د عبدالملک پرهیز ژباړه
- د خپل ځان په اړوند ښه تصور ولرو او ځان ښه ، غښتلی او ارزښتناک و ګڼو .- د خپل مثبتو ځانګړتیاو لیست جوړ او د هغو د غښتلتیا لارې چارې پيدا او تجربه کړو.
- د ورځې په اوږدو کې د خپلو منفي اندونو لست جوړ او په انډولیز ډول د هر منفي اند دپاره یو مثبت اند پیدا کړو څو د هغو په مرسته د خپلو منفي اندونو سره مبارزه ورکړای شو.
- هڅه وکړو په ورځني ژوند کې د خبرو اترو په ترڅ کې د مثبت ویونه او خبرې و کار وو ، د بېلګې په توګه له نورو سره په خبرو کې د « ستړی مه شې » ویی یا کلمې پر ځای چې منفي اغېز له ځانه سره لري او موږ ته د ستړیا حس را یادوي ، د « ښه راغلا ست، هرکله را شې...» ، « خوښ اوسې» ، « نېکمرغه اوسې»، « خېر یوسې » او داسې نور وییونه و کاروو.
ـ خپل فکر د ژوندانه مثبتو اړخونو او ښېګڼو ته واړوو ، څو ورو ورو مثبت فکر تر لاسه کړو.
د مثبت فکر د غښتلي کولو لارې چارې هيڅ ډول لګښت نه لري او د خلکو په عمر پورې هم اړه نه لري.
يوازې دغه شعار باید هېر نه کړو:
« که خپل فکرونه کنترول کړو نو زموږ ژوند بدلون کوي »
نو له دې امله له همدا اوسه د چارو ترسره کول، پیل کړو او د سبا په تمه پاتې نه شو ، ځکه کېدی شي سبا هيڅکله هم را نه شي!
- په ډاډمنه توګه هڅه وکړو ، خپل ذهن ته داسې لارښود ونه وسپارو څو نوي او مثبته اندونه را منځ ته شي.
- هره ورځ کله چې سهار له خوبه پاڅېږو په کار ده د يوې ښکلې منظر یا تصویر په لیدو سره خپل ورځ په خوښۍ او خوشحالۍ پیل کړو.
- د هغه کسانو سره له ليدو کتو ډ هډه وکړو یا لږ ور سره ووینو چې د منفي فکرونو او حالتونو د را منځ ته کېدو سبب کرَځي. ځکه که منفي له مثبت سره ضرب شي پایله يې منفي ده.
- ستونزو ته باید د ځان د وړتیا د ارزولو په سترګه و ګورو او د بدې پایلې اټکل ترې و نه کړو، ځکه تېروتنې تر هغه بریده مهمې دي چې موږ يې مهم بولو.
- د خپل تېرو ښکلیو او په زړه پورې خاطرو په اړوند فکر وکړو او هڅه وکړو چې بیا يې تکرار کړو.
- د شک او زړه نا زړه توب څخه ډډه وکړو او کارونه په ټينګه پرمخ یوسو.
- خپل باطن منفي اندونو او د نورو د ویجاړوونکو تلقینونو ته اهمیت ور نه کړو او هڅه وکړو د هغو خلاف مبارزه و کړو.
- پر خپل وس او وړتیا باور و لرو او یقین ولرو چې د چارو د ترسره کولو وس لرو.
- د خپلو هدفونو څخه هغه هدف غوره کړو چې پر ترسره کولو يې زیات باور لرو، او د هغې د ترسره کولو دپاره ، په دې فکر ونه اوسو چې نور له موږ سره موافق دي یا نه دي.
- د خپل ژوند د حالت د بیانولو دپاره مثبتې کلمې باید غوره کړو.
- د کورنۍ د غړیو او یا دوستانو په معرفي کولو کې له داسې مثبتو کلمو څخه کار واخلو چې سړي ته روحیه ورکوي. ( لکه هغه سړی ډېر پتمن او د درناوي وړ دی. »
- د رخې او کينې او بې ځایه سیالۍ څخه ډډه وکړو کوم چې منفي فکرونه را منځ ته کوي او هڅه وکړو د خپل ژوند چلند او سلوک په خپله غوره کړو.
- هيڅکله دغه شعار چې غوښتل ، ترسره کول دي ، هېر نه کړو او باید پوه شو چې د هڅې او زیار په پایله کې هر هغه څه تر لاسه کولی شو چې هيله يې لرو.
- د ژوند انه د شېبو پر قدر پوه شو او له هغو سمه ګټه واخلو، ځکه هيڅکله بیا نه تکرارېږي.
- د غیر مساعده شرایطو او حالاتو د بدلون د پاره باید لاس په کار شو ، څو له منځه يې یوسو.
- له ځانه باید، له حده زیاته غوښتنه و نه کړو او ځان د بشپړ کمال خاوند و نه بولو ، ځکه په مطلقه توګه ځان د کمال لرونکی بلل ، د پرېشانۍ، ماتې او بې وسۍ احساس را منځ ته کوي.
- له ځورونکو بندیزونو او خنډونو څخه ځان خلاص او ساده ژوند وکړو څو آرامه او نېک مرغه ژوند و لرو.
- د ګوښه کېدو او له نورو څخه له لرېوالي څخه ډډه وکړو او خپل وخت له کورنۍ، خپلو انو او دوستانو سره تېر کړو.
- هر کله که مو احساس وکړ چې منفي فکرونو نیولي یاست ، خپل حالت ته بدلون ورکړئ او په کوم کار ځان بوخت کړۍ.
- کېدی شي د خوب په وخت کې منفي فکرونه مو سر ته راشي ، تر هغې چې ستومانه شوي نه یاست بسترې ته مه ځئ.
- هيڅکله او په هيڅ ډول ځان بد مرغه او کمزوری او پاتې راغلی مه احساسوئ.
- په ټولو حالاتو کې پر خپل ځان باور و ساتئ او هيڅکله هم چاته اجازه مه ورکوئ چې هغه ګډوډ کړي. باید پوه شو چې پر ځان باور د مثبتو فکرونو کلي ده.
- خندا هېره نه کړو، خندا د دې سبب کېږي څو منفي او ستومانوکی فکرونه خپل ځای مثبتو او خوشحاله فکرونو ته ور کړي.