شپه ماښام دی له کړکۍ بهر ته ګورم
هلته لرې تور دېوال تر سترګو کېږي
د چپتیا څادر را خور زما په سر دی
نا آرامۍ کې مې ټول اند له سره تښتي
غواړم و مومم یو فکر او یو اند
یو دلیل چې ولې ناست یمه زه دلته
غواړم و مومم علت او یو دلیل
دې هستۍ او زما شتون ته یو بیان
دلته تل همېش یو څه نا څه پېښېږي
چې دا څرخ ساتي همېش په څرخېدلو
یو د وخت بهیر دی ځي په مخه درومي ،بل هم تل دا بهانې او دا عذر ونه
له نږدې او که ژور پرې سوچ ونه کړم
د هوا ماڼې تر شا، د اندو پټ محلونه
ځي یو بل پسې تېرېږي شپې او ورځې
څه اسانه چې تېرېږي تل بهیر د شپې او ورځو
یوه ورځ بله هم تېره ، موږ هم لاړو لږ په وړاندې
کله کله پر ما لګي، اوسېلو کلکې څپېړې
کله هم بیا هوښ او عقل بولي ما خپل خوا ته
د اوس شتون او فکر دواړه په خاپوړو ځي مخ وړاندې
په دې زیار چې کړي قانع زما فکرونه
چې دلیل او فکر دلته غېږه کې ونیسي یو بل
کله کله هر څه وینم، خو جرأت د کتو نه وي
بیا يې پرې ږدم چې دا شپې ورځې تېرېږي
له اندو مې په یو په بل پسې ورکېږي
خو یو ځای په بې خبرۍ کې
اند نارې کړي ، غواړي واوري او احساس شي
څو په سترګو دا کوچنی ژوند لیدی وشي
خو ډار تل له خپله بریده ډېر لوی ښکاري
داسې وګڼئ که ووینئ رښتیا
شپې او ورځې په خپل سر ځي او ورکېږي
خو لا ژوند همداسې پاتې بې توپيره بې هدف دی
پس له ورځو ، شپو ، اونۍ ، میاشت او کال تېر شي
څه آسانه دا وختونه ځي تېرېږي
بې له دې چې سوچ پرې وکړئ
بې له دې چې یو دلیل ورته کړئ
بې له دې، شتون خپل احساس کړئ
بې له دې چې له خپل وخته، برخه مند شئ
بې له دې چې ځانته و ټاکئ خپل لوری
زه پرېدمه دغه هر څه ورځو شپو ته
ځکه ما کې دغه زړه او جرأت نشته
دغه وخت دی هڅې پیل او ونډه وا خلمه خپل ژوند کې
خو نه ، دا آسان دی چې وخت زما پرېکړه هم وکړي
شپې او ورځې
شپه ماښام دی له کړکۍ بهر ته ګورم
هلته لرې تور دېوال تر سترګو کېږي
د چپتیا څادر را خور زما په سر دی
نا آرامۍ کې مې ټول اند له سره تښتي
غواړم و مومم یو فکر او یو اند
یو دلیل چې ولې ناست یمه زه دلته
غواړم و مومم علت او یو دلیل
دې هستۍ او زما شتون ته یو بیان
دلته تل همېش یو څه نا څه پېښېږي
چې دا څرخ ساتي همېش په څرخېدلو
یو د وخت بهیر دی ځي په مخه درومي ،بل هم تل دا بهانې او دا عذر ونه
له نږدې او که ژور پرې سوچ ونه کړم
د هوا ماڼې تر شا، د اندو پټ محلونه
ځي یو بل پسې تېرېږي شپې او ورځې
څه اسانه چې تېرېږي تل بهیر د شپې او ورځو
یوه ورځ بله هم تېره ، موږ هم لاړو لږ په وړاندې
کله کله پر ما لګي، اوسېلو کلکې څپېړې
کله هم بیا هوښ او عقل بولي ما خپل خوا ته
د اوس شتون او فکر دواړه په خاپوړو ځي مخ وړاندې
په دې زیار چې کړي قانع زما فکرونه
چې دلیل او فکر دلته غېږه کې ونیسي یو بل
کله کله هر څه وینم، خو جرأت د کتو نه وي
بیا يې پرې ږدم چې دا شپې ورځې تېرېږي
له اندو مې په یو په بل پسې ورکېږي
خو یو ځای په بې خبرۍ کې
اند نارې کړي ، غواړي واوري او احساس شي
څو په سترګو دا کوچنی ژوند لیدی وشي
خو ډار تل له خپله بریده ډېر لوی ښکاري
داسې وګڼئ که ووینئ رښتیا
شپې او ورځې په خپل سر ځي او ورکېږي
خو لا ژوند همداسې پاتې بې توپيره بې هدف دی
پس له ورځو ، شپو ، اونۍ ، میاشت او کال تېر شي
څه آسانه دا وختونه ځي تېرېږي
بې له دې چې سوچ پرې وکړئ
بې له دې چې یو دلیل ورته کړئ
بې له دې، شتون خپل احساس کړئ
بې له دې چې له خپل وخته، برخه مند شئ
بې له دې چې ځانته و ټاکئ خپل لوری
زه پرېدمه دغه هر څه ورځو شپو ته
ځکه ما کې دغه زړه او جرأت نشته
دغه وخت دی هڅې پیل او ونډه وا خلمه خپل ژوند کې
خو نه ، دا آسان دی چې وخت زما پرېکړه هم وکړي
شپې او ورځې:عبدالملک پرهیز
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode