .زه په ځان نه پوهېدو ، خدازده چې څومره بغارې او چیغې مې کړې وې ؟ خو دا پوښتنه مې ذهن کې ګرځېده چې ولې ؟ او څنګه ؟ پېښه څه ده ؟شا او خوا ته چې کوم کورونه پراته ول ، له هر کور نه په منډه ښځې او نر موږ خوا ته منډې راوهلې .د شمشاد کوچني ورور چې یوازینی ژوندی پاتې شوی ماشوم و راته وویل چې لالا له پاسه الوتکه راغله او زموږ په ټول قطار یې بمونه واچول .امریکایان ول ، ما خپله یې طیاره ولیده . هغوي موږ په ګولیو او بمونو وویشتلو . حیران شوم ، هلک مې ژر غېږه کې راټینګ کړ او ځان سره مې سوچ کاوه چې آخر ولې ؟ خدای دې د سیمې خلکو ته خیر ورکړي چې ژر ژر راغلل او مړي یې خوندي کړل .ټپیان یې د درمل لپاره روغتونونو ته وخوځول خو ما ته تر ټولو لا غمجنه شوه چې لږ وروسته مې د ځوانیمرګ کلنګي مړی هم د میداني په یوه بله برخه کې وموند .د هغه سر او صورت د پېژندو نه و او سوری سوری و .ښادي په غم او ویر واوښته .یو نه ، دوه نه ، په لسګونو مړي او په لسګونو زخمیان .هغه کسان چې لکه ما سالم باتې ول لکه لیونیانو دې خوا او ها خوا سرګردانه ول او هر یو بغارې وهلې .آخر خدایه ولې ؟موږ څه ګناه کړې ؟ د کومې ګناه سزا دغه مظلوم ملت ته ورکول کیږي .پرون نیمه کورنۍ روسانو رامړه کړه او دا دی پاتې امریکایانو ! ولې آخر ولې؟ما دا حال نشو لیدلی ،له دغو ویرجنو صحنو قی راته ،زړه مې جیګېده .د حسن او حسین غزا وه .سمه کربلا وه ، کربلا .د مرګ او ویر ستوري راولوېدل ،هسک ویني بادولې ، کاڼو او بوټو ژړا او انګولا کوله ، د نوی ژوند په نوم ورانونکو سېلیو ، ګلان رژول او په خپلو لاسونو یې موږ ته سره کفنونه په سوغات راوړل .دنامراده زرلښتې او ځوانتیمرګ شمشاد په وینو لړلي جسدونه مې نور نشو زغملی ،له حاله لاړم .نور په ځان نه یم پوه شوی .په سبا یې چې د سیمې په روغتون کې په حال راغلم سرته مې څو کسه ټوپک والا هم ولاړ ول .دوه تنه یې ما وپېژندل .هغوي د جهاد په وخت کې د سیمې غټ قومندانان ول .هغوي راته وویل : هلکه ته هم طالب شوی یې ؟همدا دې سزا ،ها بل خو دې آن له لندنه راغلی و. ما غوښتل چې ورته ووایم کوم طالب ؟! موږ خو ورا له ځانه سره راوستله .دا خو واده و ، خو ناتوانه حال مې د خبرو وس رانه کړ .شېبه وروسته مې سترګې وغړولې ، ډاکټر راته وویل : بېګاه په خبرونو کې اعلان شو چې ستاسو کاروان د طالبانو او ال قایدې کاروان و او ټول وسله وال وئ .تاسو یې د دموکراسۍ مخالفان وښودئ ، کوم چا ستاسو غلط راپور ورکړی و .اوس دا دی له هغې غمجنې پېښې څو میاشتې تېریږي ، ما وغوښتل چې ددغې خونړۍ پېښې ټول جریان د یو رپوټ په ډول ولیکه .هرې ورځپاڼې او مجلې ته مې وروړ ، هغوی راته وایي : خوله دې ونیسه ...دا موږ نه چاپوو .
پای