په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آرسي)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عملیاتي سرټکي: (۷/ ۸/ ۱۳۹۳)

افغانستان: د روغتیایي خدمتونو ملاتړ د تل په شان مهم دی

دا چې په افغانستان کې جگړه روانه ده او وخت ناوخت ملکي وګړو ته ډېر زیانونه اوړي، نو آی سي آرسي د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا او لا ښه والي لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

د سویلي آسیا لپاره د آی سي آرسي د عملیاتو مشر، انټوني دالزیل وویل: "موږ د هغو اغیزو په اړه اندیښنه لرو، چې د اوړي سختو جګړو په ملکي وګړو او روغتیایي خدمتونو لرل." هغه زیاته کړه:  "د افغانستان په شان په یوه ناامنه چاپیریال کې، دا ډېره مهمه ده، چې روغتیایي مرستندویان او هغه خلک چې دغه مرستې ترلاسه کوي هر وخت خوندي وي."
د نړیوال بشرپال قانون پر بنسټ، ملکي وګړي، روغتیایي کارکوونکي او روغتيايي اسانتیاوې باید خوندي وي، چې روغتیايي مرستې اړمنو خلکو ته ورسوي. په عین حال کې، ټپیان او ناروغان باید روغتیایي خدمتونو ته ډاډمن لاسرسی ولري. د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله نیویارک کې د روغتیا څارنې د کارکوونکو او اسانتیاوو، د لیږد په وسیلو او ناروغانو د ملاتړ په اړه نوې لارې چارې وڅیړل شوې او همدارنګه په دغې میاشت کې، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د سیمه ییز کنفرانس په ترڅ كې په پیکنګ کې بیا وڅیړل شوې.
په کابل کې د آی سي آرسي د نماینده ګۍ مشرې، مونیکا زیناریلي وویل: "په تیرو څو میاشتو کې، موږ په روغتیایي کارکوونکو د بریدونو او ډیرځلې د هغوی د کار پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کېدو شاهد وو،" هغه زیاتوي "د جګړو پر مهال، روغتیایي مرکزونو ته د ملکي وګړو له لاسرسي څخه مخنیوی شوی دی. موږ له ټولو خواوو غوښتنه کوو چې له روغتیایي کارکوونکو سره ښه چال چلند وکړي او ټپیان تل خوندي واوسي."
آی سي آرسي ځينې وخت یوازې او ځينې وخت له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په افغانستان کې په ګډه کار کوي، چې د بیځایه شویو خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي، د خلکو له هغو ټولنو سره مرسته وکړي چې اقتصادي ستونزې لري، ډاډ ترلاسه کوي چې هر څوک د څښلو پاکو اوبو او روغتیا څارنې ته لاسرسی لري، د جګړې له امله د کورنیو له جلا شویو غړو سره مرسته کوي چې یو له بل سره اړیکې ټینګې کړي، له بندیانو سره د چال چلند او ژوندانه د وضعیت ارزونه کوي او نورې بشري دندې سرته رسوي.

په لنډه توګه، د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:
•    له ۲۳ توقیفځایونو څخه یې ۲۸ ځلې لیدنه کړې چې په دغه ځایونوکې ۹۱۵۰ تنه بندیان ساتل کیږي.
•    د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته یې کابو ۴۷۰ د سره صلیب پيغامونه (خپلوانو ته لنډ شخصي پیغامونه چې بې له دې لارې ناشوني دي) راټول کړي او کابو ۴۶۰ پيغامونه یې بندیانو او د هغوی کورنیو ته لېږلي دي.
•    له میرویس او شبرغان روغتونونو سره پرلپسې مرسته کوي چې دغو روغتونونو کابو ۱۰۴۸۰ ناروغان په جراحۍ، داخلې، نسایي او ولادي څانګو کې منلي دي. له ۶۲۴۲۰ څخه ډېرو سر تر پښو ناروغانو درملنه یې کړي او کابو ۲۹۸۰ جراحي عملیاتونه يې ترسره کړي.  
•    کابو ۶۸۵ وسله والو (د وسله والو مخالفینو په ګډون)، روغتيايي کارکوونکو، ټکسي چلوونکو- هغه چې د جګړې له لومړۍ لیکې څخه روغتيايي اسانتیاوو ته ټپيان لېږوي- ته د لومړنيو مرستو روزنې ورکړي دي. له ۹۲ څخه ډېرو نورو کسانو د لومړنيو مرستو په اړه د آی سي آر سي له روزل شويو ښوونکو څخه د لومړنیو مرستو زده کړه ترلاسه کړې ده.  
•    د افغانستان په مرکزي او سویلي سیموکې، آی سي آرسي درې مرستیال وترنرانو سره مرسته کړې، چې د څارويو له ۲۲۵۰ خاوندانو سره د څارويو د روغتیا ساتنې او د تولیداتو د ډیروالي په برخه کې مرسته کړې او هغوی ته یې  د چينجیو ضد درمل ورکړي.
•    په اوو توقیفځایونوکې یې د ۳۱۴۰۰ بندیانو لپاره د اوبو او روغتیا ساتنې شرایط برابر او ښه کړيدي.
•    د افغاني سرې میاشتې له ۴۸ کلينيکونو سره پرلپسې مرسته کوي چې په ټولیزه توګه، دغو کلینیکونو ۲۰۱۳۹۰ ناروغانوته سلامشورې ورکړیدي او ۱۱۹۸۳۰ ماشومانوته یې د ماشومانو د ناروغیو او د پولیو واکسین کړیدی.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ:
مریک راسیچ، آی سی آرسی کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۰۷۷۴۰۵۲۶

رفیع الله ستانکزی، آی سي آرسي کابل، ټیليفون: ۰۰۹۳۷۸۸۳۰۸۹۰۸ یا ۰۰۹۳۷۹۴۶۱۸۹۰۸

انستیزیا اسیوک، آی سی آرسی ژنیو، ټیليفون: ۰۰۴۱۲۲۷۳۰۳۰۲۳ یا ۰۰۴۱۷۹۲۵۱۹۳۰۲
یا زموږ ویب پاڼه ووینئ: www.icrc.org
که  د آی سي آرسي وروستۍ ویدیوګانې ليدل غواړﺉ یا یې ډانلوډ کړۍ دغه لینک وګورﺉ:www.icrcvideonewsroom.org

که غواړﺉ پوه شئ  چې آی سي آرسي په روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو باندې د بریدونو د ختمولو لپاره څه کوي دغه لینک وګورﺉ: www.healthcareindanger.org

له آی سي آرسي سره په لاندينيو ادرسونو یوځای شئ:  
facebook.com/icrcfans یا twitter.com/icrc_english


د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعاليتونو تفصيلي معلومات


د توقیفځایونو لیدنه او د کورنیو تر منځ د اړیکو ټینګول

آی سي آرسي په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د زندانیانو لیدنه کوي، چې د زندانونو وضعیت او هغوی سره د چال چلند ارزونه وکړي. د آی سي آرسي استازو په منظم ډول هغه زندانونه لیدلي، چې د افغان چارواکو، په ناټو کې شامل د غړیو هېوادونو د نړیوال امنیت او همکارۍ ځواکونو (ایساف) او د امریکايي ځواکونو لخوا اداره کېږي. آی سي آرسي همدارنګه د کورنیو له غړو سره چې د جګړې له امله جلا شوي مرسته کوي چې له یو بل سره اړیکه ټینګه کړي او د ورکو شویو خلکو په موندلو کې هم مرسته کوي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:

•    له ۲۳ زندانونو څخه یې ۲۸ لیدنې ترسره کړي چې په دغو توقیفځایونوکې ۹۱۵۰ تنه بندیان ساتل کیدل؛
 ۳۹۰ تنه زندانيان یې په انفرادي توګه لیدلي چې د جګړې په تړاو نیول شوي وو چې له دغې ډلې څخه یې ۱۳۰ د لومړي ځل لپاره کتلي دي؛
•    ۱۱ خوشې شویو زندانيانو سره یې مرسته کړې، چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
•    د افغانې سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ یې د سره صليب ۴۷۰ پېغامونه راټول او ۴۶۰ يې ویشلي دي، چې ډیری یې د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ وو.
•    هغو کورنیو ته یې ۸۵۵ ټيليفوني آسانتیاوې برابرې کړي دي، چې خپلوان یې د پروان په زندان کې بندیان دي.
د هغو بندیانو لپاره، چې د پروان په بندخونه کې دي له خپلې کورنۍ سره د ۶۳۵ مخامخ لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي دي او آی سي آر سي دغو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابروي.
•    آی سي آرسي ۴۴ د نیول کیدو دوسیې لیدلي او د موندلو ۵۴ غوښتنې له آی سي آرسي شوي چې له دغې ډلې څخه ۴۳ موندلو دوسیې په بریالیتوب سره حل شویدي.
•    خپلو خپلوانو ته یې د ۳۵۰ هغو مړیو د لیږد چارې برابرې کړي چې د جګړې په ډګر کې پاتې وو.

روغتیا
میرویس ۴۴۴ بستریز سیمه ییز روغتون په کندهار ولایت کې چې آی سي آرسي په مرسته د افغانستان په سویل کې د څلورو ولایتونو د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي او په همدغو څلورو ولايتونو کې د شااوخوا ۶.۸ ميليونه وګړو لپاره تر ټولو اصلي روغتون دی. آی سي آرسي دغه روغتون ته درمل، طبي سامانونه او نور مصرفي توکي چمتو کوي او همدارنګه تشخیصي او بیړني خدمتونه لکه نسایی او د ماشومانو د درملنې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتوني خدمتونو د اساسي کڅوړې سره یوځای مرسته کوي. د شبرغان ۱۵۰ بستریز روغتون چې له آی سي آرسي څخه په دوامداره توګه مرسته لاس ته راوړي طبي توکي (درمل او مصرفي توکي)، ناروغتیایي توکي (قرطاسیه، د پاککارۍ توکي، د روغتون فورمې، د سون توکي، آکسیجن او نور توکي) لاس ته راوړي.  برسیره پردې، آی سي آرسي د طبي توکو د ساتنې او جوړونې په برخه کې مرسته کوي او په هرو دریو میاشتو د لابراتوار د توکو ارزونه هم سرته رسوي. د افغانستان په ختیځ کې د روغتیا څارنې یوه مرکز ته هره میاشت د طبي او نورو توکو مرسته هم چمتو کوي.
د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:

•    میرویس او شبرغان روغتونونو له ۱۰۴۸۰ څخه ډیر ناروغان په جراحۍ، داخلې، نسایي او ولادي څانګو منلي دي. ۶۲۴۲۵ سر تر پښو ناروغانو درملنه شوې او په دغو دوه روغتونونوکې ۲۹۷۵ عملیاتونه ترسره شوي دي.  
•    د بندیانو د روغتيايي حالت د ارزونې په موخه یې ۳۷ لیدنې له زندانونو څخه کړي.
•    د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۸ کلینیکونو او په ټولنه کې میشت د لومړنیو مرستو خپلخوښو (د اولیه کمکونو رضاکارانو) سره یې د درملو، تخنیکي او مالي ملاتړ کړی.
•    کابو ۶۸۵ وسله والو (د مخالفینو په ګډون)، روغتيايي کارکوونکو، ټکسي چلوونکو- هغه چې د جګړې له لومړۍ لیکې څخه ټپيان روغتيايي اسانتیاوو ته لېږدوي- د لومړنيو مرستو ښوونې ورکړيدي. له ۹۰ څخه ډېرو نورو کسانو د لومړنيو مرستو په اړه د آی سي آر سي له روزل شويو ښوونکو څخه زده کړه ترلاسه کړې ده.
•    د افغانستان په ختيځ کې د کورنګل فرعي روغتيايي مرکز ته یې میاشتني روغتيايي او ناروغتيايي مرستې ورکړيدي.
•    د عامې روغتیا وزارت له اړوند کلنيک سره، چې د کندهار ولايت د سرپوزې د زندان لپاره دی، پرلپسې مرسته کړې او همدا ډول مرسته د اپريل په میاشت کې د هرات ولايتي زندان سره هم پيل شوې ده.
•    د افغاني سرې میاشتې له ۴۸ کلينيکونو سره پرلپسې مرسته کوي چې په ټولیزه توګه، دغو کلینیکونو ۲۰۱۳۹۰ ناروغانوته سلامشورې ورکړیدي او ۱۱۹۸۳۰ ماشومانوته یې د ماشومانو د ناروغیو او د پولیو واکسین کړیدی.


ارټوپیډي او د فزیکي بیارغونې خدمتونه

آی سي آرسي په افغانستان کې د اوو ارټوپیډي مرکزونو چارې پر مخ وړي چې دغه مرکزونه غړو پرې شویو او نورو معلولیت لرونکو کسانو ته د بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي. دغه مرکزونه معلولیت لرونکو کسانو سره د حرفوي زده کړو، کوچني پورونو او ماشومانو ته په کور کې دننه روزنې له لارې مرسته کوي، چې په ټولنه کې خپل ځای بیا لاس ته راوړي. د ملا د مهرې ناروغانو او د هغوی کورنیو ته کور دننه روغتیایي، اقتصادي او ټولنیزې مرستې چمتو کوي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:

•    ۲۱۲۰ نوي ناروغان یې راجستر کړي، چې ۳۱۵ يې هغه کسان وو چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي وو.
•    له ۲۶۱۰۰  ناروغانو سره یې په خپلو اوو ارتوپيديکي مرکزونو کې مرسته کړې ده.
•    ۴۴۵۵ مصنوعي غړي او د خوځښتي وسیلې جوړ کړیدي.
•    ۶۰۵۷۰ فزیوتراپیکي درملنې کړيدي.
•    ۱۲۰  ناروغانو ته یې کوچني پورونه ورکړي، چې د دغو ورکړل شويو پورونو سره خپل کوچنی کار پیل کړي.
•    د ۱۶۵ ناروغانو مسلکي روزنه یې برابره کړې چې لا هم روانه ده، چې ۴۵ تنه یې د اګسټ او سپمټمبره مياشتو ترمنځ فارغ شوي دي.
•    په کور کې د پاملرنې د پروګرام له لارې یې ۱۶۶۵  لیدنې کړي، چې د ملا د مهرې ۱۵۶۰ ناروغانو سره یې مرسته کړې او د هغوی کورنۍ یې روزلي دي، چې له هغوی سره مرسته کوي.


د خوړو او نورو مرستو ویش
آی سي آرسي له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یوځای له هغو۷۰۵۰ کورنیو (۴۹۳۶۰ وګړو) سره د خوراکي او ناخوراکي توکو بیړنۍ مرستې کړي چې د جګړې او طبیعي ناورینونو له امله بیځایه شوې وې چې د ژوندانه اړتیاوې یې پوره شي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:

•    آی سي آرسي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سيمه ييزو ټولنو سره د نغدو پیسو په بدل کې د کار ۳۹ پروژې؛ لکه: د خړوبولو شبکې، استنادي دیوالونه او اوبه خورونه سر ته رسولي دي. له ۸۷۰ تنو څخه ډېرو د اغیزمنو کورنیو غړو په دغو پروژو کې د کارکوونکو په توګه کار کاوه چې د کار په بدل کې یې نغدې پیسې یې ترلاسه کړي.
•    د افغانستان په مرکزي او سویلي سیموکې، آی سي آرسي ۳ مرستیال وترنرانو سره مرسته کړې، چې د څارويو له ۲۲۵۰ خاوندانو سره د څارويو د روغتیا ساتنې او د تولیداتو د ډیروالي په برخه کې مرسته کړې او هغوی ته یې  د چينجیو ضد درمل ورکړي.
•    د ۴۳۰ څارويو لرونکو کسانو ته د څارویو د ساتنې ښوونه ورکړېده، چې د خپلو څارویو ښه ساتنه وکړي او د تولیداتو د ډېروالي په پایله کې یې ورځنی عاید ډېر شي. ۴۳۰ څارويو لرونکو بزګرانو ته داسې د مرستو کڅوړې ورکول شویدي چې د څارویو د خوړو او د لبنیاتو لوښو پکې شتون درلود.
•    سربېره پر دې، آی سي آر سي ۳۶۰ کورنيو ته پسونه وېشلي دي، چې د خپل عاید د لاسته راوړلو او د توليداتو د ډېرولي په برخه کې ورنه ګټه واخلي.
د اوبو او روغتیا ساتنی خدمتونه
آی سي آر سي د افغانستان د اوبو له چارواکو سره په نږدې همکارۍ په ښاري او کلیوالي پروژو کار کوي او همدارنګه په زندانونو او دارالتادیبونو کې د روغتیا ساتنې پوهاوی لوړوي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:
•    لاسي پمپونه یې لګولي دي او د هغې د ساتنې او څارنې په موخه یې خلکو ته روزنه ورکړې ده، چې پدې توګه ۱۹۸۶۰۰ تنه د پروان، بامیان، غزني، کاپیسا، خوست، پنجشیر، ننګرهار، هرات، بادغیس، فراه، کندز، بلخ او فاریاب ولايتونو په کليوالي سيمو کې پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی.
•    د هیواد په مرکزي، لويديځ او شمال کې د روغتیا ساتنې د کچې د لوړولو په موخه یې په زندانونوکې ۳۱۴۰۰ بندیانو او د هغوی ساتونکو ته معلوماتي ناستې برابرې کړي او ورته یې د روغتیا ساتنې توکي ویشلي دي. همدارنګه یې د هرات او بلخ ولايتي زندانونو له چارواکو سره مرسته کړې او د بیاجوړولو وړتیا یې د روزنيزو پروګرامونو او مرستو له لارې پياوړې کړي.
•    په ۷ محبسونو کې د ۳۱۰۰ بندیانو لپاره د روغتیايي وضعیت او اوبو رسولو له پراختیا سره مرسته کړې ده.
•    د کندهار په ميرويس سيمه ييز روغتون کې د بیارغونې کارونه دوام لري.


د نړیوال بشرپالونکي قانون د منلو پراختیا
ښکیلو لورو ته د ملکي وګړو د ملاتړ لپاره د هغوی د مکلفیتونو یادونه په نړیواله کچه د آی سي آرسي د هڅو یوه بنسټیزه برخه ده، چې د نړیوال بشرپالونکي قانون منلو ته لا پراختیا ورکړي. همدارنګه، آی سي آرسي په مدني ټولنو، دولتي ادارو، اکادمیکي کړیو او رسنیو کې د آی اچ ال په هکله پوهې ته پراختیا ورکوي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:
•    د آی سي آرسي د کار او هوډ په هکله یې ۴۸۶۲ تنو ته معلوماتي غونډې برابرې کړي دي، چې د مدني ټولنو غړو، مشرانو، مذهبي مشرانو، د ولایتي شوراګانو غړو، سیاسي چارواکو، د نا دولتي موسسو کارکوونکو، د افغان ملي اردو او پولیسو غړو، ځایي او سيمه ييزو پولیسو، د ملي امنیت د ریاست غړو، وسله والو مخالفینو او هغو کسانو چې له آی سي آر سي څخه يې مرسته ترلاسه کړې پکې ګډون درلود.
•    د ۱۱۵ افغان ملي پوځ افسرانو ته د روزونکو د روزنې دوه پروګرامونه برابر کړي دي.
•    د ۵۰ پولیسو لپاره یې د روزونکو د روزنې یو پروګرام برابر کړي دي.
•    د افغان ملي پوځ ۲۳۵ افسرانو ته یې د بشرپالنې د نړیوال قانون ناسته جوړه کړې ده.
•    د افغان ملي پولیسو ۱۳۶۵ افسرانو ته یې د بشرپالنې د نړیوال قانون ناسته جوړه کړې ده.
•    ۱۷۵ وسله والو مخالفینو ته یې د بشرپالنې د نړیوال قانون ناسته جوړه کړې ده.
•    د ملي امنيت ۱۵ افسرانو ته یې د بشرپالنې د نړیوال قانون ناسته جوړه کړې ده.

له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره ګډ کار
آی سي آر سي له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره تخنيکي او مالي مرسته کوي، چې یو لړ بشري خدمتونه ‏او پروګرامونه په ټولنه کې پلي کړي.

د ۲۰۱۴ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې، آی سي آرسي:
•    د افغاني سرې مياشتې مرکزي دفتر د ۲۰۱۵ کال لپاره د عملياتي پلان په اړه څلور ورځنی ورکشاپ جوړ کړی، چې د غورځنګ ټولو غړو په افغانستان کې د اړمنو خلکو سره مرستې منلي او تاييد کړي دي.
•    د روغتیا پالنه په خطر کې کمېټې، په اونيز ډول خپلې ناستې لرلې دي.
•    د سره صلیب نړیوالې کمېټې (آي سي آر سي) خپل څلور لنډکروزر موټر په پکتیا، غزني، خوست او فاریاب کې د سرې میاشتې دفترونو سره مرسته کړې ده، چې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې ځواکمن شي.
•    د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ټولنې د ۷ سیمو ۱۴ د “خوندي لاسرسی“ ورکشاپ برابر کړی، چې د ا منيتي پېښې د خطرونو مخنیوی وشي.
•    د افغاني سرې میاشتې ټولنې د امنيتي چارو د تنظيم د ښه والي په پار ځايي خپلخوښو او د ۱۴ ولايتونو د نشراتو کارکوونکو ته د ګواښونو د ارزونې ورکشاپونه جوړ شوي دي.
•    د خوندي لاسرسي او د سيمه ييزو ورکشاپونو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکو او د سویل لويديځ، شمال لويديځ خپلخوښو وړتيا لوړه کړې.
•    جمعیت هلال احمر افغانی مجمع  ولایتی مناطق شرق کشور را راه اندازی نمود که در آن روسای ولایتی و پنج عضو انتخاب کردیدند؛ از جمله پنج عضو یک تن آنها خانم است.  
•    د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ختيځو و لايتونو ولايتي مجمع جوړه کړې، چې په کې پنځه غړي او ولايتي ریسان ټاکل شوي دي او له پنځو غړو یې یوه مېرمن ده.