لنډه کیسه :قمار باز

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

   لیکوال : یوسف هېواددوست

د دیپارتمنت آمر راته وویل چې تر نورو ، هره ورځ سهار وخته  لکه نور محصلین  دلته راځه ،لږه شېبه ځان کتابتون کې مصروف کړه ، بیا له یوولسو بجو وروسته  دیپارتمنت ته راځه ، دلته به ستا  په مونوګراف خبرې

کوو .که څه هم دا خبره ما ته سخته وه چې په دې عمر کې لکه محصلین سهار وخته پوهنتون ته ورشم ، خو له لومړۍ ورځې وروسته  ځکه راته په زړه پورې شوه چې د کابل پوهنتون په بېلا بېلو برخو کې اوس دا دی  بیا ګرځم  او پخوانۍ خاطرې مې په ذهن کې را ژوندۍ کیږي ، کله کله لیلې ته هم ورځم ، هماغه د پخوا په شان جمع و جوش دی ، محصلین ډله ډله ګرځي ، ادیتوریم ته هم ورځم ، خو هغه زموږ د وخت  هنري او ادبي پروګرامونه ،نه لري ، پرون دننه ورغلم ، ستیژ یې هسې سوړ او وران ویجاړ و ، ته به وایې ستیژ په ځوانو هنري ، ادبي او فرهنګي څېرو پسې ژاړي .په یاد مې شول چې د همدغه ستیژ پر سر مې څومره  زیات له خپلو ملګرو سره مثیل او نندارې حاضرینو ته وړاندې کولې .په پوهنتون کې د ګرځېدو امکان راته بیدا شو .د زیاترو پوهنځیو استادان غیر مسلکي او نا آشنا کسان دي ، خو په هر حال زما لپاره چې له ډېرې مودې وروسته هغه هم له هېواد نه بهر  بیا خپل  هېواد ته راغلی یم  او بیا د خپلو زده کړو مرکز پوهنتون ګورم ، د خوښۍ یو عجیب او غریب  احساس راپیدا شوی  .دا مې لسمه ورځ ده چې هره ورځ  سهار پوهنتون ته راځم .له لومړۍ ورځې مې په ملي بس کې یوه مېرمنه  ولیده چې ډېر یې ما ته کتل . هغه هم هره ورځ  په همدې ساعت په همدغه بس  کې پوهنتون ته راځي ، له نورو محصلینو یې رنګ او بڼه لږه پخه ښکاريده .له ښاره تر پوهنتونه به یې  د ټکري له څنډو راکتل ، لکه داسې چې څوک چا ته په غلا ګوري .کله کله به یو شانتې موسکۍ غوندې هم شوه .په لومړۍ او دویمه ورځ خو ، ما خپلې شا او خوا ته وکتل چې ګوندې  بل چا ته به ګوري ، خو ، نه داسې نه وه  ، د هغې سترګې مخامخ ما ته وې .خدای شته چې زه هم لږ شانتې وارخطا شوم ، خو نه پوهیږم ولې مې ځان د هغې په کتو خوښ احساسوو ؟. ښایي دا زما د زده کړو د وخت تېرې خاطرې دي چې په بله بڼه تکراریږي !ما سره ځکه ډار و چې  یو خو ما ته شرم دی چې په دې پوخ عمر چا ته وګورم او بله دا چې په دغه شان بدو شرایطو کې څنګه ممکنه ده چې یو سړی او یوه مېرمنه دې یو بل سره د باندې روغبړ او بیا د زړه خواله وکړي ؟که څه طالبان نور نشته خو له ښځو سره د باندې ناسته ولاړه داسې ستونزه ده چې ښایي دا به زموږ په دود او دستور کې وي ؟ دې کار له ځان سره ګواښ او خطر درلود . کله به چې پوهنتون ته ورسېدو او له بس نه به ښکته شوو، زه به مخکې او هغه به له خپلو څو تنو نورو خورلڼو سره راروانه وه .دوي به هم  مخامخ د ادبیاتو پوهنځي ته تللې ، خو په لاره کې به زه کتابتون ته واوښتم او بیا نو سبا هماغه وخت به مې لیدله .په لومړیو ورځو کې راته پوښتنه وه چې دا څوک ده ؟ او ولې ما ته ډېر راګوري ، او بیا ولې موسکۍ کیږي  ؟ عمر خو یې هم لږ پوخ ښکاري ،ښایي مېړه ، کور او بچیان ولري .ښایي ما به پېژني ؟ او یا به زموږ کومه خپلوانه یې چې ما به یې څېره هېره کړې وي؟  ځکه زه خو دا ډېره موده له وطنه وتلی یم .هېڅ نه پوهېدم ، ها د چا خبره دا راته یو نوی مضمون شو .ما له ځانه سره پتېیلې وه چې نن سبا به ورسره  په یوه پلمه خبرې کوم  ، خو درې ورځې مخکې کله چې له بس نه راکوزه شوه  ، نو سمدلاسه یې راته سلام وکړ  ، ما هم په وارخطایې   ورته وعلیکم و سلام ووایه .هغې راته وویل : ته خو هماغه د تلویزیون پخوانی نطاق یې ، زلمی جان  یې کنه ؟ چې هره شپه به دې په پروګرامونو کې نطاقي کوله ؟ما ورته وویل : هو زه هماغه یم .بیا یې په کټ کټ وخندل  او راته یې وویل : هېڅ تغیر دې ندی کړی ...خو یو بدلون دې کړی چې اوس خپل ګاونډیان هم نه پېژنې !ما په حیرانتیا سره ورته وویل : نه داسې نه ده خو کوم ګاوندیان ؟ ! آیا تاسو زموږ سره ګاونډیان یاست ؟ هغې وویل : زه د میرزا قادر لور  یم ، موږ په یوه کوڅه کې اوسېدو ، زموږ کور له نان بایي پورته و .په یاد دې شو ؟ د میرزا قادر د نوم په اورېدو سره مې ذهن  دیرش کاله پخوا ته لاړ .څېره یې زما په فکر کې رامجسمه شوه او ناڅاپه مې له خولې ووتل چې : قمارباز میرزا قادر ....ژر  مې خپله خوله ونیوله ، خو هغه څه چې باید ما نه وای ویلي هغه مې وویل او خدای شته ځان راته ډېر سپک ښکاره شو .خو هغې په معصومو او له حیا ډکو سترګو راته وویل : هو .له سره مې ورسره روغبړ وکړ .ما ورته وویل  : میرزا قادر کاکا خو ډېر ښه سړی و ، ته یې هاغه مشره لور یې ؟ هغې وویل : نه ، زه یې ها ورپسې لور یمه .مشره خور خو مې ډېر پخوا واده شوې ، په همدې خبرو کې د پوهنتون تر کتابتونه ورسېدو ، او په ناچاره مو سره خدای په اماني وکړه  ، د خدای په امانۍ په وخت کې  یې راته وویل : زه د ادبیاتو پوهنځي کې د څلورم کال محصله یمه .ما ورته وویل : ډېره ښه ده ، سبا به سره وګورو ، خو آیا اجازه شته  چې درسره وګورم ، کومه ستونزه خو به نه وي ؟ هغې راته وویل : نه ، حتما به سره وګورو .نو ،  موږسره جلا شو .سبا بیا په تمځای کې سره مخامخ شو .له روغبړ نه وروسته مې ورڅخه پوښتنه وکړه :تا خو به واده کړی وي ...بچیان به هم لرې ؟نو په دې وخت کې څنګه درس وایې ؟ هغې له یو سوړ اسویلي وروسته راته وویل : هو ! خو اوس کونډه یمه ، بچیان نه لرمه .هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ : پلار مې زه په قمار کې واده کړمه ، واده څه ؟ هسې یو بوډا سړي ته یې په لاس کې ورکړمه .خدای شته د هغې په دې خبرو هم ډېر خواشینی شوم او هم حیران .کتابتون ته په رسېدو هغې راسره خدای په اماني وکړه  خو ما ورته وویل : که وخت لرې نو نن له غرمې وروسته به کتابتون کې سره وګورو .هغې راسره و منله او د غرمې وروسته په یوه بجه مو سره ژمنه وکړه .ما د دیپارتمنت له آمر څخه پر دولس نیمو بجو  خدای په اماني واخیسته  او ډېر ګړندی مې ځان کتابتون ته ورساوه.یو ګوښه ځای مې وټاکه ، د خپلې اړتیا وړ کتاب ( نوم ورکي موُرخین ـ د ارواښاد پوهاند حبیبي  تالیف ) مې هم راواخیست او لا پر څوکۍ نه وم ناست چې هغه راغله .له سلام وعلیک نه وروسته  یو بل ته مخامخ کېناستو.هغې سم دلاسه پیل وکړ : هو ! نو ... زه د خپل پلار د قمار  اوهماغو وختونود حالاتو  قرباني شوې یمه ...ما چې غوښتل  څه وپوښتم  هغې رانه  ، وار مخکې کړ او راڅخه یې پوښتنه وکړه : ستا کورنۍ څنګه ده ؟مور او پلار دې ، وروڼه دې ؟ مېرمنه او بچیان دې ؟زه چې د هغې د تېر ژوند په چرتونو کې ډوب وم نو ، د دې پوښتنو په اورېدو سره حیران شوم چې څه ځواب ورکوم ، خو دومره مې ورته له خولې ووتل  چې : کومه کورنۍ ؟ زما کورنۍ خو تباه شوه .مور او پلار مې مړه شول  ، زه نه وم ، ما یې د ژوند وروستۍ شېبې و نه لیدلې .دوه وروڼه مې همدغو حالاتو  راووژل .دوه وروڼه مې لیونیان شوي ،یو ورور مې دلته په ناتوانۍ کې ژوند کوي .ها دوه مشران وروڼه مې هم له هېواد نه بهر ژوند کوي . مېرمنه او بچیان مې له ما سره دې بهر کې ، زه له وطن نه د باندې اروپا کې اوسیږم ...موږ هم د حالاتو قرباني یو ، لکه دا نورو په ملیونونو افغانان . ما دا خبرې په داسې حال کې چې له سترګو مې لپه لپه اوښکې توېدې هغه ته کولې او دا مې هم ورته وویل چې : دا زموږ ناچاري ده ، له ناچارۍ له وطنه ووتم ، له یو لپه اولادونو سره ، د خپل ناموس او بچیانو د ژغورلو لپاره په غرو ـ رغو مې اولادونه په ډډه  واړول او بيټي مې وچلول چې د دوي نفقه پیدا کړمه .په سالنګونو کې له یخنۍ نږدې و چې مړه شو ، بیا په بغلان ، سمنګان ، مزارشریف او نورو سیمو کې مې د هر سړي او نا سړي محنتونه تېر کړل .حالاتو حیرتان ته یووړم او له هغه ځایه د یو چارواکي په مرسته ، ازبکستان او بیا تاجیکستان او بیا روسیې او بیا دا دی تر اروپا د مهاجرت  بېټي کاږم  . تاته خو مالومه ده چې  کابل کې څه حال شو ؟کابل او کابلیانو اور واخیست ، مور او پلار او ټوله کورنۍ مې تالا ـ ترغۍ شوه .د هغې سترګې راته نمجنې ښکاره شوې ، د سر په ښورولو سره یې  زما خبرې تاُیدولې.یوه شېبه چوپتیا شوه .موږ دواړو ،په نمجنو سترګو  د تېر ژوند  یادونه په خپلو ذهنونو کې راژوندي کول ،هماغې خوږې کوڅې ته لاړو چې هلته موږ ټولو کوڅه والو او ګاونډیانو په هوساینه او ورورګلوۍ کې یو د بل سره ژوند کاوه ،رابعه ما نه وړه وه ، خو هر وخت به مو په مینه سره کتل ، زموږ کورنیو یو د بل کره تګ ـ راتګ درلود . د پلار له امله یې موږ ورڅخه ځان لږ لرې کړی و، خو یو ناڅاپه د بدمرغیو سېلۍ راغله او هرڅه یې د بدمرغۍ په توپانونو کې فنا کړل .لږه شېبه وروسته  مې پام شو چې هغه سلګۍ وهي او خپلې اوښکې پاکوي ، ما ترې پوښتنه وکړه : وبښه تا ته مې بد یادونه درپه یاد کړل ، ما غوښتل پوه شم چې  څنګه ستا پلار  ته ، په قمار کې ورکړې ؟ دا څنګه پېښ شول ؟ .هغې په داسې حال کې چې د مرغلرو په شان غټې غټې  اوښکې یې پر غمجن مخ  را روانې وې  په ژړغوني غږ وویل : پلار مې هماغه وخت چې په خاد کې هم و ، تاسو ټولو کوڅه والو ته مالومه وه چې قمار باز و .وروسته بیا چې دا ږیرور راغلل ، د ده د قمار بازار نور هم تود شو .یوه ورځ یې په سمټ خانه کې د صوفي غلام جان په کور کې قمار  کاوه چې په ترڅ کې یې ټولې ورسره پیسې یې وبایللې .بیانو لکه د هر بل ، بایلونکي قمارباز غوندې یې کور  د هغوي په اصطلاح ( دو ) کړ هغه یې هم وبایله .سبا ته  صوفي غلام  له خپل ځوی او څو تنو نورو ، بد څېرو سره موږ کره راغی او ویې ویل چې کور به ژر راته پرېږدۍ .موږ خو پرته له همدې جونګړې بل هېڅ نه درلودل ، پلار مې ورته ډېر عذر او زارۍ وکړې ، خو صوفي غلام جان وویل : زه بله هېڅ خبره نه منم ، دا کور زما شوی ، ما ( ګټلی ) او تاسو دوه ورځې وخت لرۍ چې دا کور راته تخلیه کړئ ، کنه نو بیا به زه هم ستاسو خوښ شم .بس همدا و چې زموږ په کور کې ماتم راغی .په سبا یې زما پلار د صوفي غلام کره د بیا عذر لپاره ورغی او چې بېرته راغی زما مور ته یې وویل :کور مې بېرته خپل کړ خو ، رابیا ، مې ورکړه .پلار مې د کور د خپلولو لپاره زه په ( دو ) کې هغه ته ورکړم .ددې خبرې په اورېدو سره  مور مې یو ناڅاپه کړیکه کړه ، خپل مخ ته یې څپېړې ونیولې  او د سترګو له رپ سره هغه ذوف ( ضعوف) شوه .د هغې په دې خبرو سره زه حیران شوم ورڅخه مې وپوښتل چې : تا دې پلار ته څه و نه ویل ؟رابعې راته وویل چې : ما به څه ویلي وای .په هغه وخت کې خو ما د خبرو حق هم نه درلود ، له بلې خوا که دا کور مو له لاسه تللی وای ، نو زما خوارکۍ مور ، دوه وړو وروڼو او مشرې خور به مې څه کول ؟دا خو حتمي مرګ و .بس نو په دې ډول سره  زه یوه میاشت وروسته  له خپل کور نه د صوفي غلام جان کور ته ولېږل شومه ، او د هغه درېمه مېرمنه شوم .هغه زوړ سړی و ، د مشرې ښځې ځوی یې زما همزولی و . صوفي غلام بل کار نه درلود  ، یا یې قمار وهه او چرس  او یا يې لوټ کاوه .له ده او له ځوی سره به یې تل وسله وه کله کله به ځوی او پلار  د شپې ناوخته  په کوم موټر کې ډېر قیمتي شیان راوړل .ګاڼه ، ساعتونه ، تلویزیونونه ، ټیپونه ، برقي بخاریګانې او داسې نور  قیمتي جنسونه به یې راغلا کول .دوي غلا هم کوله او د خلکو په کورونو او دوکانونو یې داړه اچوله .څېرې یې هیبتناکه وې ، په یو شمېر نورو ولایاتو کې یې هم ملګري درلودل  ، په هر مجلس کې به یې ځانته مجاهد هم ویل ، کله کله به له ځینو خادیستانو سره هم مېلمه و .زه یې هسې په نوم ښځه وومه ځکه یو خو زوړ سړی و،  اوبل زه لکه د هغه کنیزه وومه .دواړو ښځو یې ما سره ډېره ښه رویه کوله ،څو وارې ما واورېدل چې هغه ته یې وویل : دا پیغله او ځوانه نجلۍ تا تباه کړه ، طلاق یې کړه چې خپل پلار کره لاړه شي .خو هغه ظالم او خونکاره سړي کله داسې کول .زه په چرت کې تللی وم او حیران وم چې څنګه ممکنه ده زموږ په هیواد کې داسې کسان هم پیدا شي ؟!له لږ ځنډ نه وروسته هغې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه :خو تا به هم اورېدلي وي چې خدای د بې وزلو مددګار دی ،زما او د همدې دوه نورو ښځو آزار ووهه  او مړ شو . ما ورڅخه وپوښتل :ښه بیا څه وشول  ؟هغې په داسې حال کې چې شونډې یې مرۍ مرۍ کېدې خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ : هغه چې مردار شو، بس نو ځوی یې په ما سترګې سرې کړې وې ...څو وارې یې  راته بدې او غیر اخلاقي خبرې وکړې ، هغه دې ته هم ونه کتل چې زه یې میره مور یمه ، د پلار مېرمنه یې یادیږم !.حیرانه وومه چې څه وکړمه ؟وایي خدای د مظلومانو  یار دی ... همداسې وشوه ، مخکې له دې چې هغه په خپل ناباک مقصد کې بریالی شي  بس طالبان راغلل  او د دې غلو باچاهي ختمه شوه ، خو د چا خبره له بارن نه خلاص شوو ، ناوې ته کېناستو .خلک خوښ ول چې د غلو بساط تول شو خو له بده مرغه  د طالبانو زور په موږ ښځو رسېده ، بس د کور بندیوانه شومه.بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې د صوفي غلام جان ځوی څه شو ؟ هغې لکه ماشوم چې یو ښه خبر واوري ...په موسکا یې راته وویل :خدای د ظالمانو جزا ورکوي .