کابل:(افغان اسلامي اژانس)
افغانستان کې د امنيت تامين او وسله وال مخالفت پای ته رسېدل د افغانانو، او نړيوالو لپاره نه يوازې دا چې مهمه موضوع ده، بلکې د افغانستان امنيت او د مخالفينو سره سوله د افغانستان د سياست يوه برخه ګرځېدلې ده.
کم او زيات څلور کاله دمخه پخواني جمهور رئيس حامد کزي په نژدې هر بيان، هره ليدنه، هر ځای او هر دريځ باندې د مخالفينو سره د سولې غږ اوچت کړ، او هغوی يې وروڼه ګڼل، نوموړي په داسې حال کې د مخالفينو سره د سولې په موخه د استاد برهاني الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شوری رامنځته کړه، چې په افغانستان کې وسله وال فعاليتونه تر بل هر وخته زيات شوي، او افغانستان د جګړې په اور کې سوځېده.
خو د حامد کرزي هلو ځلو او د سولې عالي شوری په څو ولايتونو کې د دولت سره د معلوم شمير وسله والو کسانو له يو ځای کېدو، پرته بله نتيجه نه درلودله، او د دې هر څه سره سره بيا هم د سولې شوری او حامد کرزی د ناقدينو له نقده او معترضينو له اعتراضه خلاص نه شول.
د حامد کرزي د واکمنۍ موده پای ته ورسېده، او په سوله ايز ډول واک جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي ته وسپارل شو، که څه هم ډاکټر اشرف غني په نړيوالو ادارو کې کار کړی، د پوهنتونونو استادي يې کړې، د ځينو هيوادونو په پاليسيو جوړولو کې يې ونډه اخيستې، ډاکټر احمدزی هغه څوک دی چې په نړيواله کچه د يو ښه مدير په توګه پېژندل کيږي، او هيله ورڅخه کيږي، چې افغانستان به ښه اداره او اصلاحات به رامنځته کړي، بيا هم هغه د عملي سياست اوږده تجربه نه لري.
له دې کبله چې نوموړی له جګړې لرې پاتې شوی، د افغانستان د جګړو پر مهال يې حالات له لرې څارلي، او په يو جګړه ايز حالت کې يې د افغانستان د جمهوري رياست چوکۍ اشغال کړه، پوښتنه دا ده چې ايا هغه به د وسله په اوږه طالبانو سره سوله وکړای شي، د سولې په راوستلو سره به د افغانستان په ډګر کې روانه دغه پيچلې لوبه وګټي، او که د خپل سلف په څير به دا هم له هره دره خالي لاسونه راستون شي؟
جمهور رئيس احمدزی هم په هره ليدنه او بيان کې د سولې خبره کوي، د افغانستان د سياسي او قومي مشرانو سره په ليدنه کې سولې ته اولويت ورکولو ژمنه، ديني عالمانو څخه د سولې د غږ پورته کولو غوښتنه، ازبکستان، تاجکستان، او فرانسې له سفيرانو سره په کتنو کې د سولې خبره، ترکيې د جمهور رئيس سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې، برتانيې د صدر اعظم سره د سولې خبرې، په ويډيويي کنفرانسونو او د هيواد په داخل او بهر کې د تلفوني اړيکو پر مهال د سولې خبرې او ژمنې، لنډه دا چې ډاکټر احمدزی هم د افغانستان سولې ته تر ټولو زيات اهميت ورکوي.
خو لکه چې جمهور رئيس حامد کزي هم د پاکستان رول د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم ګاڼه داسې ښکاري چې ډاکټر احمدزي هم ورته نظر لري، نوموړی د تېرې يکشنبې په ورځ په ملي امنيت او بهرنيو اړيکو کې د پاکستان د لومړي وزير د سلاکار سرتاج عزيز سره په خبرو کې خورا صريح او جدي ښکاريده.
احمدزي سرتاج عزيز ته وويل (موږ بايد د سولې په اړه يوازې په خبرو اکتفا ونه کړو، اوس د سولې د ټينګښت لپاره د عمل وخت را رسېدلی، موږ بايد پر يو بل د تورونو له لګولو څخه ډډه وکړو او په خپلوکې د باور فضا رامنځته کړو).
که څه هم د جمهوري رياست په خبر پاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې احمدزي له سرتاج عزيز څه غوښتي، او د پاکستان له حکومته څه تمه لري؟ خو د سولې په اړوند د سرتاج عزيز سره د جمهور رئيس احمدزي د خبرو او د نورو بهرنيو مسئولينو سره د هغه د بحث تر منځ توپير ډير واضح دی.
پخواني جمهور رئيس حامد کرزي پاکستان د تروريستانو په ملاتړ تورناوه، خو ډاکټر احمدزي د خپل حکومت په لومړيو درې اونيو کې دغه کار نه دی کړی، که څه هم نور افغان چارواکي اوس هم ورته څرګندونې کوي، خو د ډاکټر احمدزي چوپتيا د دې څرګندونه کوي، چې نوموړی به د پاکستان په اړه ځانګړی دريځ او پاليسي غوره کړي.
د پاکستان په وړاندې د ډاکټر احمدزي پاليسي به وخت روښانه کړي، او کېدای شي د هغه موقف تر حامد کرزي ښه وي، خو تر ټولو مهم هغه څه چې د ډاکټر احمدزي د واکمنۍ په لومړي سر کې رامنځته شول، د حقاني شبکې د مؤسس مولوي جلال الدين حقاني د زوی او اوسني مشر سراج الدين حقاني د ورور محمد انس حقاني او د ګوانتنامو د يو پخواني بندی د ورور حافظ رشيد نيول کېدل دي.
طالبانو د همدې کسانو نيول کېدو په غبرګون کې د تېرې جمعې په ورځ په خپله خپره کړې خبر پاڼه کې د امريکا سره د اړيکو د خرابيدو ګواښ وکړ او ويې ويل (د امريکا دا ډول حرکات به په راتلونکي کې له اسلامي امارت سره د نوموړې په اړيکو او ارتباطاتو بد اثر وکړي).
د يوامريکايي سرتيري سره د ګوانتنامو د پنځو طالب مشرانو تر تبادلې وروسته د امريکا او طالبانو تر منځ د اړيکو نوعيت او ماهيت نه دی معلوم، خو د طالبانو له وروستۍ خبر پاڼې داسې ښکاري، چې که افغان حکومت نرمي وښيي، سولې ته ريښتينې ژمنيا څرګنده کړي، او طالبان قانع کړای شي؛ نو طالبان به هم هغه کار وکړي، چې تر اوسه يې د وخت ضياع بلله، يعنی د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات.
د طالبانو ياده اعلاميه کې د سولې د خبرو او مذاکراتو په اړوند د امريکا تر څنګ د افغان حکومت يادونه هم شوې او ويل شوي (په داسې حال کې چې له عادي افغانانو سره دا ډول غير اصولي او غير قانوني چلن کېږي، د امريکا اوکابل ادارې د سولې په ژمنو او خبرو څه ډول باور کېداي شي! له دې نه معلومېږي چې امريکا او د کابل اداره د خپلو سياسي موخو لپاره نړيوال قوانين تر پښو لاندي کوي، او په حقيقت کې هېڅ ډول سولې اوپخلاينې ته ژمنتيا نه لري).
دا چې طالبانو د انس حقاني پر نيول کېدو، چې د افغانستان ملي امنيت رياست وايي د طالبانو لپاره يې په عربي هيوادونو کې مالي مرستې راټولوې، سخت غبرګون څرګند کړ د دې ښکارندويي کوي چې همدغه موضوع به د سولې په پروسه هم اغيز شيندونکې وي، خو سياسي مبصرين بيا په دې اړه شنلي نظرونه لري.
افغان اسلامي اژانس د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د پخواني ديپلومات، حالاتو د څارونکي او څيړونکي احمد سعيدي څخه همدغه پوښتنه وکړه چې د انس حقاني نيول کېدل به د سولې پر پروسه منفي يا مثبت اثر وکړي؟ نوموړي په ځواب کې وويل:
(هيڅ اثر نه شي کولای، واقعيت دا دی چې هغوی په افغانستان کې نه بلکې له افغانستانه بهر امريکايانو نيولي، او زه فکر کوم چې امريکا به ورڅخه خپله ګټه پورته کړي).
څيړونکي همدا راز وايي چې د دې کسانو نيول کيدل وسله والو مخالفينو ته دا پيغام ورکوي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې ژمن نه دی او هغه څه چې وايي پرې عمل نه کوي.
د سياسي چارو افغان کارپوه عبدالبصير "نظري" وايي د انس او رشيد نيولو طالبان په غوسه کړي خو که چيرې د ښه نيت په توګه بيرته ازاد شي د سولې د پروسې پر وړاندې به يوه مهمه فيصدي ستونزه هواره شي.
نوموړي افغان اسلامي اژانس ته وويل (د دې مهمو کسانو نيول کيدل خامخا پر طالبانو منفي اغيز کوي، څومره چې زه معلومات لرم د هغوی اقتصادي سرچينې په عربي هيوادونو کې کمزورېکوي، دې نيونې طالبان ډير په قهرکړي او حتي ممکن هغوی خپلې حملې هم د غبرګون په توګه زياتې کړي.
دا کار د سولې پروسه هم زيانمنوي ځکه کله چې طالبان غبرګون ښيي نو د سولې په موضوع يې اغيزې منفي دی).
ده څرګنده کړه که چيرې دا طالب چارواکي بيرته ازاد شي نو دا به د سولې پروسه نه يوازې مثبتې خواته بوځي بلکې ممکن يوه برخه چې اعتماد جوړونه ده رامنځ ته کړي.
په کابل کې يو بل څيړونکی وحيد مژده هم د طالبانو د غبرګون په اړه د عبدالبصير نظري په څير نظر لري، خو د سولې پر پروسه د اغيز په اړه يې بيا نظر توپير کوي.
وحيد مژده افغان اسلامي اژانس ته وويل (د سولې په پروسه اغيز نه شي کولای، انس او رشيد په طالبانو کې غټ خلک نه وو، چې په نيول کېدو يې هغوی ته ضربه رسېدلې وي، او نه هغوی د سولې په برخه کې مرسته کولای شي، البته افغان حکومت ته به ستونزې پيدا کړي، کېدای شي طالبان بريدونه زيات کړي، او په ځانګړې توګه د حقاني شبکه د دولتي مامورينو ترور ته زور ورکړي).
ځينې سياسي کتونکي په دې باور هم دي چې د دې کسانو نيول کيدل د سولې پروسه يو مخ له خنډ سره مخ کوي، د سياسي چارو کارپوه سرور "څار" وايي افغان حکومت پاکستان او امريکا ته وايي چې طالب مشران خوشې کړئ خو خپله يې نيسي.
د ده په خبره دا موضوع پر افغان حکومت د طالبانو باور کموي او طالبان داسې انګيري چې افغان حکومت د دوی پرضد دوه ګونی سياست لري، نوموړي افغان اسلامي اژانس ته وويل (له ډيرو کلونو راهيسې مونږ شاهدان يو چې افغان حکومت له امريکا او پاکستانه غواړي چې ملا برادر او داسې نور طالب چارواکي ازاد کړي، خو کله چې خپله انس او رشيد نيسي دا معنیورکوي چې ګوندي سوله نه غواړي، او له طالبانوسره دوه ګونی چلند کوي).
نوموړی دغه کار د سولې لپاره زيانمن بولي هغه زياته کړه (له دې سره طالبان پر افغان حکومت بي باوره کيږي او ښايي چې په اسانه سولې ته زړه ښه نه کړي، يعني په لنډه جمله کې پرسولې ډيره بده اغيزه کوي او که چيرې سوله په دوو کلونوکې راتلې شوای نو اوس به په پنځو کلونو کې هم رانه شي).
خو پوځي کارپوه محمد عمر ساپي بيا د دغو کسانو نيول کېدل د سولې د برياليتوب او ناکامۍ پورې نه، بلکې د حقاني شبکې تر برخليک پورې تړي او وايي چې د دې کسانو نيول کېدلو شبکې ته زيان ورساوه.
نوموړی وايي حقاني شبکې تر ډېره حده استخباراتي او خطرناک پلانونه لرل چې له پوځي نظره استخباراتي پلان د ډلو له خوا نه، بلکې د اشخاصو له لوري پر مخ وړل کيږي، او له همدې امله کله چې د دغسې ډلو کوم شخص وژل کيږي او يا نيول کيږي ټوله شبکه پرې زيانميږي.
ساپي افغان اسلامي اژانس ته وويل، د هغه د معلوماتو تر مخې انس حقاني او حافظ رشيد د حقاني شبکې په پريکړو کې شامل خلک وو، له دوی سره ګڼ داسې معلومات شته، چې د شبکې له نورو غړو سره نه شته او په نيول کېدو سره يې دغه معلوماتي زيرمې له منځه ولاړې.
ده زياته کړه (دا به ډير وخت ونيسي چې حقاني شبکه د انس او حافظ رشيد په څير کسان وروزي هغوی ته خپل پخواني او راتلونکي پلانونه بيان کړي او بيا يې پلي کړي).
پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د سولې په پروسه کې د تل لپاره د سولې په شوری باور کړی، او له همدې لارې يې د دې پروسې د افغاني کېدو هڅې کړي، تر اوسه نه ده معلومه چې نوی جمهور رئيس به دغه شوری په خپل حال پرېږدي، ړنګه کړي، او که بدلونونه به پکې راولي، خو تر هرې فيصلې پورې دغه شوری د سولې په هر ډول خبرو کې دخيله، او تر اوسه يواځينۍ مرجع ده.
دغه شوری د سولې په برخه کې د حقاني شبکې د غړو نيول د سولې پر پروسه اغيز شيندونکي بولي خو د ګټې او زيانونو په اړه يې څه نه وايي.
د دې شوری د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار افغان اسلامي اژانس ته ويلي (زموږ دروازې تل د مخالفينو په مخ پرانيستې دي، خو هغوی بيا يوې غير انساني، غيرافغاني او نامشروع جګړې ته دوام ورکوي، داسې جګړه چې حتی د يوې کورنۍ ټول غړي په کې وژل کيږي).
د قاسميار دريځ د پخوا په پرتله عاطفي ښکاري او له مخالفينو غواړي چې د سولې په پروسه کې شامل شي،څو له جګړې ستړی ولس د ارامۍ ساه واخلي.
په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي څو ورځې وړاندې د ښوونکي د ورځې په لمانځغونډه کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د سياسي مخالفينو خطاب وکړ، چې له حقوقي پلوه سياسي مخالف اصطلاح هغه چاته کاريږي، چې د يوه هېواد قانون يې منلي وي؛ خو د حاکم نظام له کړنلارې سره مخالف وي.
د ولسمشر دغه خبره شنونکي په بېلا بېلو بڼو تعبيروي، يو شمير يې وايې چې ولسمشر وسله واله مخالفينو ته په سياسي چوکاټ کې د شاميلدو بلنه ورکړه او د سولې نوې دروازه يې پرانيسته خو يو شمير نور بيا د سياسي مخالفينو کلمه کارول د ولسمشر تيروتنه بولي.
په هر حال،
مبصرين په مخ ته راغليو حقايقو فيصله کوي، او د پردې تر شا حالت لا ځکه نه دی معلوم چې طالبانو د افغان حکومت سره خبرو ته د چمتو کېدو اعلان نه دی کړی، جمهور رئيس احمدزی د سولې په اړه او طالبانو په وړاندې خپله بشپړه پاليسي نه ده په ډاګه کړې، او دا لا نه ده معلومه چې د امريکايي بندي تر خوشې کېدو وروسته به امريکا او طالبان کوم ډول اړيکې ولري، چې طالبان يې د خرابېدو ګواښ کوي.
افغان اسلامي اژانس ته خپلو سرچينو ويلي چې انس حقاني او حافظ رشيد په افغانستان کې نه بلکې په کوم عربي هيواد کې نيول شوي، طالبان وايي چې هغوی په بحرين کې امريکايانو نيولي، لومړي يې قطر ته، بيا متحده عربي اماراتو ته بيولي او بيا يې افغان حکومت ته سپارلي.
په عربي هيوادونو کې د طالبانو دکورنيو غړي نيول کېدل او هغه هم د طالبانو په وينا د امريکا لخوا، په داسې توګه چې نه يې قطر مخالفت او د طالبانو ننګه کړې، او نه بل کوم دولت، دا خپله طالبانو ته يو پيغام دی، او کېدای شي طالبانو درک کړې وي، چې د قطر په انتخاب کې يې تېروتنه کړې ده.
که طالبان د امريکا سره په خبرو کې خپل هدف ته د رسيدو څرک ويني، نو شونې ده له دې وروسته په يو بل هيواد کې د دفتر پر جوړولو غور وکړي، او که داسې نه وي نو کېدای شي ګواښ يې د حقاني کورنۍ سره تشريفاتي بڼه ولري، اما داسې هيڅ نښې نښانې نشته، چې سوله دې نژدې وي، د کابل د نن ورځې خونړۍ چاودنه يې ښه شاهد دی.
پای 03:25 (PM)