ښوونکی بله شمعه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
 هر انسان په خپل ژوند کې په ښو او بدو د پوهېدلو او ترمنځ يې د فرق کولو لپاره ښوونکي ته اړتيا لري،داچې موږ وايو سليم عقل په سالم بدن کې وي،د سالم بدن جوړولو او دښې روزنې لپاره هم ښوونکي ته اړتيا شته ترڅو مو په دې وپوهوي چې څه مو د بدن لپاره اړين دی او له څه شي څخه بايد پرهيز وشي ترڅو مو له ستونزو سره مخ نکړي.


 په کور کې دماشوم د روزنې لپاره دزېږېدو له لومړۍ ورځې بيا ان ترهغه وخته چې واده وکړي اوپه خپله د ژوند شريک پيداکړي نو پلار اومور دهغوی لپاره مکلف دي چې هر ډول ستونزه يې ورحل کړي،دښو او بدو په تفکيک کې ورسره پوره مرسته وکړي ،له مشکلاتو سره د مبارزې کوولو هنراو حل لارې  ورته وښيي،او په راتلونکي ژوند کې يې له لوړو ژورو سره اشنا کړي ترڅو په هغه وخت کې چې دی په خپل چار چاپېره کې خپل مور اوپلار نه وينی خو له کومې لويې يا وړې ستونزې سره لاس او ګرېوان وی ورڅخه د خلاصېدو په هنر يې پوه شي،داد مو اوپلار له اساسي اومهمو مکلفيتونو څخه دي،چې ديوه ښوونکي په صفت يې دخپل اولاد پر وړاندې لري او اولاد هم مکلف دی چې په پوره غور سره دخپل مور اوپلار نېکو او سالمو مشورو ته غوږ ونيسي اوپه ځان يې عملي کړي ترڅو دخپل ژوند په بهبود وپوهېږي.
همدارنګه د تعليم او زده کړو په برخه کې هر انسان اړ دی چې ښوونکی ولري ترڅو په ژوند کې د پرمختګ مسير ته په هغه توګه چې لازمه ده برابر شي.
 داچې ښوونکی څوک دی راځئ په هکله يې پوه شو،ښوونکی د شاګرد يا زده کړيال معنوي پلار دی،ښوونکی هغه څوک دی چې زده کوونکی د علم او تعليم په ګاڼه سمبالوي،ښوونکی هغه څوک دی چې موږ له خپلې ټولنې،هېواد،جغرافيوی موقيت،اقليم ،دين ،مذهب،اسلام،کفر،نهي او منکر څخه خبروي او ښوونکی هغه څوک دی چې تل خپل ځان په ستونزو کې ورکوي خو زموږ له ستونزو څخه د وتلو لپاره کوشش کوي،تل يې هڅه داوي چې موږ زده کوونکی له ښوونځی،مدرسې،پوهنتون اوبل هر روزنځای څخه ډک دماغ کورته ستانه شو،ترڅو دوی خپله ايماني او اسلامي وجيبه اومسؤليت په سمه توګه سرته رسولی وی، نو ويلی شو چې ښوونکی د هغې شمعې په مثال دی کومه چې خپله تنه دخپل ملا تير په وسيله سوځوي خو نوروته رڼا ورکوي او په تيروکې دهدف تر لاسه کول ورته اسانه کوي.
ښوونکی خپل زده کوونکی ته د خپل اولاد په نظر ګوري تل په دې هڅه کې وي چې هغه خوښ او راضي وساتي ترڅو په خپلو درسونوکې کوښښ وکړي اوپه يوه مثبته او لوړه درجه بريالی شي،همدارنګه په کورنۍ،ښوونځي،مدرسه،پوهنتون،مسجد، لار هر او هغه محيط کې چې دوی پکې ژوند کوي د رفتار،سلوک اوادابو په هکله ورته هر اړخيزې لارښوونې او دعملي کېدو سپارښتنې کوي ترڅو يې له هغو اشخاصو او همزولو سره فرق وشي کوم چې له زده کړو او ښوونځي څخه لرې پاتې وي.
کله چې ددواړو جهانونو سردار، اولين او اخرين پيغمبر حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم په نړۍ کې سترګې وغړولې نو په دنيا کې د سلام مبارک دين زرينې وړانګې خورې   او هر طرف ځغلنده شوې دهغه په راتګ په نړۍ کې ټول غير اخلاقی،غير انساني اوغير اسلامي کړنوته دپای ټکی کېښودل شو په پغمبرۍ مبعوث شو او خپلو امتياتوته يې وويل چې زه ستاسو لپاره ښوونکی را استول شوی يم ،حضرت محمد صل الله عليه وسلم داسې يو ښوونکی  دی چې په ورځ د محشر به دخپل هر امتي شفاعت د الله جل جلاله په دربار کې کوي نوکله چې هغه صلی الله عليه وسلم ښوونکی دی اوهغه پر الله جل جلاله څومره ګران وو ځکه خو يې موږ ( انسانانو ( لپاره د ښوونکي (معلم ) په صفت را واستوه ،نو هر زده کوونکي ته لازمه ده چې دخپل ښوونکي سره ډېره زياته مينه وکړي،احترام يې وکړي او په هره خبره يې عمل وکړي ځکه ښوونکي هر وخت خپل زده کوونکی سمې لارې ته را بولي.