زما دژوند ملګریه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زرمینه عظیمی
پدې اوږده لاره کې چې موږ ناپوه یو او دیوې بادپشان تیریږی پریږده چې زمااوستا بیلابیل اندونه همداسې پاتې سې هیله کوم داسې مه غواره چې یو شو سره بلکل یو سره .مه غواره ؟څه چئ ستاخوښیږي زه هم هغه څه هماغسی خوښ کړم او هرهغه څه چې زما خوښ دي هغه ته هم خوښ کړی


مه غواره رانه چې دواره یو سندره خوښ کړو مه غواره داچې یو کتاب ،یو خونداویایورنګ او یوه لیدلوری خوښ کړو
مه غواره چې تاکنه مو یو وی ،نظم اوترتیب مو یو وي او خوبونه مو یو وی
زماګرانه !
دژوندملګری اوسیدل او یا په یو موخه اوسیدل هیڅکله هم دیو رنګ اوسیدلو او یورنګ کیدلو په مانا نده اونه هم په یورنګ کیدلو کې کوم کمال نغښتۍ بلکه یورنګ لیدل د دریدلو دلیل ده
زماګرانه
دوه کسه چې یو پربل مین وي. نو دامینه ده چې هغوی په یو عاطفی ترون کې سره یو کری دی . ددې لپاره ار نده چې د زرکي یو غږ خوښ کړو او یاهم دسپیدال ونه اویاهم دیوغر په لمنو کې دسپینو واورو منظره خوښ کړو که داسې یو حالت رامنځته شې نو هله به یاخومین اضافه کس دی او یاهم دهغه مینه بیا نو دعاشق اومعشقوق څځه یو بس دی . مینه دځانځاني او ځان غوښتنې څخه تیریدل دی لیکن داخبری داسې هم ندی چې په بل بدل شې زه دځمکي په سردمینې خبري کوم چې ارزشتي دیوبل سره په اوسیدو کې دي نه دیوبل په خیالات او هیلو کې ورکیدل
زماګرانه
که زموږ لیدلوری دیو څه په اره یو ندي پریږده چې یو ونه اوسې پریږده چې توپیرولری پریږده پداسې حال کې چې یو یو سره بیل او آزاد اوسو .او داوغواره چې دیو اوسیدلو سره سره بیاهم یو ونه اوسو او وغواره چې یوبل سره بشپرکړو نه داچې یوبل له منځه یوسو پریږده دهرهغه څه په اره چې مو نظریو ندي په دېرمهربانۍ او زغم سره خبری اترې وکړو خو زموږ داخبری اتري باید یوه تکې باندې پایله ونه مومې بلکه دابحث اوخبری باید موږمتقابل درک ته ورسوی نه داچې یو بل په خبرو باندی فتوا ورکول ته .
راځه دهرڅه په اره بحث وکرو او یودبل خبری واورو او خپل معلومات یوبل سره شریک کړو راځه چې یو دبل سره توفق وکرو نه داچې جګره وکرو چې تاداسې فکر کول او ما داسې لږ نږدی کیدل مو دېرغواره دي له دې چې غرق شو اویوبل سره تفاهم غوړه ده له دې چې تسلیم شو زه اوته داحق لرو چې یوبل په وراندې غبرګون ښکاره کړو او داحق هم لرو چې یودبل خبری سره ونه منو پرته له دې چې یوبل سپک کرو .
زما ګرانه !
دوه نیمګرۍ خواه هغه وقت سره یوځای کیږی او یو ښه او غوره تولیز دله رامنځته کوي چې یودبل نیمګرتیاوی بشپرکړی نه داچې دواره په یو خواه شو او څه زیاته ونه اویاهم نوي موضوع ونه لرو
نو راځه داهود وکرو چې هیڅکله هم یو رنګ نشو راځه داهود هم وکرو چې زموږ کره وړه ،زموږ خبرې ،زموږ نظم اوترتیب په تولیز توګه سره یو نسې او ځانته دافرصت برابرکړو چې زموږ ترمنځ ځینې اختلافونه او توپیرونه شتون ولری او هیڅکله هم دا وره وره توپیرونه زموږترمنځ دجګري وسیله او موخه ونه ګرځی.
زماګرانه راځه چې بیل اوسو سره !

ژباره