محمد اکبر کرګر
فاطمه گل(خواښي ) : شيرين اغا مبارک مبار ک . خبر نه يې چې دناوی دې دری مياشتيني ماشوم په گيډه دی.
شيرين اغای پاروکش : ويم په خولې دې برکت شه په دې شين سهار کې دې داسې ښه زيری راباندې وکړ چې ټوله ورځ به خوشاله گرځم.
فاطمه گل : داهم درته وايم چې ستا ماشوم هلک دی . اوميرمن دې هم طالع منه ده .چې په لومړي وار زوی زيږوي.
شيرين اغا : ستا خوله بختوره ده خواښې چې داسې زيری کوي . زه به يې دتولد له پاره ښه بندوبست وکړم سازونه مازونه ميلمستياوې ميلي اوټيلي به ورته جوړې کړم.
دنازيږيدلي ماشوم مور : قوماندان صيب ددزيږيدو دجشن په باب فکر مه کوه . دراتلونکي ژوند بندوبست يې وکړه . ځکه زماد بنې زامن همدا اوس بلند منزل لري هوټلونه لري بسونه اولوی شرکتونه لري .داسې نه چې زما زوی هيڅ ونه لري . گوره ما اوزما ماشومان به په سپين ميدان ادورونو احتياج ته نه پريږدي
قوماندان شيرين اغا (پاروکش) : وايم ليونی له چا سره دې شپي دي چې ځان خوارو زار بولي . دادی اوس يې گوره . چي زه څه کوم . سملاسي کابل بانک ريس ته وايم چې دنازيږيدلي قلندرشاه ولد شيرين اغا په نوم اتيا لکه دالر قرضه منظور کړي.
مور : دا خو به ډير ه ښه وي . نو په قرضه به څه وکې.
قوماندان : ای ليونۍ ته دما په شان ميړه لري زما وزن يوازې دځمکې پر سر دروند نه دی په دولت باندي هم دروند دی اوکه په چا لاس کيږدم نفس يې بنديږي . زه به په همدې پور څو مارکيټونه , سوداگريز مرکزونه لکه گلبهار سنتر , اوداسې نور جوړ کړم چې په هره مياشت کې ورته ان کورته دوه درې لکه دالر راشي . اوچې کله زما شاه ځلمي زوی وزيږيږي نو څومره به دخوشالي ټقي کوي . هغه خو دلته نه پريږدم بايد په لندن يا فرانس کې درس ووايي.
مور : وايم دقلندر پلاره خدای دې جنتونه درکړي . چې ته زما دنازيږيدلي ماشوم دومره خيال ساتي .
شيرين اغا : اوس خو دې باور راغی چې تر څومره راباندې گرانه يې ؟
مور: باور خو مي راغی خو له دې زيږون نه وروسته گوره فکر دې وي چي يوه لور هم بايد ولرم دهغي په باب هم فکر کوه.
قوماندان : فکر مه کوه. خدای به ټول کارونه اسان کی . خدای له موږ سره دی.